افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

«
»

د داعش خونه ړنګه کړئ، خو ولس يواځې مه پريږدئ

وروسته له هغې چې په ختيځ ولايت ننګرهار کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلکو ناتار جوړ کړ؛ تيره ورځ په دغه ولايت کې افغان سرتیرو د داعش وسله والو ځپلو له پاره هوايي او ځمکني چاڼيز عمليات پيل کړل. د ۲۰۱سیلاب قل اردو ویاند ډګروال شیرین آقا په وینا؛  په دې عملیاتو کې بهرني ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره مل دي. د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايی؛ عملیات به ترهغې روان وي، چې ټولې سیمې له داعشیانو پاکې شوې نه وي. ياد عمليات د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې د داعش ترهګرې ډلې پر ضد ترسره کيږي. دا لومړی ځل نه دی، چې په یادو ولسوالیو کې د داعش د ځپلو لپاره دا ډول عملیات پیلیږي، له دې مخکې هم دوه ځله  ورته عملیات تر سره او ګڼې سیمې پاکې شوي؛ خو، چې سرتېري ترې په شاه شوي بېرته په کې داعش پوځي مرکزونه جوړ کړي دي. هسکه مېنه او کوټ د ننګرهار هغه دوه ولسوالۍ دي، چې اوس هم ډېرې سیمې د داعش په ولکه کې دي.

له دې وړاندې هم حکومت په ننګرهار کې د داعش پر ضد پراخ عملياتونه ترسره کړي دي خو مثبته پايله يې موقتي وه او وروسته له څو مودې به په يادو سيمو کې داعش د دويم ځلي لپاره خپريدل. په لومړيو کې چې دغه ترهګره د طالب د ايډيال دښمن په توګه رادبره شوه نو حکومت هم د طالب د تضعيف د فکتور په توګه بلله. وروسته کله چې يې په ننګرهاري ولس ناتار جوړ کړ، د خلکو کورونه يې وسوځول، ځوانان او سپين ږيري يې په بمونو والوزول او ماشومان يې په منځ دوه ټوټې څيرې کړل نو حکومت يې پر ضد پراخ عملياتونه پيل کړل چې په نتیجه کې يې دغه ډله د موقت لپاره نابوده شوه او ځينې يې د پاکستان طرف ته واوختل. وروسته له عملياتو چې امنيتي ځواکونه له سيمې راووتل نو داعشيانو له فرصته ګټه پورته کړه او يو ځل بيا يې په ولس کې خپل وحشت خپور کړ. دا ځل يې ولسونه د پاڅونوالو په نوم وربړول او ووژل.

يعنې ويلی شو چې په تير کې هم حکومت په ننګرهار کې د داعش د ځپلو لپاره پراخ عمليات ترسره کړي او په کې يې داعشيانو ته درانه تلفات اړولي خو د څه مودې په تيريدو له داعشه پاکې شوې سيمې بيرته همدغې ډلې ته په لاس ورغلي او بيا يې پر ولس د وحشتونو څپه خپره کړې. دا ځل حکومت وايې چې دغه عمليات به د نورو هغو په پرتله ګټور وي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا عملیات له تېرو هغو سره پرتوپیر پیل شوي او پایله به یې هم ډاډمنه وي. د نوموړي په وینا؛ په دې عملیاتو کې به پاکې شوې سیمې د ملي امنیت ریاست په همکارۍ پاڅونوالو ته سپارل کیږي او د سیمې د بیارغونې پروژې به په کې پلې هم شي.

حکومت خلکو ته د ډاډمنې امنيتي فضا د رامنځته کولو ژمنه ورکوي خو اندېښنه دا ده که د عملياتو په پايله کې له داعشيانو پاکې شوې سيمې يو ځل بيا په يواځې ځان ولس ته پريښودل شي؛ پايله به يې د تيرو عملياتو په څېر وي او له څه مودې وروسته به بيا يادې سيمې داعشيانو ته په لاس ورشي. ځکه په دغه ولايت کې د لومړي ځل لپاره د داعش پر ضد عمليات نه ترسره کيږي بلکې له دې وړاندې هم ورته عمليات ترسره شوي دي خو د حکومت د بيغورۍ له امله پاکې شوې سيمې بيرته داعش نيولي او له څه مودې وروسته هماغه ډول او هماغه ژرنده برابره شوې ده.

په تير کې چې حکومت د داعش پر ضد عمليات ترسره کړي په کې دغې ترهګرې ډلې ته درانه تلفات اوښتي، سيمې ترې پاکې شوي او د اوسيدو سيمې يې نيول شوي دي خو وروسته له څه مودې چې حکومت يادې سيمې په يواځې ځان پاڅونوالو ته پريښې نو داعش پرې بيا غلبه کړې. حکومت ته دا ځل په کار دي چې خپلې تيرې تجربې تکرار نه کړي. حکومت بايد له تيرو تجربو په ګټې اخيستنې په هغو سيمو کې اوسمهال له داعشيانو سره دي؛ له عملياتو وروسته په کې امنيتي پوستې جوړې او اضافي امنيتي ځواکونه دې په کې ځای پر ځای کړي. همداراز د ولس او پاڅونوالو ملاتړ دې وشي، دوی ته دې وخت پر وخت حکومتي مرستې ورسيږي.

لیکنه : خوشحال آصفي