طالبان از قطع انترنت چه می خواستند و چه می…

     نوشته ی : اسماعیل فروغی      طالبان درچهارسال گذشته درپهلوی سایراقدامات نابخردانه…

شورش دهقانی محصول رفرم مسیحیت بود

Thomas Müntzer (1490-1525) آرام بختیاری توماس مونستر اعدام شد، مارتین لوتر رهبر…

صف بندی های  تازه در قلب آسیا و بازخوانی جایگاۀ…

نویسنده: مهرالدین مشید بازتعریف جایگاه افغانستان؛ از رقابت نوین امریکا و…

نقش اساسنامه در زندگی و فعالیت حزبی

نور محمد غفوری  در مقالهٔ پیشین تحت عنوان «اساسنامهٔ حزب چیست…

هموطن، آزرده نه شو!

رژیم فعلی در وجود حاکمیت طالبان با همه قید و…

قطع انترنت هدایت به طالب است، نه صلاحیت طالب

هیچ خطری در جهان خطرناک‌‌تر از خطر خودِ‌ آمریکا برای…

در بارۀ جشن مهرگان

سلیمان "راوش" بر طبق آیه های شاهنامه فردوسی شخصیت مهرگان زادۀ…

بگرام؛ خط سرخ طالبان یا ابزاری برای بازی های سیاسی،…

نویسنده: مهرالدین مشید پایگاۀ بگرام و بازگشت آن در مرکز معادله…

نامه‌ی سرگشاده‌یی عنوانی سرمنشی ملل متحد

اولویت فلسطین، به رسمیت شناسی روی کاغذ نی‌ست محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب…

اساسنامهٔ حزب چیست و چه چیز  را در خود می‌گنجاند؟

   هر حزب سیاسی برای سازماندهی، فعالیت، شفافیت و تبیین اهداف…

سید بهاؤالدین مجروح

دی هغه نوموتی او پیاوړی فیلسوف، تکړه شاعر او ادیب،…

نامه‌ی سرگشاده‌یی از محمدعثمان نجیب

نماینده‌ی مکتب دینی فلسفی-من بیش از این نه می‌دانم عنوانی آقای…

غنی فراتر از سکوت؛ مهره ی پنهان طالبان در بازی‌…

نویسنده: مهرالدین مشید بانگ نابهنگام و بیجای غنی و فساد های…

کارل مارکس و کمون پاریس

ترجمه. رحیم کاکایی  آ. کوساچیف ۱۴ مارس، ۱۴2 سال (۱۸۸۳) از درگذشت…

درباره دموکراسی

تتبع ‌نگارش از میر عبدالواحد سادات  تعریف دیموکراسی یکی از بحث برانگیزیرین…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۵) مارکس و جنبش کارگری فرانسه

نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس و جنبش کارگری فرانسه سوسیالیسم فرانسوی‌…

ابوعلي سینا بلخي

هغه د اسلام د زرین پېر یو ستر  طبیب، ریاضي…

امریکا میخواهد پایگاه نظامی بگرام را پس بگیرد!

ترامپ در باکینگهام‌شایر به خبرنگاران گفت: «ما در تلاشیم تا…

ارنست ماندل؛- تروتسکیست، سندیکالیست،اکونومیست

Ernest Mandel (1923-1995 )  آرام بختیاری ارنست ماندل؛ هیچگاه به فلاکت سیاسی…

معروف آقایی

زنده‌یاد "معروف آقایی"، روز دوم بهمن ماه ۱۳۴۴ خورشیدی، در روستای وه‌زنی…

«
»

نسل وژنه، بشري جنايتونه او فرهنګي جنايتونه

عبدالصمد ازهر                                                                                ۱۷ / ۱۲ / ۲۰۲۳

د اسراییلو له خوا په فلسطين او په ځانګړې توګه د غزې په تړانګې کې د بشري جنايتونو او ټول وژنو په ضد د ټولې نړۍ ولسونه خوابدي دي او پر واټونو د اعتراضونو لمن ورځ تر بلې پراخېږي. طالب چارواکو هم دغه جنايتونه په کلکه غندلي دي. خو راځئ چې خپل ګرېوان ته هم سر دننه کړو.

دغه ډول جنايتونه يواځې د بمونو، وسلو او له خوړو، څښلو او درملو نه په محرومولو محدود نه دي. تر همدې نامه لاندې جنایتونه نور ډولونه هم لري. جنسيتي اپارټايد، له پوهنې سره دښمني او له لوړو زده کړو نه د نجونو اجباري محرومول، هم په همدې کتار کې راځي.

تاسې وګورئ، د قدرت پر ګدۍ د طالبانو له ناستې تر اوسه [ ۱۷/۱۲/ ۲۰۲۳] ۸۵۴ ورځې کېږي چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو او خپلې خوښې لوړو زده کړو وَرونه تړل شوي دي. طالبانو تل ويلي دي چې دا لنډ مهاله ستونزه ده او ژر به حل شي. دوی خو نه يواځې شرعي دليل ورته نه لري بلکې د اسلامي صريحو حکمونو نه ښکاره سرغړونه هم ده. دوی چې نه توانېدل شرعې استدلال وکړي، رنګ رنګ پلمې او خنډونه به يې وړاندې کول: کله امنيت، کله کالي، کله د لارې محرم، کله درسي مفردات  curriculum ، کله ترانسپورت او کله عامه ذهنيت. دغه ټولې پلمې هم د روڼ اندو، هم د ديني عالمانو، هم د دوی خپلو ځينو وزيرانو او جګپوړو واکمنو او هم د ولس پراخو پرګنو له خوا ردې او شنډې شوې. په پای کې ښکاره شوه چې ستونزه د حاکميت په مشرتابه او چاپېريال کې ده. 

له بده مرغه د ځينو کسانو ماغزه دومره تياره او ان مخکې له اسلامه جهالت په دورې پورې نښتي پاتې دي چې باور کول يې سخت دي. دا په داسې حال کې چې د يوه دولت له ډېرو سترو او تر هر څه ډېره مهمه او غوره دنده دا ده چې فرهنګي او پوهنيز پرمختيا او غوړاوۍ ته ژوره پاملرنه وکړي.

آيا دوي پوهېږي چې په نننۍ نړۍ کې د وخت ارزښت په ثانيو اټکل کېږي؟  آيا پوهېږي چې د صنايعو منجران تمامه ورځ بوخت دي چې څرنګه يوه شېبه هم بابېزه تېره نه شي او ګټه ترې واخلي. که دا بيا د انسان د ژوند د ارزښت په بنسټ تول او ترازو کړو، اهميت يې څو څو واره زياتېږي او د انسان د هرې ښېبې وژل د هغه همغومره ژوند ترې اخيستل دي.

هغه کسان چې د قدرت پر نيلي سپاره او د خپلې ګېډې زېږنده معيارونو په مقابل کې نه د قرآن څرګند حکمونه مني، نه د ولس د سوچه غوښتنو پروا لري او نه د اسلامي نړۍ او نړيوالو ځواکمنو جوړښتونو د قواعدو، قوانينو او بشري ارزښتونو رعايت کوي، یا يې په دې حقيقت سرونه نه خلاصېږي چې له زده کړې نه زمونږ د تنکيو لوڼو او خويندو د هرې شېبې محرومول څومره لويه ګناه او ستر جنايت دی او يا سوچ لېونيان دي.

که 854 ورځې په ګړيو، دقيقو او شېبو واړوو، نو 51,240  ګړۍ، 3,074,400 دقيقې او 184,464,000 شېبې کېږي. اوس که دغه شمېره د نجونو په مليونونو شمېرې ضرب کړو حساب يې مستوفيان هم نه شي کولای. د دې هرې شېبې ګناه او مسووليت د ټولو هغو کسانو په غاړه دی چې د دوی د  زده کړې مخه يې نيولې او په حقيقت کې يې د دوی ژوند ترې په جبر اخيستی، يعنې بې شمېره قتلونه يې کړي دي. زده کړه او پوهه ژوند دی، بې زده کړې سړي(انسان) ژوندی نه دی او هسې يو خوځنده شی دی. او هر څوک چې د دې سړيتوب مخه نيسي پخپله هم له سړيتوبه وتلی يو شی دی.

