شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

«
»

د غني په ارمان به شئ!

افغانستان؛ هغه هېواد  دی، چې ښه ژوندي او بد مړي نلري.
ژوندي ملتونه تر ډېره د خپلو ژوندیو، په کار پوه او په ولس میېن څېرو او شخصیتونو ملاتړ کوي، چې په دې کې به یو کس هم ښه کارونه کړې وي او هم به یې ستونزې درلودې؛ خو زما سره تل دا پوښتنه مطرح کېږي، چې ولې موږ یا زموږ ولس ښه ژوندي او او بد مړه نه لرو؟ ولې د ولس د خادمانو ملاتړ نه کوو؟ ولې ښه ته ښه نه وایو او بد ته بد؟ ولې هر څه ته په یوه سترګه ګورو؟ ولې له تاریخ څخه څه نه زده کوو او ولې تل مو د تاریخ څپېړه خوړلې ده، خو راویښ شوې نه یو؟ او ولې ژوندي هېروو او مړه یادوو؟!

د افغانستان په کابو درې سوه کلن تاریخ کې مو تل توره کړې، خو د تورې پایله مو نده ساتلې.همدا ملت و، چې تر ډېلي، مشهد او بخارا یې د تورې شرنګ ورسېد، خو آخر یې څه؟ تاریخ تل یو چا یا ملت ته موکه په لاس نه ورکوي، خو زموږ نېکمرغه ولس ته څو ځله د اصلاح چانس په لاس ورکړل شو. له کلونو جګړو، در به دریو او بدمرغیو وروسته مو د امان الله په نوم پر هېواد میېن ځوان د لمر په شان راپورته شو او د ولس د سوکالۍ او پرمختګ هیله یې په زړه کې وځلېده، ډېر کسان ورسره هملاري و ملګري شول؛ آزادي یې وګټله،غازي شو، اروپايي هېوادونو ته یې سفرونه وکړل، څو وګوري او پوه شي، څنګه کولای شي د پرمختګ له کاروانه شاته پاتې ولس له نړۍ سره سیال کړي. خو له همدې ولسه مغرضې څېرې راپورته شوې او د دین په نوم یې دام ورته کېښود، د کفر او بې دینۍ ټاپه یې پرې ووهله او ځوان پاچا اړ شو، چې هېواد پرېږدي او جلا وطنۍ کې شپې سبا کړي، چې بیا د هېواد د لیدو خوب یې له خاورې سره خاورې شو او نړۍ څخه وکوچېد. خلکو یې د ودانیزو او پراختیایي پلانونو ملاتړ ونکړ؛ په داسې حال کې، چې دا د ملتونو دنده هم ده، څو په هېواد مېینو کپریولاس نیوی او شریرې کړی ترې دفع کړي، خو دا کار یې ونکړ او په خپل لاس د پرمختګ او هوساینې له کاروانه شاته پاتې شوو. بیا کابو نیمه پېړۍ مزل وشو او ورپسې د سردار محمد داوود خان په نوم له هېواد سره د لېونۍ مینې خاوند کپرۍ راپورته شوه؛ د سپینې کودتا له لارې یې شاهي نظام په جمهوریت بدل کړ او هلې ځلې یې وکړې، چې د هېواد ماته بېړۍ د مقصود ساحل ته ورسوي، پرمختللی او ځواکمن هېواد ولرو، د تره زوی د دورې پڅ پرمختګ چټک کړي او خلک له ګاونډیو هېوادونو سره سیال شي، خو بیا هم ځینې څېرې را پورته شوې، بغاوت یې وکړ او له ناکامو هڅو وروسته د دښمن هېواد پاکستان غېږې ته ورغلل؛ د لویو قدرتونو د جګړو تابیا وشوه او ډګر یې د افغانستان په نوم هېواد وټاکه. افغان ولس بیا هم لکه په افریقايي خوب، چې ویده وي؛ ځانه بې تفاوته او بې خبره وښودو او پایله کې مو دا څېره هم له لاسه ورکړه. بیا د جګړو او انقلاب له دوړو بله په هېواد میېنه څېره راپورته شوه؛ دا ډاکټر نجیب الله و، چې په سختو شرایطو کې یې د جګړه ځپلي او یو څه وران هېواد مشري ته ملا وتړله، خو د ده په وخت کې د سختې جګړې له امله د پرمختیايي چارو موکه لږه برابره شوه. ډاکټر نجیب الله غوښتل تېرو تربګنیو او دښمنیو ته د حل لار پیدا او د پای ټکۍ ورته کښېږدي؛ له همدې امله یې د حکومت او ګوند په څرنګوالي کې بدلونونه راوستل او د ملي روغې جوړې اعلان یې وکړ، خو پر ده هم د شوروي د لاسپوڅي او ظالم ټاپې ووهل شوې. بیا هم همدې ولس ډاکټر نجیب الله ته شا کړه او د نوې حکومت هرکلی یې وکړ و تاسو یې د هرکلي ګټه ولیده. هېواد مو د تنظیمي جګړو میدان شو او ولس هم در به در؛ خو له ډېر انتظار وروسته دا دی د نسبي امنیت او آرامۍ خاوندان شو، چې بیا هم مغرضې کړۍ د خپلو ګټو لپاره په جېبونو کې د کفر، بې دینۍ او…ټاپې په جېبونو کې تیارې ګرځوي او هر ځل، چې موکه ورته برابره شي نو په سپين سترګۍ کار ترې اخلي. نو ولسه! باید له تاریخه درس واخلې، پر دسيسو ځان خبر کړې او بې موجبه د هر مغرض تر شا و نه درېږې.
‎آخر تر کله ځان ته کنده کینې؟ تر کله د پردیو پر خبرو غولېږې؟ له غازي امان الله خانه مو ملاتړ ونکړ، سردار محمد داوود خان مو یوازې پرېښود، پر ډاکټر نجیب الله مو زړه یخ کړل؛ اوس، چې بیا د ډاکټر اشرف غني په شان اکاډیمیکه څېره مو په برخه شوې آیا بیا غواړئ تاریخ تکرار کړئ؟؟
ولې بې ګټې تورونه پرې لګوئ؟ ولې مو تل ټاپې جېبونو کې دي یا د هغه چا سره درېږئ، چې مفتې مفتې فتواګانې ورکوي او نه غواړي، چې د پرمختګ اوبه وڅښئ؟



