شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

«
»

په ښاري پراختیا کې د ترانسپورت رول

محمد سليم سليمان

ښاري پراختیا د ښارونو د اقتصادي، ټولنیز، چاپیریالي او ټیکنالوژیکي پرمختګ یوه مهمه برخه ده. د ښاري ژوند کیفیت او د ښارونو فعالیت د ښاري ترانسپورت د سیستم له پرمختيا او پراختيا سره مستقیم تړاو لري. په حقیقت کې  ښاري پراختیا او پرمختيا د سيکې يو اړخ  او ترانسپورت د سيکې بل اړخ دی چې یو له بله پرته، نه شي بشپړېدلی.

د کابل ښار ښاري پراختیا- پرمختيا او ترانسپورت هم يو له بله سره ډېر تړلي دي. د کابل اود هېواد د نورو لويو ښارونو نفوس د کډوالو په بيرته راستنېدلو سره په دې وروستيو کې په بې ساري ډول زيات شوی دی چې ان د کرايې لپاره کورونه نه پيدا کېږي ، نوې استوګنځي، سوداګریزې سیمې او صنعتي مرکزونه نفوس ته په کتلو بيخي کفايت نه کوي. له بلې خوا ښارونه په محدوده جغرافيا کې را ايسار کړل شوي دي دي چې له امله یې ټرافيکي ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي.

د  افغانستان د ښارونو اوسنی ترانسپورتي سیستم، چې پکې موټرونه، بسونه او ريکشاوې شامل دي، ددې ښارونو د خلکو ورځني اړتیاوې په بشپړ ډول نه شي پوره کولای. د ښاري پراختیا پلانونو  او د ترانسپورت شبکې تر منځ همغږي بايد رامنځته شي.

د ښاري پراختیا موخه یوازې ودانۍ او سړکونه جوړول نه دي، بلکې د خلکو د ژوند د کیفیت ښه کول، اقتصادي وده، او د چاپیریال ساتنه هم پکې شامل دي. ترانسپورت په دې برخه کې مهم رول لري. اغیزمن ترانسپورت د سوداګرۍ، تولیدي صنعت، او خدماتو د پراختیا لپاره زمینه برابروي. د خلکو او توکو ګړندی حرکت د ښار اقتصاد ته مستقیمه ګټه رسوي. ښې ټرانسپورتي شبکې د خلکو لپاره  کار، ښوونې، تفریح او نورو خدماتو ته لاسرسی اسانوي. د برښنايي بسونو، ریل او بایسکل شبکو پراختیا د هوا د ککړتیا کمولو او د ښاري ژوند د کیفیت لوړولو کې مرسته کوي.

د صنعتي او سوداګریزو مرکزونو پراختيا د ترانسپورتي وسايطو غوښت زیاتوي، چې د موټرو، بسونو، او ریل شبکه باید ورسره همغږي او هممهاله پراختيا وکړي.

ښه ښاري پراختیا هغه وخت بریالۍ ده چې د ترانسپورت سیستم د ښار د ودې سره همغږی وي. د همغږۍ مهم عناصر يې د ټرافیک جریان مناسب تنظیم، د وسایطو د  تم ځايونو (پارکينګونو) انکشاف،د ښاري زیربنا او ترانسپورت شبکو یوځای کول، له لوګيو او سون توکو څخه پاکو برښنايي ترانسپورتي وسیلو پراختیا ،د نړیوالو معیارونو سره سم  پلان جوړونه د ښاري پراختیا د ښارونو د اقتصادي، ټولنیز، چاپیریالي او ټیکنالوژیکي پرمختګ یوه مهمه برخه ده.

په ټوله کې د نړۍ ټولې ښاري سیمې د نړۍ د نفوس د زیاتوالي سره مخ دي، او د ښاري ژوند کیفیت او د ښارونو فعالیت د ښاري ترانسپورت د سیسټم د اغیزمنتیا سره مستقیم تړاو لري.

ښاري پراختیا د ښارونو د فزیکي جوړښت، زیربنا، اقتصادي فعالیتونو، ټولنیزو خدمتونو او چاپیریال د همغږۍ پروسه ده. دا پراختیا د سوداګرۍ، تولیدي صنعت او خدماتو د ودې لپاره فرصتونه برابروي. ښه پلان شوي ښارونه د پانګونې او نوې ټیکنالوژۍ د جذب لپاره مناسب چاپیریال لري. خلکو لپاره د استوګنې، تعلیم، روغتیا، او تفریحي خدماتو اسانتیاوې برابروي.