پوهېږم د دوی يوه ستونزه به دا وي  چې په لسيزو يې خپلو جنګياليو ته د عصري پوهې، د نجونو او ښځينه و د کار او زده کړې په ضد تبليغات کړي ول او ټول يې کفري بللي ول، نو ځکه وايي وخت ته اړتيا لري، او بله يې په دوی کې د ځينو فکري تحجر دی چې د وخت په تېرېدو هم بدلون نه شي موندلی. ډېره هيله مندي په دې کې ده چې د غټو ګېډو، لوړ کولسترول او شکرې له برکته يې له غمه خلاص شو.

د افغانستان خلک، اوس هغه د څلوېښتو پنځوسو کلونو مخکې خلک نه دي. د همدې مودې جګړو، مهاجرتونو، له نړۍ او نوي ژوند سره پېژندګلوي او د ننه په هېواد کې هم د بدلونونو تر اثر لاندې يې بدلون موندلی دی. د دوی قاطع اکثريت اوس د پوهنې او د نجونو او ښځو د زده کړې او کار پلويان دي.

له هغو کسانو سره چې نه شريعت ته غاړه ږدي، نه قانون ته، نه د ولس غوښتنو او نه نړيوالو ارزښتونو ته، څه بايد وشي؟

لکه مخکې چې مې وليکل د مليونونو نجونو د هرې شېبې ضايع کول مليونونه وژنې(قتلونه) دي، او د هغې شمېرې له مخې چې ما د مخه وکړه، عاملان يې د همغې استرونوميکې شمېرې په اندازه (همغومره وارې) قاتلان دي چې هم د فردي حق په اساس، هم د ټولنيز حق او هم د الهي احکامو په اساس د شرعي او قانوني تعقيب او اشد مجازات وړ دي.

د افغانستان با فرهنګه ولس، او په ځانګړې توګه د هيواد نجونې، حق او دنده لري چې خپل قاتلان(د خپل فرهنګ او سړيتوب وژونکي) تر ګرېوانه ونيسي او عادلانه محکمې ته يې کش کړي. دغه مجرمان چې د اسلام په نامه يې په کلونو کلونو وينې وبهولې، اوس نه د اسلام او قرآن حکمونه مني او نه د ځوان نسل ژوند ته اهميت ورکوي. د دوی نسل وژنه او بشري جنايت د اسراييلو تر هغې هم ډېر دروند دی.

ما انګېرله چې د ډېرو ښو او د تاييد وړ کارونو سره به ژر دغه ستره فرهنګي تشه ډکه او لا به د مشروعيت ګټلو په لار کې ستر ګام واخلي. مګر له بده مرغه د ښځينه و په ضد پر له پسې ارتجاعي فرمانونو ورځ تر بلې دا شکونه وپارول نه چې په رښتيا د دښمنانو پروژې د دوی په لاسونو پلي کېږي! زه خو شکمن شوی يم چې سوکه سوکه به بيا په تاريخ پسې راواخلي او تاريخي آثار او د زاړه فرهنګ نښې به د دوی د لومړۍ واکمنۍ په دود په نښه شي.

زده کړه، تاريخ، د ښځو روا حقونه او نور فرهنګي ارزښتونه په يوې ټولنې کې دومره لوړ مقام لري چې په رعايت نه کولو سره يې ټول مثبت کارونه هم خپل ارزښت بايلي. ځکه له ټولنې نه احمق او ناپوه جوړول او تاريخي وياړونه يې ورکول،، له ملت سره ښکاره دښمني ده. 

زه نپوهېږم سره له دغومره دښمنيو سره سره چې طالبانو ته له څلورو خواوو متوجه دي، ولې له خپلو خلکو سره هم دښمني کوي. که دوی د سړيتوب(انسانيت)، اسلام او وطن پالنې ادعا لري نو په خپلو کړو بايد له سره کتنه وکړي او له پورته ياد شويو ارزښتونو سره ځانونه عيار کړي.

هوالله المستعان

۲۶ / ۰۹ / ۱۳۴۲

۱۷ / ۱۲ / ۲۰۲۳