درمراثی قربانییان زمین لرزه ی مشرق زمیـــن !

امین الله مفکرامینی                   2025-02-09! بدیــــــــده اشکِ ماتم و بدل خونم ز لغزشِ…

اشک قلم 

رسول پویان  اشک قلم به صفحـۀ دل ها چکیده است  صد لاله…

استاد عبدالروف بینوا

استاد بینوا د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ستر…

کودکانی که کودکی نمی‌ کنند

خیابان، خانه بی‌در و پیکر کودکان فراموش‌ شده! فرشید یاسائی *  ما…

بحران هویت ملی؛ ناکامی ملت سازی و به زنجیرکشیده شدن…

نویسنده: مهرالدین مشید نیم قرن مبارزۀ سیاسی و فرهنگی و تبدیل…

سقراط، تیشه‌زنی به ریشه‌‌ی دانایی

دیدگاهی از مکتب دینی-فلسفی من بیش‌ از این نه می‌دانم. در…

خوشحال خان خټک

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو! ګڼ شمېر…

اعلامیه در مورد زلزله‌ی مرگبار در ولایت کنر 

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان  با اندوه فراوان و خشم عمیق از…

“طالبان، شطرنج بزرگ و رؤیای اوراسیایی روسیه”

نویسنده: نجیب الله قاریزاده  najeebulla.qarizada1@gmail.com +447887494441 سقوط حکومت غنی در افغانستان و بازگشت…

حکومت‌استبدادی و افراطی طالبان و ساز و برگ‌های استخباراتی و…

 نویسنده: مهرالدین مشید  از استبداد تا شایعه پراگنی؛ ساز و کار…

   امید زنده گی

زنده گی در همه حالات  بسر می آید گاه به تلخی…

از تو جدا نمیشوم 

نوشته نذیر ظفر 08/28/25 از همه گان جدا شوم از تو…

پرسش ۴: ساختار «پرس‌ومان» چگونه از گفت‌وگو به یک نظام…

-خراسان بزرگ دی‌‌روز، دانش‌مند، دانش و سبک کهنی نسبت به…

قهرمان‌پروری‌های احساسی و سقوط افغانستان در چنگال تروریسم

 نویسنده: مهرالدین مشید از اسطوره‌ پردازی های فریبنده تا بحران سیاسی…

پرسش ۵

از مکتب دینی فلسفی من بیش از این نه می‌دانم نقش…

نتیجه گیری از بحث های شبکه های تلویزونی و تحلیل…

بحث های داغ پیرامون این اقدام پاکستان راه افتید ،…

دموکراسي څه شی ده او سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟

دا سوال د ډیرو ځوانانو پر مخ کې پروت او…

نام های بیشمار جنبش روشنگری غرب

Helvitius, C.A.(1715-1771) آرام بختیاری مقدمات: اصلاحات، انقلاب، عدالت، و سکولاریسم. روشنگری، جنبش برابری…

توضیحی بر فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع از…

نوشته از بصیر دهزاد  ‎فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع …

آیا انسان، نسبت به انسان، از ته‌یی دل هم‌دلی دارد؟

پاسخ: محمدعثمان نجیب به نماینده‌‌‌گی از مکتب هم‌دلی!؟؟ شما از موردی پرسان می‌کنید که…

«
»

زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکې

دبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.
دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په زرګونو،زرګونوآسونوتګ راتګ وکړڅو مړیستون یې مالوم نه شي اوهغه دآسونوپه پښوکې داسې اوارشو چې تر نـنه پورې یې اصلي قبر ورک دی.
له هغه کابو اته پیړۍ وروسته نړیوال بشریت داروپا دوونړیوالوجګړوله کبله ستر ټپونه وخوړل یوازې په دویمه نړیواله جګړه کې د دیرشو ښکیلو هیوادونوڅلویښت میلیونه جنګیالي په جګړه بوخت او ټول ټال ۷۰ میلیونه انسانان په بې رحمی ووژل شول ځواکمن اومتمدن جرمني دړې وړې اودخپل نفوس ۱۳ سلنه یې په جګړو کې دلاسه ورکړه ادولف هټلر دویجاړجرمني اوپه جګړه کې دناکامۍ له کبله ځان وژنه وکړه سترالمان په لویدیځ اوختیځ وویشل شواودهټلر له مړیني ۹ورځې وروسته جرمني د۱۹۴۵میلادي کال دمۍ په میاشت کې تسلیم اودویمه نړیواله جګره چې د۱۹۳۹ کال دسپټمبر په لومړۍ نیټه پیل شوي پای ته ورسیده.
المان خپل مادي اومعنوي سترځواک له لاسه ورکړخودجرمن ژمن اوهوډمن ملت دخپل ویجاړهیواد جوړولوته دامریکا دماسټر پلان اومیلیاردي مرستو په برکت دادی په ۲۱ پیړۍ کې آلمان داروپا یوپیاوړۍ،پرمخ تللی،مدرن ځواکمن هیواد بلل کیږي.
همدارازپه دویمه نړیواله جګړه کې دالمان ملګروهیوادونوایټالیا،ترکیې اوجاپان ته سترزیانونه ،ورانې ویجاړې واوښتې په ناګاساکي اوهیروشیما اټومي بمباردجاپان پوځي قوت مات اوپه نړیواله سطحه یې خپلې مستعمرې اواقتصادي پوتانسیل له لاسه ورکړخودادی جاپان،ایټالیا ترکیه اود دوی نور ملګري هیوادونه په اوسنۍ نړۍ کې مطرح اوځواکمن هیوادونه شمیرلی شي.
خبره رالنډوم هغه داچې دا هیودونه دخپلو ولسونواوولسپا لومشرانوپه سالم تدبیر اوپاک وجدان جوړشوي دي د دویمي نړیوالې جګړې په پرتله په لسګونو،لسګونوځلې زیاتې میلیاردي مرستې اونغد چغد ډالرونه اوپونډونه،درهم اوریالونه سرازیر شوي خوله بده مرغه بې وجدانه،بې ایمانه،بې ضمیره پردی پالوواکمنوخپلې خیټې پرې وپړسولې چور،غلا اوولوټل شوي جنګ ځپلۍ ولس هیر اولادربدرخاورې په سراوبې وزله ویرجن شود دوښمنوهیوادونودسبوتاژ اوورانیوپه څنګ کې د ګوتو په شمارغله اوحرفوي لوټماران چې دپردیو په زور دواک په ګدۍ کلونه،کلونه ناست دي په نړیاوله سطحه مولټي بیلیونران شول اودوطن دجوړیدواوپرمختګ اقتصادي ویني یې لکه ژورې وزبیښلې اودخپلوفرعوني خزانوپه زورخرمستۍ اوبدماشی کوي .ترڅوچې افغان سره وروڼه ولسونه دملي ورورګلویزټینګ پیوستون په مټ دا لوټ شوي منقول اوغیرمنقول پانګې اوشتمنۍ د دغو غلواوخاینولوټمارانوله خیټو راونه باسي دا دشرغوبل لوبه اوملي بې وزلي به روانه وي .
د دغوغلوپه پانګوبه په ټول هیواد کې یو وګړی هم بې وزله اوبې وزګاره پاتې نه شي.اوکله چې افغان ولس په خیټه موړاوپه کاربوخت شودپرمختګ په لور به روان ،سرتاسري سوکالي اوخوشالي به رامنځته شي اولیکنه دچنګیز دجګړه یېزې تجربې په خبره رانغاړم اوهغه وایې:
چې خوشاله ولسونه هیڅکله هم جګړه نه کوي.
اکبري
۴/۷/۲۰۱۷