زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

د سيکس وږي او په سدیزم روږدي افغانان

د کابو دوه کلونو په تيريدو ګڼ شمېر افغانان په هېواد کې د نا امنۍ او تاوتریخوالي له امله د افغانستان پرېښودلو ته اړ شوي چې په بېلابېلو لويديځو اروپايي هېوادونو کې يې د پناه غوښتنې کړې دي. دوی د بيلابيلو دليلونو له مخې هيواد پريښی او هلته کډوال شوي دي. اروپا ته په لاره يې ډيري سختۍ او ستونزې هم ګاللې دي او په ډيرو سختو حالاتو کې اروپايي هيوادونو ته رسيدلي دي. دوی ډیری د اقتصادي ستونزو له امله له هيواده کډه شوي دي خو يو شمير نور ځوانان يې بيا د جنسي غريزې د سړولو او خپلو نفساني خواهشاتو د پوره کولو لپاره تللي دي. د راپورونو له مخې تيره ورځ یو افغان ځوان د چک جمهوریت په مرکز پراګ ښار کې په یوه روغتون کې یوې نرسې ته د لاس وراچولو له امله د پولیسو له خوا ونیول شو.‌ دغه ځوان د شپې پر وخت په اتم پراګ کې د بولوفکه روغتون ته تللی او هلته په دې پلمه چې په انتاني ډیپارټمنټ کې یې کوم ماشوم ناروغ بستر دی ورننوتی دی.‌ وروسته دغه ځوان د یوې نرسې په بدن لاس وهل شروع کړي دي. ویل کیږي چې د نرسې په چیغو خلکو پولیسو ته ټیلیفون کړی او هلک چې د تېښتې هڅه یې کوله پولیسو نیولی دی.‌

دا لومړۍ پيښه نه ده چې په اروپا کې ترسره کيږي؛ بلکې د روان کال د جنوري په ۱۲ نيټه د جرمني د بایرن ایالت د موهلدورف په ښار کې په یوه روغتون کې یوه افغان ځوان په یوه جرمنۍ ناروغه د جنسي تېري هڅه وکړه.‌ ورسته بيا د فبروري په ۵ نيټه یو افغان مهاجر، چې عمر یې ۱۷ کاله ښودل شوی، د ايټالیا په کولوګن (Cologne Carnival) جشن کې پر یوې ۲۲ کلنې ښځې د جنسي تجاوز په تور ونیول شو. وروسته بيا د همدې مياشتې په ۲۲ نيټه په بلجیم کې یو شپاړس کلن افغان د پناه غوښتونکو په مرکز (کمپ) کې پر یوې کارکوونکې د جنسي تېري په تور ونیول شو. همداشان په لسګونو نورې پيښې هم شته چې په نړيواله کچه يې د افغانانو نوم بد کړی دی.

دغه ډول پېښې چې د لويديځو هېوادونو په رسنیو کې چټک غبرګون مومي ډيری وختونه د یوه هېواد د ټولو وګړو له پاره سرخوږی جوړوي.‌ دا ډول پېښې له یوې خوا په نړۍ کې د افغانانو نوم بدوي او له بلې خوا په اروپايي هیوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو د منل کېدو شرایط سختوي. همدا تيره ورځ هم د استرالیا په میلبورن کې د سیمې خلکو د حکومت د هغه وړاندیز پر ضد مظاهره وکړه چې غواړي کډوالو ته د اوسېدو لپاره ځایونه ورکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې يو افغان او بيا مسلمان دغه ډول له شرم نه ډک کار ته زړه ښه کوي؟

بيلابيل دلیلونه شته چې پر اساس يې افغان ځوانان په لويديځو هيوادونو کې جنسي زورونو ته لاس اچوي. خو تر ټولو لوی او عمده دليل يې دا دی چې په خپله ټولنه کې ورته داسي تبلیغ شوی چې ګواکي په اروپا کې په جنسي مسایلو کې بشپړه ازادي ده. دوی فکر کوي چې په لويديځه نړۍ کې دومره جنسي ازادي ده چې په هره سيمه او هر وخت کې چې وغواړې خپله جنسي غريزه سړولی شي. دوی لکه ناديده ګان هرې انجلې او ميرمنې ته لاس اچوي. دوی د لويديځ له فرهنګ نه ناخبره داسې دي لکه افغاني سريال د کونډې زوی چې د کابل ښار له فرهنګه ناخبره وي. په دغه سريال کې يو کس شادګل ته د کابل کيسې کوي، ورته وايې چې په کابل کې بشپړه ازادي ده او ښځې له له جنسي زورونو بد نه وړي نو شادګل بيچاره هم د کابل خوبونه ويني. زمونږ دغه ځوانان هم په همدې هيله له هيواده تښتي چې هلته يې جنسي غريزه سړه شي.

حل لار

لومړی خو تر ټولو اړینه دا ده چې په کور دننه افغانانو ته د کار روزګار زمينه برابره شي څو له هيواده د تيښتې مخنيوی وشي. بل افغان ليکوالان باید خپله ايماني مسوليت ترسره کړي اوپه رسنيو کې ځوانان پوه کړي چې په لویديځ کې انساني کرامت ته درناوی کيږي. د دغو ناپوهو ځوانانو ذهنونه بايد خلاص شي چې په اروپا او لويديځه نړۍ کې؛ که څه هم غير مسلم هيوادونه دي؛ انساني کرامت ته درناوی کيږي او داسې نه ده چې په هره کوڅه او هره سيمه کې دې جنسي غريزه سړه شي.

لیکنه : خوشحال آصفي