به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

چهاربولک

نجیب الله پاڅون

چهاربولک د بلخ یو له مهمو او پر نفوسه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي. دغه ولسوالۍ د مزارشریف ښار  په ۴۶ کیلو مترۍ کې لوېدیځ لور ته پرته ده، د دې ولسوالۍ اکثریت اوسېدونکي پښتانه دي. لکه د هېواد نورې سیمې چهاربولک ولسوالۍ هم د تاریخ په اوږدو کې د جګړو له کبله ډېره زیانمنه شوې. د مزارـ شبرغان لوی سړک هم په دې ولسوالۍ کې تېر شوی ،  د بلخ، چمتال، دولت اباد او د جوزجان له فیض آباد ولسوالیو سره ګاونډیتوب لري. د دې ولسوالۍ شمال لوري ته دولت آباد ولسوالۍ، جنوب لوري ته یې چمتال، ختیځ لور یې ته بلخ ولسوالۍ او لوېدیځ لور یې ته د جوزجان فیض آباد ولسوالۍ پرته ده.

چهاربولک مخکې د بلخ حکمراني مربوط وه، چې بیا په ۱۳۴۰ ، کال کې د بلخ په اداري چوکاټ کې شامله او ولسوالۍ شوه.

چهاربولک ولسوالۍ(۲۰۹۵۰۰) جریبه ځمکه لري، چې ۶۵ سلنه یې د کرنې وړ،  او ۱۵ سلنه یې باغونه جوړوي، د دغې ځمکې پاتې برخه یې شور او لامزروع ده.

په دغه ولسوالۍ کې زیاتره غنم، اوربشې، زغر، نخود، جوار، زیره، عدس، ګلپۍ، پنبه، کرم، خټکي، هندواڼې، بادرنګ، بانجان، رومي او نور سبزیجات.. کرل کېږي . همدا راز په دغه ولسوالۍ کې د انګورو، بادامو، توت، زردالو، شفتالو، آلو او ناکو باغونه هم شتون لري.

د چهاربولک ولسوالۍ مساحت ۵۱۱ کلیو متره مربع دی او د دغې ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي پښتو ژبي او پاتې لږه کي ازبک، تاجک، او ترکمن دي.

د دې ولسوالۍ نفوس د (۱۳۹۴) کال له مخې له ۱۱۰۰ یو سلو لس زرو څخه اوړي.

په چهاربولک ولسوالۍ کې ګڼ تاریخي ځایونه شتون لري لکه، د آریایانو د وخت بالاحصارونه، د شیخ تاش تیمور زیارت، خواجه روشنايي زیارت، سالبارون زیارت، خواجه غیب الله زیارت، خواجه عبدالعزیز زیارت او خواجه ګلبردار زیارت.

چهاربولک ولسوالۍ نږدې(۱۱۰) یو سلو لس واړه او غټ کلي لري، د زیاترو کلیو نومونه پښتو دي، چې دلته ما صرف هغه نومونه لیکلي، چې اوس مهال په دغو نومونو یادېږي، په راتلونکې لیکنه کې به د ټولو کلیو رسمي نومونه راټول او لوستونکو ته به یې وړاندې کړم.

د چهاربولک ولسوالۍ د کلیو نومونه:

