شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

«
»

زماله نظره د ځوانانو د پارالمان دیرې مهمی دنډې

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک کاناډا تورنتو د اګست ۱۹مه نیټه ۲۰۱۶ کال.

ځوان هغه دی چې د ځوان فکر خاوند وی — نه هغه چې د اوهامو په دام بند وي

سل ځوانان د هغو زاړه قربان کړي —  چې خاوند د نوي خوند او نوي رنګ وي.

ځوان یعنې د فکري – دماغي – جسمی – عقیدتی – مذهبی – دینی – اسلامی – سیاسی – اقتصادی – نظامی – ابتکار – عمل – نوښت –  تجسس- خلاقیت – یوبل پذیري – ملی وحدت – تعصبات قومی او زبانی ،سمتی او قومی ونه لری، هغو کسانو ته ویل کیژي چې د ۱۹ کلنۍ نه بیا تر ۴۰  کلنۍ پورې عمر ولري ،پورتني صفات او خصلتو خاوندان وي .

ځوانان باید د تحصیل – درس – ابتکاراتو – وطن دوستۍ – د استقلال – ازادی – او د خاورې تمامیت ټول  اصول ، پرنسیبونه ، لارې ، چارې ، او اهدافو ته درسیدو ټول امکانات او طریقی زده کړي ، وایی ( ضرب کوتاه ترین طریقه جمع را می ګویند ) اوس هم افغانستان ۱۰۰ کاله د نورو هیوادو نه وروسته پاتې دی ، او دوروسته پاتې والی اساسی علت ېې هم د ځوان نسل بیسیواده پاتیکیدل او د ډیرو وروسته پاتې ، ارتجاعی او متعصبو ایدیالوژيګانو قربانیان دی ،د جاپان نه مخ ته موږ ازادی تر لاسه کړی وه خو ولې نن تر پاکستان – ایران – بنګله دیش او سریلانکا نه هم  وروسته پاتي یو ؟؟؟؟؟

زما له نظره موږ په هغو ډیره قوی سلاح او هغو شی چې هیڅوک ماتی نه شی ورکولای ځانونه مسلح نه کړل ،هغه عبارت دی له ( علم ، علم ، علم او تحصیل ) نه دی ،که زموږ خلکو سیواد او تحصیل درلودلۍ او په دغو وسله مجهز وۍ نن او دغه ۴۰ کاله به د ( پاکستان – ایران – عربستان سعودی – ازبکستان – تاجکستان او قزاقستان – روسی -امریکا او نورو غربی هیوادو)  قربانیان نه وو ، خاصتا زموږ ملانو – طالبانو ددغو هیوادو ایدیالوژیکو مشرانو -رهبرانو – تبلیغاتیانو تر امر او فرمان لاندې افغانستان په مخروبه تبدیل او په ملیونو وګړی ېې مړه او له منځه یوړل ، زموږ ځوانان چې زه کله کله د تلویزیونو په پرده وینم خپله جغرافیه ېې هم نه ده زده ، ساینس او سیاست او اقتصاد او نظامی برخی خو پریږده ؟؟

له پاره ددې چې نور د مجاهد او طالب بازی ونه خورۍ ، او دغه ۱۰۰ کلنه وروسته پاتې والي په دریو پنځه کلنو پلانو کی مرفوع یا پوره کړۍ دغه اساسی دندې درته پیشنهادومه .

۱ – ځانوه نه ښه مسلح کړۍ ( په علم – تحصیل او تخصصی رشتو باندې ) .

۲ – ملی وحدت تامین کړۍ ، یو بل په غیږ کی ونیسۍ، او هیڅ ډول قومی او سمتی او زبانی تفرقه اچونکی سیاست ، ایدیالوژیکومفکورو  او سیاسونو ته تابع نه شۍ .

۳ – په خپل لوی اجلاس کی دولت ته پیشنهاد وکړۍ چې نوۍ ملی وسله وال پوځ احیا او د سره د مکلفیت دوه کلنه دوره شروع کا او هر افغان بیدون له کوم امتیازه دوه کاله عسکري د ۲۰۰۰ افغانیو ماهوار معاش په ترلاسه کولو شروع کړۍ ،او ننۍ اجیر – مزدور – مصلحتی – سمتی – تنظیمی – زبانی وسله وال پوځ د تل له پاره ختم کړي اقتصادی مفاد ېې صرف په قلم وشمیرۍ چې که د ۳۵۰۰۰۰ پرسونل معاشونه ضرب ۱۰۰۰۰ کړۍ ، نو هغه ۵ ملیارده ډالره جوړوي چې هرکال ېې د سر خمۍ یا سرټیټیدو په حالت غرب درکوی ، اوس د داخلی او امنیت ملی ورسره یوځای کړۍ چې هر کال څومره پیسې صرفه جویی کوي او د امریکا او غرب د احتیاجه او نانواتی او ډیکټاټه خلاصیژۍ .

۴ – ټول معادن ملی اعلان کړۍ ، او دیوه ځوان قول اوردو له خوانه ېې محافظت – استخراج – انتقال کړي او هر کال د ۶-۷ ملیارده ډالره مفاد لاس ته در ځي او دغه پیسې په بنیادی او زیربنایی پروژو ولګوۍ .

۵ – د نویو ځوانو مولیانو ( ملانو ) ، طالبانو شورا یا ریاست په پارلمان کی داخل کړۍ او د هیواد ملان او روحانیون د وطن – خلکو د نجات له پاره سره متحد کړي او ددشمن تبلیغات شنډ کړۍ ، همیشه ورته فلمونه ، ویدیوګانی او تلویزیونی پروګرامونه ترتیب کړۍ .

په وسله وال پوځ کې ورته یو پوست دهری قطعی په چوکاټ کې مشخص کړۍ ،او د قطعاتو د مهماتو – وسلو – نقلیه وسایط – اعاشی او البسی او روغنیاتو څارنه او پلټنه د استخباراتو تر څنګ دغو ځوانو مذهبیونو ته وسپارۍ .

۶ – یو نظامی حربي کالج تاسیس کړۍ او هلته د لیلېې په شان دڅلوروکالو له پاره هغه محصلین شامل کړۍ چې په ( ساینسي- انجینري – انګلیسي او روسي ژبو) کې د ۹۵ او ۱۰۰ نمرو شاګردان د کانکور له ازموینې وروسته شامل کړۍ او د ( مهماتو – وسلو – تخنیکی وسایطو – کمپیوټر – ساف وییر او هارډوییر – سټلایت – راکټي او جټ طیارو – هلیکوپترو ـ  بیالوژي – کمیا او فیزیک )په رشتو کې تحصیلات وکړی او هره میاشت ورته ۲۰۰۰ افغانی جیب خرڅ ورکړل شی ، دری وخته ډوډۍ ورته همیشه تامین شی ، البته دسپورت او سینما تفریحی امکانت هم ورته برابر شی ، دلته ښځینه او مردانه فاکولتی را منځ ته شی او د تحصیل په پای کی ورته ددوهم بریدمن رتبه دیوه کال قدم سره منظوره شي ، دغه مبتکره ډله باید په یوه محل کی د هستوګنی کورونه د یوه بسته یا پټ شهرک په چوکات کی تنظیم شی ، دوی ته له غربه – روسې – چین – هندوستان هیوادو نه مدرن او مجهز لابراتوارونه او د کمپیوټر درس خانی خلاصی شی ، دغه کالج کولای شی افغانستان د دریو پنځه کلنو پلانو په چوکات کې د مدرنی تخنالوجۍ او مبتکرو ، خلاقو انجینرانو په مرسته د پرمخ تللیو هیوادو تر څنګ ودروی ، او سبا ته چې ( تیل – ګاز – وسپنه – میس – یورانیم – لیتیم وغیره ) معادن استخراجیژي افغانستان به کافی کدرونه ورته اماده لرې او د سقیله صنایعو دتولید انجینران به په خپل هیواد کی لرو .

۷ – اخرینه او ډیره مهمه وظیفه د ځوانانو دپارالمان داده ده چی د هیرویینو – تریاکو – چرسو ، دمخ نیوی له پاره پراخ کمپاین پیل کړی او معتادینو ته شرایط اماده کړی تر څو د تداوۍ له پاره حاضر شی او نور ددغو وژونکو مخدره توکو نه ځانونه وساتي ځکه مخدره توکي کورنۍ او د خلکو ژوند تباه کوی او هیواد دلوی بحران سره مخامخ کوی .