په دې ترتيب د نړۍ هېوادونه هم د خپلو ښاري پراختياوو لپاره  نړيوال کنفرانسونه او ناستې ترتيبوي چې له نورو سره خپلې تجربې شريکې او هم د نورو تجربو او لاس ته راوړنو څخه ګټه واخلي  په دې اړه د ۲۰۲۵ کال د اګست له ۲۱ څخه تر ۲۵ پورې په ماسکو کې د نړیوال ترانسپورت سرمشریزه ترسره کیږي. دا نړيواله غونډه د ماسکو د ترانسپورت او سړکونو د پراختیا د څانګې او د ښار د نړیوالو اړیکو د څانګې په همکارۍ جوړیږي  چې اصلي هدف د د نړۍ د سترو ښارونو ترمنځ د ترانسپورت، ټیکنالوژۍ او ښاري پلان جوړونې په برخه کې د تجربو تبادله ده. ددې ناستې له لارې د ښاري چارو کارپوهان کولی شي چې څنګه په خپله برخه کې د پرمختللو ټیکنالوژیو څخه استفاده وکړي، څنګه د چاپیریال نه ککړونکی ترانسپورتي ښاري  سیسټمونه پیاوړي کړي، څنګه د ښاري ترانسپورت او صنعتي سکتور ترمنځ همغږي رامنځته کړي. په ځانګړي ډول ماسکو چې د تیرو څو کلونو په ترڅ کې د برښنايي بسونو، حلقوي ریل، او سمارټ ټیکنالوژۍ په کارولو سره د ښاري ترانسپورت یو ماډل جوړ کړی چې نورو هېوادونو د ښارونو د پراختيا او پرمختيا ادارو ته د زده کړې فرصت برابروي.
په دې غونډه کې به د ماسکو او بیجینګ، او همدارنګه ماسکو او بينکاک ترمنځ د ترانسپورت په برخه کې د همکارۍ یاددښتونه لاسلیک شي.همدارنګه به د  UrbanTransportData نړیواله آنلاین پلاتفورم وړاندې شي، چې پکې د ځينو هیوادونو د پلازمېنو میګاپولیسونه شامل وي لکه: آديسه ابابا ( د ايتوپيا پلازمېنه) ، الماتا (د قزاقستان پلازمېنه)، بانجول (د ګامبيا پلازمېنه)، فری ټاون (د سيراليون هېواد پلازمېنه)، هاوانا (د کيوبا هېواد پلازمېنه)، هرارې (د زيمبابوې پلازمېنه)، نایروبي (د کينیا پلازمېنه)، لیما (د لاتينې امريکا د پيرو هېواد) پلازمېنه او نور سترښارونه شامل دي.

د ګردي میزونو کوچنۍ غونډې به ددې نړيوالې ناستې په ترڅ کې جوړېږي چې  په ترڅ  کې به یې کارپوهان  د ترانسپورت او صنعتي سکتور ترمنځ د همکارۍ ګټې،، د ښاري ترانسپورت په مدیریت کې د ITټیکنالوژۍ کارول ، د چاپیریال د نه ککړونکي ځمکنۍ ترانسپورت پراختیا، د بدیل او نوښتګرو ترانسپورت وسایلو پراختیا شامل دي.

د  UrbanTransportData نړیوال پلاتفورم د ښاري ترانسپورت معلومات شریکوي، د ښارونو ترمنځ همکاري اسانه کوي، او د نړیوالو معیارونو پراختیا ته زمینه برابروي.

ددې سرمشريزې او نورو دا ډول سرمشريزو هدف دا دی چې ښارونو کې په ټرانسپورتي، صنعتي او اقتصادي برخو کې ګډې پروژې او همکارۍ رامنځته کړي. د نوښت او ټیکنالوژۍ شریکول د غونډې یوه بله مهمه موخه ده، يه دې برخه کې د ښاري ترانسپورت نوي ټیکنالوژي، سمارټ سیستمونه او ډیجیټل پلیټفورمونه معرفي کیږي.

دغه غونډې د ښاري ستونزو حل ته هم ځانګړې پاملرنه کوي، چې په کې د ترافیک، چاپیریال ککړتیا او ټرانسپورتي زیربنا ستونزې شاملې دي. د ښارونو ترمنځ د تجربو شریکول د نړیوالو معیارونو پراختیا کې مرسته کوي او غوره حل لارې وړاندې کوي.

په پای کې، دا غونډې د ښاري ژوند کیفیت لوړولو، نړیوالو همکاريو پراختیا او د ترانسپورتي سیستمونو د نوښت او اغیزمنتیا لپاره مهم پلیټفورمونه ګڼل کیږي.