در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

«
»

شل کلنه بې ګټې جګړه

ژباړه او لنډیز: نور محمد غفوری

اوس چې د امریکا متحدو ایالتونو او د هغو د ناتو متحدینو خپل سربازان له افغانستان څخه ایستلي، ټول پټه خوله دي. دې ته څه نوم ورکړو؟ غم، وحشت او که قهر؟ دا غم، وحشت او قهر نه دی، دا د شرم خبره ده چې د منلو وړ نه ده.

د ۲۰۲۱ م کال د جولای د میاشتې په ۱۴مه نېټه سهار وختی د آلمان د (زمانې Die Zeit) معتبرې اوونیزې د (متیأس ناس Matthias Naß) په قلم یوه په زړه پورې مقاله خپره کړې ده. متیأس ناس یو تکړه جرمني ژورنالست دی چې په ۱۹۵۲م کال کې زيږيدلی او له ۲۰۱۱ کال را په دې خوا د (زمانې) اوونیزې ته د نړیوالو موضوعاتو په اړه لیکنې کوي.

نوموړي نن د افغانستان د جګړې په اړه یوه خورا په زړه پورې لیکنه کړې چې زه یې په لاندې توګه د هغې ژباړه او  لنډیز د درنو لوستونکو له پاره خپروم:

متیأس ناس لیکي چې اوس چې د امریکا متحدو ایالتونو او د هغو د ناتو متحدینو خپل سربازان له افغانستان څخه ایستلي، ټول پټه خوله دي. دې ته څه نوم ورکړو؟ غم، وحشت او که قهر؟ دا غم، وحشت او قهر نه دی، دا د شرم خبره ده چې د منلو وړ نه ده. او که دا رښتیانۍ بې پروايي او بې علاقګي ده چې موږ نورو شیانو لکه فوټبال، ویروس او تفریحی رخصتیو ډیر انديښمن کړي یو؟ 

څو ورځې د مخه د آلمان مشهورې ورځپاڼې (زود دویچې څايټونګ Süddeutsche Zeitung) تبصره لرله چې جوبايډن له افغانستان څخه د خپلو نظامي قطعاتو د را ایستلو له پاره د داخلي سیاسي وضعې «ايډیاله شيبه» او مناسب وخت وموند، خو له افغانستان سره په دې وخت کې هیڅوک هم علاقه نه لري او سیاسي بحث نه ورباندې کیږي. همدا وضعیت دلته په هیواد (آلمان ) کې هم دی. دا څنګه توضیح کیدای شي چې ولې هیڅوک له افغانستان څخه د راګرزیدلو سربازانو استقبال ته ورنغلل. نه لمړۍ وزیره، نه کومه بله وزیره اونه هم یو وکیل. شل کاله جنګ او هیڅ څوک اوس پروا پرې نه کوي. طالبان چې په ۲۰۰۱ کال کې له واکه لرې شوي، د افغانستان په هرځای کې بیا د پرمختګ په حال کې دي. دوی د هیواد له ټولو ۴۰۰ ولسوالیو نیمایي تر خپلې ولکې لاندې راوستې. د امریکا د متحده ایالتونو استخبارات اټکل کوي چې طالب جنګیالي په شپږو میاشتو کې بیرته په کابل ور ننوتلای شي. دوی کولی شي د نجونو لپاره ښوونځي وتړي او د هغو کسانو څخه خونړی غچ واخلي چې د لویدیځ له لښکرو سره یې مرسته کړې ده.

له افغانستان سره په دې وخت کې هیڅوک هم علاقه نه لري او سیاسي بحث نه ورباندې کیږي.

ایا دا ټول بې ګټې دي؟

په کابل کې ډیر کسان د “سیګون شیبې” لپاره تابیا نیسي. تت او رنګ بایللي عکسونه د 1975 کال د اپریل د هغو ورځې یادونه کوي چې کمونست ویت کانګ د سویلي ویتنام په پلازمېنه سیګون برید وکړ، کله چې نا امید خلک د امریکې د سفارت له چت څخه وروستي امریکايي هلیکوپټر ته ورننوتل. خو جو بایډن ډاډ ورکوي چې له کابل څخه به داسې عکسونه نه وي. اما هغه څنګه پوهیږي؟ په هغه سرعت چې طالبان پرمخ روان دي دا بیره شته. 

نو ایا دا ټول بې فایدې دي؟ د متحده ایالاتو ولسمشر نه غواړي چې پدې اړه څه واوري. د نظامي مداخلې دوې اصلي موخې چې د هغو د ترلاسه کولو له پاره امریکا او د هغې متحدینو د 2001 کال د سپټمبر 11 ترهګریز برید ته ځواب ویلی وو تر لاسه شوې او هغه: په افغانستان کې د القاعدې له منځه تلل او د اسامه بن لادن وژل دي؛ افغانستان نور د نړیوال تروریزم لپاره د عملیاتو پایګاه نه دی.

