زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

د شخصيتونو سپکاوی؛ شريک حکومت ته بل چلينج

د نړۍ د هر مذهب په اصولو  او قواعدو کې انسانيت او شخصيت ته ځانګړی احترام شوی دی. د نړۍ ټول دينونه او مذهبونه انسانيت او شخصيت ته په درناوي قايل دي. د نړۍ هيڅ قانون چا ته دا حق نه دی ورکړی چې په ناحقه د يو چا سپکاوی دې وکړي. په ځانګړي توګه د اسلام سپيڅلي دين انسانيت او شخصيت په پوره معنا څېړلی او هيڅ چا ته يې د شخصيتونو د سپکاوي اجازه نه ده ورکړې. یوچا ته داسي خطاب کول چي بد پرې ولګیږي ښکنځل بلل کیږي؛ هغه که د نقص ښکارندوي وي، که سپکي سپوري وي او که بهتان وي. یو عام انسان ته ښکنځل کول او د هغه سپکاوی په اسلام کي منع دي. ابو داود رض روایت کړی چي یو کس وایي رسول الله ص په کلکه راته وویل چي هیچا ته ښکنځل ونه کړې، له هغه وروسته مي نه ازاد انسان او نه غلام ته ښکنځل کړي دي، نه مي اوښ نه مي پسه ته ښکنځل کړي دي.

همدا راز د افغانستان اساسي او نور قوانين هم يو د نړۍ د هغو غوره قوانينو له جملې څخه دي چې د انسان کرامت او شخصيت ته په پوره درناوي قايل دي. د افغانستان د اساسي قانون څلرويشتمه ماده وايې : آزادي د انسان طبيعي حق دى، دا حق د نورو له آزادۍ او له عامه مصالحو پرته، چې د قانون له ليارې تنظيمېږي، حدود نه لري. د انسان آزادي او كرامت له تېري خوندي دي. دولت د انسان د آزادۍ او كرامت په درناوي اوساتنه مكلف دى.

خو له بده مرغه زموږ ځينو چارواکو اوس د انساني ارزښتونو پولې نړولي او د انسانيت قدر پکې اصلا ختم شويدی، د متقابل احترام ځای متقابلې کينې او بې احترامۍ نيولی دی.همداشان زمونږ د ځينو چارواکو په زړونو کې د مينې، خواخوږۍ او مهربانۍ ځای کرکې او نفرتونو نيولی. دلته د چارواکو او زورواکو لخوا د قانون ماتونه په یو فرهنګ او قانون بدله شويده. په ډیری ځایونو کې خو دوی په خلاص مټ خپل مافیایي کارونه ترسره کوي او هیڅوک دا جرأت نلري چې مخ ته یې ودریږي؛ خو که څوک يې د مافیایي کاروبار پر وړاندې خنډ شي او مخنیوی یې وکړي نو بیا د داسې حالت ته یې ډبوي چې له مرګه یې حالت بدتروي. داسې بیلګې ډیری دلته شتون لري. په تير کې ډیرو چارواکو په بيلابيلو وختونو کې ډیری پوليس وهلي او ډبولي دي.

بله ستونزه چې په وروستيو کې لسو ورځو کې يې دوه ځلي صورت نيولی؛ هغه د کورنيو چارو وزير له لوري د مشرانو او شخصيتونو سپکاوی دی. د سرنوشت ورځپاڼې د راپور له مخې څو ورځې وړاندې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د بادغيس يوه سناتور ولي شاه نايب وويل، تېره پنجشنبه د کورنيو چارو وزير ورته سپکې سپورې ويلې او آن هغه ته يې د بې شرفه لفظ کارولی دی. د جرګې مشر فضل الهادي مسلميار د هغه تر څرګندونو وروسته پرېکړه وکړه، چې تاج محمد جاهد به د همدې موضوع د سپېناوي لپاره د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته را غوښتل کيږي. مسلمیار زیاته کړه، چې په دې اړه یې ولسمشر ته د ټلیفون له لارې شکایت رسولی او د پارلماني چارو وزارت له لارې به هم د سناتور د سپکاوي شکايت په ليکلې بڼه ولسمشرۍ ماڼۍ او ولسمشر ته ورسوي.

د دې تر څنګ تيره ورځ د افغانستان د سويل ختيځ زون قومي مشرانو شکايت وکړ چې د کورنيو چارو وزير د دوی سپکاوی کړی او بايد جبران يې کړي. تاج محمد جاهد تيره ورځ پکتيا ته په يو رسمي سفر تللی و. نوموړي د سويل ختيځ زون قومي مشران له ده سره د ليدلو په موخه ۳۰۳ سپن غر قول اردو ته غوښتي و خو جاهد قومي مشران پرته له ليدو ځای پر ځای له څلور ساعته انتظار وروسته پرېښودل او د مشران احساسات يې راپارول. مشران وايي د کورنيو چارو وزير او د ولايتي ادارې له چلنده خوښ نه دي او له مرکزي حکومته د دوی د سپکاوي د جبران غوښتنه کوي. دوی وايي په اداراتو کې داسې وزيران او واليان نه غواړي چې ورځ تر بلې يې بې کفايتي زياتيږي.

د کورنيو چارو وزير دا لومړی ځل نه دی چې د مشرانو او شخصيتونو سپکاوی کوي بلکې خلک شکايت کوي چې نوموړی مسلکي کس نه دی او د مشرانو په درناوي نه پوهيږي. قومي مشرانو ته د سپکاوي په کولو سره د کورنيو چارو وزير نه يوازې د لويي پکتيا خلکو ته سپکاوی وکړ بلکې نوموړي، خپل ځان، خپل حيثيت، ټول بشر، انسانيت، اسلاميت، افغاني فرهنګ او د افغانستان اساسي قانون ته سپکاوی وکړ. ځکه د اساسي قانون څلرويشتمې مادې کې راځي چې : د انسان آزادي او كرامت له تېري خوندي دي. دولت د انسان د آزادۍ او كرامت په درناوي اوساتنه مكلف دى. خو برعکس د کورنيو چارو وزير د مشرانو جرګې سناتور ولي شاه نايب زاده او د سويل ختيځ زون قومي مشرانو ته سپکاوی وکړ.

د افغانستان د جزا قانون د انسان توهينوونکي ته خپله سزا ټاکلې ده. د افغانستان د جزا قانون څلور سوه درې څلوېښتمه ماده وايې : که ښکنځلې په ښکاره وسايلو نه وي ترسره شوې بلکې د ټليفون، ليک استولو او يا د بل شخص په وسيله بل چا ته ويل شوې وي؛ ښکنځل کوونکی په داسې بند محکوميږي چې له دريو مياشتو زيات او له شيږو مياشتو کم نه وي او يا هم نغدي جريمه کيږي، داسې چې له درې زرو افغانيو کم او له شپږو زرو افغانيو زيات نه وي.

هر هغه څوک چې د مشرانو سپکاوی کوي بايد د افغانستان د اساسي قانون او جزا د قانون په رڼا کې بايد خپله سزا وويني. د افغانستان د کورنيو چارو وزير له لوري د مشرانو جرګې سناتور او د هيواد د سويل ختيځ زون قومي مشرانو ته سپکاوی د اشرف غني او عبدالله تر منځ د شريک حکومت لپاره يو بل چلينج شو. اوس وبه ګورو چې ارګ او سپيدار ماڼۍ به د ولي شاه نايب زاده او سويل ختيځ زون د قومي مشرانو د حيثيت د اعادې لپاره څه کوي؟

لیکنه : خوشحال آصفي