وچه ونه، نوارد وچه ونه، ستن سفلی، ستن، ژنګوره، نوراد ژنګوره سکندرخېل، ارزنکار وطني، ارزنکار عربي، سبزي کار، نوارد سبزي کار، آق تپه، نوارد آق تپه، زیکزیګ وطني، نوارد زیکزیګ، تیمورک علیا، تیمورک سفلا، بیست پیکال، نواقل بیست پیکال، سالار تپه وطني، نوارد سالار تپه، سالارتپه ناصري، رحمت آباد، نوارد رحمت آباد، شلخی علیا، شلخی سفلا، نوارد شلخی علیا، قزل قلعه وطني، نوارد قزل قلعه، دیاس وطني، نوارد دیاس، شیخ تاش تیمور وطني، نوارد شیخ تاش تیمور، آدینه مسجد وطني، نوارد آدینه مسجد، احمد اباد، نوارد احمد آباد، چوچوک وطني، نوارد چوچوک، منګولی وطنی، نوارد منګولی، منګولی ترکمنیه، خواجه روشنایي، نوارد خواجه روشنایي، کوک آباد، ده نو، بورلوک، سالبارون، نوارد سالبارون، نوارد سالبارون، نویکوټ، ینګي اریغ، تیګۍ، نوارد تیګۍ، آب فروش، کهنه چهاربولک، نوارد کهنه چهاربولک، قلعه چهاربولک، دره غن وطني، نوارد دره غن، سپینکۍ وطني، نوارد سپینکۍ، ګورتپه علیا، ګورتپه سفلا، بوزتپه، لبک، نوارد لبک، سبوسخور، نوارد شلخی نوآباد، ستلګی، خواجه ګل بردار، اورناغه وطني، نوارد اورناغه، توره تېږه، شتۍ، نوارد شتۍ، شال اریغ، لوچک اریغ، قریش، چوبه کرنیل خېل، چوبه ملک سیدعلم، چوبه مجرخېل، شش پیکال،  نوارد آق تپه، سالارتپه ملا ایماق سفلا، نوارد وچه ونه ملا شاهین، نوارد وچه ونه قاضي تپه، نوارد وچه ونه بهرام خېل، تهاڼه، قوره چي وطني، نوارد قوره چي حاجي تورجان، نوارد قوره چي آکاخېل،  نوارد قوره چی تاجکان، نوارد قوره چي خان دوران، نوارد قوره چي اورنګ، نوارد قوره چي معاون زمان، نوارد ژنګوره خېل پیرو، نوارد ژنګوره ککړک، نوارد ژنګوره حاجي ګل آغا، نوارد ژنګوره مسګر، نوارد آق تپه المانګذر، نوارد قزل قلعه غوریان، نوارد تیمورک سفلا، دوبېل، دیاس عربي او سه پیکال سالارتپه.

په دې برخه کې د چهاربولک ولسوالۍ د ځینو لېسو او ښوونځیو نومونه مې راټول کړي. په راتلونکې لیکنه کې به د دې ولسوالۍ په ښوونځيو مفصلې خبرې وکړو.

د چهاربولک ولسوالي ښوونځي

د سلطان ابراهیم لېسه(دلبرجین سفلا کلی)

د ابوالموئید بلخي لیسه(ليندۍ کلی)

د خواجه ګلبردار د نجونو لېسه(د خواجه ګلبردار کلی)

د بدایعې بلخي لېسه(تیمورک علیا کلی)

د غازي محمد جان خان لېسه( سالارتپه کلی)

د خواجه روشنایي لېسه( د خواجه روشنایي کلی)

د بیست پیکال لېسه( بیست پیکال کلی)

د چوبه لېسه( د چوبه کلی)

د ژنګوره لېسه(خان آباد کلی)

د سلطان داود طايي لېسه(ادینه مسجد کلی)

د ابوشکور بلخي لېسه( د آق تپه کلی)

د چهاربولک مرکزي لېسه( چهاربولک کلی)

د قاضي فاروق لېسه(ارزنکار کلی)

د احمد آباد لېسه(احمد آباد کلی)

حقانیه مدرسه(د نوارد وچه ونه کلی)

د احمدشاه بابا لېسه(د ملا شاهین کلی)

د وطواط بلخي لېسه( د یلمان کلی)

د زراعت لېسه( د آب فروش کلی)

د باقر العلوم منځی ښوونځی( د شلخی نواباد کلی)

د توره تيګه منځنی ښوونځی( د توره تيګه (موش خور) کلی)

د حمید بابا منځی ښوونځی(د تیمورک سفلا کلی)

د خوشال خان خټک منځنی ښوونځی(ګورتپه کلی)

د دهنو منځنی ښوونځی(دهنو کلی)

د رحمان بابا منځنی ښوونځی(لبک کلی)

د وزیر محمد ګل خان منځنی ښوونځی(زیکزیګ وطني کلی)

د سالبارون منځنی ښوونځی(د سالبارون کلی)

د سلیمان بابا منځنی ښوونځی(د قوره چي نوآباد کلی)

د شهید جاوید منځنی ښوونځی( بوزتپه کلی)

د شهید سردار محمد داود خان منځنی ښوونځی(د چهاربولک زوړ کلی)

د شیخ تاش تیمور منځنی ښوونځی(د شیخ تاش تیمور کلی)

د علي آباد منځنی ښوونځی(علي آباد کلی)

د قزل قلعه منځنی ښوونځی( د قزل قلعه کلی)

د شهید نیک محمد منځنی ښوونځی(د آق تپه«سپینکۍ» کلی)

د قوره چي منځنی ښوونځی(د قوره چي کلی)

د منګولي منځنی ښوونځی( د قرش تپه کلی)

