از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

«
»

نفيس ذکريا سرتاج عزيز ته د اوړو پوزه جوړوي

وروسته له هغې چې يو شمېر هيوادوالو څو ورځې وړاندې د پاکستان سفارت مخې ته د پاکستان پر ضد لاريون ترسره او په افغانستان کې یې د دغه سفارت د بنديدو غوښتنه وکړه؛ پاکستان يې په اړه غبرګون ښودلی دی. په کابل کې د پاکستان سفارت په یو بیان کې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند محمدنفیس ذکریا له قوله ويلي، چې د افغانستان په ناامنیو او بې‌ثباتۍ کې په دغه هیواد کې دننه میشتې تروریستي ډلې لاس لري. نفيس ذکريا په غير مستقيم ډول د هندوستان استخباراتي اداره (RAW) په افغانستان کې د ترهګرو په ملاتړ تورنه کړې ده او په يو ډول يې د خپل هيواد د سپيناوی هڅه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي “افغانستان له ډیرو تروریستي ډلو سره لاس او ګریوان دی او په دغه هیواد کې بې ثباتۍ، د حقاني ډلې د مشرانو، افغان او پاکستاني طالبانو، داعش، القاعدې، جماعت الاحراراو نورو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده، له همدې امله دا سمه نه ده چې په افغانستان کې د خراب امنیتي حالاتو تور پر نورو واچول شي.”
پاکستان په داسې حال کې په خپل هيواد کې د ترهګرو له روزلو او ورته د پناه ځايونو له ورکولو منکريږي چې تیر کال د دغه هیواد ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د پاکستان په خاوره کې د یو شمیر طالب مشرانو او د هغوی د کورنیو موجودیت تائید کړی وو.

بل لور ته افغان حکومت د پاکستان د يادو څرګندونو په تړاو خپل غبرګون ښودلی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د پاکستان هغه ادعاوې چې ویلي یې دي تروریستي ډلې او مشران یې په افغانستان کې دي، بې اساسه بللې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمدشکیب مستغني ويلي «د افغانستان د دولت بهرنی سیاست داسې نه دی، چې له یو هیواد سره یې د اړیکو څرنګوالی پر بل هیواد اغیزې ولري او یا له یو هیواد سره د افغانستان اړیکې، له بل هیواد سره د افغانستان د اړیکو او همکاریو په ګرو کې وي.» نوموړي زياته کړې پاکستان تل ادعاوې کړي خو هيڅکله یې هم د خپلو ادعاو د ثابتولو لپاره اسناد وړاندې کړي نه دي.

سرتاج عزيز ته د اوړو پوزه

په هغه مهال کله چې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ د افغان سولې څلور اړخيزې ناستې روانې وي نو پاکستان په کې د سياسي شوړې فرصت ليدلو. په هغه مهال سرتاج د دې لپاره چې له افغان سولې پروسې سره د مرستې په نوم به هم له افغانستان او هم د سيمې له هيوادونو امتياز ترلاسه کړي؛ په زغرده اعتراف وکړ چې دوی په ترهګرو نفوذ لري او په پاکستان کې اوسيږي. خو اوس چې ياده د څلور اړخيزو ناستو لړۍ ناکامه او د پاکستان له خولې سياسي مړۍ ووتله نو اوس يې د بهرنيو چارو وزارت د سرتاج عزيز د هغه مهال په خبرو د پردې اچولو او نوموړي ته د اوړو د پوزې جوړولو هڅه کوي.

دا سمه ده چې افغانستان له ډیرو تروریستي ډلو سره لاس او ګریوان دی او په دغه هیواد کې بې ثباتۍ، د حقاني ډلې د مشرانو، افغان او پاکستاني طالبانو، داعش، القاعدې، جماعت الاحراراو نورو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده، خو آيا کله پاکستان دا فکر هم کړی چې؛ دغو ترهګرو ډلو ته چې په افغانستان کې دننه بریدونه کوي؛ روزنځايونه او پناه ځايونه يې چيرته دي؟
آيا دوی له آسمانه رالويدلي دي او که د آی ايس آی د ترهګرو چرګو څخه راوتلي چرګوړي دي؟

اصلاً پاکستان اوس په افغانستان کې د روسيې، چين او ايران په مرسته د يوې نوې نيابتي جګړې لپاره بستر جوړولو په هڅه کې دی. په دغو ډول څرګندولو سره غواړي د نړيوالو پام بل لور ته واړوي او په خپله له دغه فرصته ګټه پورته او د افغانستان د بربادۍ لپاره بله لوبه جاري وساتي. د پاکستان په باور د هغوی د ګټو لپاره په افغانستان کې جنګ، جګړې او د ترهګرو شتون لازمي دی، ځکه له يوې خوا د افغانستان له جګړې په مستقيم ډول ګټه پورته کړي او له بلې خوا به د افغان سولې سره د مرستې او د مذاکراتو ميز ته د طالبانو د  حاضرولو په نوم له نړيوالو پيسې وشکوي. او له بل لوري به پاکستان ځان په سيمه کې له سياسي يواځيتوبه خلاص کړی وي. په دې معنا چې په افغانستان کې د جنګ د فکتور او عامل (وسله والو طالبانو او داعش) څخه په استفادې به له روس، چين او ايران سره خپلې اړيکې پراخې کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي