جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

د طالب د ازمايښت وخت؛ ځان بايد ثابت کړي چې خپلواک دی که غلام ؟

بلاخره د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د ترسره شوې هوکړې بل ستر شرط هم عملي شو او په نيږدې راتلونکې کې به يې پاتې نور هم پوره شي. وړمه ورځ د اسلامي حزب د امير حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو له لیست وویستل شو. د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي چې حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار نوم د بندیزونو له تور لیست نه ویستل شوی او په حکمتیار د پانګې کنګل او سفري بندیزونه نور نشته. د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت له اسلامي حزب سره د سولې تړون پر مهال ژمنه کړې وه چې د ښاغلي حکمتیار نوم به د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړ اېستل کېږي. افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لارې د تېر ډیسمبر په وروستیو کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د لیک په استولو سره دا غوښتنه وکړه چې يادې شورا هم د افغان حکومت غوښتنه ومنله او د حکميار نوم يې له تور ليسته ليرې کړ.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليسته د حکمتيار د نوم له ايستلو سره د خلکو نظرونه هم ويشلي دي. ځينې خلک هيله مند دي چې له تور ليسته د حکمتيار نوم وايستل پخپله نورو وسله والو طالبانو ته د سولې په اړوند د افغان حکومت پياوړې اراده او د مخالفانو لخوا د هغوی ورته شرطونو د منل کيدو امکانات څرګندوي. خو ځينې نور بيا له تور ليسته د حکمتيار د نوم له ايستل کيدو سره مخالفت کوي او په دې باور دي چې ياد ګام به د افغانستان سياست بدل او د طالبانو په وړاندې جګړه پېچلې کړي. په ورته مهال کابل ته د حکمتيار له راتګ سره هم ځینې خلک مخالفت کوي او له افغان حکومت سره د اسلامي حزب د سولې تړون د لاسلیکېدلو پر مهال په کابل کې د دې تړون ضد مظاهرې هم وشوې.

له يادو نظرونو سره سره اوس پوښتنه دا ده چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليسته د ښاغلي حکمتيار د نوم وايستل وسله والو طالبانو ته څه پيغام ورکوي؟

لکه څنګه چې مخکې اشاره وشوه له اسلامي حزب سره د افغان حکومت خبرې په بشپړ ډول بين الافغاني وې او دلته د يو شمير مخالفتونو سره سره بيا هم د بريا تر پوړيو ورسيدې. د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د هوکړې لاسليک او عملي کيدل په لومړي قدم کې ټولو وسله والو مخالفانو په ځانګړي توګه طالبانو ته دا ښکاره پيغام ورکوي چې د افغانستان د ستونزې د حل يوازينۍ لار سوله او مخامخ خبرې کول دي. همداراز د دغې هوکړې په لاسليک او عملي کيدو سره دا په ډاګه کيږي چې افغان حکومت د سولې لپاره پياوړې اراده لري او هره مخالفه وسله واله ډله کولی شي چې د خبرو له لارې له حکومت سره خپلې ستونزې شريکې او توافق ته ورسيږي. همداراز تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د ملګرو ملتونو له تور ليسته د حکمتيار نوم ليرې کيدلو دا ثابته کړه چې که طالب هم وسله په ځمکه کيږدي، د پردي غلامي پريږدي، د روس، ايران او پاکستان په غيږه کې ځان وانه چوي او پرته له دريمګړي په مستقيمه توګه له افغان حکومت سره خبرې شروع کړي؛ نو پرته له شکه چې خبرې به يې رنګ راوړي.

طالب بايد ځان ثابت کړي چې غلام دی که آزاد؟

که څه هم له وړاندې ويل کيدل چې دلته په افغانستان کې جګړه د  افغانانو خپله جګړه نه بلکې يوه استخباراتي او د پرديو جګړه ده چې کله د طالب او کله د داعش په نوم پر مخ وړل کيږي؛ خو دلته په طالب هغه وخت د پردۍ د مزدورۍ اسناد کره شول، کله چې روس او ايران په ښکاره اعلان وکړ چې له دغو ترهګرو سره اړيکې لري. اوس له اسلامي حزب سره د افغان حکومت له سولې او له تور ليسته د ښاغلي حکمتيار د نوم د ليرې کيدو سره د طالب لپاره هم ښه زمينه برابره شوې ده چې وښايې دوی په خپلو پريکړو کې خپلواک دي که د بل په اشاره يې د افغان وژنې پروسه پيل کړې ده.

د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې هوکړه لاسليک او په پرله پسې توګه يې د مادو عملي کيدلو؛ طالب وسله وال د ازمايښت وخت برابر کړی دی. اوس نور نو طالب ته هغه پلمه هم نه ده پاتې چې ویل به يې افغان حکومت تش په خوله د سولې نارې وهي خو په کې د سولې اراده نشته. له اسلامي حزب سره د سولې هوکړې د طالبانو ياده پلمه ورکه کړله. همداراز اوس طالب بايد په دې پوه شي چې که له افغان حکومت سره د خبرو له لارې مخ ته ولاړ شي نو د دوی هر ډول مشروع شرطونه به هم لکه د اسلامي حزب په شان ومنل شي. اوس که طالب ځان ته افغان وايې، که يې په دې ځوريدلي ملت زړه درديږي او که چيري لور په لوټه تيره نه کړي او د پردي د غلامۍ کړۍ يې په غاړه کې نه وي اچولي نو بايد له افغان حکومت سره بین الافغاني خبرو ته چمتووالی وښيي او نور د پرديو په اشاره خپله خاوره د بې ګناه انسانانو په وينو سره نه کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي