جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

«
»

د سولې څلور اړخیزې ناستې  او لاسته راوړنې

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د روان کال د جنوري پر ۱۱مه اسلام اباد کې د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د افغانستان سولې اړوند ناسته وشوه. له ناستې وروسته د افغانستان له اړخه مشر مرکچې حکمت کرزي چې کابل کې کومې څرګندونې وکړي، هغه د سولې خلاف څرګندونې وې او له طالبانو يې یو ځل بیا وغوښتل چې یا خو دې د حکومت د سولې له پروګرام سره یو ځای او یا به یاد هیوادونه په ګډوه دوی ځپي، د حکومت د سولې پروګرام تر دې مهاله طالبانو څخه د تسلیمیدو غوښتنه کوي.

د جنوري پر ۱۸ مه نیټه د یادو څلورو هیوادونو ترمنځ ناسته کابل کې وشوه، بیا هم د ناستې په پېل کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پر طالبانو ږغ وکړ چې وسلې پر ځمکه کیږدي او د حکومت د سولې پروګرام سره يو ځای شي چې  په حقیقت کې بیا هم پر طالبانو د تسلیمیدو ږغ وو.

د دواړو ناستو له پېل څخه مخکې او د ناستو وروسته ډیری افغان سیاستوالو په ټلویزوني بحثونو، مرکو او لیکنو کې دغه ناستې د سولې اړوند هیله مندې ونه ګڼلې، ډیری د نظر خاوندانو شک ښکاره کړ چې پاکستان د سولې اړوند رښتینی نه دی، دا ډول ځینو دا هم ویل چې افغان حکومت لا هم د سولې ښکاره تګلاره نه لري او د سولې له پاره ژمنتیا او اراده نه لري.

پر پاکستان بې باوري

په ټوله کې د پاکستان له خوا د افغانستان سولې اړوند هڅو باندې افغان ولس او افغان سیاستوال بې باوره دي، یواځي لوړ پوړي دولتي چارواکي دي چې څرګندوني کوي چې پاکستان کولای شي طالبان د سولې مذاکراتو میز ته په زور سره راکش کړي، او د دولت دننه بیا ګڼ شمیر داسي منځ پوړي چارواکي شته چې پر پاکستان شک کوي. حکومتي چارواکي ښايي ځکه د سولې هيلې پاکستان پورې وتړي، چې بله لار نه لري. دوی تیار نه دي چې له طالبانو سره مخامخ بې له کوم بهرني منځګړي د سولې او جګړې اړوند مسئلې مطرح کړي؛ ځکه دوی اصلاً د سولې پر مذاکراتو نه، پر تسلیمۍ باور لري. هغه خام باور چې پنځلس کاله افغان حکومت له کومې پایلې پرته وپاله!

د څلور اړخیزو ناستو اړوند افغان سیاستوالو او ډیپلوماټانو لیکنې وکړي، چې په دي ترڅ کې په اسلام اباد کې د پخواني افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف لیکنه هم یادولای شو، هغه ویره ښکاره کړې چې دغسي ناستې د سولې اړوند نه بلکې د جګړې د اوږدیدو په موخه کیږي، او د جګړې پلانونه پکې طرحه کیږي، هغه په څرګند ډول د افغان حکومت پر ارادې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسي د سولې اړوند شک ښکاره کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوه، احمد سعیدي چې پخوا په دې نظر وو چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري، د جنوري په لومړۍ اونۍ کې  اسلام اباد کې د سولې خبرو اړوند کوم کانفرانس کې له پاکستاني چارواکو او سیاستوالو سره تر کتنو وروسته اوس په دي نظر دی چې پاکستان د سولې په نوم امتیاز غواړي چې د ډیورنډ کرښه او پوله د افغانستان له خوا په رسمیت پېژندل او دا ډول منځنۍ آسیا ته د ټرانسپورټ امتیاز او د هند له نفوذ څخه د افغانستان خلاصون غوښتنې لري، سعیدي خو لا دا هم وایي چې پاکستاني چارواکي او سیاستوال ادعا کوي چې ولسمشر اشرف غني د هغه د حکومت په پېل کې ورسره یادې غوښتنې یو ډول منلي دي. له پاکستانیانو سره د سعیدي خبرو او د نظر بدلون پاموړ دی. سعیدي هم اوس پر دې باور دی چې پاکستان پر طالبانو کنټرول نه لري.

افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر خلیلزاد هم د اسلام اباد ناسته د سولې اړوند نهیلي هڅې بللي دي.

سولې بهیر او نوې پېښې

له څلور اخیزه ناستو مخکې، وروسته  او جریان کې ځينې داسي پیښې وشوې چې بې باوري يې زیاتې کړي، په مزار شریف کې د هند پر قونسلګرۍ برید، جلال آباد ښار کې د پاکستان پر قونسلګرۍ برید، پېښور کې د افغان ډيپلوماټ پر کور برید او په کراچۍ کې د پاکستان استخباراتو له خوا د ۴ افغان امنيتي کسانو نیول.

دا ډول د همدې ناستو په جریان کې کابل د بریدونو شاهد وو، کابل کې چې په سبا به ناسته کیږي په هغه شپه يې راکټي بریدونه وشول، ځينې راپورونه دي چې د ایټالیا سفارت هم د همدې بریدونو له امله زیانمن شوی، او د ناستي څخه یوه ورځ مخکې جلال اباد کې د یو قومي مشر په کور کې چې نور قومي مشران هم راټول شوي وو خونړی برید وشو، تر لس زیات افغان قومي مشران پکې ووژل شول.

د اسلام اباد ناستې وروسته د پاکستان (سرتاج عزیز اوس یوازې د بهرنیو چارو سلاکار دی)  د بهرنیو چارو سلاکار، سرتاج عزیز چې د پاکستان له اړخه يې د پلاوي مشري کوله او د حکمت کرزي چې د افغانستان له اړخه يې د پلاوی مشري کوله د نظر ښکاره اختلاف ولیدل شو، سرتاج عزیز وویل چې طالبانو اړوند باید نظامي اقدامات یا نظامي عکس العمل ونه ښودل شي، برعکس حکمت کرزي وویل چې د طالبانو هره ډله که سولې ته اماده نه شي وبه ځپل شي.

دا ډول په اسلام اباد کې افغان سفیر جانان موسی زي بیا وویل چې د داعش ډلې اړوند جنګیالي افغانستان ته د پاکستان له خاوري څخه را اوړي.

د جنوري پر ۱۸مه نیټه چې کابل کې څلوراړخیزه ناسته وه، د مشرانو جرګې مشر مسلیمار وویل چې څوک سوله نه کوي هغوی باید ووژل شي. هغه وویل چې له هغه چا سره سوله کوو چې سوله غواړي او څوک چې له موږ سره جګړه کوي هغوی باید ووژل شي.

د افغان حکومت د سولې ټولې پروسې او شعارونه له تیرو ۱۵ کلونو تر دې مهاله د طالبانو د تسلېمدو اجنډا لري، هغه څه چې په تیرو کلونو کې يې نتیجه ورنه کړه او ممکن په راتلونکې کې هم د سولې تر نوم لاندي د طالبانو تسلېمیدل شوني نه وي.

طالب سره خبرې

تر څو چې طالبانو سره مخامخ خبري ونه شي د هغوی غوښتنې وانه وریدل شي او هغوی د جګړې یو اصلي لوری ونه منل شي د سولې خبرې ممکن کله هم نتیجه ورنه کړي، لا هم افغان حکومت طالبان د جګړې اړخ نه ګڼي او پرځای يې غواړي چې پاکستان د جګړي اړخ وښيي چې پاکستاني چارواکي داکار د خپل هیواد پر تاوان ګڼي. افغان حکومت لا هم چمتو نه دی چې هغه حقایق ومني، چې نور یې د انکار پر ځای د اقرار وخت رسېدلی. امریکا چې د جګړې اصلي لوری دی، د افغانستان ځمکني حقایق یې ومنل، د پاکستان پر ځای یې د خپلو اسیرانو مشکل له طالب سره حل کړي؛ خو دا یوازې افغان حکومت دی چې خپلې خبرې ته اړم دی.

