پس از پنج سال؛ آغاز شمارش معکوس برای پایان یک…

نویسنده: مهرالدین مشید پنج سال پس از بازگشت طالبان به قدرت،…

جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

«
»

ټاکنو په وړاندې د عبدالله ټیم کودتا ادامه لري!

د ډبل عبدالله ډلې له دې اټکل روسته چې د ټاکنو دوهم پړاو کې به د لومړي پړاو په توپیر لږې رايي ترلاسه کړې، د ټاکنو په وړاندې خپله کودتا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ښاغلی ضیاالحق امرخېل په نښه کولو راپیل کړه. لومړی يیسروبي ولسوالۍ ته د امرخېل په امر د سپینو رایپاڼو د ناقانونه لیږد پلمه رامنځته کړه او بیايي په رسنیو او غونډو کې داسې وځلوله چې ګنېددېپېښې په رامنځته کېدو دوی لاس نه درلود او هغهد پولیسو یو جنرال دظاهر ظاهر په نومپه ناڅاپي توګه او له ښه بخته کشف کړه!

خو له پېښې سره هممهال  او بې له ځنډه د ټاکنو دحقوقي او قانوني بهیر او بلخوا د ټاکنو د خپلواکو کمیسیونو په وړاندې د سخت او توند دریځ نیول او د یو شمېر ناقانونه شرطونو وړاندې کول او په لویلاس له یوې کوچنۍ ستونزې لویه شخړه جوړول، څرګنده کړهچې د جنرال ظاهر لخوا د امرخېل په نښه کېدل کومه تصادفي پېښه نه وه، بلکې هغه دمخه پلان شوې دسیسه وه چې که دا پېښه هم نه وای رامنځته شوی، داسې کومه بله پېښهاو پلمه به زیږول شوی وای!

د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې امرخېل او د شکایتونو په کمیسیون کې ستار سادات چې وار يي لا پاتې دی، له مخکې د نظارشورا د ښکار لاندې راغلي وو.

خو له دې روسته کله چې د عبدالله د ټیم په اند، نښه پرځای ولګېده،د چلوټو په زیرمتون کې يی د امرخېل د غږ ثبت هم ورسره مل کړ او کله چې د ثبت شوی غږ پر مټ بازار ښه تود شو، بیا يي ورو، ورو خپل درې نور شرطونه هم لومړی رسنیو ته راوویستل او روسته يي د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته مخکې کيښودل:

دا درې شرطونه داسې وو:

۱ ــ د هیواد په ځينو سیمو کې د ټاکنو ترسره کېدل

۲ ــ د هغو اضافي محلونو د رایو باطلول چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې د ښاغلي امرخېل د درغلیو د پلانونو له امله رامنځته شوي

۳ ــ د شکمنو مرکزونو څېړل

پورته درې مادې چې د ټاکنو په وړاندې د عبدالله  د کودتا لومړۍ شرطونه دي، درېواړه يي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا په منطقي توګهځواب او د بل شرط په اړه يي ښاغلي امرخېل د کودتا د شنډولو په موخه، مخکې له مخکې استعفا وړاندې کړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ددغو شرطونه په اړه داسې ویلي دي« د ولسمشرۍ د ټاکنو د بیا ترسره کولو لپاره قانوني صراحت نشته، د دواړو نوماندانو په غوښتنه اضافي محلونه او مرکزونه زیات شوي وو او د تصویب شوي نوملړ له مخې د شکمنو مرکزونو د رایو څېړنه کیږي»

