نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

جوردانو برونو ( بخش دوم ) 

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

افغانستان پس از پنج سال طالبان؛ ثبات واقعی یا آرامش…

وحیدالله نورزی افسر ارشد نظامی سابق، استراتژیست میدانی و تحلیل‌گر امنیتی…

افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

عقاب ها پرپر می شوند؛ اما پرواز شان ادامه دارد

 نویسنده: مهرالدین مشید پرپر شدن عقاب‌ها؛ خاموشی پرواز نیست عقاب‌ های آزادی…

طلسم زمان

رسول پویان دل از طلـسـم زمان عـاشـقانـه بیرون شد قفس شکست و…

جنایات حفیظ الله امین

روایت دردی از هزاران درد بی‌درمان هم‌وطنان ما محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان مکتب…

شارل دو مونتسکیو

هغه د روښانتیا په زمانه کې یو فرانسوي فیلسوف،…

«
»

درنو طالبانو

عبدالصمد ازهر                                                                         ۲۷ / ۰۷ / ۲۰۲۲

آيا تاسو ځان ته د قدسيت او تر انسان پورته مقام دعوه لرئ؟

زه هېڅکله چا ته په سپکه نه ګورم او د هر چا درناوی ساتم. فکري تفاوتونه نه ښايي يو بل ته زمونږ په درناوۍ کې خلل راولي. پوښتنې لرم، هيله من يم په خلاص تندي او ښه نېت يې ولولئ: ستاسو د مشر ملا هبة الله ، چې تر اوسه چا نه دی ليدلی، او د ده د فرمانونو او حکمونو په هکله سوالونه ډېر دي.

لومړی خو راته وواياست دی څه شی دی؟ زمونږ په شان عادي انسان دی؟ تر انسان پورته دی؟ پېری دی؟ که کوم بل شی؟

که دی د هر بل انسان په څېر بشر دی، که د هر مومن په څېر مومن او د هر مسلمان په څېر مسلمان، نو ولې چا ته مخ نه ښکاروي. سراج الدين حقاني هم چې د خلافت مدعي دی او ځان ته خليفه وايي، په لومړي سر کې د ځان د امنيت په پلمه همدغه چمونه کول چې هر چا پرې خندل. حقاني په پای کې رښتياوو ته تسليم شو او خپل مبارک مخ يې لوڅ کړ. مګر هغه څوک چې بې د خپل ولس او د نړۍ د مومنانو له رايې د ټولو مومنانو امير نومول شوی دی، د خپلې څېرې له څرګندولو نه لا هم ډډه کوي.

د دې کار مانا څه ده؟

که له بهرنيو دښمنانو نه ځان پټوي، هغوی خو ان د مځکې لاندې هم ليدای شي او هومره ځواکمن څرک لري چې څادر او نقاب يې ژغورلی نه شي. خو که له خپل منځي رقيبانو نه وېره لري، دا نو لا يو څه توجيه لرلای شي، ځکه چې «علمای کرام» ته د ده په تقرير کې دې اختلافاتو ته په کلکه ګوته نيول شوې ده.

او که دا ياد شوي احتمالي ډارونه نفی کړو، نو بيا يواځې يو احتمال، چې ځان ته د زبر قدسيت قايلېدل وي، پاتې کېږي. پوښتنه دا راځي چې آيا د خدای رسول (ص) له خلکو مخ پټآوه؟ په يقين سره چې نه. آيا د ده يارانو يا ځای ناستو دا چمونه کول؟ بيا هم ځواب منفی دی. يواځې خدای دی چې غايب حاضر دی، نه بل څوک. نو ځکه بنده ته نه ښايي په دې عمل سره خپل ايمان ته صدمه ورسوي.

آخري احتمال دا دی چې اصلي هبة الله به په رښتا سره همغسې چې لا پخوا ويل کېدل، د کوټې د جومات په انفجارکې وژل شوی وي او اوس بل څوک د ده په نامه چپه حکمونه صادروي. 

بله پوښتنه دا ده کله چې د پخواني اعلان له مخې د وري په مياشت کې ټول ښوونځي پرانستل شول، ولې په همغه ورځ ستاسو امير امر وکړ چې د نجونو د منځنيو او لوړو ښوونځيو وَرونه دې په تلېوار سره بېرته وتړل شي؟ ښکاره ده چې داسې قاطع حکم بل چا نه شو کولی او د پوهنې وزارت هم څو ځلي وويل چې د دې وزارت له خواهېڅ مشکل نشته او د مشرتابه امر ته سترګې په لار يو. هېچا نه شرعي او نه قانوني څرګندونه په دې هکله وکړه.  تر اوسه خو نه دينی «عالمانو» او نه طالبانو کوم شرعی محظور يا د ممنوعيت دليل وړاندې کړی دی. بالعکس، هم د علماو شورا د دغو ښوونځيو پر پرانیستلو فتوا صادره کړه، هم ځانګړو عالمانو د تاييد بيانونه ورکړي دي او هم اسلامي نړۍ دوی دې کار ته هڅوي.

