از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

نړیوال نظم او افغانستان

نور محمد غفوری

ما پخپله هغه بیانیه کې چې د سپتمبر د میاشتې په ۲۸ نېټه مې (د افغانستان د لوی ملی چتر) د جوړولو د اعلان کنفرانس ته په دنمارک کې وړاندې کړه، د هېواد د تیر وخت او اوسنیو ستونځو ته مې اشاره کړې او همدا شان مې د موجودو مشکلاتو د حل له پاره خپل وړاندیزونه کړي دي. د مقالې په وروستۍ برخه کې راغلي چې « زموږ ګران هېواد د نړیوالې ټولنې نه جلاکیدونکی جز او د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس پخوانی او د اعتبار وړ غړی دی. موږ له نړیوالو سره د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ د ښو او فعاله اړیکو په جوړولو کې زیار باسو. د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره د اوسنیو واکمنانو لخوا رامنځته شوي محدودیتونه تجدید نظر او بدلون ته ضرورت لري. د ښځو او نارینه و انساني فردي او اجتماعي حقوقو ته احترام د هېواد د ټولنیز ژوند په سمون او د ملي اقتصاد په تقویت کې مهم رول لوبوي. موږ د ټولو هغو بین المللي پلاتفورمونو څخه ملاتړ کوو چې د افغانستان ملي ګټې ورپکې خوندي وي. موږ په داسې حال کې چې نړیوالو تعهداتو ته د افغانستان پابندی غواړو؛ له افغانستان سره د نړیوالو د تعامل د غښتلتیا او د دوحې له پروسې څخه چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا هم تأیید شوې ده، ملاتړ کوو. موږ له یوې خوا د خپلو خلکو خدمت او ملی ګټو ته ژمن یو، د بلې خوا د بین المللی اصولو په رعایت هم ځانونه مکلف بولو او غواړو چې هېواد له نړیوالې انزوا څخه ووزی او په بین المللي نظم کې معتبر مقام ولري.»

د نړیوال نظم د سم پیژندلو په اړه یو شمیر ځوانانو سوالونه مطرح کړي او ځینو نورو دوستانو نیوکې کړې دي. د انتقادونو په لړ کې یوه ملګري لیکلي چې «… مشکلات خو دغه نړیوال نظم او د دغه نظم رامنځته کوونکو پیدا کړي۔ دغه ټول جنګونه، شخړې، وژنې او ظلمونه د دغه نړیوال نظم حاکمان ترسره کوي۔

هر کار، هرفعالیت، هره هڅه، او هر تغیر چی د دغه نړیوال نوي نظم له خوا تشویق، تمویل او په لار اچول کیږي، هیڅکله د انسانانو په خیر نشي کیدای۔ شعارونه یی دروغجن دي، دعوې یې غلطې دي، عملونه یې منافقانه او غولوونکي دي.  څو سلیزی کیږي د نړی انسانان تیرباسي او د نړۍ انسانان یی د ډول ډول ناورینونو او ستونځو سره مخامخ کړي۔ نیکبختي او له دغه ناورینو او ستونځو څخه د وتلو لار پدی کی نه ده چی په دغه نړیوال نظم (New World Order) کې د مقام پیدا کولو لپاره هڅې پیل شي۔ له دغه ستونځو او ناورینونو څخه هغه وخت  ژغورل کیدلی او نجات پیدا کولای شو چی له دغه نړیوال ظالمانه نظم څخه د و تلو یوه سمه لار پیدا کړو او په هغه لار روان شو، تر څو دغه نظم رهبري کونکي انسي شیطانان و نه کولی شي مونږ ته ضرر ورسوي۔»

د ځوانانو د سوالونو او پورته ذکر شوی پاخه انتقاد ته په کتوسره غواړم ولیکم چې افغانستان د نړۍ جز دی او په هر ډول نړیوال نظم کې، که ښه وي او که بد، خپل معین موقف نیسي. د نړیوال نظم څخه د یوه ځانګړي هیواد را ایستل ناممکنه او نادرسته خبره ده. که موږ وغواړو او که نه، زموږ هیواد به د نړۍ په کُلی نظم او نظام کې خپل ځای نیسي. د نړیوال نظم د سمون او بهبود له پاره به د خپل توان په اندازه او په معین چوکاټ کې فعالیت کوو، خو له هغو د راوتلو لاره لټول او د خپل ځان منزوي کول د هېواد د ستونځو د حل لاره نه ده؛ دا چلند به زموږ ستونځې زیاتې کړي، خو کمولای یې نه شي. ددې امکان موږ ته لاسته نه راځي چې په یوازې ځان او تنهایۍ سره د موجود نظام څخه تيښته وکړو او ځان یې له غمه خلاص کړو. زه د ځوانانو د سوالونو د ځوابولو او د هغوی د پوهولو له پاره غواړم په نړیوال نظم لږ رڼا واچوم.  

