دوران خونین حفیظ‌الله امین و سرکوب رهبران حزب دموکراتیک خلق…

https://www.youtube.com/watch?v=pxhsNfqSXRE افغانستان پس از قیام ثور؛ دوران خونین حفیظ‌الله امین و…

افغانستان و بحران سیاست‌زدگی؛ جامعه‌ای گرفتار منازعه و محرومیت

 نویسنده: مهرالدین مشید سیاست‌زدگی در افغانستان؛ ریشه‌های ساختاری و پیامدهای انسانی سیاست…

نصیب الله سیماب

*** له پښتو ژبې او پښتني فرهنګ تکړه شاعر، ادبپوه، څېړونکی،…

دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

«
»

نوې شورا؛ خو زړې ازمويل شوې څېرې

د سولې عالي شورا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د (۱۳۸۹) کال په تلې مياشت کې د برهان الدین رباني په مشرۍ جوړه شوه چې تقریباً د ټولو سیاسي جهادي او جنګي تنظیمونو استازي پکې راټول شول. کرزي انګيرل چې دوی به د خپل نفوذ نه په استفادې له طالبانو سره په اړیکه کې شي او افغانان به د دايمي سولې څښتنان کړي. خو که د دوی امتيازاتو، امکاناتو او تير شپږ کلن دور کې د دوی کارونه سره پرتله شي نو هغه څه چې پخواني ولسمشر حامدکرزي او افغان ولس له دغې شورا تمه درلودله؛ لس سلنه يي هم نه دي ترسره کړي. دغې شورا پوره شپږ کاله فقط پیسې او وخت ضايع کړ او د مخالفينو سره د روغې جوړې په هکله يي ذره کار هم ونکړ. د اشرف غني او عبدالله تر منځ د ګډ حکومت د رامنځته او په ځانګړي توګه په وروستيو کې د سولې په عالي شورا کې د ژورو بدلونو خبره مطرح کيدله خو په حكومت كې د اختلافاتو له مخې دا شورا اوږده موده له رييس بې برخې وه .اوس دغه شورا له اوږده ځنډ وروسته د نوې مشرتابه څښتنه کېږي.

په تازه کې راپورونه وايي چې پخوانى جهادي رهبر او د محاذ ملي مشر پير سيد احمد ګيلاني د سولې د عالي شورا د نوي رييس په توګه ټاكل شوى دى . سرچينه وايي محمد كريم خليلي ، حبيبه سرابي او عطا الرحمان سليم د سيد احمد ګيلاني د مرستيالانو په توګه ګومارل شوي دي .سرچينه وايي چې فاروق بشر د سولې شورا د دارالانشا د مسول په توګه ټاكل شوى دى. دغه شورا چې د نوي ترکیب پر اساس د اسلامي جمعیت، ملي جنبش، حزب وحدت او د ولسمشر اشرف غني د ټېم تر منځ په مساوي برخو وېشل کېږي، درې مرستیالان او یو د دارالانشا رییس لري.

که څه هم د سولې عالي شورا پر پخواني ترکیب له دې امله نیوکې وې چې په رهبرۍ کې یې د جنګي ډلو مشران شامل وو، خو نوی ترکیب یې هم د ګوندونو تر منځ د ونډې پر اساس رامنځته شوی دی. د دوی له ترکيبه معلوميږي چې دغه بنسټ هم لکه د نورو حکومتي بستونو د ولسمشر او اجرايه ریيس تر منځ د سياسي هوکړې قرباني شوی دی. تر ډیره په کې د دواړو ټيمونو شريک غړي ليدل کیږي. که په حقيقت سترګې پټې نه شي نو اوسني جهادي تنظیمونه پخپله د جنګ یو اړخ دي، دوی په تير کې له طالبانو سره جنګيدلي خلک نو د جنګي تنظيمونو او په خپله د جګړې له اړخ نه به څنګه د سولې تمه وشي؟

بله مهمه خبره دا چې د دغې شورا په ترکيب کې ټول هغه اشخاصو ته ځای ورکړل شوی چې په تير کې يي ولس ته ازموينه ورکړې ده او ولس ته تجربه شوي خلک دي. همداشان ځينې اشخاص يي د تير حکومت تاريخ تيرې څېرې دي، ځينې يي په پخوانيو جنګونو کې په يو نه يو ډول ښکېلې څېرې دي او ځينې يي د ټاکنيزو کمپاينونو د مهال د ولسمشر او د اجرايه رييس د ټيم پاتې شونې څېرې دي چې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال يي ولس ته صداقت معلوم شوی دی.

لومړی خو د دغې شورا د جوړولو او پرې په ميلونونو ډالرو لګولو اړتيا نه ليدل کيدله ځکه د سولې اړوند د وروستيو څلور اړخيزو غونډو څرګنديږي چې ګډ حکومت؛ د حکومت له ادرسه غواړي مخامخ پاکستان او د هغو په وساطت طالبانو سره خبرې وکړي، نه د سولې عالي شورا له لارې. د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين تر منځ د افغان سولې اړوند وروستيو غونډو څرګنده کړه چې، د سولې کار حکومت د بهرنیو چارو د وزاررت او د چارو ادارې پر مخ وړي، د سولې عالي شورا تش په نامه دا اضافي تشکیل د کوم هدف لپاره جوړېږي؟  حکومت بايد د يادې شورا تيرې لاسته راوړنې او مصارف ارزولی وای، بیا که یې اړتیا وه نو نوی تشکيل يي رامنځته شوی وای.

باور مو دی چې دا هسې د دې بیچاره هیواد والو په سترګو کې ایرې اچول دي او د يادې شورا نوی تشکيل به هم د پخواني هغه پر پل؛ پل ږدي. همدغه ښاغلي خو په تير حکومت کې په ډیرو لوړو پوستونو کې و؛ ولس ته يي څه وکړل؟ تر څو چی ځوانه انرژي او نوی فکر په کار وا نه چول شي سوله نشته او د سولې عالي شورا تش په نامه ده. زمونږ په باور دا پخوانیو جهادي تنظیمي مشرانو ته یو سیاسي رشوت دی چې په دغې شورا کې یې مصروف وساتي او خولې يې وربندې کړي. که افغان دولت په رښتيا هم په هيواد کې سولې راوستو ته ژمن وای نو يي بايد بيطرفه، زده کړې، او غير جهادي او ځوانو څېرو ته په دغه شورا کې ځای ورکړی وای. همداشان بله اړینه خبره دا ده چې د جګړې له اړخ سره پرې مشوره شوې وای چې د جګړې د دوام لپاره یې پلمه نه درلودای ؟ اساسي پوښتنه  دا ده چې ولې تل د طالب ضد کسان غوره کيږي ؟

آیا په دا ډول ترکیبونو باندې سوله شونې ده ؟

هغه پوښتنې دي چې وخت به یې ځواب کړي .

لیکنه : خوشحال آصفي