د بیست پیکال ناقلین منځنی ښوونځی(د بیست پیکال ناقلین کلی)

د ابوشکور بلخي نجونو منځنی ښوونځی( د آق تپه کلی)

د سلطان ابراهیم نجونو منځنی ښوونځی(د دلبرجین سفلا کلی)

د نوارد خواجه روشنایي منځنی ښوونځی(د خواجه روشنایي نوارد کلی)

د نوی کوټ منځنی ښوونځی( د نویکوټ«ینګي اریغ» کلی)

د مولوي محمد یوسف منځنی ښوونځی(رحمت آباد کلی)

د عبدالروف منځنی ښوونځی(شش پیکال)

د بابای ملت منځنی ښوونځی( زیکزیګ نوارد کلی)

د انجنیر رسول منځنی ښوونځی( د قزل قلعه نوارد کلی)

د جمعه خان همدرد لومړنی ښوونځی( سبوس خور کلی)

په تېرو کلنو کې دغه ولسوالۍ د بلخ د یو شمېر مافیایي کړیو له لوري په لوی لاس ناامنه کړی شوه. دغو کړیو غوښتل چې د دې ولسوالۍ نوي ځوانان د زده کړې له سیوري څخه محروم کړي او د جهالت کندې ته وغورځوي تر څو په راتلونکي کې بې علمه او بې هنره پاتې شي. دوی همدا راز د بیارغونې کارونو مخه هم تر یوه ځایه ډب کړه دا چې د دې ولسوالۍ مېړني ولس ته د دغو کړیو ټولې ناروا کړنې څرګندې وې؛ نو په پوره مېړانه سره یې د دوی پر وړاندې خپله سپېڅلې مبارزه پیل کړه او په خپلو سیمو کې یې د بیارغونې او د ښوونځیو په جوړولو کار پیل کړ.

په لاندې برخه کې مې د دې ولسوالۍ ځینې ادبي بهیرونو، او چاپي خپرونو ته لنډه کتنه کړې.

ټال

ټال د ماشومانو لپاره ښوونیزه، روزنیزه، معلوماتي او تفریحي میاشتنۍ خپرونه ده، چې په لومړي ځل له بلخ څخه په پښتو ژبه خپره شوه،  د دغې خپرونې د امتیازڅښتن او مدیر مسؤول نجیب الله پاڅون دی.

د ټال لومړۍ ګڼه د ۱۳۹۵ـ ل، لمریز کال د لړم په ۱۴ مه، د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د نومبر په ۱۴ مه، د ۲۰۰۰ ـ  دوه زره ګڼو په شمېر په ۴ مخونو کې له بلخ څخه خپره شوه.

د ټال چاپي خپرونې تر اوسه څلور ګڼې چاپ سوي، چې اوس مهال یې(۱۳۹۶ د لیندۍ درېیمه) پنځمه ګڼه د مجلې په ډول چاپ ته چمتو شوې.

ټال د مزارشریف ښار په شمول د بلخ په لرې پرتو ولسوالیو کې له هغې جملې نه چهاربولک، چمتال، دولت آباد، شولګره، بلخ، نهرشاهي، دهدادي او په نورو ولسوالیو کې وېشل کېږي.

دغه خپرونه د امتیاز څښتن لخوا تمویل کېږي.

خبره

په بلخ ولایت کې د ګڼ شمېر لیکنیزو خپرونو په لړ کې یوه بله خپرونه خبره اونیزه خپرونه ده. خبره اونیزه خپرونه یوه ناپېیلې، خپلواکه، سیاسي او کلتوري خپرونه ده، چې په ۱۳۹۳ل ـ کال کې یې د چاپي رسنیو په کاروان کې ځای وموند. یادې خپرونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ثبت او جوازونو آمریت څخه په ۵۲ ـ لمبر جواز ترلاسه کړ، او په بلخ ولایت کې په پښتو ژبه خپرونې لري. دغه خپرونه په بلخ کې لومړنۍ پښتو اونیزه خپرونه ده، چې په ۴ مخونو کې  د ۱۰۰۰  ټوکو په شمېر چاپ او د مزارشریف ښار په شمول د بلخ په لرې پرتو ولسوالیو کې هم وېشل کېږي.

د دغې خپرونې لومړۍ ګڼه د ۱۳۹۳ ـ ل، لمریز کال د چنګاښ په ۴ مه ـ۲۰۱۴ زېږدیز کال د جون په ۲۵ مه خپره شوه.

