خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

  درناوی که سپکاوی؟

محمدآصف خواتي

خبره دخپلواکۍ دګټلو د۹۷ کالیزې په  مناسبت  په پلازمیینه  کې په یوه پرتمینه غونډه !؟ کې دیوشمیر پخوانیو دولتي مشرانودانځورونو په کتارکې دامیرحبیب الله کلکاني انځور هم ځړول شوی و. خوپدې انځورونو کې دافغان مشرانو دسترسالاراعلیحضرت غازي امان الله خان انځور نه لیدل کیده. که خبره داستقلال د کالیزې دلمانځنې څخه کیږي اودخپلواکۍ دلارې داتلانو درناوی کیږي  دشاه امان الله  د انځور پرته  ، دهغه دتلپاتوکارنامو ، دانګریزي ښکیلاکګرو دوحشتونواوداماني غورځنګ خلاف د انګریزانو دګوډاګیانو اوپه هغوکې دحبیب الله کلکاني دکرغیړنوفعالیتونو دیادونو پرته دالمانځنه هیڅ مفهوم نه لري. خوکه چیرې دخپلواکۍ دلمانځنې په غونډه کې داستقلال دلارښوداواتل دتبعیدکونکي ځای ناستي ( په هیواد کې دوحشت او بربریت دواکمنولودعامل اودعلم اومعرفت ددښمن) کوم چې په حکومت کې یې عدلي اوپوهنیزو بنسټونو شتون نه درلود انځور وځړول شي دانو بیا دخپلواکۍ درناوی نه بلکې سپکاوی دۍ.

څرنګه چې په لیکنه کې دهیواد ددولتي مشرانو خبره شوې پدې هکله  په خواشینۍ سره ویلای شو چې زموږپه مشرانو کې دغوره مشرانوکچه خوراټیټه ده . پرزیاترویې د عیاشۍ ، بې کفایتۍ ، ځانغوښتنې ، زورزیاتۍ ،ظلم اواستبداد ، نه وړتیااوپه یوشمیردپردیود عمالواوګوډاګیانونه انکاریدونکي تورونه شتون لري. البته دې هیواددلوړبصیرت اووجاهت څخه برخمن  مشران لکه میرویس نیکه ، احمدشاه بابا اوغازي امان الله خان هم لرل چې دانسانیت ، اسلامیت ، افغانیت ، رښتینولۍ ، میړانې او وطندوستۍ  سمبولونه وو. دهیواد پخواني  مشران که ښه وو یابد، زموږخوښیږي یا نه خوښیږي هغوی دهیوادمشران تیرشوي دي  نشي کیدای هغوی دهیواددمشرانوله کتاره اویا دهغوی  د واکمنۍ حالات اوبهیرونه دپوهنیز نصاب څخه وباسو. له بده مرغه لیدل کیږي چې د طالبانو داسلامي امارت وروسته  د۱۹۷۸ څخه تر۲۰۰۱ زماني پړاوسیاسي پیښې چې خورا زړه بوګنونکي اودپوره پام اوغور وړهم دي  پدې پلمه په پوهنیزوبنسټونو کې دتدریسۍ نصاب څخه ایستل شوې دي  چې ګواکې دښمنیوته لمن وهي . دایوماشومانه دلیل دۍ چې هڅه شوې ده دهغو سیاسي ډلو اوځواکمنوڅیرو کومې چې دطالبانو وروسته نظام دملاتیر جوړوي ، دهیواد دروان ناورین اوکړکیچ اصلي لوبغاړي دي اوددې کړکیچ په ترڅ کې یې دپردیود ارادې پربنسټ  دخپلو خلکو خلاف بیساره  نارواوې کړي ، په څرګندو بشري جنایتونو لاس پورې کړی او دشراوفسادنوم یې ګټلی دۍ څه ونه ویل شي اوپدې ډول ځوان نسل ته ددوي  اصلي هویت اوڅیره بربنډه نشي .

یو دهغومشرانو څخه چې غوڅ اکثریت څیړونکي  اوپه هغوکې دوخت تاریخپوهان ( کاتب هزاره او میرغلام محمدغبار) نوموړی دانګریزانو ګوډاګۍ ، لوټمار ،لارې وهونکی اودعلم اوپوهې دښمن ګڼي   امیرحبیب الله کلکاني دۍ. دنوموړي پلویانو پدې وروستیو کې تبلیغاتي کمپاین اوهڅې پیل کړې دي چې ولسمشر دکلکاني دبیا خاورو سپارلوپه موخه فرمان صادرکړي اوهغه په پرتمینورسمي مراسمو سره  خاوروته وسپارل شي. دخپلواکۍ د۹۷ کالیزې د مراسموپه یوه غونډه  کې دکلکاني دانځور راڅرګندیدل ښيي چې دکلکاني دبیا خاوروسپارلو پرتمین مراسم کیدونکي دي . که چیرې د کلکاني کوم چې مشکوکوحضراتو اوپیرانوورته دخادم دین رسول الله لقب ورکړی و شخصیت ،کارنامو، دنوموړې دواکمنