به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

د غني بدیل دې رامخکې شي!

دا سمه ده،چې غني به تېروتنې لري،ستونزې به وي،فرصتونه به یې له لاسه ورکړې وي،د خلکو په دسترخوان کې به یې ښه او مثبت بدلون نه وي رامنځته کړی،خو دا هم د بحث وړ موضوع ده،چې د اووه لسو ټیمونو له ډلې کوم یو یې د اوسني ولسمشر بدیل کېدلی شي؟
پر کوم یوه حساب کولی شو؟

کوم یو به یې د هېواد بېړۍ د مقصود ساحل ته ورسوي؟ او داسې ډېرې نورې پوښتنې؛خو له انصافه به لرې وي که ووایو،چې ولسمشر اشرف غني هېڅ مثبت کار ندی کړی.

یوه لویه ستونزه،چې غني موږ ته ناکام راپېژني هغه د غني د مخالفو سیاسي څېرو، ډلو،کړیو او هېوادونو او ناراضو کسانو پروپاګند او بې خرته منفي تبلیغ دی،چې له هرې ممکنه وسیلې څخه کار اخلي او د افغانستان ولسمشر په نښه کوي.

په دې هم سترګې نشو پټولی،چې بې شمېره کسان به د افغانستان د خدمت جوګه او ولس ته د کار لپاره تیار وي،خو که دوی خپله رامخکې نشي،پېژندل او تجربه کول یې وخت ونیسي او د ولس ستونزو ته رسیدګي به له صفره پیلوي.

د غني مخالفان تل دا وايي،چې د ده د واک موده ټوله په ژمنو، خیالي خوبونو او ناممکنه ارمانونو تېره شوه او د پام وړ هېڅ کار یې ونکړ.

خو تاسې وینئ،چې غني تر ډېره او په تدریجي توګه د زورواکو لاسونه له شا ور وتړل،د کورنیو جګړو د بربادیو او ورانیو ټپونو باندې یې پټۍ کېښودې او د بېلابېلو لوریو له فشارونو سره سره یې بیا هم هر ځای کې د هېواد او ولس په خیر ګامونه پورته کړل.

 

څوک د غني بدیل غواړي؟

د غني د بدیل او ګوښه کېدو ډهل هغو کسانو په غاړه کړی،چې تر پرونه یې خپله له ده سره یارانه وه او یو ځای یې مجلسونه سره کول،خو د واک نشې دومره لېوني کړل،چې دوه پښې یې په یوه موزه کړې او د غني ګوښه کېدل غواړي،خو د داسې کس په لټه کې یې له ستړیا پرته بل څه په نصیب نه شول.

که له ولسه پوښتنه وشي،چې په تاریخي لحاظ او بیا د اوسني ولسمشر په کابینه کې آزمویل شوې کسان به وکولای شي د غني ځای ونیسي او خلکو ته به له ده نه ښه خدمت وکړي؟
که داسې نده، نو بیا ولې باید هغه چا ته فرصت ورنکړو،چې تر یوه حده یې کارونه کړې دي او لا هم لګیا دی ولس ته یې د خدمت ملا تړلې ده؟ ولې باید کړنې یې کمپایني وبولو؟

او ولې یې باید ملاتړ و نه شي؟

دا،خو ټولو ته معلومه ده،چې په اوسنیو شرایطو کې د غني په پرتله هېڅ بل ښه بدیل نه تر سترګو کېږي او که راپیدا هم شي،نو وخت ته اړتیا ده،چې و یې پېژنو او افغانستان ته خپله ژمنتیا ثابته کړي،نه بهرنیو هېوادونو ته.

ولس ته په کار ده،چې له حکومت سره د ولسي چارو په بریا کې همکار شي؛څو پر خپلو پښو ودرېږو او د یوه پیاوړي او له زورواکو پاک نظام ولرو او له سیالانو سره سیال شو.

سیاسیون مو دې هم له ماشومانه ضده لاس واخلي او د نظام د ستنو د سستولو پر ځای دې یې د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او غني ته دې فرصت ورکړي،چې خپل ولسي پلانونه په آرام فکر بشپړ کړي؛دا به هم د دوی په خیر وي او هم به د ولس په خیر،ځکه په اوسني شرایطو کې ولس ته هم ستونزمنه ده،چې له غني څخه پر ښه بدیل فکر وکړي،وخت ورته ولري او پر نوې څېرو باور وکړي؛ولس په دې پوهېږي،چې هر هغه څوک،چې اوس د ولس خدمت ته ټټر وهي؛ سبا به یې وضعیت له دې هم بدتر کړی وي، نو ښه ده،چې غني د افغانستان غني کولو ته پرېږدو؛ نه دا،چې ستونزې ورته جوړې کړو او کندې ورته وکینو.

لیکنه: خوشحال آصفي