امریکا هم تر ډیره  دا افغان حکومت خبرو ته غوږ ږدي او د حکومت ملاتړ کوي، دا ډول د جګړې د زیاتوالي او اوږدیدو خبر ورکوي، د اسلام اباد ناستې وروسته ولسمشر اوباما وویل چې افغانستان به په راتلونکې يوې لسیزې کې هم د تروریزم سره د جګړې ډګر وي، او ډیویډ پټریوس بیا وویل چې په افغانستان کې باید د ناټو هوايي بمباري زیاته شي، بل لور ته امریکايې او بریتانوي پوځیان عملا د هلمند جګړه کې لګیا دي له طالبانو سره جګړه کوي، چې طالبانو ويلي چې د امریکايي عسکرو په جګړه کې بیاځل ښکېلتیا به د سولې خبري ټکنۍ او منحرفې کړي.

د افغان حکومت د ننه لا هم د سولې اړوند یو نظر، موقف او تګلاره نه لیدل کیږي، د غني او عبدالله تر منځ لا هم د واک پر سر ناندرۍ پای ته نه دي رسیدلي، د ولسمشر لومړی مرستیال دوستم له تیرو دوو میاشتو راهیسي په رسنیو او مهمو دولتي مجالسو کې نه دی لیدل شوی، ویل کیږي له غني څخه د واک پر سر ماڼيجن دی.

په تیرو لسو کلونو کې بېلابېل دغسي یو اړخیزې ناستې شوې او ځينې وختونه له اوسنۍ څلور اړخیزو ناستو هم قوي ناستې شوې، ولي ستونزه دا ده چې د جګړې یو مهم لوري هر ځل په لوی لاس له دغسي ناستو څخه محروم ساتل شوی، تر څو چې د جګړي د ښکېلو لوریو غوښتنې او انديښنې وانه وریدل شي، دغه ډول ناستې یواځي د ملتونو د اذهانو مغشوش کول او مصروف ساتل دي.

امریکا هغه هیواد دی چې د یو لوی ایتلاف په جوړولو سره يې پر افغانستان حمله وکړه، افغان حکومت د همدې امریکا په زور پر افغان ولس تپل شوی او پاکستان د امریکا له خوا پر افغانستان د حملې پرمهال  یو له لومړنیو متحدینو د امریکا څخه دی چې د امریکا تر څنګ ودریدی، د امریکا په واک کې يې خپل هوايې ډګرونه ورکړل او امریکايي الوتکو د پاکستان له خاوري الوت کاو پر طالبانو يې بمبارد کاوو.

منځګړي که د جګړې لوری؟

درې واړه هیوادونه (امریکا، پاکستان او افغانستان) د جګړې یو لوري ګڼلای شو، چین هیواد سمه ده چې تر دي مهاله یو ډول ځان ناپېيلی ګڼي ولي د پاکستان ګټې بیا چین ته تر افغانستان او طالب ډیرې مهمې او لومړیتوب لري، نو بیا ویلای شو چې که د سولې اړوند کومه طرحه د یادو هیوادونو په شتون کې جوړيږي هغه به د طالبانو پر زیان، د افغان حکومت په ګټه او پاکستان ته به زیات امتیازات پکې منل کيږي، ځکه امریکا او چین دواړه له پاکستان سره نږدې ملګرتیا لري او غواړي پاکستان په سېمه کې سیاسي نفوذ ولري افغانستان يې د نفوذ تر ساحې لاندي وي.

که موږ د سولې په نوم بلې جګړې ته ننوځو، امریکا، چین او افغان حکومت د پاکستان غوښتنې مني او د ډیورنډ پر سر معامله کیږی، داکه یواځي افغان حکومت يې ورسره ومني او یا ممکن د فشار له کبله پر طالبانو هم دا شرط منل کيږي، پرته له شکه یوې نوي او اوږدې جګړې ته ننوځو، افغان ولس به د افغان حکومت او پاکستان پر ضد دریځ نیسي او بیا به هم افغانان د سیاستوالو د خامو پریکړو قرباني کيږي، په ټوله کې د سولې په نوم بله جګړه پېليږي.