نو فقط دا دوه هدفونه و، دا دواړه هدفونه خو یوه لسیزه د مخه ترلاسه شوي وو. دا نور اوږده پاتې کیدل د څه له پاره؟ د خيالی اندیښنو تعقیب ته دوام چې هرڅوک پرې پوهيږي؟ نور هرڅه – هیواد ته د سولې راوستل، حتی دیموکراتیک شرایط برابرول – په وحشتناکه توګه له ناکامۍ سره مخامخ شوي. جو بایډن ددې سوالو د اورېدو له پاره چمتو نه و، په غوسه یې هغه تیره اونۍ په یوه خبري کنفرانس کې خپلو نقادانو ته مخه کړه: “اجازه راکړئ له هغو خلکو چې غواړو موږ هلته پاتې شو، وپوښتم: څو کسه نور؟ نور څو زره اضافي امریکایی عسکر باید خپل ژوند په خطر کی واچوي؟ څومره وخت باید پاتې شي؟

هیواد ته د سولې راوستل، حتی دیموکراتیک شرایط برابرول – په وحشتناکه توګه له ناکامۍ سره مخامخ شوي

امریکایی ولسمشر نه غواړي چې په ماتې اعتراف وکړي. او دا کار دا ډول کوي چې وايي: “ماموریت نه دی پاته – نور نه دی پاته.” جو بایډن هیڅکله په افغانستان کې د ملت جوړونې په بریا باندې باور نه درلود. بر عکس هغه وايي: “دا یوازې د افغانانو حق او مسؤلیت دی چې د خپل راتلونکي پریکړه وکړي.”

احتمال شته چې د بایډن شک او تردید اوس د متحده ایالاتو او اروپا د نفوسو د لوی اکثریت سره شریک وي. په نږدې راتلونکې کښې به نور لویدیځ د سیاسي یا بشردوستانه دلایلو له امله د نړۍ په لیرې پرتو سیمو کې مداخله ونه کړي.

هغو هیلو چې په ۱۹۹۰ کلونو کې د “بشردوستانه مداخلې” لنډ دور پیل کړ، لویو ناهیلیو ته لاره هواره کړه. دا نا امیدي درې نومونه لري: افغانستان، عراق او لیبیا. د عراق جګړه د بې شرمه دروغو پر بنسټ ولاړه وه. په لیبیا کې جګړه د درک وړ انګیرنې څخه پیل شوه، مګر په ستراتیژیک ډول نه وه سنجول شوې. په افغانستان کې جنګ هغه وخت خپله سیاسي توجیه له لاسه ورکړه کله چې نور د تروریزم ګواښ له منځه ولاړ.

لویدیځ بیا سوریه خپل برخلیک ته پریښوده. ایا هغوی  ورسره عاقلانه چلند وکړ؟ یا د هغې د کوم کار نه کولو ګناه وه؟ په کمبوډیا یا روانډا کې د نسل وژنې درس دا و: نړیواله ټولنه اجازه نه لري چې په بشری جرمونو سترګې پټې کړي. هلته باید نړیواله جنایي محکمه د دولتونو د حاکمیت د اصل تر شا ځان پټ نکړي. نړیواله جزایي محکمه د همدې له پاره رامنځته شوې او له همدې کبله (د ساتنې مسئولیت) بین المللی نارم (responsibilty to protect)  رواج موندلی. 

بیا لوټماران راغلل:

کیدای شي د نظامي مداخلې لپاره رښتیانۍ انګېزې شتون ولري. آوازې “هیڅکله” د مسئول بهرني سیاست لپاره کافي بنسټ نه دی. مګر دا به هم مسؤلانه چلند نه وي چې هغې جګړه ایزو موخو ته اړم شو چې پوهيږو چې عملی کیدلای نه شي. 

په افغانستان کې د جنګ شل کلونه: د پرمختللې نظامي ماموریت (انګژما) د ماتې درک ډیر ناوخته رامنځته شو. او دادي اوس په ځغاسته راګرځیدا چې په تیره اونۍ کې امریکایانو د غلو په څیر په نیمه شپه کې د بګرام لوی هوايي ډګر پريښود. وروسته ورپسې لوټماران راغلل. 

امریکایانو د غلو په څیر په نیمه شپه کې د بګرام لوی هوايي ډګر پريښود

طالبان ورځ په ورځ پرمختګ کوي. په ډیرو ځایونو کې د افغان اردو سرتیري خپلې وسلې له جګړې پرته پر ځمګه ږدي. په لویدیځ کې  به اوس ډیر ورته په ساده ډول ځواب وایي چې هر څه له پیله غلط و. نور به پوښتنه وکړي: چې دقیق څه شی غلط و؟ څه وخت باید بل ډول پریکړه شوې واي؟ موږ له خپلو غلطیو څه زده کوو؟

مګر هرڅوک باید خپل وجدان ته مراجعه وکړي. ځکه چې وحشت، خفګان او قهر راتلونکی دی. هیڅ یو هیواد چې خپل عسکر یې شل کلنې جګړې ته لیږلي، اوسنۍ بې پروايي  نه شي زغملای.

د ارجینال لیکنې لینک:

https://www.zeit.de/politik/ausland/2021-07/afghanistan-truppenabzug-taliban-militaerische-interventionen-usa-nato-interesse-oeffentlichkeit

نوټ: په ۱۹۷۵م کال کې د جنوبی ویتنام پایتخت د سیګون ښار د شمالي ویتنام د خلکو د اردو لخوا ونیول شو. د سایګون سقوط د امریکا د ماتې علامه وه چې د ویتنام اوږده جګړه پای ته ورسیده. د جنوبي ویتنام ډیرو کسانو چې د تيښتې هڅې کولې، ځانونه یې د امریکایانو په الوتکو کې د امریکاد سفارت له بامونو ور غورځول. هغوی چې په آخري الوتکه کې هم ځای ونه موند، ناهیلي پخپل هیواد کې پاته شول.