جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

«
»

طالبان او ځانمرګي بريدونه

ص. ازهر

د سردار محمد داوود پر روغتون پرونی وحشيانه او سړيتوب ضد ځانمرګي بريد ۱۹ شهيدان او ۳۴ تر ۵۰ پورې ټپيآن پر ځای پرېښودل او بيا يې په سلګونه کورنۍ د وير پر ټغر کښېنولې. په داسې حال کې چې د ټولو دغسې جنايتکارو کړنو په مقابل کې، که پرون طالبانو کول يا نن داعشيان، خپله ژوره کرکه ښکاروم، شهيدانو ته له الله تعالی نه د جنتونو، ټپيانو ته د چټکې روغتيا او ويرجنو کورنيو ته د اجر او زغم خواست کوم. 

طالبانو ته مخ اړوم او ترې پوښتم چې:  

تاسې چې پخپله د دغه رنګ بريدونو شامپيونان وئ، اوس د ځانمرګی بريدونو د عواقبو په زور پوه شوي ياست؟ اوس چې په داسې بريدونو کې په پر له پسې توګه د ولسي خلکو تر څنګ ګڼ طالبان هم وژل کېږي، د دې ناروا کړنې تريخ خوند ستاسو کام ته هم در ورسېد يا د عاطفې احساس مو بيخي بايللی دی؟ دا چې د فرانس پرس او دويچه وېلې د خبر له مخې د سردار محمد داوود پر روغتون بريد کې ستاسو مهم سړی د کابل قول اردو قوماندان مولوی حمدالله مخلص هم ووژل شو، نو د استشهادي بريدونو په خوند به مو سر خلاص شوی وي. مولوي حمدالله چې ويل کېږي د اشرف غني د وژلو دنده يې درلوده او لومړی سړی و چې د غني پر څوکۍ يې د الجزيرې ټلويزيون کمرې ته پوز ونيو، او خدازده څومره استشهاديان به يې روزلي او د باروتو مړۍ کړي وي، د بې شمېره ځورېدلو کورنيو آزار يې د غاړې د لعنت طوق وګرځېد او الله پاک په سزا ورساوه. 

دغه راز بريدونه چې تاسې او حکمتيار يې استشهادي بولئ، په اسلامي نړۍ کې وروسته له پخوانيو فلسطيني جنګياليو، په لومړي ځل د داعش له خوا په عراق کې پيل شول او تاسو هم بيا له دوی نه په زده کړه، دې انسانی ضد عمل ته مخه وکړه. کله چې تاسې د پخواني حکومت پر مهال په ځانمرګی بريد کې د بې ګناه ولسي خلکو وژنه قهرماني ګڼله او لږ موده مخکې د تلې په اوومه ستاسو د کورنيو چارو وزير مخ پټي سراج الدين حقاني له خوا د دې غولېدليو قربانيانو کورنيو ته د ځانمرګو د لمانځنې په ترڅ کې نقدي او جنسي مرستې او د کورونو د ورکړې وعدې وشوې، اوس نو د داعش استشهادي بريدونو ته څه غبرګون لرئ؟ اوس خو هغوی دي چې خپل دا عمل استشهادي بولي. د حمدالله وژنه به وروستۍ هم نه وي او ډېر نور به هم په همدې ډول او يا د تاسو په پېښې (تقليد) د هدفي وژنو او چسپکي بمونو ښکار وګرځي.

د تېرو حساب غوښتنه به يوه ورځ درنه ولس کوي، خو دم ګړۍ زما توصيه درته دا ده چې د غرور او ځان مننې له خره راکوز شئ، مدني نړۍ ته سترګې وغړوئ، نجونو او ښځو ته د زده کړې او کار اجازه ورکړئ، په حکومت او قضا کې غير له ملايانو او طالبانو نه نورو پوهانو او ماهرانو ته په سترې او فعالې ونډې قايل شئ، له هنر او فرهنګ سره پخلا شئ، قانوني ژوند راولئ، له قانوني لارې ملي مشروعيت تر لاسه کړئ او نړيوال منل شوي قوانين او نورمونه ومنئ، څو افغان ولس در نه راضي، د پرديو پلمې شنډې او نړيوال مشروعیت ته هم لار ومومئ. که داسې نه وي نو نن يو د پنجشېر د مقاومت نوم دی، سبا ته به ټول وطن درته راپورته شي.

نن مې يو خبر د ترمز او حيرتان تر منځ د انتقالاتو په هکله واوريد چې کوم موټر چلوونکي سر ټکاوه چې طالبان تخنيکي ستونزې لري او له کمپيوټر سره بلد نه دي، نو ځکه کارونه ټالېږي او د دوي مصارف زياتېږي. بل خبر مې د ماليې وزارت له کوم مسوول نه واورېد چې ويل يې مونږ د معاشونو له پاره پيسې لرو خو تخنيکي ستونزو زمونږ کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي. د دې خبرې هم مانا دغه ده چې ملايان په سيستم کې پوهه نه لري او په کمپيوټر او ديجيتال يې سر نه خلاصېږي. د دې معضلې حل ساده دی او هغه د تخصص والا او ماهرو کارمندانو استخدام دی مخکې له دې چې ټول د وزګارۍ له کبله له هيواده ووځي. زمونږ په هيواد کې په ډېرو غټو مصرفونو په زرګونه تخصصي ظرفيتونه وروزل شول، خو له بده مرغه په زرګونو يې را نه بوتلل او پاتې هم په وتو دي. ډېر زيات کلونه او ستر مصرفونه په کار دي چې بيا دغسې ظرفيتونه وروزل شي. زه اريان شوم کله مې چې د پاکستان باندنيو چارو وزير له خولې، له افغانستانه د ستنېدو په مهال، واورېدل شول چې د افغانستان له حکومت سره بايد د سلګونو کارپوهانو په استولو کومک وشي او پوه نه شوم چې ولې بايد طالبان د خپلو افغان کار پوهانو په ځای پر پرديو اعتماد وکړي او پرېږدي د همکارۍ تر پلمې لاندې د دولت په منځ کې خپل نفوذ او کلکې ريښې وځغلوي.

ښه نو طالبانو، آیا په دې هم پوهېږئ چې ولې او د چا په لمسون داعش د تاسې له راتګ وروسته ډېر زيات فعال شوی دی؟ که نه پوهېږئ زه به مو پوه کړم. لمسون د امريکا دی او اجرايي وسيله يې پاکستان. تاسې به پوهېدئ که نه، چې د تاسې په ځواکمن کولو کې هم د امريکې او پاکستان لاسونه سره يو ول. امريکې خو هسې چټي واکمنۍ ته ستاسو د تحميلولو له پاره پر اشرف غني، لکه اوس چې بلينکن او خليلزاد پرې اعتراف کوي، زور نه آچاوه. امريکې په سيمې کې د خپلو موخو د پرمخ بيولو له پاره له تاسو نه تمې درلودې او پر تاسو يې حساب کاوه. ستاسو به په ياد وي چې دونالد ټرمپ د امريکې پخواني ولسمشر يو وار ويلي و چې طالبان د پيسو مزدور جنګيالي دي او هر څوک کولی شي دوی اجير کړي. پاکستان هم په دې هکله ورته ټټر وهلی و. اوس چې د دوی له غوښتنو نه سر غړوئ  نو دواړه پر تاسو زور اچوي او داعش يې هم درته بوڅ کړی دی. پام وکړئ چې ترکيه هم د داعش په انتقال کې ښه تجربه لري او ډېر اصرار يې د هوايي ډګر تر لاسه کولو له پاره شکمن ښکاري. له بل پلوه د پنجشېر مقاومت والا هم ادعا کوي چې ګواکې د دوي د «ملي مقامومت جبهه» د امريکې په عدليه وزارت کې ثبت شوې او د قانونی فعاليت جواز يې تر لاسه کړی دی. د دې جبهې يوه غړي له فرانسې نه په خپل ثبت شوي ويډيو کې وايي چې د دوی او داعش موخې ورته دي او بايد په ګډه فعاليت وګړي. دا ټولې هغه کړۍ دي چې که ځانونه له ملی او نړيوالو غوښتنو سره عيار نه کړئ ستاسو غاړو ته درلوېږي.

زه دا ترخې او خوږې په دې درته ليکم چې زمونږ ولس نور د جګړې او دا چې افغانستان د امريکې او د سيمې د سترو ځواکونو د زورازمويلو ډګر شي، توان او حوصله نه لري او زمونږ خپل ولس هم د تاسو له اوسني چلند سره د تاسو ملاتړ نه شي کولی او د زغم پيمانه به يې تشه شي.

و ما علينا الّا البلاغ.

۰۸ / ۰۸ / ۱۴۰۰

۰۳ / ۱۱ / ۲۰۲۱