د ولسمشر غني پر اراده ځکه شک دي چې پاکستان او غني دواړه د امریکا د لارښوونو سره سم پر مخ ځي، دواړه هیوادونه د امریکا له خوښې او غوښتنې پرته د افغانستان سولې اړوند خپلواکه پریکړه نه شي کولای، له همدې امله  په کار ده د طالبانو ځينې ستونزمني خبرې مخامخ له امریکا سره مطرح او بحث پري وشي.

د حکومت نه ژمنتیا

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وايې چې د ولسمشریزو انتخاباتو مخکې مې له اشرف غني څخه پوښتنه وکړه چې غواړي  ډیري پیسې له جنګ سره ولرې او یا فقر او نیستي له سولې سره ولرې، هدف داچې که پیسي غواړي چې ولري نو نړیوالو سره به معامله کوې او جګړې ته به دوام ورکوې، خو که امنيتي تړون لاسلیک نه کړي نو پیسې به نه وی ولي سوله بیخې ممکن ده، د غني ځواب دا وو چې جنګ له پیسو  سره، یعني سوله يې نفي کړه!

د پاکستان له خوا د سولې پخوانۍ تجربه لا هم افغانان یاد کې لري، کله چې يې د پخوانیو مجاهدینو د ځینو ګوندونو د خوښې خلاف په جینوا کې د هغوی په استازيتوب له روسانو سره معامله وکړه، هغه وخت کې هم څلور اړخیزه ناسته وه، امریکا، پاکستان، افغانستان او پخوانی شوروي اتحاد، اوس پاکستان ورته هڅې په دومره توپیر سره کوي چې داځل د پخواني شوروي اتحاد پر ځای چین د خبرو میز کې ونډه لري. د پاکستان دهغه وخت د حرص او امریکا د ناسمو تګلارو له امله ده چې دا دي ۲۷ نور کلونه موږ په جګړه کې بوخت یو، او تر دي چې امریکا او ګڼ شمیر نور اروپايې هیوادونه هم افغان جګړه کې ښکېل، او نن د خپلو ماتو او تیروتنو جبران نه شي کولای.

چین ته په کار ده چې د افغانانو باور له لاسه ورنه کړي، او که افغانان پر دې پوه شول چې چین د پاکستان اړخ نیسي او پاکستان ته امتیازات ورکولو کې له امریکا او افغان حکومت سره یوه خوله دی، پرته له شکه افغان ولس به پر چین هم داسي بې باوره شي لکه پر پاکستان چې بې باوره دی، او افغانانو بې باوري له منځ وړل به بیا چین ته اسانه هم نه وي، داچې چین غواړي په سېمه کې اقتصادي پروژې پېل او چین پکې مهم رول ولري، نو چین  ته په کار ده چې د سولې خبرو کې خپل ناپيلتوب وساتي او جګړې ښکېل اړخونو ته په یوه سترګه وګوري.

د رښتینو هڅو اړتیا

امریکا لا هم کولای شي چې د افغانستان جګړه په پوره مسؤلیت سره پای ته ورسوي، داچې د افغان حکومت ننګه پريږدي، او د سولې رښتيني خبرې پېل او د افغانستان د مسئلې اساسي حل ته ژمن شي، نه داچې د سولې په نوم موږ له ګاونډیو هیوادونو سره جګړې ته ټیل وهي او یا د افغانانو ترمنځ د شخړو زیاتولو هڅې رواني وساتي او غواړي افغانان په خپل منځ کې د نهو نورو کلونو له پاره وجنګیږي.

امید دی چې امریکا هم نور خپل امریکایي ملت د سولې دروغجنې پروسي اړوند ونه غولوي، افغان حکومت هم د افغان ولس مظلومیت ته په کتلو سره نور دغه ملت د سولې په بېلابېلو دروغجنو ژمنو مصروف ونه ساتي او پاکستان هم د افغانستان له جګړې څخه د امتیاز تر لاسه کولو له هوډ څخه تیر او په ګډه یاد هیوادونه او زموږ نور ګاونډي، سیمه ییز او نړیوال شریکان په افغانستان کې د رښتینې او تلپاتې سولې اړوند هڅې په شریکه وکړي، تر څو د افغان ولس له کور څخه د اوږدې جګړې ټغر ټول شي.