تر اوسه په مختلفو پلمو د دې ښوونځيو د پرانیستو په مخ بنديزونه لګول شوي دي. په پيل کې به يې ويل هڅه کوي د اسلامي شريعت برابر شرايط ورته برابر کړي، خو هېڅ کله يې دغه شرایط چا ته ونه پېژندل. وروسته به يې کله جلا ښوونځي، کله کالي او حجاب، کله درسي نصاب يا کوريکيولم curriculum او کله د پيسو نه شتون، مخ ته کول. په داسې حال کې چې د نجونو ښوونځي تل او له پخوا نه په اسلامي شرايطو برابر ول. له پيله د دوي ښوونځي جلا ول، يونيفورم يې اسلامي و، درسي نصاب کې هېڅ کفري خبره نه وه او پيسې هم نړۍ ورکولې. برسېره پر دې، يواځې د تنخوا له پاره په دولتي دندو  د هر بې سواد طالب ګمارلو په ځای د نوي با سواد او عالم نسل پر روزلو لګښت دنيوي او اخروي ارزښت او ثواب هم درلود.

ښکاره ده چې اصلي عامل نه اسلامي دی او نه د ولس غوښتنه. يواځې او يواځې وروسته پاتې تبعيضي، قبيلوي او تحجري تفکر دی. له پلرونو او نيکونو نه پاتې د ښځو د محکوميت او مينځې توب رواج د تاسو د ډلې په ماغزو کې دومره ځواکمن ګرځېدلی دی چې ان د دين او شريعت ځای يې نيولی دی. او له بده مرغه د مشرتابه پر ګدۍ ناست «د نړۍ د ټولو مومنانو امير» د همدې تفکر ممثل او مجري دی.

ځيني وايي څرنګه چې نړيوال د نجونو د ښوونځيو پر پرانيستلو ټينګار کوي او ګويا دا د دوي غوښتنه ده نو د عکس العمل په دود مخالفت ورسره کوي او په بيا پرانيستلو يې لوی امتيازونه غواړي. که دا احتمال رښتيا وي نو افسوس دې وي د دوی پر ډېر ټيټ او ملي ضد تفکر او دريځ. زده کړه او کار د هر نارينه او ښځينه شرعي او قانوني حق او د ولس غوښتنه ده. دولت وجيبه لري چې ان په زور سره يې هم تطبيق کړي. کله چې د ملا هبة الله په نامه چا د علماو ناستې ته په وينا کې وويل چې که اتوم بم هم پرې استعمال شي د نړيوالو غوښتنې به ونه مني، داسې وانګېرل شوه چې مقصد يې همدا د نجونو او ښځو د حقونو په هکله و.

وروستۍ پلمه د متقي وه، او هغه د عمران خان د پخوانۍ ادعا تکرار وه. عمران خان د خپلې  ولسمشرۍ په وخت کې له غربيانو وغوښتل پر طالبانو د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړې په برخه کې فشار مه راوړئ، عامه افکار د دې حقونو په ضد دي. عمران خان او متقي ته وايم افغان نجونې له يوې پېړۍ راهيسې ښوونځيو ته ځي. په دې هکله په ټولنه کې نه يواځې مخالفت نشته، چې په نه پرانیستلو يې خواشيني هم دي. سراج الدین حقانی چې په خوست کې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو هوډ کوي، مانا يې دا ده چې خلکو ترې غوښتي دي. 

د عمران خان دې خبرو ستر حقيقت ته بربنډتيا ورکړه، او هغه د پاکستان د نظاميانو او استخباراتو بد نيتي ده د افغانستان د پوهې، ودې، پرمختګ  او فرهنګي غوړېدا په مقابل کې. دوی زمونږ لرغوني تاريخي آثار ړنګ کړل، زمونږ ښوونځي يې وران او د تمدن نښې يې تکفير او ويجاړې کړې. زمونږ ښوونکي، پوهان، تخنيکران  يې راووژل. دا ټول يې په مدرسو او د طالبانو په صفوفو کې د کفر نښې وبللې او د واجب القتل والانهدام فتواوې يې پرې ورکړې. په استخباراتو پورې تړلي پاکستانی مدرسانو او مولاناګانو په دې کې ستر رول لوبولی دی.

همدغه اوس د نجونو د ځوان نسل، چې د ملت پانګه ده، دوه تعليمي کلونه ضايع شوي دي –  د پروسږ او سږني کال. دغه د فرصتونو ضياع، له ملت سره او له خاورې سره نه بخښونکې تاريخي جفا ده او په هېڅ قيمت سره جبيره کېدای نه شي. د دولت واکمن په اصولو کې د خلکو خادمان او غمخوران وي، نه باداران او بدخواهان.

 واکمنان، څو چې د خلکو په رايې واکمن شوي نه وي هېڅکله مشروعيت لرلی نه شي. طالبان تمامه ورځ لګيا دي له نړۍ نه د مشروعيت تر لاسه کولو ګدايي کوي. مشروعيت دلته په خپل کور کې پروت دی، نر شئ په مشروعه طريقه يې تر لاسه کړئ. تاسې خو ادعا کوئ د ولس ملاتړ لرئ، بيا نو ولې له ټولټاکنو وېره لرئ؟ ولې له قانون او قانونيت نه تښتئ؟

زمونږ هيواد بيا رغونې او پراختيا ته سخته اړتيا لري. د دې چارې بريالۍ پر مخ بيولو له پاره درې مهم شرطونه په مخ کې پراته دي: 

مشروعيت، د خلکو په رضا او رايه؛

 قانونيت؛

 او په زده کړو سمبال د کار اهل ته د کار سپارل. 

 په دې ټولو چارو کې بري ته رسېدل يواځې او يواځې د پوهې په واټ د ښځينه و او نارينه و په مزل وهلو ميسرېږي.

خدای دې هر ناپوه ته د پوهې لارښوونه وکړي!

۰۵ / ۰۵ / ۱۴۰۱

۲۷ / ۰۷ / ۲۰۲۲