جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

«
»

ډريوران که د مرګ سوداګران؟!

په داسې حال کې چې په افغانستان کې دترافیکي پيښود وژنې شمیر په جګړه کې د ملکي وګړو د وژنې د کچې دریمه برخه جوړوي او د ټپیانو شمیر بیا په جګړه کې د ټپیانو نیمایي برخې سره برابر دی؛ تيره ورځ د کابل – کندهار پر لویه لار دغزني د مقرپه ولسوالۍ کې په یوه خونړۍ ټرافیکي پیښه کې شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د چارواکو په وينا د پېښي په ټپیانو کې تر ۳۰ د زیاتو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شویدی . ويل کيږي تر ټکر وروسته دوو ۳۰۳ موټرو او یوه ټانکر موټر اور اخیستی چې وژل شوي مسافر پکښې سوځيدلي او هویت يې هم ندی معلوم . دا لومړی ځل نه دی چې موټر چلوونکی د لسګونو هيوادوالو ژوند اخلي بلکې له دې وړاندې هم په سلګونو داسې پېښې شوي چې له امله يې ډیری کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي.

له افغانستانه د کربلا دښته جوړه شوې ده. دلته له هرې خوا د مرګ مخه د افغانانو په کورونو برابره ده. چيرته مو په طبيعي پيښو کې په سلګونو هيوادوال ژوند له لاسه ورکوي، چيرته مو وسله وال غله په لويو لارو له موټرو راښکته او له مرۍ مو تيغ تيروي، چيرته مو د طالب بم ټوټې کوي او چيرته مو بيا د موټرو چلوونکي پر ژوند لوبې کوي.

همدا اوس هم د هيواد په کچه په ټولو ولايتونو کې هره ورځ په سلګونو کسان د ترافيکي پيښوپه پايلي کي روغتونونو ته وړل کيږي چې ۶۰ سلنه زيانمن کسان ځوانان وي.

که څه هم په افغانستان کې په غير معیاري ډول د سړکونو اوڅلور لارو جوړېدل، په ډیرو څلورلارو کې د ترافیکي څراغونو اونښانو نه شتون، له ترافیکي قوانینو د موټر چلوونکو سرغړونه، تر کچې ډیره چټکتیا، له ښاري کلتور سره د خلکو نه بلدتیا، په لارو کي د پوليسو د څار نه شتون، د سړکونو خرابوالي، په بار وړونکو موټرو کې تر ټاکلي اندازې ډېر وزن لېږدول، د لویو لارو پراختیا ته نه پاملرنه او د سرغړوونکو نه جریمه کول؛ هغه لاملونه په ګوته شوي چې په ترافيکي پېښو کې د خلکو د مړينې لامل ګرځي؛ خو تر ټولو ستر لامل يې د نشې پر مهال د موټر چلول او د ترافيکو رياست لخوا کم عمره ماشومانو ته د موټر چلولو د جواز ورکول. موټر چلوونکي په ځانګړي توګه د لويو موټرو لکه د ۳۰۳ او ۳۰۴ ډول بسونو چلوونکي ډيری په چرسو روږدي دي چې پر سړکونو تر ټاکلې اندازه ډېر ګړندی تګ کوي. دغه دوه هغه ستر لاملونه دي چې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کي د ترافيکي پيښو د رامنځته کيدو لامل ګرځي. د دې تر څنګ بله لويه ستونزه بيا دا ده چې ډيری هيوادوال مو په تير کې د جګړو او ګډوډيو له بې قانونه بلد شوي او د ټرافيکي قانون د نه مراعت کولو سره روږدي شوي دي چې اوس هم له ترافيک پوليسو سره د زور فرهنګ چلوي او د هغوى د دغه عادت له منځه وړل يو ګران کار دى.

يوه بله ستونزه چې تر ډيره خلک او ترافيکي چارواکي ورته اهميت نه ورکوي؛ هغه په افغانستان کې د ښي لاس سټرينګ درلودونکي موټرې دي. په تقريبي توګه ويلی شم چې په افغانستان کې دمګړۍ په زرګونو د ښې لاس سټرينګ درلودونکي موټرې شته چې له هغو هيوادونو څخه راوړل شوي چې په کې پر ښي لاس موټر چلول کيږي. پر سړکونو د همدغو موټرو شته والى نه يوازې دا چې غير قانوني کار دى، بلکې ډير خطرناک هم دى.

د دې تر څنګ بله ستونزه دا ده چې د هيواد پر ليرې پرتو سيمو سربيره؛ په ښارونو کې هم پر سړکونو ګڼ شمېر موټرې له نمبر پليټ، څراغونو، د شاه د لوري د کتلو د هندارو او آن له دروازو او د مخ د لويو ښيښو پرته چلول کيږي.

په ترافيکي پېښو کې تر ډيره په خپله د موټر چلوونکی پړ ګڼل کيږي خو که وکتل شي نو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د ترافیکو ریاست هم پړه ګڼل کيږي. ځکه دوی دي چې کم عمره خلکو ته د موټر چلولو جواز ورکوي، دوی دي چې په شتون کې يې بې نمبر پليټ، بې څراغونو او له عقب هېندارو پرته موټر چلول کيږي، دوی دي چې د موټر چلوونکو رواني او روغتیايي وضعیت ته پام نه کوي او د څو روپيو په مقابل کې ورته د موټر چلولو جواز ورکوي او همدوی دي چې خصوصي ترانسپورټي شرکتونه یې خپلسرۍ ته پرېیښي دي. لومړۍ درجه مسوولیت همدوی لري چې د ترافیکي پېښو د ګواښونو د راکمولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي