نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

«کرزی او غني؛ د شپې او ورځې توپير»

«کرزی او غني؛ د شپې او ورځې توپير»
امريکايي جنرال نيويارک ټايمز ته ويلي چې د کرزي او اشرف غنی تر منځ توپير د شپې او ورځې تر منځ توپير دی.

امريکايي ورځپاڼې تېرو څو ورځو کې د نوي افغان حکومت له لورې دوی ته د شپنيو عملياتو د اجازې خبر ورکړی او د دوی غوښتنه او خوښي يې برسېره کړې. ولسمشر دغه څرګندونې نه تاييد او نه رد کړې، خو وروسته په يوه خبرپاڼه کې چې د ارګ له خوا خپره شوې وه، وويل شول چې امريکايان به شپني عمليات نه کوي. د شپنيو عملياتو خبره لا ګونګه ده، چې بیا هم د همدې امريکايي ورځپاڼې له لورې، په ۲۰۱۵م کال کې د جګړه ييز ماموريت د دوام خبرې خپرې شوې.

غربي ميډيا نه يوازې د اوباما له لورې د پټ لاسليک شوي امر خبرونه خپاره کړل، بلکې ويې ويل چې د جګړه ييز ماموريت دوام د افغان حکومت غوښتنه او هيله ده!

په افغانستان کې د ايساف قومندان جنرال «جان کمپبل» وويل، چې «ولسمشر غني نړيواله ټولنه مني». دی وايي، «موږ اوس داسې ستراتيژيک فرصت لرو، چې د پخواني ولسمشر د واکمنۍ پر مهال مو نه لاره». ياد قومندان همدا رنګه نيويارک ټايمز ته په يوه لېږلي برېښناليک کې ويلي، «د پخواني او اوسني ولسمشر تر منځ توپير د شپې او ورځې تر منځ توپير دی».

امريکايانو په افغانستان کې په تېر دولس کلن حضور کې چې د پوځ جوړول په کې له ډېرو مهمو لاسته راوړنو بولي، افغانستان ته يې تر اوسه هوايي ځواک نه دی جوړ کړی. دا چې افغان حکومت يا افغان ځواکونه له امريکايانو د مرستې او هوايي بريدونو د دوام غوښتنه کوي، لامل يې له دوی سره د دغه ځواک کمی دی.

نيويارک ټايمز ته افغان جنرال ويلي چې دوی هوايي ځواک نه لري، او که له دې ځواکه پرته وجنګېږي، مرګ ژوبله به يې ډېره وي. دی وايي چې افغان ځواکونه د امريکايي پوځيانو مرستې ته لا هم اړتيا لري.

دا په دې معنا چې امريکايانو په تېر ديارلس کلونو کې د افغان ملي ځواکونو اړتياوې نه دي پوره کړي، څو دوی لا هم د امريکا مرستې ته محتاج وي او د امريکايانو جګړه دوی ته حياتي اهميت ولري.

خو بايد دا هم هېره نه شي، چې پخواني ولسمشر ولې په دې وروستيو کې د امريکايانو په وړاندې ودرېد او تر پخوا ډېر سپين غږېږي؟ لامل يې همدا د امريکايانو پڅه مرسته او ناقص لاسنيوی دی. ولسمشر کرزي له دوی سره ډېر وخت تېر کړی او تر نورو يې ښه پېژني. ځکه يې نوی حکومت ته په وروستۍ ورځ د امريکايانو په مقابل کې د احتیاط توصيه وکړه.

د امريکايي پوځيانو شپني عمليات او د بې درېغه بمباري وه چې ولسمشر يې تر دې اندازې مجبور کړ، چې امريکايان د «يرغلګرو» په ګواښ وګواښل.

اوس نوی ولسمشر هاغه څه له امريکايانو غواړي چې کرزي په ډېره موده کې په ډېرې خوارۍ بند کړل. دی اوس د شپنيو عملياتو په شدت او د هوايي ځواک د استعمال غوښتنه کوي، ځکه يې امريکايان همکار او د دوی له پاره ښه فرصت ګڼي.

خو تر هغې چې اوسنی ولسمشر د دې بمباريو او عملياتو په ضرر پوهېږي او په دې پوه شي چې د ګټې پر ځای يې تاوان ډېر دی، او بیا له امريکايانو سره د دې د بندولو له پاره چنې وهي، ښه به دا وي چې اوس دا خطر احساس کړي او له دې ډول غوښتنو تېر شي.

افغانان ولسمشر غني ته هيله من وو، خو د حکومت لومړۍ دوه مياشتې او د نيويارک ټايمز دغه جريحه کوونکې څرګندونې به د ولسمشر او افغانانو تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړي او د افغانانو هيلې به په ناهيلۍ بدلې کړي.

بيا که له بمباريو او شپنيو عملياتو وروسته، ولسمشر امريکايانو ته ځولۍ نيسي، بيا به دی همکار نه وي او امريکايان به يې د کرزي په څېر له شپې سره تشبېه کوي.

ژمن