پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

«
»

سرخلاصۍ لیک د جوماتونو ټیکه دارانو ته

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د دسامبر ۲۵مه ۲۰۱۵کال
د افغانستان تاریخ له جوماتونو سره تړلۍ وو او دی ، هر امیر – سلطان – پادشاه – ریس جمهور – امیر ویا بل کوم واکدار چې قدرت ته رشیدلۍ یا عزل شوۍ دی د جوماتونو د ټیکه دارانو له خوانه عملی شوي او تر سره شوي فرامین دی ، اساي خبره چې ولې د تعین او تقرر کارونه د جوماتونو د تیکه دارانو له خوانه عملی کیژي دغه لاندې څو شیا دی .
۱ – دجوماتونو ټیکه داران دیوه سره د دیوبند دمدرسې شاګردان وو او دی ، او ټول فرامین او دساتیر له دیوبنده دوی ته ورکول کي .
۲ – په دیوبند کې مولیان – شیخان – معلمین او مبلغین د انګریز او نن سبا د امریکا او یهودو حلقه به ګوش مزدوران او غلامان وو او دی او تاسې ېې فلمونه او کلپونه په پاکستانی جوماتو کی وینۍ  .
۳ – دجوماتو ټیکه دارانو ته هدایت ورکړل شوۍ چې څڼګه د کلي او محیط سره چې دوی د خلکو امامت کوي په روح او روان ځانونه ښه وپوهوي او ددوی تر منځ داسې غول او فاسد کسان چې ډیره خرابه سابقه ولری مشخص او د خبرو او فرامینو د عملی کولو او په ضمن کې دهر کلی لوی مځکه وال او روحانی شخصیتونه ووسې تشخیص او تعین کړی .
۴ – د کلیو ۹۰٪ خلک بیسیواده او د دین خاصتا د قران له ارشاداو نه کاملا بې خبره دی ، له همدی خاطره ورته وایی لمر دملایکو په واسطه په زنجیرو تړلۍ راکش کیژي او په غرب کی غروب کوی ، یا مځکه د غوایه یا ماهی په شکر یا شاپر ولاړه ده هرکله چې غوایی یا ماهی ستړۍ شي نو بل شاخ یا پر ته ېې چې غور ځوي هغه ده چې زلزله کیژي ،
۵- د تیکه دارانو او روحانیونو او خلیفه ګانو روزي او کالی او ډوډۍ د دغو بیسیواده خلکو په اوږو بار ده که دوی څه لری یا ېې نه لری مجبور دی دجومات تیکه دار ته غوړه ډوډۍ پخه کا او د ملا خیټه ور مړه کا .
۶ – خلک دومره بیسیواده دی چې که د آیت په ځای یو شعر یا هندی خواندن به شد او مد ورته وواېې نو دوی ورته ژاړي او د تیکه دارانو خبری په پټو سترګو منی ، د جهاد په کلونو کی پیرانو – حضرتانو – خلیفه ګانو – دهزاره طایفی سیدانو – اخوندانو عادی مجاهدینو ته تور د سترګو رانجه تهیه کول او دوی ته ېې ورکول چې دغه په سترګو تور کړۍ نو تاسې به دشمن نه ویني خو تاسې به دشمن ډیر ښه وینۍ او د مرګه به نجات پیدا کوي یا لکه ( امرالله صالح او عبدالله عبدالله ) چې کلمه په سرتړلې وه یا ېې په لاسو تړلې وه تر څو نور ټول د کلمی تر تاثیر لاندې د ځان تابع کړي او یو لشکر جوړ کړي او بیا ېې د یوې رمی په شان د توپ مخی ته خوشي کا ، هیڅ وخت رانجه او کلمه څوک له مرمی نه،  نه شي ساتلای بلکه ډیر ښه ددشمن له خوانه کشف او له منځه ځي هیڅکله د تیکه دارانو خاصتا جهادی رهبرانو او قوماندانانو امر او فرمان ونه منۍ یا طالبان په رادیو ګانو کی وایی که ۱۰۰ واری استغفار ووایاست نو ستاسی هر خواهش قبلیژي چې درواغ ده ولاړ شي یو ملیون دفعه ېې ولونی هیڅ تاثیر نه لری.
قدرمنو هیوادوالو دغه مضمون ډیر په دقت ولونۍ ، په خاطر ددی چې تاسې باید څو کاله وروسته یو داسې رژیم ولرۍ چې هلته دین او حکومت سره جلا وی ، حکومت داری باید ددینی ټیکه دارانو له تاثیر او اغیزي نه خلاص وي افغانستان باید یو سیکولر هیوا شي او که لایق او وطن دوسته ریس جمهور پیدا کړۍ باید ډیر ژر یو په مدرنه تخنالوجۍ استوار – یو قدرتمند هیواد چې یو ناپيلۍ ، د ډیرو مدرنو او پیشرفته نظامی تخنالوجۍ لرونکۍ هیواد را منځ ته شي اوجوړشي ، ما ته خو دوو خاینو ( ع او غ ) په حکومت کې برخه را نه کړه چی زه د افغانستان وسله وال پوځ په ظرف د دوو کالو کی د خپلو کارګرانو او انجینرانو او متخصیصینو د لاسو د جوړو شویو (( مهماتو – هلیکوپترونو – جټ طیارو – راکټو – او مدرن تخنیک )) افغانستان  وسله وال پوځ جوړ کړم، مرګ د وی په دواړو د مزدورانو اجنټانو په زامنو باندې .
نن هم که د جوماتو نو ټیکه داران وغواړي باید خلکو ته په خطبه کې ووای خلکو – ای خلکو ، وطندارانو ښه غوږ ونیسۍ او سر له سبا نه باید زموږ خلکو د (( میږیانو او یا د شاتو د مچیو )) غونته بڼه غوره کړو او هره ورځ دیوه سره د واړه نه شروع بیا تر زاړه پورې د خوراکی موادو او اذوقی د پیدا کولو له پاره دیوه لشکر غونته په کار کیله پسې ووزو او دمیږیانو یا شاتو مچیو غونته کار وکړو که مخی ته مو دشمن را غۍ هغه وچیچۍ یعنی ووژنۍ نور دریدل ممنوع دی فقط د شپې لخوانه استراحت روا دی ، هغه کسان چې په پشتونخواکی ژوند کوي باید ورته هدایت ورکړل شي چې تاسې زموږ په پلارنی هیواد لوی افغانستان کی چې سرحد ېې (( د اټک رود دی )) ژوند کوۍ د نورو پشتنو سره یو ځای ژوند ته ادامه ورکړۍ  که پنجابۍ درته محاجر وایی دوی اصلا محاجر دی ځکه ستاسې په هیواد کی ژوند کوي ، او که درسره زروزیاتۍ وشوو دیوه سره وسله په لاس کې د زور واکی په مقابل کی ودریژۍ او هغه برجونه چې انګریزانو د تهاڼو په شکل جوړ کړی زموږ کوچیانو ته بخشش ورکول کیژي او هلته د پنجابی وسله والو په ځای سره له ننه کوچیان کورونه او کیږدۍ جوړې او خورې کړې اوس نورې پتې خبری  بس دی دیوه سره دیوه روڼ سیاست په خاطر سره متحد شۍ او د جوماتو ټیکه داران خلک ددغو ارامانو په خاطر سره بسیج کړۍ او دلوی افغانستان منظومه جوړه کړۍ او د پنجابي سره د تل له پاره خپل خط معلوم کړۍ ، امین