جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

د ګډ حکومت بل تاریخي شرم

د ګډ حکومت له جوړیدو راهیسې د حکومت د شریکانو کارنامې اوریدل کیږي او لیدل کیږي په ځانګړي ډول د ګډ حکومت د مشر د نړۍ د دویم متفکر غني او د ګډ حکومت کشر عبدالله کارنامې. تیره ورځ یې بیا هم یوه داسې کارنامه وکړه چې په تیرو هغو یې ولس شکر اوباسي. د غني په لارښوونه تیره ورځ د کابل بانک لوی لوټمار او پخواني شریک خلیل الله فیروزي د ښار جوړونې له وزارت سره د سمارټ سیټي په نوم د خصوصي ښارګوټي د جوړولو تړون لاسلیک کړ. د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي د تړون د لاسیکولو پر مهال وویل، ولسمشر غني داسې حکم صادر کړی، چې د کابل بانک د فساد د قضيي ښکیل او زنداني شریکان خوشې شي، ترڅو پانګونې وکړي او له خپلو پانګونو نه د بانک پورونه ادا کړي.

ﭘﻪ پښتو کې ﻣﺘﻞ ﺩﯼ چې ﺩ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﺩ ﻣﺎﻝ ﺧﻮﺭﺍﮎ ﺩﺭﺩ ﻟﺮي ﻣﺮګ ﻧﻪ ﻟﺮي ﺧﻮ دلته په افغانستان کې ﺧﺒﺮﻩ ﺑﻞ ډول ده. دلته د حکومت مال او د ملت مال خوړل ویاړ دی. دلته د ملت مال خوړل سرلوړي ده، په دې هیواد کې هر غل، وحشي، قاتل او اختطافچي ازاد ګرځي، دلته چې څومره دا ولسونه لوټې، څومره دا ولس وژنې او څومره چې دا ولس بي عزته کوې هغومره به لوی شخص یي او هغومره به دی خلک احترام کوي. دلته د ولس مال خوړل سیاست دی او دلته د خلکو په مال خیټه اچول د چارواکو او زورواکو اصول دي. همدا خلیل الله فیروزي چې د هیواد استیناف محکمې په پنځلس کلن بند او د ټولو غلا شویو پېسو او هغو د ګټې په بېرته ورکړه محکوم کړی و؛ نن څنګه او د کوم عذر له مخې؛ نه یوازې دا چې له زندانه خوشې کیږي بلکه ورسره د هیواد یوې مهمې پروژې قرارداد هم لاسلیک کیږي؟

خلیل الله فیروزي محکمې په پنځلس کاله بند او ۵۰۰ میلون ډالره جریمې محکوم کړی خو تیره ورځ فیروزي پخپله د مطبوعاتو مخې ته راڅرګند شو او د Kabul Smart Cit  ښارګوټي قرارداد یې د ښار جوړونې وزارت سره لاسلیک کړ، په داسې حال کې چې نوموړی د محکمې د حکم له مخې لا هم بندی دی او باید پنځلس کاله بند تیر کړي.

د زنداني یو تعریف دا دی چې هیڅ زنداني د بند په موده کې د هیڅ راز پانګونې او تجارت صلاحیت نه لري. اصلاً زندان ته د یو زنداني د ورتګ معنا داسې ده چې زنداني د یو شمیر هغو حقوقو څخه چې یو آزاد شخص یې لري؛ محرومیږي. ګډ حکومت وایې چې فیروزي خلاص شوی نه دی بلکه اجازه ورته ورکړل شوې چې د کابل سمارټ سیټي په ښارګوټي کې د قراردادي په حیث برخه ولري، د ارګ دغه خبره هم له شرمه ډکه مسخره ده، که د دوي په باور یو زنداني د پانګونې او تجارت حق ولري نو بیا خو ورته زنداني نه ویل کیږي بلکه آزاد شخص دی، داسې ویل کیږي چې فیروزي شپیته جریبه ځمکه هم لري نو پوښتنه دا پیدا کیږي چې که نوموړی په ۵۰۰ میلون ډالرو جریمه محکوم دی نو ولې یې دا جریمه نه ده ادا کړې؛ په داسې حال کې چې شپیته جریبه ځمکه ملکیت هم لري؟
ولې یې دا ملکیت نه دی ضبط شوی؟
ولس پوښتنه کوي چې داسې کوم مرجع شتون لري چې د فیروزي اړوند د محکمې حکم یې لغوه کړی دی؟
کله چې محکمې نوموړی په بند محکوم کړ نو بل داسې څوک شته چې د فیروزي له زندانه د خوشي کولو حق ولري؟  
ګډ حکومت چې د کابلبانک لوي لوټمار په خوشي کولو او له دې سره د اساسي قانون او نورو قوانینو خلاف لوی مجرم ته برأت ورکړ؛ آیا د ګډ حکومت دغه کار به په هیواد او ولس کې له قانونه د تيښتې او له سزا څخه د معافیت روحیه پیاوړې نه کړي؟
او د ګډ حکومت دغه کار به له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې څومره بهرنۍ ادارې په ځان بې باوره کړي؟

د ګډ حکومت له لوري د کابل بانک د دیوالي کیدو لوی لامل او لوټمار خلیل الله فیروزي له زندانه خوشي کول هیڅ قانوني او حقوقي توجیه نه لري، او باید ولسمشر، اجرایه مشر، په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی ضیا مسعود، د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي، د ښارجوړونې وزیر او په ټوله کې ګډ حکومت باید ولس ته وضاحت ورکړي. که داسې نه وي نو اوس دې د ملي وحدت حکومت تر نامه لاندې ګډ حکومت یو بل کار هم وکړي؛  ټول غله، جنایتکاران، قاتلین، جنګسالاران، تروریستان او اختطافچیان دې ازاد کړي او دا باقي ملت دې په زندانونو کې واچوي ترڅو د شره خلاص شي.

لیکنه : خوشحال آصفی