زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

روان وضعیت او د ملي زعامت تشه

په هېواد کې ورځ تر بلې وحشت ډېرېږي ، انارشیزم حاکم دی، اقتصادي ناورین که څه هم تر یوه بریده کابو شوی؛ خو بیا هم تر سترګو کېږي، په خپلسري روانه ده، میلیونونه انسانان په مخدره توکو روږدي دي، په سلهاو زره ا نسانان وزګار دي، هره ورځ په لسګونو هېوادوال مو له هرې خوا وژل کیږي، بېوزلي حاکمه ده، د غریب او بې وسو افغانانو حق تر پښو لاندې دی، په غریبو او بې وسو انسانانو قانون پلي کېږي، دلته تي رودي ماشومان چې تر اوسه یې پنسل هم په لاس کې نه دی اخیستي؛ په مهمو او لویو پوسټونو په دندو ګمارل کیږي، بېسوادان او ټوپکسالاران خلک ګواښي، په ملي ارزښتونو ملنډې وهل کیږي، تش په نوم مشران هره ورځ په ملي ګټو ملنډې وهې او قانون تر پښو لاندې کوي؛ تش په نوم مشران، چې له ختیځ او لویدیځ هېوادونو څخه رالېږل شوې دي زما د نیکونو پر خاوره باندې له پردیو سره چنې وهې او ګوډاګیتوب کوي، دلته پوښتنه او ګرویږنه نشته.
د افسوس خبره دا ده، چې زه یو رښتونی، زړه سوانده، ملي، مؤمن مسلمان، رښتینی افغان او د ولس غمخور رهبر او زعیم نلرم. زما هېواد ژاړي او هره ورځ چیغې وهي، چې څښتن لرم که نه؟ کوم مدافع وکیل لرم که نه؟
د روان وضعیت کابو کولو او د ولس په ګټه یې لارې ته د سمولو لپاره افغانستان یوه پیاوړي، ملي، هېوادپال، رښتیني او د افغانانو غمخور رهبر ته اړتیا لري، چې اوسمهال افغانستان له دغې لویې تشې کړیږي. افغانستان د کار سړي ته اړتیا لري نه د شعار او غونډو سړي ته، افغانستان یوه جدي، ځواکمن او په خاورې مین رهبر ته اړتیا لري، چې دا ټول افغانان سره یو موټی کړي، په خپله غیږه کې یې ونیسي او د یوه چتر لاندې ټولو ته د ژوند کولو یو ډاډمن او سوله ییز چاپېریال رامنځته کړي، له ولس سره مشوره وکړي، ولس باندې سر ورکړي، د ولس غم وخوري او بالاخره د ولس درد دوا کړي؛ نه دا، چې د ولس په ټپونو مالګه ودوړوي.
زما په اند د یادو مواردو او ننګونو د خلاصون لپاره؛ افغانستان د ذکر شویو غوره ځانګړتیاوو لرونکي رهبر او مشر ته اړتیا لري.
خبره دا ده، چې که افغانستان دغسې یو رهبر و هم زېږوي؛ په دې هم کار نه کیږي ځکه په تېر کې زمونږ هیواد د همدغسې په لسګونو رهبرانو درلودونکی  و او تاریخ یې شاهد دی. دې خاورې دغسې په سلګونو او زرګونو افغانان زیږولي دي، خو لکه څرنګه، چې له پخوا زمونږ د آبادۍ او پرمختګ دښمن یې د تاریخ په هر پړاو کې په مخ کې خنډ ګرځیدلی نو ډېر ژر یې ولس ورته راپارولی، له منځه تللی دی او د هېواد د آبادۍ او پرمختګ ارمان یې نیمګړی پاتې شوی دی. دا سمه ده، چې داسې یو رښتینی افغان به بیا هم د وخت په تېرېدو پیدا کیږي، خو د ستونزو اساسي حل به داسې وشي، چې له همدغسې یوه رښتیني افغان څخه په کلکه او په رښتیني معنا ملاتړ وکړو او د دښمن له دسیسې یې په خپله غیږ کې په خپله وساتو او که ښه رهبر غواړو نو باید ځان کې هم بدلون راولو،ځکه الله “ج” هم ویلې دي الله “ج” د هغه قوم په حال کې بدلون نه راولي، چې خپله هم په خپل حال او وضعیت کې بدلون را نه ولي.

نو موږ او تاسې هم باید خپل مسوولیت وپېژنو او پر خپل حال رحم وکړو؛ څو روان ناسم وضعیت بدل شي او د ملي رهبر تشه په ښه شان ډکه کړو.

لیکنه : خوشحال آصفي