کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

از پا افتادگان دور جمهوریت

در خارج چه میگویند ؟ انهاا طوری سخن میرانند که افغانستان…

«
»

اشرف غني د مولاناسميع الحق په نس کې درد جوړ کړی

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د اوولس کلنې جګړې وروسته دغې ډلې له افغان حکومت سره موقت درې ورځنی اوربند اعلان کړی او په بيساري توګه د افغان ولس او نړيوالو لخوا يې هرکلی شوی؛ د طالبانو معنوي پلار او د حقانيه مدرسې چې ويل کيږي د طالب روزلو فابريکه ده؛ مشر مولانا سميع الحق ويلي چې په افغانستان کې روان جنګ جهاد دی او طالبان او پخواني مجاهدين دې لاس يو کړي او د امريکا په خلاف دې جهاد ته ادامه ورکړي. سميع الحق ويلي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اوربند ګټه نه کوي او طالبان به له اوربند وروسته بېرته جګړې شروع کړي.

د آی ايس آی ايجنټ او د طالبانو دغې معنوي پلار طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې وړانديزونه هم طالبانو ته يو ډول سياسي جال ياد کړی چې په باور يې که طالبان د اشرف غني د سولې وړانديز ومني او خبرو ته کيني نو امریکايان به يې ونيسي او بنديان به يې کړي. سميع الحق ويلي چې د طالبانو غړي دې پام کوي، ځکه چې که هغوی په داسې مذاکراتو کې برخه واخلي، امریکایان به یې ونیسي او بندیان به یې کړي. په داسې حال کې چې افغان حکومت ويلي د سولې وړاندیز یې له نړیوالې ټولنې سره په تفاهم کې کړی چې په اساس به یې طالبان د سیاسي ګوند په توګه په رسمیت پېژندل کېږي، غړي به یې سیاسي پاسپورټونه ترلاسه کوي او په کابل کې به د خپل ګوند لپاره دفتر پرانیزي.

د آی اېس آی له نطفې زيږېدلي دغې مولانا د افغانستان د زرګونو دينې عالمانو فتوا هم بې ارزښته او عالمان يې دوکه شوي بللي دي. مولانا سمیع الحق په کابل کې د افغانستان د نژدې ۳ زروعلماوو وروستۍ غونډې او فتوا ته په پام سره چې په افغانستان کې یې ځانمرګي بریدونه او د افغانستان د حکومت پر ضد جنګ حرام وبلل، وویل، چې هغه علما دوکه شوي ول. سمېع الحق دغه ټولې څرګندونې له خيبر نيوز تلويزيون سره په ټليفوني مرکه کې کړي دي.

څه شي د مولانا سميع الحق په نس کې درد پيدا کړی دی؟

د افغان حکومت درې بيساري کارونو د مولانا سمېع الحق په نس کې درد جوړ کړی دی.

لومړی؛ له موقت اوربند وروسته د اوږدمهالي اوربند لپاره هيلې: له کابو دوه لسيزو وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ موقت اوربند اعلان شوی چې په کور دننه او بهر له پراخ هرکلی سره مخ شوی دی. د امریکا په ګډون ګټو نورو هيوادونو او سازمانونو هم له دغه اوربند ملاتړ اعلان کړی او په کور دننه د هر افغان لخوا له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

کله چې له دغه تود هرکلي وروسته داسې هیلې راژوندۍ شوي چې ګويا دغه درې ورځنی اوربند په درې مياشتني اوربند بدليږي. ځکه وسله والو طالبانو چې د ولس لخوا د دوی له درې ورځني اوربند پراخ هرکلی وليد نو دا يې درک کړه چې دوی د ولس په منځ کې له ننه وروسته د ټوپک په زور نه بلکې په سياسي مبارزې ښه ځای موندلی شي نو يې احتمالي پرېکړه کړې چې اوربند وغځوي او له حکومت او امريکا سره د مخامخ خبرو زمينه برابره شي.

اوس چې پاکستان دا حالت وليد چې خبره درې مياشتني اوربند او بيا له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو ته تياريږي نو يې له مذهبي خنجر استفاده وکړه او د دغې اوربند د تخريب لپاره يې مولانا سميع الحق ته سپارښتنه وکړه. مولانا هم په پوره سپين سترګۍ ياد اوربند بې ګټې ياد کړی او طالبان يې هڅولي چې له اختر وروسته هم جګړې ته دوام ورکړي.

دويم؛ د عالمانو لخوا په افغانستان کې د طالبانو د جګړې حرام بلل: د افغانستان جګړه چې اوږده شوه يو لوی دليل يې همدا دی چې دغې جګړې ته د سيمه ايزه لوبغاړو لخوا مذهبي رنګ ورکول شوی دی. هميشه دلته افغان وژنې ته د جهاد نوم ورکړل شوی او د يو افغان په وينې تويونې سره بل افغان جنتي او غازي ياد شوی دی. خو په وروستيو کې کله چې په کابل کې څه کم درې زره ديني عالمانو د افغانستان د جګړې د حراموالي په اړه فتوا صادره کړه نو دلته يې د هر ترهګر لپاره د جګړې دليل له منځه يوړ. پاکستان په دې وخت کې مولانا سميع الحق په شا وټپولو او رامخکې يې کړ چې دغه فتوا کمرنګه کړي او يو ځل بيا طالبانو ته داسې روحيه ورکړي چې ګويا دلته د دوی جګړه سپيڅلې ده او د هر افغان په وژلو دوی جنت ته داخليږي.

درېيم؛ وسله والو طالبانو ته ولسمشر غني د سولې وړانديزونه: کلونه کيږي دلته پردۍ جګړه روانه ده او افغان حکومتونو هم په خپل وخت کې يوه اندازه هڅه کړې څو دغو جګړو ته د حل لار پيدا کړي خو د سولې لپاره هيڅ داسې جامع وړانديز نه کېدلو چې د طالبانو خوله بنده او د جګړې لپاره يې دليل له منځه يوسي. خو کله چې ولسمشر غني طالبانو ته د بې قيد او شرطه سولې وړانديز وکړ نو او ګڼ شمېر نور امتيازاتو د ورکړې خبره يې وکړه نو بيا هم د طالبانو لپاره د جګړې دليل له منځه ولاړ. له دې وروسته بيا هم د پاکستان نيت بد شولو او د افغان جګړې د ختمولو لپاره د اشرف غني د هڅو د تخريب هڅې یې شروع کړلې. اوس د مولاناسميع الحق وينا چې د اشرف غني د سولې وړانديز ته د شک په سترګه ګوري او طالبانو ته اخطار ورکوي چې که سوله وکړي نو امريکا به يې بنديان کړي؛ هدف يې همدا دی چې د اشرف غني د سولې هڅو ورته په نس کې درد کړی دی.

لیکنه : خوشحال آصفي