بلخوا ښاغلي امرخېل د خپلې استعفا په اړه، د وینا په یوه برخه کې وايی« په لومړي سر کې د هېواد دشریفو او نجیبو ولسونو نه د زړه له تله مننه کوم چې دټاکنو په لومړي او دویم پړاو کې یې په بې ساري ګډون سره دولسواکۍ دا مهمه پروسه دبریالیتوب تر سرحده ورسوله.
ورپسې دټاکنو دخپلواک کمېسیون دهغه با غیوره، صادقو،مخلصو،په هېواد مینو او غښتلو ځوانانو دنه ستړي کیدونکو هلو ځلو څخه د زړه له تله مننه کوم چې په سختو شرایطو کې یې دهېوادوالو لپاره دټاکنو زمینه برابره او په حقیقي بڼه یې په ټاکنو کې خپل ناپیلتوب وښود.
همدارنګه دنړیوالو او کورنیونهادونو، رسنیوو، مدني ټولنې،سیاسي ګوندونو، ځوانانو او په ټوله کې دافغان ولسونو دبې ساري ګډون او ملاتړ څخه خاصه مننه کوم چې دټاکنو ملي پروسې په بریالیتوب کې یې هڅې وکړی.»

دلته که د امرخېل د ځانګړې سرښندنې او هیوادپالنې په باره کې یادونه ونه شي او سړی چوپ پاتې شي، هغه به د امرخېل د هغه قربانۍ په اړه چې د ټاکنو د بهیر د ژغورون او بلخوايي د ډبل عبدالله د توطيي د شنډولو په موخه له ځانه ښکاره کړه، لویه جفا وي.

 بل پلو دا هم باید هېره نکړو چېامرخېل د ټاکنو په وړاندې لګه څنګه چې د خپلې استعفا په وینا کې وايي، کومه ټګي نه ده کړې، خو بیا هم خدای مکړه که داسې ټګي شوي وي، ایا  د سروبي ولسوالۍ او یا د کومې بلې سیمې رايي په دومره کچه دي چې د ټاکنو ټول بهیر او په ټاکنو کې د افغانو دومره سرښندنې، ټولې ترپوښتنې لاندې راولي؟ ایا امرخېل دومره ټګي کولای شي چې په یوازې ځان د هیوادپه کچه د ټاکنو برخلیک بدل کړي؟

د امرخېل له استعفا روسته چې هغه د ټاکنو په وړاندې د عبدالله کودتا د شنډولو لپاره ترسره کړه، د عبدالله ډلې داسې وانګیرله چې کودتا يي لومړۍ ثمره ورکړه، نو يي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وړاندې د خپلو شرطونه بله ټولګه رامخکې کړه.

دې شرطونو کې چې لومړی ۱۲ او روسته شپږو ته راټيټ شول، دوه شرطونه داسې هم دي چې لومړی د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه دې واک واخیستل شي، بل کمیسیون دې وټاکل شي او یا دې د امرخېل پرځای د ټاکنو د کمیسیون پخواني سرخېل فضل احمد معنوي، کېنول شي. په دې سربېره په یو شمېر پښتنو ولایتونو کې دې دریم ځل ټولټاکنې ترسره شي.

نن په رسنیو کې پخپلې  یوه تازه مرکې عبدالله وویل چې دوی د ټاکنو دواړه کمیسیونونه،  نه مني او باید ړنګ شي. په داسې حال کې چې دا دواړه کمیسیونونه د ملي شورا دواړو جرګو ( ولسي جرګې او مشرانو جرګې) ټاکلي دي او هیڅوک يي د ړنګولو حق او واک نلري، خو عبدالله يي غواړي په یوه پف سره يي له منځته یوسي!

په ورته وخت کې احمدولي مسعود بیا وايي یوازې ټاکنې، رامنځته شوې ستونزې ( چې هغه هم دوی پخپله زیږولي) نه شي حل کولی بلکې د دوی ټیم  د رضا او توافق نورې لارې هم باید تر پام لاندې ونیول شي او وکارول شي. داسې ښکاري چې نظارشورا پخپل ټول ځواک د ټاکنو کمیسیونو سره د شخړې لپاره مټې رابډوهلې دي!

دوی غواړي د ټاکنیزو دوه ګونو کمیسنونو په بې اعتباره کولو سره، په ټوله کې ټاکنې بې اعتباره کړي، ټاکنې ماتې سره مخ کړي او د افغانانوپه کارول شویو رایو ملنډې ووهي او د ټاکنو دیموکراتیک بهیر  شنډ کړي.

