آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

له خپل دښمن (پاکستان) سره د اړيکو پريکون اعلان کړئ

وروسته له هغې چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست وویل چې د کابل د تيرې چهارشنبې بريد حقاني شبکې، چې په پاکستان کې مېشته ده، د آی ایس آی په مرسته کړی او افغان حکومت تور په پاکستان پورې کړ؛ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په ياد بريد کې د خپل هیواد د لاس لرلو په اړه د افغانستان ادعا رد کړه. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويندوی نفيس ذکريا ويلي د افغانستان تورونه بې اساسه دي او دا تورونه د افغانستان د سولې پروسې او د هغې پرمختګ ته زیان اړوي. ذکريا دا ونه ويل چې د افغان سولې کومه پروسه او کوم پرمختګ، خو زياته يې کړه چې پاکستان په خپله د تروریزم قرباني دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د خونړي بريده تور په پاکستان پورې کيږي او پاکستان يې ردوي، بلکې له دې وړاندې هم په افغانستان کې د لويو خونړيو بريدونو تر شاه د پاکستان لاس لرل ثابت شوي دي خو پاکستان په ډيرې سپين سترګۍ په کې خپل لاس لرل رد کړي او اضافه يې خپل ځان د ترهګري قرباني بللی دی. تل د افغانستان او پاکستان اړيکې په داسې خونړيو بريدونو ترينګلې شوي دي خو پاکستان په يو نه يو ډول بيا ځلي له کابل سره خپلې اړيکې رغولي دي. اوس په وروستيو کې چې د کابل ـ اسلام آباد اړيکې بيا خړې پړې شوي دي او بيا په کې د تيرې چهارشنبې ورځې په شان خونړی بريد هم وشو نو پاکستان د افغانستان د بهرني سياست اړخ ته شو.

اوس افغان حکومت ته يو ښه فرصت په لاس ورغلی دی څو د تيرې چهارشنبې بريد کې د پاکستان لاس لرل نړيوالو ته ثابت کړي او ورسره په بشپړه توګه اړيکې وشلوي. دا سمه ده چې پاکستان د نړۍ په نقشه کې د افغانستان ګاونډی هيواد دی او په جغرافي کې مو خلاصون ترې نشته؛ خو حکومت بايد په سياسي جغرافيه کې ورسره د اړيکو پريکون اعلان کړي. د کابل د چهارشنبې برید که د نړۍ هر زبر ځواک یا د هوا له لارې و یا هم د ځمکې له لارې ترسره کړی وي؛ اصلي اجرا کوونکی یې پاکستان دی. که افغان حکومت غواړي چې حکومت او په ټوله کې نظام مو بقا ولري ، نورې وینې تويې نشي او د ولس درد د اوس لپاره دوا کړي؛ نو بیا له خبرو او اجماع وړاندې دې له پاکستان سره د اړيکو پريکون اعلان کړي او زر تر زره دې دا لاندې کوټلي ګامونه پورته کړي

لومړی : په کابل کې بايد د پاکستان او په پاکستان کې بايد د افغانستان سفارتونه وتړل شي

دویم : له پاکستان سره دې ټولی سیاسي، سوداګريزې او ټولنیزې اړیکي تر نامعلومې نيټې ودرول شي

درېیم : د انس حقاني په ګډون ټول هغه ترهګر چې کورني دي او که بهرني دي؛ ژر تر ژره اعدام شي

څلورم : د افغانستان ملي امنيت بايد د ترهګرو هغه تبليغيان چې د سياسي کارپوه، مدني فعال او د پوهنتون استاد تر نوم لاندې فعاليت کوي، ژر تر ژره ونيسي او د ملي خيانت په جرم زندان ته واچوي

پنځم : حکومت بايد هغه رسنۍ ژر تر ژره وتړي چې د نظام پر ضد او د وسله والو په ګټه تبليغ کوي

شپږم : حکومت بايد په امنيتي ليکو کې پراخ سالم اصلاحات راوړي، او په لوړه کچه پخواني ازمويل شوې ناکامې څيرې بايد وشړي

اووم : حکومت بايد پر امریکا، ملګرو ملتونو، ناټو او په ټوله کې په نړیواله ټولنه  فشار واچوي چي پاکستان د یو ترهګر هېواد په توګه وپیژني او نورې مرستې ورسره بندې کړي.

اتم : د حکومت او په ټوله کې د نظام هغه ضد څيرې چې له حکومته شړل شوې او يا اوس هم د دولت يوه برخه دي او د تش په نوم اپوزيسون پر مټ د پرديو جاسوسي کوي او د نظام د بقا لپاره لوی خطر دي، بايد د ملي خيانت په جرم د زندان تورو تمبو شاته واچول شي.

نهم : هر هغه څوک چې په هره کچه چې وي، چې د ایران او پاکستان د ګټو لپاره کار کوي، باید ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي. مهمه نه ده هغه که د پارلمان وکیل وي، هغه که د کابینې وزیر وي او هغه که هم والي وي، بايد ونيول شي او د ملي خیانت په تور په خپله سزا ورسول شي.

لسم : حکومت باید جدي شي او د خپلی قهریه قوې څخه کار واخلي او هر ډلې ټپلې او هر کس او ناکس ته د ګډوډۍ او چور اجازه ورنکړي. حکومت بايد خپل وقار او ملي اقتدار وساتي.

لیکنه : خوشحال آصفي