جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

پر شوروي له بري وروسته؛ بريا که بربادي؟

د تاريخ په بيلابيلو پړاوونو کې د افغانستان مسلمان، مجاهد او خپلواکي غوښتونکي ملت په خپل اسلامي، افغاني، انساني او فکري ځواک سره د شرق او غرب هر ښکېلاګر ځپلی، مات کړی او نيم ژواندی ېې له هېواد څخه ويستلی. پدغه لاره کې د افغانستان ټولو خلکو په يوه غږ او يوه بيرغ لاندې مادي، معنوي او فزيکي سرښندنې ورکړي دي، او هېواد يې لدې نيواکګرو څخه خلاص کړی دی. خو يو تريخ واقعيت دا هم دی چې لدې سپيڅلي جهاد څخه يو شمېر خلکو بده ګټه واخيسته، د اسلام په نوم يې داسې کارونه وکړل چې زموږ د ولس سپېڅلې مبارزې او مجاهدې ته يې هم زيان ورسوو چې هيڅ وخت به ېې نه الله ج وبښي او نه دا اتل ولس. په دوی کې داسې د افغانستان د تباهی څېرې د جهاد ټيکه داران ، د واک ، څوکۍ ، او اقتدار وږي او وطن پلورونکي و؛ او اوس هم شتون لري چې دجهاد په نوم او جامه په هيواد کې کور په کور ننوتل، وژنې ، ورانونې په ناموسونو تیری او د هيواد د ملي شمتنيو چور او پر پاکستان پلورلو ته يي ملا وتړله.

اصلاً که د جهاد ريښتونې معنا او تعريف ته وکتل شي نو جهاد هغه سپیڅلې کلمه ده ، چې یواځې د الله جل جلاله د رضا په خاطر ، د هغه د دین د دفاع لپاره ؛ له کفري دښمن څخه د خپل هیواد او ولس د ساتنې په خاطر جنګيدلو او په هر ډول شرایطو کې د حق وینا کولو ته وایې. خو له بده مرغه دلته په جهاد او شهادت سیاسي سوداګري کیږي، له جهاد او شهادت څخه د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو لپاره د ابزار او وسیلي په توګه کار اخیستل کیږي. دلته جهاد په خلکو خرڅيږي او د مجاهد په نامه له سهامي دولته خپله ونډه غوښتل کيږي. دوی که د هر شخصي، ګوندي، سمتي او قومي امتیاز لپاره جنګيدلي؛ ورته مجاهد نشو ويلای. که یو څوک د شخصي ګټو، قومیت پاللو، ژبه پاللو، سمت پاللو، خپل شهرت، سیاسي امتیاز، او یا بل کوم هدف لپاره جنګیږي ، د هغه جنک او هلو ځلو ته جهاد نشو ویلای.

دا سمه ده چې افغانستان ته د شوري اتحاد د سرو لښکرو راتګ د افغانانو په لرغوني تاریخ کې یو تور او له کړاوونو ډک باب دی. د افغان مجاهدينو په لاس د شوروي د سرو لښکرو ماته يو ستر بری دی خو هغه زيان چې له دغې بري وروسته افغانستان د مجاهدينو د خپلمنځي، ګوندي او سمتي جنګونو له امله وليد؛ هم بايد پرې سترګې پټې نه شي. د مجاهدينو له بري سره، نا امنيو بل رنګ غوره كړ، په هېواد كې كورني جنګونه پيل، اقتصادي پرمختګونه په ټپه ودرېدل او خلك له سختو اقتصادي ستونزوسره مخ شول. د شوروي پر سور لښکر له بري وروسته؛ مجاهدينو په کابل کې د واک پر سر خونړۍ خپلمنځي جګړې پیل کړې. که څه هم له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو له وتلو پوره ۲۷ کاله تېریږي، خو لا هم د خلکو په ذهنونو کې دهغه وخت او راوروسته د کورنیو جګړو خاطرې پاتې دي. د روسانو له ماتولو وروسته کابل د څو ډلو ترمنځ د جګړې پرمیدان بدل شوو هغه وژنې، چې په دغو جګړو کې وشوې د افغانستان په تاریخ کې بې سارې بلل کیږي.

د روسانو تر وتلو وروسته د مجاهدینو ترمنځ خپلمنځي اختلافات ددې لامل شول چې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ شول، کورونه یې وران شول او زرګونه کسان له هېواده وتو ته اړ شول. یوازې په کابل کې په زرهاوو هيوادوال مو شهيدان شول، په سلهاوو معلولان، يتيمان، کونډې، بورې او بې سرپرسته شول. له همدې ورځې راهيسي تر ننه په هېواد كې امنيت نه يوازې دا چې ټينګ نه شو، بلكې له يوې ورځې نه بلې ته مخ په خرابېدو دى او د مجاهدينو د واكمنى په پنځه كلنه دوره كې د واک د ترلاسه كولو په سر، تنظيمي جنګونو هم په لسګونو زره خلک ووژل.

هغوی چې ګوتې يي د ټوپک د ماشې په کش کولو روږدې وې اوس هم د دوی د فطرتي غوښتنو پر اساس د خلکو په وژنه او زورونه لګيا دي. ځينې يي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په حکومت کې په لويو پوسټونو وګمارل شول. دوی پخوا هم خلکو ته تجربه ورکړې وه او د حامد کرزي په واکمنۍ کې هم په ښه توګه ولس ته معلوم شول. اوس چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ په ګډ حکومت کې دوی تر يوه حده څنګ ته شوي دي نو اوس وخت ناوخت په ملي ورځو او یا هم ځانګړو وختونو کې سر راپورته کوي او په اوسني حکومت کې پر خپلې کمرنګې ونډې نيوکې کوي. دوی چې د څوکۍ پر خوند روږدي شوي دي نو د جهاد له سپيڅلې نامې څخه په ګټې اخيستې د څوکۍ او امتياز د ترلاسه کولو خوبونه ويني. خو ډاډه ويلای شو چې دوی ولس ته امتحان ورکړی دی او نور به ولس ورته د بيا تجربې وخت ورنکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي