نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

میدان هوایی بگرام

گیریم که ادعای غلط ترامپ در مورد حضور چینائی ها…

دلبری مهرورز!

امین الله مفکر امینی                         2025-22-02! دلبـری مهــــرورزی دارم که دیـــده و دلم…

غیابت رهبران طالبان بازی استخباراتی یا آغاز یک سونامی وحشتناک

نویسنده: مهرالدین مشید خود کامگی ملاهبت الله و نارضایتی و خشم…

خانه های مردم افغانستان دور از دسترس مردم

زمانی " خانه ملت " که منظور پارلمان افغانستان است…

عاشق وفاسق!

امین الله مفکر امینی      2025-20-02! درعشـق وعاشقـــــی گردربزم عشق نمیســـــــوزی مشـــــو ز این…

«حزب باد»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات غالب…

«حزب باد Opportunism»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات…

        زیارتگاه امام صاحب ولایت کندز دومین شهر مذهبی افغانستان

  نوشته کریم پوپل مورخ ۲۱ فبروری ۲۰۲۵    مقدمه  ولسوالی امام صاحب با داشتن…

روایتی از کشت زار های خستۀ رنگین کمان خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید این هم می گذرد ما مرده ایم، مرده ی در…

             تاریخچه نام گردیز

نوشته : کریم پوپل مورخ ۱۵فبروری ۲۰۲۵ بسیاری از دوستان یکی از…

مماشات خویشتن دارانۀ غرب با طالبان و پراگنده گی مخالفان…

نویسنده: مهرالدین مشید نشست های بیرونی پیرامون افغانستان؛ بستر سازی برای…

چاپنداز

بزکش، پهلوانی که  با سواری اسب، بز را به دایره…

انارستان دل 

رسول پویان  دل ز درد و داغ هجران بی‏نوا افتاده است  برگ…

فیلسوف شدن دانشمند اتمی، بعد از یکسال زندان

Weizsäcker, k.F.(1912-2007) آرام بختیاری فیزیک دان اتمی، میان فلسفه و رسالت صلح. کارل…

کلبه ی تارم!

امین الله مفکر امینی       2025-11-02! دربســاطی بیکسی ام ، دلبری آمـد با…

خاطره ها بیانگر واقعی ترین حقایق تاریخی 

نویسنده: مهرالدین مشید خاطره ها تصویری از "تاریخ در بستر جغرافیا" بازهم…

ګوندي فعاليتونه او دموکراسي

نور محمد غفوری یادونه: دا مقاله مې په ۲۰۱۸ کال لیکلې ده…

«
»

زمونږکلي اوبانډې شپږمه برخه

د سمیع الدین افغاني لیکنه

 

د نوي کال یا دنوروز میله

 

دنوروز میله په لغمان کې لکه زمونږ دهیواد دنورو ولایاتوپه شان په شاندارو مراسموسره لمانځل کیدله، دکلي هلکانو به هم په دې ورځ کې ځانګړي پروګرامونه درلودل هغه داسې چې ټول هلکان به دکلي ومخې ته دسپیداراونوروونودتازه غوټیو،شنو ښاخونو اولښتو سره چې دنوي کال یا د سپرلي په موسم کې غوټۍ او پاڼې نیولې وې راووتل او د کلي د هر کور ، کلا انګړونو مخې ته دریدل اود اترانه به یې په لوړ اوازاو انداز اوروله:

 

ګــــل ګــــل دی نــــو روز

خدای دې درکي شتمن روز

دشتمــن روز برخه راوړی

 

ددې ترانې په اوریدلوسره به کوربه دکوره څخه څه خوراکي ټوکي لکه وریجې ،غوړي، پیاز اویا نور هغه خام مواد چې دپخلي لپاره اړین وه هلکانوته دنذرانې په دود ورکول ، په همدې ډول هلکان به د کلي ټولو انګړونو او کورونو ومخې ته ورتلل او په پوره  اندازه د ضرورت وړ خوراکي ټوکي به یې ترلاسه کړل۰

 

کـله چې به یې خوراکي موادراټول کړل بیا به هلکانودپخلي لوښي لکه دیګ ، بـشـقابونه ، چای جوش ، چاینکې، پیالې ، قاشقې او همدارنګه  د ضرورت وړغوړي ، مالګه ،مسالې دخپلو کورونو څخه راوړل اوپه مناسب ځای کې به پخلي لپاره تدابیر نیول کیده  ۰

 

وروسته له هغه به هرڅوک یو کارته وګمارل شو،چابه نغری جوړاوه، چابه د پخلي لپاره  دسون لرګي برابرول ،څوک به د اسپزي په کارونو بوخت شو ،چا به بیا دناستې ځای برابراوه،یوې ډلې به دتیګې اچولوپه سیالۍ کې ګډون کوه  بلې ډلې به د خوسي په  لوبو بوخت شول ، چا به    د سطرنج  لوبه کوله اوچا به بیا دخپلې دتبعې ملګرواو انډیوالانو سره ګپ ، شپ لګاوه ۰