د دغې اونیزې خپرونې (خبره) د امتیاز خاوند عطامحمد ساهو او مسؤل مدیر یې : نجیب الله پاڅون دی.

خبره اونیزه په لومړیو کلنو کې د ځينو ستونزو له کبله د  چاپ او خپرواي څخه وځنډېده؛ خو په دې ورستیو کې یو ځل بیا په هرو پنځلس ورځو کې په لوړ تېراژ چاپ او خپرېږي. په دغه خپرونه کې زیاتره وخت سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او خبري مطالب خپرېږي.

خبره اونیزه خپرونه د وخت او ځينو با درکه او با احساسه ځوانانو د غوښتنې پر اساس خپلې سیمې او ځوانانو ته د مطالعې د فرهنګ د لېږد او ترویج په منظور د یوه سالم رقابت په خاطر په خپلو نشراتو یې پیل کړی. دغه خپرونه د امتیاز څښتن او مدیر مسؤول لخوا تمویل کېږي.

چهاربولک ادبي بهیر

په ۱۳۹۱ لمریز کال، په لومړي ځل سره د یادې ولسوالۍ یو شمېر فرهنګیانو او فرهنګپاله ځوانانو په هڅو او  د بلخ ادبي خوځښت په ملاتړ ( چهاربولک ادبي بهیر) د دې ولسوالۍ په یلمان ( وچه ونه) کلي کې د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو. چهاربولک ادبي بهیر له پیل څخه تر اوسه پورې خپلې ادبي، فرهنګي، ښوونیزې او روزنیزې ناستې په دوامداره توګه جاري ساتلي او د دې ولسوالۍ د ځوان نسل د سالمې فکرې ودې په موخه یې خپلو ناستو ته ادامه ورکړې.

چهاربولک ادبي بهیر په پیل کې ډېر کم ملګري درلودل؛ خو د وخت په تېرېدو سره د یاد بهیر د ملګرو شمېر ورځ تر بلې زیات شو، چې اوس مهال د دې ولسوالۍ له لریو کليو او بانډو څخه ګڼ شمېر فرهنګي ځوانان د دغه بهیر ادبي او فرهنګي ناستو کې برخه اخلي.  د دې تر څنګ چې دغه بهیر خپلې پنځلس ورځنۍ ناستې ترسره کوي، تر څنګ یې هره میاشت د دې ولسوالیو په لویو کلیو کې سترې مشاعرې هم ترسره کوي، په دغو مشاعرو کې د ځوانانو برسېره ګڼ شمېر د سیمې مشران او نوي هغه ځوانان چې مخکې له دغه بهیر سره نه وي یوځای شوي برخه اخلي او دې ته هڅېږي چې تر څو د دغه بهیر په ادبي ناستو کې برخه واخلي.

چهاربولک ادبي بهیر په لومړي ځل سره د دې ولسوالۍ د یو وتلي شاعر ښاغلي جلات خان مینه پال د کتاب( قلندره) مختکنې غونډه هم جوړه کړه، تر څنګ یې په هېواد کې د مهمو پېښو اړوند مدني حرکتونه هم ترسره کړي.

چهاربولک ادبي بهیر کتابتون

دغه کتابتون د چهاربولک ادبي بهیر سره یوځای جوړ سو، چې اوس مهال نیږدې ۳۰۰ علمي، ادبي، معلوماتي او شعري کتابونه لري، همدا راز د ۲۰۰ په شاه خوا کې پښتو، دري مجلې لري، چې د دغه بهیر په پنځلس ورځنیو ناستو کې ګڼ شمېر ترې خپله ګټه اخلي.

بخدي ادبي بهیر

د چهاربولک ادبي بهیر نه راوروسته په ۱۳۹۴ لمریز کال کې، بخدي ادبي بهیر هم په یاده ولسوالۍ کې جوړ سو .

د چهاربولک ولسوالۍ  د ځوانانو شورا

د چهاربولک ولسوالۍ د ځوانانو شورا په ۱۳۹۴ ، کال کې پرانیستل شوه، چې اوس مهال د ځوانانو لپاره ګټور کارونه ترسره کوي.

د چهاربولک ولسوالۍ  ځوانان په پوره اتفاق او اتحاد سره د خپلې سیمې او ولس د سوکالۍ په موخه مبارزه کوي او د ځوان نسل د فکري وېښتابه لپاره په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو بوخت دي.

یادونه: له دې لیکنې څخه د ماخذ په یادولو سره استفاده کولای شئ.