زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

ولسمشره او مشره – سوله قرباني غواړي

ولسمشره!  سوله فولادي عزم او قرباني غواړي 

که  دنورو هوساینه غواړي،  ځان به کړاونو ته ورکوي

دا طبعي خبره ده شمعه ځان سوځوي،. خو نورو ته رڼا راوړي  او تیاري رڼاکوي 

سوله دزمري زړه غواړي چی هیڅ وخت دخپل رقیب نه ‌ډار نکوي اوځان همیشه قوي ګڼي،  اعتماد په خپل نفس لري.

سوله د رسول الله ص په نقش قدم تګ غواړي،  د حدیبې سوله ته  وګوره،  او درسول الله  ص  قرباني د سولې لپاره مطالعه کړه.

ولسمشره او مشره!  ته سوله دخپل ولس سره وکړه،  زه ستاسی نه داغوښتنه نه کوم چې  د پردیو سره معامله وکړه، یواځي غوښتنه مې داده چی د خپل  ولس واړه ماشومان،  تنکي ځوانان،  پیغلې،  د ماشومانو پلرونه او مورګاني د اجنبیانو دخوشاله کولو په خاطر مه وژنی،  او ستاسی بهرنیو ملګروته دي  زما دمظلوم هیوادوال په وژلو مډالونه مه ورکوه، په افتخار دا اعلانونه مه کوه چی ما دومره ددین او هیواد دښمنان ووژل،  ته لګیا یې خپل ولس قتلوي لږ سر په ګریوان کې کښته کړه چې هره ورځ ، څومره اجنبیان او  څومره د خپل  ولس خلک وژل کیږی ؟

ته به هغه وخت اتل وای چي خپل هیوادوال دي  نه  وژلای،   او  یواځي  اجنبیان دي  په نښه کولای.

د سړي خپل بچی اشتباه کوي،  خو دهغه د اصلاح لاره وژل نه دي،  هغه ته نصیحت کول او سمه لاره ښودل په کار ده،  دهغه خبرو ته غوږ نیول پکار ده،  اخر دوی ستا هیوادوال دي،  ستا سره مشترک دین لري،  کلمه وایې، د الله  ج ته عبادت کوي،  او د الله د  وروستي پیغمبر محمد ص امتیان دي،  نو ته  ولي خپل هیوادوال وژني ؟

ته زما دهیواد اتل نه یې،  ته دپردیو اتل یې،  ځکه زما او ستا هیوادوال د پردیو په اشاره او وسله وژل، فکره وکړه،  ښه دقیق شه چې  ستا په وسلو څوک وژل کیږي ؟  افغان ولس

ولس مشره ! ته خو یو ځل ښه سوچ وکړه،  ددغه جنګ اصلیي قربانیان څوک دي؟  په کلیو او باڼو کي  چی  اکثره غریب افغانان دي،  دیوې ګولې  ډوډۍ د پیداکول  لپاره په خپل پټي کې کار کوي،   او یا په خپله کوډله  ( کور) کي دماشومانو سره په خواږه خوب ویده وي،   په مودرنه وسلو یا د لویو بمبونو په وسیله  شهید کیږي،  او په سبا یې په افتخار اعلان کوي چې  ددین او هیواد دښمنان مې نا بود کړل، د افغانانو د وژلو په مقابل کې خپلو اجنبي  ملګروته مډال ورکوي، په افتخار بیا بیا اعلان کوی او په دی باندی ویاړي، ایا دا رښتیا د ویاړ خبره ده ؟

ګرانه مشره!  په دین اوهیواد مینه!  ته خو  یو ځل ښه فکر  وکړه چی په ښارونو کی څه حال دی ؟

په ښارونو کي د یوې ګولې حلالې روزۍ  لپاره ورک  مامور  یا  عسکر چی بیګاه یې  واړه ماشومان  ورته په طمع دي،  چی پلار به یې دوچې ډوډۍ سره کورته ورځي، مګر د کورنۍ ماشومانو ته یې جنازه کیږدي،  ایا دا رښتیا جهاد فی سبیل الله دي ؟ ايا ته خپلو با احساسه او تنکي ځوانانوته په دي خبره د جنت زیری ورکوي چی خپل مظلوم هیوادوال شهیدان کړي؟ ایا دغه مظلوم هیوادوال مسلمانان نه دي ؟

ګرانه مشره او ولس مشره ! وګوری څومره هیوادوال شهیدان شول،  واړه ماشومان د ځوانو  کونډو سره  وګوری چی د کلي او ښارونو په کوڅو کی ګرځی خیراتونه ټولوي ( په دي کي د طالب او عسکر  دواړو کونډي او ماشومان  شته )  او  کله خو د ځینو بې ننګو ناروا غوښتنو ته هم د مجبوریت له کبله غاړه کږه کوي، تر څو خپلو یتیمو ماشومانو ته د بیګاه لپاره یوه ګوله وچه ډوډۍ پیدا کړي،  ایا تاسي معزز مشران!   احساس ، درک ، غرور، د اسلامیت او افغانیت کوم ویښ رګ لرئ ؟ ایا د دوی په وړاندي احساس د مسولیت نه کوئ ؟

دالله  عزوجل په خاطر! دخپل هیواد دمظلومو یتیمو وړو ماشومانو په خاطر!  دخپلو مسلمانانو وروڼو سره سوله وکړئ،  حد اقل په دي توافق وکړئ چی افغان به افغا ن نه وژني،  او افغان به د افغان په مرګ افتخار نه کوي،  یو اوبل ته  تورې  او ټو پک مه بریښوئ، په  زور کلي نه جوړیږي،  افغانان د زور تابع نه دي،  او نه به وي، په ځانګړې ډول د پردیو په زور هیڅکله د هغوی تابع کیږي نه.

 

راځئ  د الله عزړوجل  په خاطر، د هیواد د شهیدانو د بچیانو په خاطر، د بیوزله ځوانو کونډو   د عزت د ساتلو په خاطر،  یو اوبل ته ننواتي (عذر، جرګه )  وکړئ،  تواضع وکړئ،  تر څو الله ج  په مونږ رحم وکړي،  او په  هیواد کي مو سوله راشي.

دواړه مشران، د سولې لپاره قرباني ورکړئ، او د جګړې د اوږدیدو او سختیدو په ځای افغان ولس ته سوله ورکړئ.

لیکوال: انجنیر نجیب الله امیري