  څو شیبې وروسته به ډوډۍ تیاره  شوه ، دسترخوان به هوار شو او هلکانو به په خوشحالي اوخوند سره دنوي کال په دسترخوان کیناستل او په خپلولاسونو جوړه شوې خوندوره  ډوډۍ به یې یوځای نوشجان کوله  ۰                                                                    

 

دنوي کال یادپسرلي په موسم کې هوامعتدله اودتفریح لپاره مناسبه  وي ،دښتې اوغرونه ،بڼ او باغچې شنې اوسرسبزه شي، دغرونوپه لمنو کې غاټول او ډول ډول خودرویه ګلان وغوړیږي چې د سپرلي موسم لغمان ته ځانګړې ښکلا ، رنګ او طبیعت وربښي ۰

 

دمهترلمک ع لمړنۍ ښوونځۍ

 

کله چې مونږدحیدرخانیو دکلیوالي ښوونځۍ څخه  فارغ شولو ترهغه وروسته  دمهترلمک په لمړنۍ ښوونځۍ کې چې د ده زیارت دکلي په جومات کې موقعیت درلودشامل شوو ۰دا ښوونځۍ زمونږ دکلي څخه څوکیلومتره لرې وه چې مونږبه هره ورځ دې ښوونځۍ ته پلې ورتلو ، که څه هم دا واټن په اوله کې ستړی کیدونکی وه خو بله چاره نه وه ،دکورنۍ غوښتنه داوه په هرډول چې وي مونږ باید  درس او تعلیم ته ادامه ورکړو۰

 

څه مده وروسته د مهترلمک لمړنۍ ښونځۍ د ده زیارت دجومات څخه خپل اصلی  ودانۍ  ته چې  نوی یې دجوړیدوچارې بشپړې شوې وې او دده زیارت کلي ته یې نژدې موقعیت درلود انتقال شوه ۰

 

د مهترلمک په لمړنۍ  ښوونځۍ کې زمونږ ټول هم صنفیان  په څلورم  ټولګي کې شامل شول،داښوونځۍ دعمرزیو،چاردهي دسیمواودلغمان  د ولایت په مرکزیت کې یې موقعیت  درلود چې پوه اومجرب استادان یې درلودل،دهغو دجملوڅخه ښاغلی استادعلینګاری چې ډیربا احساسه شاعر هم وه ، ښاغلی استاد عظیم خان چې د ریاضی استادوه،ښاغلی مولوی صیب فضل الرحمان خان،ښاغلی ملا  فضل خان ،ښاغلی حسین خان چې په بزرګ مشهور وه، ښاغلی خواجه محمد خان، ښاغلی ستار خان ښاغلی سـرمعلم صاحب حبیبالله خان ، ښاغلی محمداجان خان ،ښاغلی سر معلم صـاحب غفورخان ښاغلی محی الدین خان او ډیر نور ښاغلي اودقدر وړاستادان وه چې دهغوی له برکته ډیرشاګردان د پوهې اوتعلیم لوړومدارجو ته ورسیدل او دپوهې اووطن پالنې په لباس سمبال ټولنې ته وړاندې کړل شول۰

 

لکه څنګه چې مخکې مودښاغلي علینګاري صیب او د هغه دشاعرۍ په اړه یادونه وکړه لازمه ګنم چې داستاددشاعرۍ په برخه کې څولنډې کرښې اضافه کړم ۰

 

 د استاد الینګاري صیب ډیری اشعار د خوږ ژبی هنرمند پاینده اونورو سندرغاړوپه خوږواوازونوکې کمپوزشوی دی،برسیره پردې علینګاري صاحب زمونږدښوونځی دهنراوکلتورپه برخه کې پوره همکاري درلوده ، په ښوونځی کې د قلمي دیوالي جریدې اوهمدا رنګه په ښوونځۍ  کې د ترانې دټیم فعالول او نورعلمي اوفرهنګي پرګرامونو په مخ بیولوکې یې ځانګړې ونډه درلوده۰

 

زمونږ د ښوونځۍ د ترانې ټیم مسول استاد الینګاري به هرسهار په شاګردانو تمرین کاوه دښوونځۍ د ترانې ټیم به په لغمان کې دملي او بین المللي ورځو دتجلیل په ویاړپه رسمي محافلو اوتجلیلونوکې خاص ځای درلود۰استاد الینګاري به وطني او داحساسه ډک اشعار د ترانې تیم  ته برابرول چې  شعرونه به یې خپله  لیکل  ۰د هغه د شعرونو له بیلګې  څخه چې زمونږ د ښوونځۍ د ترانې د تیم له خوا هغه وخت د لغمان د روښان  په لیسه کې واورول شولمړی مقام  تر لاسه کړ چې ددې ترانې څو بیته همدا اوس هم په ذهن کې را سره پاتې  دي چې د دوستانو سره یې شریکوم  :

 

انسان  په پوهه  کامل انسان  شي

عقل یې سالم شي روح دجهان شي

شرف حاصل  شي  علم  او ادب نه

نه  چـــــې د مال اوملکو نصب  نه

علینګاری به ســـــتاپه فرمان شي

عقل یې سالم شي روح دجهان شي

 

زمونږ لپاره د مهترلمک لمړنۍ ښوونځۍ  په زړه پورې په دې وه چې دلته د حیدرخانیو کلیوالي ښوونځۍ په پرتله هرڅه مرتب اومنظم وه،درسي صنفونه،منـظم تقسیم اوقات ،دهر مضمون لپاره ځانګړی استاد، دښوونځۍ اداره اونور هرڅه نوي وه۰

 

دښوونځۍ سیمه به هره ورځ دملازمينو په مټ پاکه اواب پاشي  کیدله  ، شاګردان مجبوروه چې په ټاکلي وخت درس ته راشي اودښوونځۍ نظم او مقرررات مراعت کړي،که څوک به بې موجبه ناوخته ښوونځۍ ته راغی اویاکومه بله سرغړونه به یې کوله هغه ته به دادارې له خوا جزاورکول کیده۰

 

د روښان عالي لیسه

 

مونږدمهترلمک په ښوونځی کې ترشپږم ټولګي پورې درس اوتعلیم وکړ،کله چې دشپږم ټولګي څخه فارغ او شهادت نامې موترلاسه کړې د نورو زدکړودترلاسه کولوپه موخه دلغمان دروښان په لیسه کې شامل او زمونږ ټول تعلیمي اسناد او سوابق دمهترلمک دلمړنۍ ښوونځی د ادارې له خوا روښان لیسې ته ولیږدول شول اوهلته په اوم ټولګي کې شامل او د نورو نویو استادانواوهم ټولګیو سره اشنا شولو۰

 

د روښان لیسه چې په هغه وخت کې په لغمان کې یواځینۍ لیسه وه د مهترلام دښار په مرکزکې موقعت لري چې دډیرولرې ځایوڅخه لکه د الیشنګ اوالینګارد ولسوالیو ،شمنګل ،عمرزایي ،چهاردهي، د قرغیو ، مندروړ اونورو ولسوالیو ، علاقه داریو،کلیواوبانډو څخه ورته زده کوونکې ددرس اوتعلیم په موخه راتلل ، چې ورسته بیا دزده کوونکو دستونزو په نظرکې نیولوسره په سنګره،قرغیو ،او مندروړ کې نورې لیسې جوړې شوې چې ددې لیسوپه جوړیدلوسره دشاګردانو ستونزې نسبي هوارې اوهرچاکولی شوچې په خپلونژدې سیموکې خپل زده کړو اوتعلیم ته ادامه ورکړي۰

 

اکثرا شاګردان ښوونځۍ ته پلي یاپه بایسکل راتلل ، د ترانسپورت امکانات ډیر لږو هلکانو ته میسر وه ۰

دروښان لیسه ډیره پخوانۍ لیسه ده چې تعلیمي سویه یې دمجربواستاد انوپه لرلوسره ډیره لوړه وه، ډیرفارغان یې لوړدولتي اوعلمي مدارجو او منصبونو ته رسیدلي دي۰

 

دروښان لیسې دحیدرخانیودکليوالي اودمهترلمک دلمړني ښونځیوپه پرتله ډیرتوپیردرلود،صنفونه نسبي مجهزوه،په هرټولګي کې دټغرونو په ځای میز او چوکۍ وې، زده کوونکي به په منظم وخت په دریشۍ کې ښوونځی ته راتلل ،  په ښوونځی کې ملي او نړیوالې ورځې لکه د ښوونکي، آزادۍ  ، دموراو نوروتاریخی ورځو لما نځنه کیده ،ښکلې ډرامې به جوړیدلې چې شاګردانواواستادانو به پکې فعاله ونډه درلوده۰

 

دروښان لیسې استادان هریوښاغلی عظیم خان،ښاغلی مولوی صاحب طاهرخان چې په خطیب مولوی مشهوروه،ښاغلی ستار خان ،ښاغلی متین خان ، ښاغلی خانګل خان ، ښاغلی ضیاوالحق خان ښاغلی عبد الرزاق خان او ډیر نورد قدر وړ استادان وه چې همیشه یې دشاګردانو سره په درسي مشکلاتو کې مرسته او همکاري لرله۰

 

———————

نور بیا