از اصلاحات تا شورش؛ چه بر سر انقلاب ثور افغانستان…

https://www.youtube.com/watch?v=l0ow4OzGHJQ https://www.youtube.com/watch?v=Hyq-bga7Suc https://www.youtube.com/watch?v=tOXvTwiDiOM https://www.youtube.com/watch?v=H1Qje9nj1e0 https://www.youtube.com/watch?v=oaAMDDVRm44 دوم سپتامبر ۲۰۲۶، پنجمین جلسه از سلسله گفت‌وگوهای ما با…

وقتی دین و فلسفه به ایدئولوژی بدل می‌شوند

 نویسنده: مهرالدین مشید ایدئولوژیک شدن دین و فلسفه؛ آغاز فاجعه دین و…

انتقاد،اعتراض، پاڅون او بغاوت

عبدالصمد ازهر                 …

دل « قلب » چیست؟ 

برهان الدین « سعیدی » دل نباشد غیر آن  دریای نور…

افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

جوردانو برونو ( بخش دوم ) 

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

افغانستان پس از پنج سال طالبان؛ ثبات واقعی یا آرامش…

وحیدالله نورزی افسر ارشد نظامی سابق، استراتژیست میدانی و تحلیل‌گر امنیتی…

افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

«
»

شراچونکي یا ( اشرار ) څوک دي

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک تورنتو ، کاناډا د اګست ۱۴مه ۲۰۱۶ کال.

هر هغه څوک چې خپله لمن پورته کوی او خپل سترعورت خلکو ته ښيي ، یاهر هغه څوک چې خپل وطندار – کلیوال – ورور – تره – تربور – کاکا – ماما – دتره زوی – خپلوان – عزیزان – همسایه ګان نارینه او ښځینه – ماشومان او سپینګیري – شاګردان او استادان – روحانیون او ملان وژني ، بندی کوی ، اعداموی – کډنپوی – بمونه ورته ایږدي – انتحاری کوی او بل آخره د (پاکستان – ایران – عربانو – امریکا او غرب په مجموع کی – چین او روسانو ) په امر او فرمان خپل خلک او وطن ورانوي او لویه بې ستري را منځ ته کوی هغه دیوه سره اشرار دی ، ( اشرار یا شراچونکی نن عبارت دی له ، طالبانو – داعشیانو – حقانی ډلې – حکمتیار ډلې او پخوانیو مجاهدینو توپکمار یا توپک لرونکي ) کسان دی .

اشرارو ویل موږ د خدای له پاره جهاد کوو ، موږ د وطن د نجات په خاطر دروسانو یا کمونستانو نه د نجات په خاطر جهاد کوو ، خو نن ېې خدای ویر دی ، روسان نشته ، کمونستان په دولت کی نشته نو نن د چا په خاطر جهاد کوی ؟؟؟

اشرارو د اوم دثور ۱۳۵۷ نه شروع تر ننه د ( پاکستان ایران عربستان سعودی او غرب ) په رهبری امراو فرمان جهاد شروع کړۍ وو او ادامه ورکوي، دوی خپل عزت – ناموس – غیرت – شهامت – افغانیت – وطن دوستی – ملی غرور -ملی ارزشونه دیوه سره تر پښو لاندې کړي او د لاسه ورکړي د څو ډالرو په مقابل کی د پورتنیو هیوادو نوکرۍ او مزدوري او سرټیټیدو ته غاړه ایښې ده او یوه زره شرم او حیا نه لري .

نن وايي موږ د غرب یعني امریکا او انګریز په ضد جنګ کوو ، تر پرونه حکمتیارهم دغه شعارونه ورکول چې تر څو بهرني قواوی له افغانستانه ونه وزی موږ جهاد کوو ، دغه شعار سیاف هم ورکولو ، خو د حکمتیار وزیران – افسران – او دسیاف ټول وزیران او قوماندانان نن په حکومت کی شتون لری ، سیاف ویل ظاهر شاه ته اصلا غاړه نه ټیټوي او د ظاهر شاه په ضد دی خو بیا ېې ظاهر شاه ته ۷۰ زره ډالره په مهمانی کې مصرف کړل او ۱۰۰متره قالینه ېې ورته فرش کړی وه ، زموږ خلک ړانده دی او د اشرارو په ماهیت او سرشت تر ننه نه پوهیژي د اشرارو رهبران دیوه سره د ( آی اس آی او سپاه پاسداران ایران او عربانو سپیان او حلقه به ګردن غلامان وو او دی ) ، د غرب درجه یک نوکران او مزدوران وو او دی او امریکا او انګریز تر ننه ورته مادی او معنوی مرستی کوی .

اشرارو وطن چور – تخریب او ونړوو تر اوسه ېې د تخریبګریو نشاني د دارلامان د قصرو نه ، د جنګلک د فابریکی نه قیاس کړۍ ،همدا اشرار دی چې وزیران او والیان شوي ریسان او معینان شوی او همدا اشرار دی چې دولتی جایدادونه – مځکې او کورونه او حتي د خلکو او دولت فابریکی غصب کړی لکه د ننګرهار د شکری فابریکه چې ۲۰۰ جریبه مځکه لری او ټوله دولتی مامورینو غصبکړی ځکه مجاهدین دی ( اشرار دی ) او فقط ۲۷ جریبه ېې تعمیرونه پاتې ده او والي وای زه خبر نه یم چې خلکو کوم ځای غصب کړۍ ، که زه اشرف غنی وۍ نن می د ننګر هار والی برطرف او ټوله شته منی ېې ملی کوله داسې یو بیسیواده ، بیخبره اود غلو شریک اودغاصبینو سره یولاسي والی څه په کار دی .

اشرارو افغانستان او د افغانستان خلکو ته څه ورکړل :::

  • کورنۍ جګړه ېې شروع او افغانستان ېې په کنډواله تبدیل کړو .

  • قومی او لسانی تفرقه ېې واچوله او تر ننه د سمت او ژبې له رویه نفاق او شقاق ته لمن وهی .

  • د افغانستان مدرن ، قوی ، نیرومند وسله وال پوځ ېې ترکه – تقسیم – او په همسایه ګانو خرڅ کړو او نور ېې غرب خپلو هیوادو ته انتقال کړو زه ېې مستند شاهدان لرم او مالیدلی دی ، او په ځای ېې تنظیمی – مصلحتی – اجیر – مزدور – قوم او سمت او زبان پرست ففټي ، ففټي وسله وال پوځ تهداب کیښولو.

  • دپشتون او هزاه – تاجک او ازبک تر منځ ېې دایمی دشمنی ته لاره همواره کړه .

  • د پشتنو د ښځو دحمل اودسینې( تیو )  د غوځولو او ور سره سکس کولو فلمونه واخیستل .

  • شخصی کورونه او اپارتمانونه ېې غصب کړل ، زما اپارتمان په دریمو مکروریانو کی د یوه اشرار له خوانه غصب او ځان ته په ۵۰۰۰ ډالره قواله کړو په داسې حال کی چی ما لس کاله هلته ژوند کړی وو او د ۴۰ کالو په مدت قسط می اخیستی وو ،او د علماوو شورا فیصله هم صادره وه چې هر چا چی ۱۰٪ قسط تحویل کړی وی دغه بیع قطعی ده ،  خو خاین ربانی ، بیشرفه ربانی د خلقی او پرچمی د کورونو او اپارتمانو د غصب فرمان صادر کړو ، دغو بیناموسه وطن فروش چې د کشم د ګډ بازار ۳۰کیلو متره خاوره په روسانو خرڅه کړه او قرارداد ېې وزیرخارجه ېې چې بیا ېې په هلیکوپتر کی ووژلو غفورزي امضا کړی وو .

  • اشرارو د خلکو شخصی او دولتی فابریکی چور او اوسپنې ېې په همسایه ګانو خرڅي کړي، دجنګلک د فابریکی حال یوه نمونه ده .

  • اشرارو د ښځو په ازادی او حجاب بندیزونه ولکول ، دښځو نه ېې پزې – غوږونه – شونډې غوڅ کړل ، ښځو ته د حیوان په شان ګوري .

  • اشرارو د مکتبونو په نجونو تیزاب پاشۍ وکړې .

  • اشرار د اوله تر ننه د پاکستان او ایران او عربانو حلقه به ګردن نوکران او غلامان دی ، یوه زره شرم نه لری – تلخه نه لری – وجدان نه لری ، هر هغه څوک چې ځان افغان بولی که نن د بیګانه مزدور او نوکر وی یا د مقام او څوکی په خاطر دخارجیانو په فرمان خپل وطنداران وژني یا وطن تخریبوی هغو ته مورغودی او ناموس فروش وایم .

  • داشرارو وزیرانو مخصوصا په وسله وال پوځ کې خلقیان او پرجمیان چې مسلکی – تحصیلکرده – متخصص او فروفیشنل ارکان حرب افسران وو ( ډی ډی آر یا تقاعد کړل ) او په ځای ېې د مورانو دمیړونو یعنی د غربیانو نه د استاد یا مشاور په حیث استفاده وکړه هغوی هم ناموس او وطن فروشان دی ، لا اقل دجرمنی نه ېې زده نه کړل ، کله چی دواړه جرمن هیوادونه یعنی ( کمونست او امپریالست ) یو ځای شول دوی ټول نظامی پوتانسیال تجزیه او جدا نه کړو او ددواړو هیوادو افسران ېې په یو وسله وال پوځ کی تنظیم کړل ، خو زموږ اشرارو د روسی وسلو استعمال کاملا بند کړو ګویا چی دغه وسلی د کمونستانو دی او حرامی یا مرداری دی او لاسونه مو ورباندې چټلیژي ، خو امریکایان ددوی دمور میړونه بیا مسلمان دی او وسلی ېې ښې او پاکی دی ، خو نن بیرته روسی وسلو ته احتیاج شوی دی .

  • اشرارو په دین کی دینونه – په مذهب کی مذهبونه – په اسلام کی اسلامونه را منځ ته کړل ( سلفیت – وهابیت ) ته ېې پراخه لمن ووهله ، زموږ مسلمانان د اشرار په حکومت کی تر ننه د پاکستان او هند د دیوبند له مدرسونه تعلیمات اخلی او اوامر او فرامین ېې له هغو ځایه تطبیقیژي .

  • اشرار ۲۴ کاله کیژي چې د ورو – هموطن – وطندار – خپل وسله وال پوځ سره جنګیژي او زموږ د سربازانو او افسرانو وینه تویوی ،آیا دغه اشرار بیناموسان ، بی ننګان ، وطن فروشان ، افغان دشمن نه دی ؟؟؟

  • اشرار هره ورځ انتحاری کوی – بم ګذاری کوی – دلارو شاو خوا مینونه ایږدي ،وطنداران د موټرانو نه کوزوی او کډنپوي ېې آیا دغه د پاکستان – ایران او عربانو ټالي څټي نه دي او وطن فروشان او مور غودي نه دي؟؟؟

  • اشرار د خلکو په شخصی ژوند ، حتی زنا شويي کي هم مداخله کوی ، ځواني نجوني سنګساروی او وژني ېې لکه ( فرخنده – شکریه – او نوري په کابل او غور کی ) شخصی محکمی او اداری لری دولت ددوی له محاریدو نه عاجز دی .

  • اشرار نن ټول معادن او دهغو استخراج او خرڅلاو په لاس کی لری .

  • اشرار د هیرویینو – تریاکو – چرسو تولید – چن ځایونه او ترافیکنګ د خپلو خارجی مافیايي کړیو ( غربیانو ) سره په ګډه په مخ وړي .

  • اشرار د ډالرو د ترلاسه کولو په خاطر د( لور- ښځې – وطندار دناموس)په خرڅولواو دشمنانو ته ورکولوته هم حاضردی ،دمقري سندره ده ، ( پشتون چې پیسې وخوري سکه ورور هلالوی ) ، دروغ نه ده .

  • اشراردلارو – مکتبونو – جوماتونو – او عام المنفعه ځایونو د تخریب او ړنګولو نه هیڅ نه دریغوي.

  • داسې په زرهاوو نور تاسې ور باندې علاوه کړۍ ، لکه رشوت عامول – اداری فساد ته لمن وهل وغیره .