جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

«
»

خبردار..! پاکستان بيا هم دام ايښی

مونږ په هيواد کې د تلپاتې او سرتاسري سولې غوښتونکي يو؛ او تل مو د سولې غوښتنه کړې ده؛ جنګ دې ورک شي سوله ده چې په وچو شونډو موسکا او په رژيدلو زړونو کې هيله مندي پيدا کوي. ټول افغان ولس په هيواد کې له لسيزو روانو جنګونو تر پوزې راغلی او د سولې څراغ ته لارې څاري. ټول ولس هميشه د سولې ناره اوچته کړېده او جنګ يي مردود بللی دی. کلونه کيږي چې افغان حکومتونو په هيواد کې د سرتاسري سولې هڅه کړې ده او د سولې پر وړاندې يي خپلې دروازې پرانيستې دي. تير حکومت هم ډیر کوښښونه وکړل چې ولس د سولې له نعمته برخمن کړي خو ونه توانيد. اوس د اشرف غني او عبدالله تر منځ ګډ د ملي يووالي حکومت هم ډيرې هڅې وکړې او لا هم دوام لري. دا چې ولې دا هڅې پايله نه ورکوي؟ آيا د سولې اراده موجوده نه ده او که د سولې راوستلو ميکانيزم او ستراتيژي غلطه ده؛ په دې نه غږيږو خو سوله له چا سره؟ څنګه سوله او په کوم قيمت؟

تيره ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې د درېدلیو خبرو د بیا پیلولو د لارو چارو د پيدا کولو په څلور اړخيزه غونډه کې؛ د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز داسې خبرې کړي؛ ته به وا چې د وسله والو طالبانو رسمي استازی وي. نوموړي ويلي چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته باید مخکې تر مخکې شرط کښېنښودل شي.عزيز وايي : دا مهمه ده چې د پخلاینې له پروسې سره هیڅ راز وار مخکې شرط ونه تړل شي ځکه چې د مخکې تر مخکې شرط ټاکل به د سولې خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې ستونزې جوړې کړي. سرتاج عزیز افغان دولت ته وړانديز کوي چې وسله والو طالبانو ته بايد امتياز ورکړل شي. نوموړی زياتوي : «پکار ده چې طالبانو ته هڅوونکي امتنیازونه وړاندې شي چې له جګړې لاس واخلي او له سیاسي لارې د هدفونو د ترلاسه کولو هلې ځلې وکړي.»

د سرتاج عزیز له دغو څرګندونو په ډاګه څرګنديږي چې نوموړی له یوې خوا د طالبانو رسمي استازيتوب کوي او له بلې خوا د پوځ او پنجاب له منافقته ډک سیاست مخې ته وړي. اصلاً طالب ته امتياز ورکولو ته څه اړتيا ليدل کيږي؟ که په امتياز ورکولو خبره حل کيدلای نو افغان دولت خو تل د سولې لپاره د طالبانو پر مخ دروازې پرانيستې دي؛ نو ولې طالب ټوپک په ځمکه کينښود؟ افغان دولت خو هيڅکله هم هغه طالب چې ټوپک په ځمکه ږدي او د مذاکرې مېز ته کيني؛ د دښمن په توګه نه دی پيژندلی. افغان حکومت خو وسله والو مخالفانو ته که د سياسي مخالف او کله د مرور ورو خطاب کړی دی او تل يي له دوی سره د خبرو اترو هرکلی کړی دی. طالبانو ته له دېنه بل لوی امتيازبه څه وي؟

اصلاً خبره دا ده چې پاکستان اوس لور په لوټه تيره کوي او د سولې د راوستلو لپاره هيڅ راز اراده نلري. دغه هيواد يوازې غواړي چې د خپل امتياز تر څنګ؛ وسله وال طالبان هم د افغان دولت له لوري په امتياز ونازوي. په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چين او امریکا تر منځ څلور اړخيزې ناستې څخه هم هيله مندي نه ده په کار. مونږ يو ځل بيا وايو چې سوله په زارۍ او له پاکستانه په خيرات غوښتلو نه کيږي. سوله قوي ميکانيزم، پياوړې اراده او رښتونې اقدامات غواړي او يوازې په شعارونو او تکراري ژمنو نه کيږي.

له افغانستان سره د پاکستان تير سياست او د کابل ــ اسلام اباد تيرو اړيکو ته په کتو؛ په پاکستان بايد هيڅ ډول باور نه وای شوی او نه بايد وشي. اصلاً له پاکستانه د طالبانو سره دسولي په خبرو کي مرسته غوښتل دوخت ضایع کول دي ځکه دا نسخه په تير کې په وار وار تجربه شوې ده چې پايله يي د پاکستان يوازې تکراري ژمنې او ده مخی سياست دی. له کله نه چې د برتانوي هند څخه د پاکستان په نوم هیواد جلا شوی دی؛ پاکستان په سیمه کې د سترو قدرتونو د استخباراتي لوبو په مسیر تګ کوي. اصلا دغه هیواد هم د همدې شیطانت او رضالت، دوه په جنګ اچولو او په سیمه کې د لویدیځ د موخو ترلاسه کولو په هدف د انګریز استعمار له لوري رامنځته شوی دي. له هغه ځایه، چې پاکستان د نړیوالو لویو قدرتونو د ګټو د خوندیتوب له پاره رامنځته شوی، نو په سیاسي ډګر کې پرې باور یوه تېروتنه ده؛ ځکه طبیعي ده، چې دغه هېواد د هغوی د ګټو او موخو په مسیر حرکت کوي.

اوسنی ګډ حکومت که بیا هم پر پاکستان باندې په سياسي مسايلو کې باور کوي، په حقیقت کې خپل ځان دوکه کوي چې بیه به یې بیا هم ولس پرې کوي. ځکه په دغه هیواد باور کول هغه تېروتنه ده، چې له شلمې پېړۍ راوروسته تر ننه تکرارېږي.

لیکنه : خوشحال آصفي