عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

«
»

د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د پلان فیوچر د رهبري پلاوي پیغام

موږ ددې ویاړمنې ورځې په مناسبت ښاغلو هیوادوالو، درنو ښوونکو، ګلالیو زده کوونکو او د پلان فیوچر روزنیز مرکز قدرمنو استادانو ته خپلې نېکې هیلې او مبارکۍ وړاندې کوو.

د ښوونکي دنده یوه تر ټولو مهمه، سپېڅلې او له ویاړه ډکه دنده او ښوونکي ته الله پاک داسې مقام ورکړی، چې په نړۍ کې له بل هېڅ مقام سره نه شي پرتله کېدای. ښوونکی د سمون، رښتیا، روڼوالي او سرلوړۍ بېلګه ده، ښوونکی د تمدن د کاروان سالار، د علم او کلتور د قافلې مخکښ، د پیغمبرانو وارث او د غوره انسانیت معمار دی، ښوونکی د ښوونې او روزنې د بهیر مهم رکن او د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ تر ټولو اغیزناک محور دی، چې ټولنه پر مثبت لوري رهبري کوي، له همدې امله د ښوونکي لپاره یوازې دا ویاړ بس دی، چې د بشریت ستر لار ښود حضرت محمد (ص) خپل ځان ته ښوونکی ویلی او فرمایلي يې دي: (انما بعثت معلما) په تحقیق سره زه ښوونکی را استول شوی یم.

د ښوونکي د مقام لمانځل په حقیقت کې د پوهې، روښنايۍ، نېکمرغۍ، اخلاقو او معنویت ستاینه ده. ژوندي، ويښ او د پوهنې پر اهمیت پوه ملتونه تل د خپلو ښوونکو درناوی کوي او د هغوی عزتمن مقام ته په درنه سترګه ګوري. زموږ قدر پېژندونکی ولس هم هر کال د دې ویاړلي مناسبت درناوی کوي او د خپلو ښوونکو د روښانه کارنامو په ویاړ د مننې مراتب وړاندې کوي.

زموږ د ټولنې د ښوونیز او روزنیز نظام توسعه او پرمختګ په حقیقت کې د هغو ښوونکو په نه ستړي کېدونکو فعالیتونو، اخلاص، فدارکارۍ او ښوونیزو چارو کې نغښتې، چې هره ورځ په پوره خواخوږۍ او زړه سوي د ولس بچیانو ته په تېره په لرې پرتو سېمو کې زده کړه ورکوي.

موږ د حکومت څخه غواړو، چې د ښوونکو ژوند او هغوی ته د لوړو زده کړو د اسانتیاوو په برابرولو کې تر هڅه دمخه ډېر پاملرنه وکړي، څو دوی په ارام ذهن او په پوره وړتیا زموږ جنګځپلي ولس ته خدمت وکړي.

د پلان فیوچر رهبري پلاوي او کار کوونکي له دې فرصت څخه په استفادې یو ځل بیا درنو ښوونکو ته، چې د ټولنې خدمتګار، زیار کښ او فداکار قشر دی، ددوی د ویاړلې ورځې له امله د زړه له کومي مبارکي وایی.

درنښت

پلان فیوچر