‎په دې خو ټول پوهېږو، چې ستونزې ډېرې وې، هغه ډول، چې ولس هیله درلوده ډېر کارونه ندي شوې، خلک به ناراضه وي؛ خو آیا له وضعیت، له مجبوریتونو او کورنیو او بهرنیو فشارونو هم خبر یاست که نه؟ آیا په دې پوهېږئ، چې اشرف غني یوازې و، هر طماع شخصیت د خپلو موخو په خاطر ملګرتیا ورسره وکړه او په خپلو شخصي موخو کې له ناکامۍ وروسته یې غني یوازې پرېښود. آیا لازمه ده، چې بیا هم له دې پېژندل شوې اکاډیمیکې څېرې مخ واړوئ او یوازې یې پرېږدئ؟!!
اوس به ناشکري وکړی او یوازې به یې پرېږدی، خو ډاډه یم، چې یوه ورځ به ورپسې ژاړئ او د بیا راتګ هیله به یې کوی؛ هغه وخت به بیا او په تللیو اوبو پسې بېل رااخیستل کومه ګټه ونلري؛ نو ښه ده، چې پر انتخاب یو ځل بیا غور وکړئ او ډاکټر غني ته د کار خپلواک صلاحیت ورکړئ، څو وکولای شي وطن د شرمښانو له شره خلاص او د پرمختګ پر لاره یې ورسم کړي؛ رودکي څه ښه وايي: 

«هر که ناموخت از گذشت روزگار
هیچ ناموزد؛ ز هیچ آموزگــــــــار»
لیکنه : خوشحال آصفي