نړیوال نظم څه شی دی؟

نړیوال نظم (Global Order) د نړیوالو اړیکو او سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزو چارو په ساحه کې هغه چوکاټ ته ویل کېږي چې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ لپاره جوړ شوی وي. نړیوال نظم د قوانینو، اصولو، او نورمونو په واسطه تنظیمېږي، چې موخه یې د سولې، امنیت، اقتصادي پراختیا او بشري حقوقو ساتنه ده. نړیوال نظم معمولاً د نړیوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، نړیوال سوداګریز سازمان (WTO)، او نورو تر چتر لاندې رامنځته کېږي او هېوادونه پکښې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره همکارۍ او دوه اړخیزې او څو اړخیزې اړیکې جوړوي. یا په بل عبارت ویلای شو چې نړیوال نظم د اصولو، قوانینو او نورمونو مجموعه ده چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ لپاره د یوه چوکاټ په توګه عمل کوي. دا نظم د نړیوالو سازمانونو او تړونونو په مرسته رامنځته کېږي، لکه د ملګرو ملتونو سازمان، نړیواله سوداګریزه اداره او نور چې موخه یې د سولې، ثبات، او نړیوالو اړیکو تنظیم دی. د نړیوال نظم تمرکز پر دې دی چې نړۍ په همغږۍ سره څنګه د شخړو او کړکېچونو مخنیوی وکړي، اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي، او نړیوال امنیت وساتي. 

نړیوال نظم اساساً د نړیوالو اړیکو د جوړولو، د قوې د ویش او د متقابلو همکاريو چوکاټ دی چې د نړۍ هېوادونه یې د خپلو اړیکو، تعاملاتو، او نړیوالو کړنو، د ملتونو ترمنځ د راشې درشې د تنظیمولو، د شخړو د مخنیوي او د ټولنېز پرمختګ لپاره کاروي او لکه چې ورته اشاره وشوه، په ټاکلو اصولو، قواعدو، قوانینو، سازمانونو او نارمونو ولاړ دی.

د نړیوال نظم فکټورونه او اجزاوې:

نړیوال نظم په څو مهمو ستنو (پایو) ولاړ دی چې په لاندې توګه ورته لنډه اشاره کوو:

1. د نړیوال نظم قواعد، اصول او نارمونه:

دا اصول او قواعد په نړیوالو معاهدو، تړونونو او نړیوالو قوانینو کې تسجیل شوي او هېوادونه مکلف دي چې هغوی ته درناوی وکړي. د مثال په توګه، د بشري حقونو نړیواله اعلامیه، د جګړې اصول، او د نړیوالې سولې تړونونه د نړیوال نظم برخې دي او لاسلیک کوونکي هېوادونه یې اصولاً باید مراعات کړي. 

2.د نړیوال نظم سازمانی بنسټونه:

نړیوال سازمانونه لکه ملګري ملتونه (UN)، اسلامي کنفرانس (OIC )، نړیوال بانک (World Bank)، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) او ځینې نور د نړیوال نظم اصلي بنسټونه دي. دا سازمانونه د هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته وده ورکوي، شخړې حلوي او د نړیوالو مسایلو په اړه ګډې فیصلې کوي. موږ او تاسو یې ګورو چې عملاً ددې سازمانونو له اغیزې د هیواد را ایستل عملی جنبه نه شي موندلای او که فرضاً عملي هم شي، د هېواد او هېوادوالو په ګټه نه دی.

3. په نړیوال ډګر کې د قوې ویش او توازن:

د نړیوال نظم یو مهم عنصر د زور (قوت) ویش او د ملتونو ترمنځ د معین توازن ساتل دی. هېوادونه د سیاسي، اقتصادي، او پوځي زور پر اساس په نړیواله کچه یو له بله بیل مقام لري. وايي چې د نړیوال نظم په چوکاټ کې د ځواک لرونکي هېوادونه هڅه کوي چې نړیواله سوله او امنیت وساتي. خو ځینې وخت چې د قوې سیالي او نابرابري شدیده شي، ستونزې او شخړې رامنځته کوي. لوی ځواکونه لکه متحده ایالات، چین، او اروپایي ټولنه د نړیوال نظم په ساتلو او جوړولو کې لوی رول لوبوي. زموږ هیواد که وغواړي او که نه، ددې نړیوالو فکټورونو تر اغیزې لاندې دی او ځان د هغوی له تاثیره نه شی را ایستلای.

د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۹ مه نېټه

(پاته برخه لري)