در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

«
»

د ډيرو قصابانو تر منځ غوا مرداريږي

د سولې ورک برخليک

په داسې حال کې چې افغان حکومت په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې، پاکستان او چین د درې اړخیزې غونډې د جوړېدو په اړه غبرګون وښود او زياته يې کړه چې، افغان حکومت له هرې هغې ناستې سره موافق نه دی چې د افغانستان د حکومت له ګډونه پرته جوړېږي؛ اوس په تازه کې هندوستان او تاجکستان ويلي چې له افغان حکومت سره په سولې خبرو کې مرستې ته چمتو دي. د تاجکستان له ولسمشر سره په کتنه کې د هند ولسمشر ويلي، هيواد يې ژمن دی چې په افغانستان کې د سولې پروسه کې مرسته وکړي. ده تاکيد کړی چې يو شمير هيوادونه په قصدي توګه غواړي په افغانستان کې امنيتي وضعيت خراب شي خو په دې برخه کې يې د کوم ځانګړي هيواد نوم ياد نه کړ.

په ورته مهال چین او بریتانیا هم په افغانستان کې د امنیت او ثبات له ټینګښت سره د مرستې ژمنه وکړه. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر او د چین د دولت وزیر ويلي چې دواړه هیوادونه د افغانستان حکومت او افغانانو ملاتړ ته ځان ژمن بولي او د افغانستان د راتلونکي امنیت او ثبات حیاتي ګڼي. دوی وویل چې له نړیوالې ټولنې سره به په ګډه کار وکړي چې د افغانستان د راتلونکي هدفونه ترلاسه شي. دا لومړی ځل نه د ی چې د افغانستان له سولې پروسې سره د نړۍ نور هيوادونه د مرستې ټټر ډبوي، بلکې ورته ژمنې په تير کې د پاکستان، ايران، روسيه او سعودي عربستان په ګډون يو شمير هيوادونو هم کړې کړي دي چې پايله يې چندان ښه نه وه.

اوس پوښتنه دا ده، چې په کور دننه د افغان لوري د هڅو او د باندې د نړۍ سترو قدرتونو او د ګاونډيو هيوادونو د ژمنو سره ـ سره بيا هم ولې د افغان سولې برخليک نامعلوم دی؟

دوه کورني او بهرني دليلونه لري.

لومړی کورنی دليل: که څه هم په بار بار افغان حکومت او د سولې شورا په وسله والو مخاليفونو د سولې غږ کړی او تل يې ورته د دوی په باور د سولې دروازې پرانيستې دي خو بيا هم په دې برخه کې کوم مثبت بدلون نه تر سترګو کيږي. دليل يې هم همدا دی چې د افغاني نظام دننه په لويه کچه ځينې کړۍ شته چې په لويه پيمانه په جنګ کې خپلې ګټې ويني او تش د ولس د غولولو لپاره له حکومت سره د سولې خبره بدرګه کوي. دوی اصلاً خپل سياسي بقا په جنګ کې ويني خو د ولس له ډاره چې څېرې به يي ورته معلومې شي؛ په نمايشې ډول دوی هم د سولې ناره پورته کوي. خو په اصل کې همدوی د سولې اصلي دښمنان دي.

همدا ا راز د سولې عالي شورا جوړښت هم نور له کاره وتلی او تاريخ تير شوی دی. دوی په تيرو کابو اووه کالو کې فقط خپل معاشونه هضم کړي او له امتيازاتو يې خوند اخيستی دی اوبس. نور عملاً يې  داسې کوم اقدام نه دی ترسره کړی چې په اصل کې د سولې پروسې سره د مرستې سبب شي. دوی آن په دې نه دي توانيدلي چې له مخالفينو سره د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي. تر دا مهاله چې کومې منډې د سولې لپاره شوي دي هغه هم له حکومتي چينل او د بهرنيو چارو وزارت لخوا شوي دي. د سولې شوار غړي یواځې خپل وخت تيروي او بس. په کار ده چې یاده شورا یا لغوه او يا يې په جوړښت له سره کتنه وشي.

دويم بهرني دليل: بهرنی دليل هم له کورني دليل سره ورته دی. په دې معنا چې تر اوسه ټولو ژمنه کوونکو هيوادونو که څه هم مخامخ له افغان سولې سره د مرستې ژمنې کړي دي خو تر شاه يې بيرته په يو نه يو ډول له وسله والو سره د جنګ د ادامې په خاطر اړيکې نيولي دي. ښه بيلګه يې ايران او روسيه يادولی شو چې په ښکاره يې له طالبانو سره د خپلو اړيکو اعتراف کړی دی. له پاکستانه خو د خپر تمه په کار نه ده همداراز چین هم د خپلو ګډو اهدافو لپاره چې له پاکستان سره يې لري؛ د افغانستان په نسبت پاکستان ته لومړيتوب ورکوي. اوس چې هندوستان، تاجکستان او بريتانيا هم له افغان سولې پروسې سره د مرستې سينه ډبولې نو د «مشت نمونه خروار» متل په مصداق له دوی نه هم چندان د خير تمه نشي کيدلی. باور دا دی چې د ډيرو قصابانو تر منځ به غوا مرداره شي او د سولې پروسه به بې سرنوشته پاتې شي. باور مو دی تر هغه چې د يوې بشپړې افغاني پروسې له لارې هم طالبان او هم افغان حکومت د سولې لپاره په ګډه لاس په کار نه شي نو سوله به تش يو شعار وي او ولس به همداسې غولول کيږي.

لیکنه : خوشحال آصفي