امید زنده گی

زنده گی در همه حالات  بسر می آید گاه به تلخی…

از تو جدا نمیشوم 

نوشته نذیر ظفر 08/28/25 از همه گان جدا شوم از تو…

پرسش ۴: ساختار «پرس‌ومان» چگونه از گفت‌وگو به یک نظام…

-خراسان بزرگ دی‌‌روز، دانش‌مند، دانش و سبک کهنی نسبت به…

قهرمان‌پروری‌های احساسی و سقوط افغانستان در چنگال تروریسم

 نویسنده: مهرالدین مشید از اسطوره‌ پردازی های فریبنده تا بحران سیاسی…

پرسش ۵

از مکتب دینی فلسفی من بیش از این نه می‌دانم نقش…

نتیجه گیری از بحث های شبکه های تلویزونی و تحلیل…

بحث های داغ پیرامون این اقدام پاکستان راه افتید ،…

دموکراسي څه شی ده او سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟

دا سوال د ډیرو ځوانانو پر مخ کې پروت او…

نام های بیشمار جنبش روشنگری غرب

Helvitius, C.A.(1715-1771) آرام بختیاری مقدمات: اصلاحات، انقلاب، عدالت، و سکولاریسم. روشنگری، جنبش برابری…

توضیحی بر فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع از…

نوشته از بصیر دهزاد  ‎فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع …

آیا انسان، نسبت به انسان، از ته‌یی دل هم‌دلی دارد؟

پاسخ: محمدعثمان نجیب به نماینده‌‌‌گی از مکتب هم‌دلی!؟؟ شما از موردی پرسان می‌کنید که…

چشم اندازی بر نشست آینده ی مخالفان طالبان در پایتخت…

نویسنده: مهرالدین مشید نشست اسلام آباد ابزار فشار بر طالبان  یا…

طاق ظفر و منار معارف (شیر دروازه) پغمان – یادگار…

پس از به‌دست آمدن استقلال افغانستان در سال ۱۹۱۹م (۱۲۹۸…

پیشرفت های شگفت انگیز فناوری و چالش ها و خطر…

نویسنده: مهرالدین مشید رهایی یا زوال؛ فناوری و چالش‌های نوین جامعه…

استقلال و آزادی

عبدالصمد ازهر از ۲۸ اسد تا ۲۴ اسد هر روز، هر ماه…

وقتیکه تبصره وتحلیل از جمهوریت می نماید دقت کامل داشته…

در این روز ها تحلیل های سیاسی پیرامون سقوط ویا…

کمند غزل

رسول پویان غـزال غـزل ار کمند افکند دل شرزه شیران ببند افکند ز…

فروپاشی شرم آور در اوجی از فساد و خیانت  و…

نویسنده: مهرالدین مشید بازخوانی یک سقوط و روایت های دردناک آن  ۱۵…

ردپای خراب‌کاری آلمان برای کشور ما و حمایت از فروپاشی…

ره‌بران طالبان خواهان پناهنده شدن به آلمان بودند. مولوی دلاور…

اسباب و عوامل سقوط جمهوری تحت اشغال

ماه اسد ماه به زانو در آمدن دو قدرت امپریالیستی…

فراخوان بخاطر انفاذ قانون اساسی

بنام خداوند حق و عدالت بدون پرداختن به چگونگی سقوط سومین…

«
»

ګوندي فعاليتونه او دموکراسي


نور محمد غفوری

یادونه: دا مقاله مې په ۲۰۱۸ کال لیکلې ده او دادي یو ځل بیایې د درنو
 لوستونکو او سیاسي او ګوندي فعالیتونو د مینه والو له پاره وړاندې کوم  

 ټول پوهيږو چې د بريالۍ سياسي مبارزې له پاره غښتلي ګوندي سازمان ته اړتيا ده. د يوه غښتلي مبارز سياسي ګوند جوړول ټاکلی مرام غواړي چې عملي کول يې په علمي بنسټ سنجول شوې ستراتيژي او د هغو په چوکاټ کې روځنيو تکتيکونو ته ضرورت لري. دا ډول غښتلى مبارز سازمان د خپل ژوند د دوام او مبارزې د اغيزمنتيا له پاره د داخلي سازماني ژوند معينو اصولو ته هم اړتيا لري چې د ګوندي غړو او ټولو ګوندي سازمانونو په زغرد ګډون او موافقه جوړ شوي او منل شوى وي.

