نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د مجاهدینو «زغلوونکی» بیا راغی!

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د جهاد په وروستیو کلونو کې، مجاهدینو پر جلال اباد ښار یوه درنه حمله وکړه چې د ډاکټر نجیب ځواکونو ورته ماتې ورکړه. د جلال اباد ماتې که له یوې خوا د مجاهدینو مورال زیانمن کړ، له بلې خوا یې د ډاکټر نجیب د ماتو شویو او نهیلو ځواکونو مورال پورته کړ. د دې جګړې د «شهکار» څښتن، د ملي دفاع وزارت اوسنی نوماند، جنرال افضل لودین دی!

د ګډ حکومت مشران له څه کم اووه میاشتو وروسته پر دې وتونېدل چې د ملي دفاع وزارت ته هم یو «متفق علیه» شخصیت غوره کړي. د جنرال افضل لودین غوراوی د ډېرو اوږدو کمکشونو، لانجو او د واک پر سر د اخ و ډب پایله ده. په تېرو ټاکنو کې غني د تخصص شعار ډېر پورته کړی او عبدالله بیا ځینو د مجاهدینو «مدافع» باله؛ اوس د لودین ټاکنه د همدې دوو ښاغلو انتخاب دی. لودین څوک دی؟ څه یې کړي؟

کمونسټانو به ځکه په ویاړ او افتخار سره ویل چې موږ مجاهدین زغلولي، دوی هیڅ بل ځای جګړه په دومره قوت نه وه ګټلې لکه چې د جلال آباد جګړه د جنرال افضل لودین په مشري د ډاکټر نجیب الله حکومت وګټله، دا چې کمونسټانو ویل چې مجاهدین مو زغلولي، هدف همدا د جنرال لودین جګړه ده. هو، همدې لودین د دوی په خبره مجاهدین «وزغلول».
د جلال آباد جګړې د مجاهدینو او ډاکټر نجیب الله له پاره پریکنده ارزښت درلود، مجاهدین د جلال آباد هوايې ډګر ته راورسیدل.
اسامه بن لادن د ثمرخیلو غره کې له خپلو عربو مجاهدینو سره جګړه کوله، په لومړي خط کې حاجي دین محمد او انجنیر محمود او د محاذ ملي ځينې مجاهدین وو.
لومړی ځل امریکايي بي ایم – یو راکټ BM1 د جلال آباد په جګړه کې حاجي دین محمد او دهغه ملګرو وکارول.
جنرال حمیدګل په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ته ویلې وو چې په یوه اونۍ کې به جلال اباد ښار مجاهدین ونیسي، مګر ځینو سیاسي مجاهدینو هغه مهال هم ویلي و چې جګړه به ۶میاشتي دوام کوي.
داچې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له خوا د جلال آباد د جګړې قومانده د جنرال افضل لودین په لاس کې وه، جګړه يې وګټله او مجاهدین يې په شا کړل، چې دا د مجاهدینو له پاره تاریخيماتې ګڼل کیدله او ګڼل کيږي.
ولي مجاهدینو ماتې وخوړه؟

د پاکستان د پيپلز پارټي لوړ پوړو کسانو د بې نظیر بوټو د مور په ګډون په کراچۍ کې د افغانستان کمونسټ پلوه کونسل سره ولیدل او هغه ته يې ډاډ ورکړ چې جګړه مجاهدین نه شي ګټلای. د پيپلز پارټۍ د پاکستان پوځ دننه چې کوم کسان درلودل هغوئ ته يې دنده وسپارله چې د جلال آباد په جګړه کې د مجاهدینو د ناکامۍ له پاره پلان جوړ او هڅې وکړي.
ویل کېږي د پيپلز پارټي او ډاکټر نجیب د حکومت ترمنځ د جلال آباد جګړې اړوند معامله وشوه.
احمدشاه مسعود روسانو ته د سالنګ لاره پرانستې پريښودله، روسانو مهمات، وسلې او غذاييمواد کابل ته او له هغه ځایه د ډاکټر نجیب حکومت وتوانیدی چې په مسلسل او منظم ډول سره وسلې، مهمات او غذايي مواد جلال آباد ښار ته ورسوي.
احمد ضياء مسعود د همدې له پاره چې د جنګ د اوږدوالي عواملو باندي ځان پوه کړي او بیرته احمد شاه مسعود ته راپور یوسي، پېښور کې د جګړې له جریان څخه د باخبره خلکو سره ناستي او مجلسونه درلودل.
د پاکستان پوځیان د جلال آباد جګړې پر مهال پر دوو ډلو وېشل شوي وو، افغان مجاهدینو يوې ډلې ته (لوټه) او بلې ډلې ته (بوتل) ويل.
لوټه پوځیان هغه چې اودسونه او لمونځونه يې کول او د جنرال ضیاء الحق طرفداران وو، او بوتل پوځیان هغه ډله چې بوتل (شراب) يې څښل او د پيپلز پارټي پورې يې تړاو درلود.
په ټوله جنرال افضل لودین وکولای شول چې جګړه د ډاکټر نجیب د حکومت په ګټه او د مجاهدینو په ماتې سره ختمه پای ته ورسوي.

«زغلوونکي» بیا پېښه راوکړه!

هو، اوس ولسمشر غني او اجراییه رييس همدې «زغلوونکي» سره یوه خوله او یوه ژبه کړل. دوی بیا «زغلوونکي» ته پناه یوړه. د لودین غوراوي کې په یقین سره د ده د جلال اباد د «شهکار» رول شته. اوس چې غني په داسې مهال کې دغه وړ یو وزیر ټاکي، ښايي همدا یې هدف وي چې د طالبانو د پرمختګونو د مخنیوي لپاره ښاغلی لودین د پرونيو مجاهدینو پر ضد له خپلو تاکتیکونو او تجربو ګټه پورته کړي.

لودین بیا راغی؛ خو ښايي له بازګشته یې د ولسمشر ډېرې نورې موخې وي، چې وخت به یې راڅرګندې کړي.