پاکستان و ایران حاميان اصلی طالبان و عاملان فاجعه در…

نویسنده: مهرالدین مشید ابراز نگرانی پاکستان و ایران از گروه‌ های…

چند شعر از دارین_زکریا

برگردان چند شعر از #دارین_زکریا شاعر سوریه‌ای خانم "دارین زکریا" (به…

چهار هایکو

ترجمه‌ی چهار هایکو از #توروالد_برتلسن هایکوسرای دانمارکی* توسط #زانا_کوردستانی  آقای "توروالد…

فلسفه هایدگر میان تبلیغ فاشیسم و آنتی کمونیسم

Martin Heidegger(1889-1976)  آرام بختیاری کج فهمی فیلسوفان مذهبی دانشگاهی وطن از هایدگر. چرا…

سفر ملاهبت الله به کابل ؛ نشانه های زوال یا…

نویسنده: مهرالدین مشید نبض زمان و رقم خوردن شمارش معکوس در…

جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

«
»

افغانستان عاجل یوه لوی تحول ته ضرورت لری ؟؟؟

لیکونکۍ : دکتور طاووس وردک لندن ۴رم جنوری ۲۰۱۸ میلادی .

هیواد والو د افغانستان ځوریدلو ، کړیدلو ، بیکاره ، احتیاج او بربنډو خلکو ، تاسې د داسې هیواد ساکنین یاست چی تر بل هر هیواد نه ډیره شتمنی لري ،  نن او پرون مو نړیوال امپریالیزم او استثمارګرو هیوادو ته دزړه غوښې او ژوند بخشش ورکړو ، د اسلام ته خطر تر نامه لاندی ډیرو ناولو څیرو او متجاوزینو درباندی ځانونه ماړه او ملیاردران کړل ، پاکستان او ایران ستاسې د بی اتفاقۍ ، ستاسې دخود خواهیو ، ستاسې د ارتجاعی نظریاتو نه په استفادی سره ځانونه د اتومي وسلو خاوندان کړل ، وطن مو تخریب او خلک مو په وینو کی ولمبول ، غربی نظریه پردازان د افغانستان د تجزیی نقشی جوړوی ، غربی نظریه پردازان د پاکستانی نظامی ګر حکومت په فرمان ستاسې ۳۰۰ ملیادری وسله والپوځ په تاسې مضمحل کړو ، ستاسې او لادونه او نظامی کدرونه ېې په تاسې ( ډی ډی آر ) کړل او نور د وسله وال پوځ محاربوی تخنیک ېې در باندی اره او ټوټه ټوټه کړو او په پاکستان او عربانو ا ایران ېې وپلورلو ، یوه برخه ېې غربی اشغالګرانو خپلو هیوادو ته یوړو ؟؟

غربیانو اشغالګرانو ، ملی شخصیتونه ، برجسته نظامیان ېې خلع قدرت کړل ، مخصوصا هغوی چی د طالب او داعشیانو او دهغو د بادار ( پاکستان ) اصلی دشمنان دی هغوی ېې د اشرف غنی او کرزی په واسطه تبعید او د مقامه لری کړل او دا توطیه او دسیسه دوام لری ، متخصص او تحصیل یافته کسانو ته د کرزی او اشرف غنی په حکومت کی ځای نشته صرف هغه کسان په دولت کی ساتی یا ېې استخداموی چی الف جګر یا د غرب مزدور او نوکران وی او آغا بلې وي، وطنپرستانو او متخصصوینو ته ځای نشته ، امنیتی حالت ډیر زیاد د تشویش وړ دی ، اقتصادی حالت ډیر خراب دی خلک فقط یو څاښت وچه ډوډی لری ، بیکاری تر حد زیاته شوی ده ، لویی زیربنایی پروژي یا د برق لوی بندونه نه جوړیژي او ټوله توجه  وارداتی برق ته متوجه ده ، که د کوکچی او کنر دبرق بندونه د کرزی یا اشرف غنی په حکومت کی شروع شوی وای دوه کاله بعد ېې کارونه پای ته رسیدل ؟؟

د سیاسی احزابو تعداد شاید تر ۵۲ زیات یا کم وی خو یو هم یو دبل سره توافق نظر نه لری ، ځکه وطن ورته اهمیت نه لری او تر اوسه د خارجی هیوادو تر امر او فرمان لاندې کار کوی ، چپی ګوندونه ویده دی او دغربیانو نه ویره لری چی خدای نا خواسته اشغالګران ېې دیوه سره اعدام نه کړی ، دوی هم په خپلو منځو کی د وطن ګوند او حزب مردم یا متحد ملی افغانستان او نور زیاتو ویشل شوی دی ، مشران ېې غټې غټې خبری کوی او لاف او پټاق وای خو عملا دملی وحدت او د ګوندو د یووالی له پاره اصلا کار نه کوی ، او هره ورځ په سترګو وینی چی هره ورځ په لسهاوو سربازان او افسران په خاورو منډل کیژي ، نه دکتورین نظامی لری نه یوه علما تنظیم شوی ستراتیژي ؟؟

اشغالګران د افغانستان د خلکو په امنیت کی پاتې راغلی ، دوی نه غواړی د افغانستان بحرانی حالت د زور یا فشار له مخی په پاکستان او ایران تحمیل کړی ، اشغالګران اوږدمحاله ستراتیژي د افغانستان د اشغال لری او دوی یوه افغانی یا ډالر دلته مصرف نه لری بلکه خپل مصارف له افغانستان او نورو عربی هیوادو نه پوره کوی ، دغه ۶۰ ملیارده ډالر چی امریکا وړی د کومه درکه دی؟؟

انتحار او انفجار د شهر نه اوس مساجدو او تکیه خانو او د مړیو جنازو ته سرایت وکړو تر څو د میلیتو او اقوامو تر منځ اخلافاتو ته لمن ووهی ، سیاسی اپوزیسیون په هیواد کی شتون نه لري ،او که شتون هم ولری هلته د ټولو احزابو چپي او راستی احزابو نمایندګان نشته پکی ، چپي احزاب اوس باید بیدار شی او د ریس جمهور او دولتی چارواکو نه په کلکه وغواړی چی سیاسی قدرت موږ په رضا او د ټولو امکاناتو سره تاسې ته تسلیم کړو او متاسفانه چی تاسې د حاکمیت او قدرت د منطقی او علمی لحاظه د اداری او منجمنت قدرت نه لری بنا اوس باید چپي ګوندونه ددولت په ساختار کی جدی مداخله وکړی او داخل شی تر څو دولتی ارګانونه سمی او علمی او منطقی لاری ته بیرته سم کړی ؟؟

زما له نظره باید یوه کمیسیون ته چی تعداد ېې ۹۹ نفره وی د مختلفو احزابو نه تشکیل شی او یوه ملی برنامه او اساسنامه دیوه قوی اپوزیسیون په چوکاټ کی تشکیل کړی ،او هلته د بحران عوامل او دبحران دحل لاری او هغه اشخاص او هیوادونه چی د افغانستان د بحران مسببین دی په نښه او دهغو سره د مبارزې لارې چاری وڅیړۍ ؟؟؟؟

وخت او زمان په سرعت تیریژي او بیرته نه راګرزي ، هیله ده چی بیړه وشی او د کمیسیون د تشکیل له پاره عملی ګامونه پورته کړی او د انتخاباتو او کمیسیون د انتخاباتو کادرونه هم ددغو ۹۹ نفری کمیسیون له خوانه کنترول او تر دایمی کنترول لاندی را شی ، او په انتخاباتو جدی څارنه ولری ، غربیان مداخلی ته پری نه ږدي ؟؟؟؟؟