د يوه ښه منل شوي ګوندي مرام، تشکيلاتي اصولو (اساسنامې) او د فعاليتونو د ستراتيژۍ او تکتيکونو جوړول په ګوندي فعاليتونو کې پراخه دموکراسي غواړي.

ګوندي دموکراسي تر ټولو ښه او ازمایل شوي اصول لري چې د ګوندي تشکيلاتي دسپلين سره سره د يوه ګوندي سازمان او منفرد ګوندي غړي آزادۍ او بشري حقوقو ته درناوۍ کوي. هغه ګوندې تشکيلاتي نارمونه چې د ګوندي غړي او يا د ګوندي تشکيلاتو د يوې برخې او يا د ولسوالۍ د کوم سازمان د خوښې او قناعت پرته د رهبر او رهبرۍ لخوا جوړ شوي وي او همدا ناراضه او ان مخالف ګوندی غړي د مرکزي پريکړو منلو ته مجبور کړي، د معاصرې دموکراسۍ او د نړیوالو بشري حقوقو له نارمونو تيرى دى.

د ګوندي اسنادو په جوړولو او په ګوندي فعاليت کې د منل شوو بشري حقوقو، فردي آزادیو او د دموکراسۍ د نارمونو مراعاتول خورا مهم دي او د هغو تر پښو لاندې کول د کار په بهیر کی که زر وی او که وروسته نواقص او ماتې رامنځته کوي.

د دموکراسۍ ښیېګڼه داده چې د ستونځو په حل کې د ممکنو ډیرو ګډون کوونکو د نظرونو هر کلی کوي. هڅه دا وي چې د مشکل د حل له پاره ډیر نظرونه راټول او ډیرې خواوې په بحث کې ګډون وکړي. بې علاقې کسان هم په مختلفو شکلونو د رهبرۍ لخوا د ستونزې په حل کې د ورګډېدو له پاره تشویقیږی او قصدا هڅول کیږی چې نظر ورکړي، عمل ته چمتو شي او هيڅوک ناخبره، بې برخې او ناراضه پاته نه شي.

دموکراسي د ګډ عمل له پاره د نورو ابتکارونه هڅوي او د هغو د لارې خڼدونه لرې کوي، نه داچې د بل نظر د راپیدا کیدو او خپریدو سره ضدیت وکړي.

په دموکراسۍ کې د رهبرۍ د کړۍ او رهبر له پاره دا مهارت اړین دی چې د مختلفو نظرونو څښتنان د ګډ هدف په لور یو له بله سره څنګ پر څنګ تلو ته وهڅوی، نظم ورکړي، د هر چا نظر او آزادې ارادې ته احترام وشي او یو د بل تسلیمیدو او يو محلي ارګان د بل مرکزي ارګان د دستور او فيصلو منلو ته مجبور نه شي.

د پریکړو علنیت او روڼوالى د دموکراسۍ مهم جز دی. د سازمان غړي د رهبري ارګانو د پریکړو او فعالیتونو د اطلاع او پر هغو باندې د څارنې حق لري. رهبري مکلفه ده چې د اصولو په چوکاټ کې ټولو ته د خپلو پریکړو او فعالیتونو علنی رپوټ ورکړي او د نويو پريکړو په نيولو کې د برخې اخيستلو فرصت او چانس ټولو ته برابر کړي.

دموکراتيک ګوند د رهبر او يا د رهبرۍ د حلقې په پريکړه، دستور او فرمايش نه جوړېږي. ګوندي دموکراسي د موضوع په حل او هره پريکړه کې د رهبر او یا یوه ټاکلي ګروپ د انحصار مخه نیسي او د سازمان او جنبش غړي په پټو سترګو د مشخصو افرادو د دستور او قوماندې له منلو او فشار ژغوري.

په دموکراسۍ کې یو یا څو مشخص کسان د جامع الکمالات رهبرانو په حيث نه منل کيږي چې د نورو ټولو له پاره د ګوندي غړو له حضور او فعال ګډون پرته پریکړې وکړي، د ټولو نورو برخلیک یوازې په خپلو نظرونو پورې وتړي او په هر څه کې پخپله خوښه تغیر او بدلون راولي، له پاسه د رهبرۍ په دستور او د رهبر په یوه قومانده حزب او حزبی تشکیلات بدل او نوي جوړ کړي او د ګوند د سرنوشت ټاکونکي پريکړې پخپل سر وکړي.

02.09.2018

نور محمد غفوری