خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

مونږ د ډوډۍ؛ دوی د څوکۍ ليوني

افغانستان اوس مهال له ډیره سختو امنيتي، اقتصادي او سياسي حالاتو سره لاس او ګريوان دی. د افغانانو او افغانستان دښمن په کمين کې ناست دی او د فرصت انتظار باسي، اقتصاد ورځ تر بلې رکود کوي، په اداراتو کې فساد اوج ته رسيدلی، کارونه نشته، هره ورځ په لسګونو هيوادوال د بيلابيلو لاملونو له مخې له هيواده تيښته کوي، امنيتي حالات ورځ تر بلې ترينګلې کيږي، هره ورځ د ولسواليو د سقوط خبرونه ورکول کيږي. همدا اوس هم راپورونه وايي طالبانو د بغلان ولايت د دهنه غوري ولسوالي یو ځل بیا نیولې ده. ځايي اوسيدونکي وايي چې ۵ مرمۍ ضد ټانکونه او ۱۲ رینجرونه هم طالبانو نیولي دي. دغه راز د طالبانو لاس ته د مرکزي بغلان د لوېدو خبرې کېږي خو کره سرچینو تراوسه پوري دا خبره تایید کړې نه ده. همدا شان تيره ورځ وسله والو طالبانو د نورستان ولايت وانټ وايګل ولسوالۍ د نيولو لپاره پر افغان امنيتي ځواکونو بريدونه وکړل، بل لور ته د هلمند ولايت د خانشين، ګرمسير او موسی کلا ولسواليو د سقوط خبرونه هم ورکول کيږي. همداراز په تير کې د کندز قلعه ذال، د سرپل ولايت د کوهستاناو، د فارياب ولايت د غورماچ او ګرزيوان، د ارزګان ولايت د چارچينو او د نورو ډیری سيمي د سقوط خبرونه ورکړل شويدي.

په ټوله کې ويلای شو که طبيعي پيښې دي، که قصدي وژنه ده او که د دولت او وسله والو مخالفانو تر منځ نښتې دي؛ په دې ټولو کې  يوازې افغانان وژل کيږي او کورنۍ يې د غم په ټغر کينول کيږي. له هرې خوا بلا او آفت په افغان ولس تيريږي. خو له بده مرغه چې چارواکي مو پر ولس خپور وحشت  او آفات نه ويني او تل په خپلو  ګټو سره لاس او ګريوان وي. دوی په هلمند، کندز، نورستان، بغلان، سرپل او ننګرهار ولايت کې پر ولس روان وحشت نه ويني خو د دې په خاطر چې په درې مياشتو کې يې شريک ورسره نه دي ليدلي؛ مرګوني اخطارونه ورکول کيږي. ولس ډوډۍ غواړي دوی څوکۍ، ولس د سرپناه لپاره کور غواړي دوی ونډه او زور، ولس کار غواړي دوی په دولت کې زيات اختيار، ولس اصلاحات غواړي او دوی انتخابات، ولس امنيت غواړي او دوی په هر څه کې غنيمت.

د حکومت شريکانو دا هير کړي چې ولس قربانۍ ورکړي او د سر په بدله يې دوی ته رايې ورکړي دي. دوی اوس د ولس له رايو د ګډ جوړه شوې حکومت د دواړو شريکانو تر منځ سياسي توافقنامه له اساسي قانون او د ولس له رايو معتبره بولي. دوی د حکومت مشروعيت د جانکيري د پريکړې او د حکومت د مشرانو تر منځ سياسي هوکړه ليک پورې تړی. همدا څو ورځې وړاندې چې اجرايه رييس عبدالله د تيرې پنج شنبې په ورځ په سپيدار ماڼۍ کې ځوانانو په وينا کې پر ولسمشر توندې نيوکې وکړې او د حکومت مشروعيت يې سياسي هوکړه ليک او خپل لاسليک پورې منحصر کړ. عبدالله عبدالله وويل: لومړی کس چې دغه حکومت ته يې مشروعيت ور وباښه زه وم، هوکړه ليک مې لاسليک کړ چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر دی او همدا وخت د حکومت مشروعيت پيل شو.

ښاغلي عبدالله دا هير کړي دي چې ټاکنې وشوې، ولس رايه ورکړه، د خلکو ګوتې پرې شوې خو د رايو صندوقونو تر شا ودريدل او خپل رايه يې استعمال کړه. ښاغلي اجرايوي رييس ته دا په ياد نه دي چې همدا ولس و چې د دې لپاره يې د کابل ښار واټونه په مظاهرو کې بند کړي و او دې يې پر مټ د کرزي حکومت او ټاکنيزو کميسيونونو ته اخطارونه ورکول. نن يې ولې د ولس تيرې قربانۍ هيرې کړې دي؟

بله خبره چې د حيرانتيا وړ ده هغه په وروستيو کې يو ځل بيا له خلکو سره د ښاغلي عبدالله عبدالله ليده کاته دي. د ملي يووالي حکومت له جوړيدو کابو دوه کاله تيريږي. په دغه موده کې کله هم اجرايوې رییس د ولس د ستونزو کتلو او د هغوی د حوال پوښتنې لپاره هيچرته نه دی تللی خو اوس چې يو ځل بيا يې په اوړو کې شګه پيدا شوې ده نو يو ځل بيا د ټاکنيز مهال فورمول څخه کار اخلي او ولس سپر نيسي. خو د خوښۍ خبره دا ده چې د ملي يووالي حکومت په دوه کلنه دوره کې شيدې له اوبو بيلې شوې او ولس ته ټول معلوم شول. ولس نور هيڅلکه د دوی په وعدو نه غوليږي او هيڅلکه به يې ملا ونه تړي.

لیکنه : خوشحال آصفي