جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

افغان باتور ملت او زړورمیړونه

ډیرپخواکلونه ارواښادعبدالهادې داوې دافعانستان نامتوسیاسي،تاریخي،ملي اوفرهنګي شخصیت په لندن کې دافغانستان سفیرو.دسفارت دفترته یوانګلیسی ژورنالیست دمرکې په موخه ورغی دخبرو اتروپه ترڅ کې ژورنالیست له داوي څخه وپوښتل چې تاسوافغانان دانګریزانوپه اړه څه ډول انګیری اوپه کوم نظرورته ګوري؟

دآوي صاحب په خورا سړه سینه ژورنالیست ته وویل لطفا له چوکی پورته اود دروازی په لور روان شه ؟ژورنالیست سملاسي له چوکۍ پورته اود دروازې په لور روان شو.داوي صاحب ژورنالیست ته وویل لکه زه چې ستا شاته ګورم اودوتلوپه حال کې یاست افغانانوهم همدارازدانګریزانوشاته کتل اوله افغانستانه دوتلون نداره یې کوله .ژورنالیست د داوي صاحب دتاریخي ځواب په اوریدلوسیده له دروازې ووت اوبیاراستون نه شو.

دتاریخ په اوږدوکې ډیری زورواکو اویرغلګروپرافغانستان بلوسلي خودافغان غیورملت په اوسپنیزسوک بیرته شړل شوي اوپه تیښته وتلي دي.اووه ویشت کاله وړاندې دشوروي سور یرغلګرپوځ لکه دانګریزانوپه څیرله افغانستانه خپلې پښې سپکې اووشړل شول په پوره جسارت اوافغاني شهامت شهید دوکتورنجیب الله دروسانودوتلوورځ دافغانستان دنجات دورځې په نوم ونوموله اوپه تاریخي غیرت اومیړانه یې تلپاتې ویاړاودرنښت وګاټه اویوه روسي جنرال ته یې ویلي و چې ځما لنډه کی پیغام دکریملین واکمنو ته ورسوه اورته وایه چې ډیرنامرده اودنیمي لارې بې غیرته ملګري یاست.

همداوجه وه چې دکریملین واکمنوداسلام د دین دپتنګانوپروفیسربرهان الدین،مولوي محمدنبي اونوروجهادي بړیڅوته مسکوته دورتلوبلنه ورکړه اودولادیمیرلینین دمجسمې لاندې یې دنوي ملګرتیا تودې غیږې سره چاپیرې کړې اودایارانه تردې مهاله دکی جې بې دشیطاني لفافواوچل وټو کې روانه ده.دشمال درې ګونی رذیلانه ایتلاف دوسله وال پوځ،ګوند اودولت په منځ کې اختلافات اوپوځي ټکرونه دکریملین له ماڼۍ څخه رهبري اوخړوبیدل اوروانه غمیزه دکریملین اودلویدیځ دافغان دوښمنه سیاست پایله ده چې ټول افغان باتورملت دوینوپه ډنډکې غوپې وهي دهغه ولس افغاني غیرت،ننګ اومیړانه تر پښو لاندې کیږي چې کابودیرش کاله وړاندې دافغانستان دټولنیز،ملي اوتاریخي شخصیت ارواښاد عبدالرحیم هاتف په مشری دافغانستان دبیلابیلوقومونومشرانو اومخوروجرګې ته چې پخپله ماهم پکې دغړیتوب ویاړدرلود دازبکستان دتاشکندپه ښارکې دوخت شوروي لوړپوړوګوندي اودولتي مشرانو په ګډون یوي غونډې ته یوه پوځي روسي افسرخپل دسترګولیدلی حال داسې بیان کړ

موږروسي لښکرودپکتیاولایت دزرمت په سیمه کې پوځي عملیات درلودل اوخپل نظامي زغره وال ټانک موپه یوه ګوښه کې درولی اوځای پرځای کړی و.زه هم دخپلوټانکیست ملګروسره دټانک په د ننه کې ناست اوڅارموکاوه چې ګورویوموټور،ځیږببرځوان چې غټ تبر یې په اوږه دی دټانک لوري ته په ګړندیوګامونوراروان دی موږدټانک دننه هغه لیده اوده موږنه لیدوځوان بې له ویرې په تودو احساساتوکې دټانک سرته پورته شوو اوپخپل ورسره تبریې دټانک په وهلوپیل وکړاودتبردهرګوزارسره په قهراوغوسه څه ویل ښکاره خبره ده چې موږروسانوته یې کنځا کولي دټانک په وهلو،وهلوستړی شوموږکولای شول دټانک دمیل په تاویدوسره دهغه ژوند ته دپای ټکی کیږدوخوموږداکاراګاهانه ونه کړاودهغه بې ساري جسارت ته هک پک پاتې ووځوان دپولادي ټانک په وهلوخپله غوسه سړه اوله ټانکه راښکته پخپله مخه اولاړ.موږدټانک په دننه کې افسرانویواوبل ته حیرانی کتل وموداډول جسورځوانان زموږدروسي دمیګ اوسوجنګي الوتکوڅخه هم په جګړه کې خطرناک اوموثردي پوځي افسر زیاته کړه دافغانانودغیرت اومیړانې کیسې موږته جوتې دي.

دادی افغان باتورملت دسلواغې ۲۶دشوروي دسره یرغلګرپوځ دماتې اوتښتیدلوورځ نمانځي اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې ستاهره دره کې دي دتورو نشانې زما حماسي اورزمي ترانې انګازې کوي .سرلوړی اوژوندی دی وي افغان باتوراومیړنی ملت

بسم الله اکبري هالینډ

۱۵/۲/۲۰۱۶