بلخوا د ټاکنو د پایلو په اړهیو تازه خبر چې جدي ګڼل کیږي دلته رااخلم« وزارت ﺧﺎﺭﺟﻪ ﺁﻟﻤﺎﻥ ﺑﺎ ﺍﻧﺘﺸﺎﺭ ﺧﺒﺮﻧﺎﻣﻪ ﺍﯼ ﻧﻮﺷﺖ، ﻣﺎﯾﮑﻞ ﮐﻮﭺ ﻧﻤﺎﯾﻨﺪﻩ ﺁﻟﻤﺎﻥ ﺑﺎ ﻫﺮﺩﻭ ﻧﺎﻣﺰﺩ ﺍﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﯽ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩﺭﻣﻮﺭﺩ ﺭﺍﻩ ﺣﻞ ﺑﺤﺮﺍﻥ ﺍﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﯽ ﮔﻔﺘﮕﻮ ﮐﺮﺩﻩ ﺍﺳﺖ.
ﻣﺎﯾﮑﻞ ﮐﻮﭺ ﺗﺎﮐﯿﺪ ﮐﺮﺩﻩ ﺍﺳﺖ، ﻧﺎﻣﺰﺩﺍﻥ ﺩﻭﺭ ﺩﻭﻡ ﺍﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺕ ﺭﯾﺎﺳﺖ ﺟﻤﻬﻮﺭﯼ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﻧﺒﺎﯾﺪ ﮐﺎﺭﯼ ﮐﻨﻨﺪ ﮐﻪ ﺍﯾﻦ ﮐﺸﻮﺭ ﺑﺎ ﻣﺸﮑﻼ‌ﺕ ﺑﺰﺭﮔﺘﺮﯼ ﺭﻭ ﺑﻪ ﺭﻭ ﺷﻮﺩ.
ﻣﺎﯾﮑﻞ ﮐﻮﭺ ﮔﻔﺖ:”ﺩﻭ ﻧﺎﻣﺰﺩ ﺑﺎﯾﺪ ﺍﺯ ﻓﺮﺻﺖ ﮐﻨﻮﻧﯽ ﺍﺳﺘﻔﺎﺩﻩ ﮐﻨﻨﺪ ﻭ ﺍﺯ ﺍﻗﺪﺍﻣﺎﺗﯽ ﮐﻪ ﺳﺒﺐ ﺑﯽ ﺛﺒﺎﺗﯽ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﻣﯽ‌ﺷﻮﺩ ﻭ ﺑﺮﺍﯼ ﻃﺎﻟﺒﺎﻥ ﻓﺮﺻﺖ ﺩﻭﺑﺎﺭﻩ ﻣﺴﺎﻋﺪ ﻣﯿﺴﺎﺯﺩ ﺧﻮﺩﺩﺍﺭﯼ نمایند»

د مایکل کوچ ددې تازه خبرې پشان، ډېر پخوا ارواښاد علامه قیام الدین خادم  پخپل لاندې شعر کې کې ویلي وو:

دوه مرغۍ شوې پاس په ونه کې په جنګ

دواړه غبرګې کلوله شوې په دا رنګ

د پونډوسکې غوندې لاندې ولویدلې

پیشو ټوپ کړ دواړه يي غبرګې ونیولې

چغ وپغ، شور وفریاد يي وکړ، ډېر

ولې څه کېده چې وخت وو، ځینې تېر

اسمان دواړه د بلا په خوله کې ورکړې

بلا دواړه ریز مریز، زیر وزبرکړې

اوس ډیری افغانان په دې اند دي چې د ډبل عبدالله دا هڅې په بې وریځې اسمان باران او غرهار ته ورته پاتیږي او نوموړي ټاکنې او هم سیاست دواړه بایللي دي. اوس پکار دې چې حق ته غاړه کیږي او د ټاکنو کمیسونو پریکړه ومني او د افغانانو منخ کې نور د بېلتون او شقاق لامل نه شي!

د ۲۰۱۴ کال د جولای ۲ مه

سرلوڅ مرادزی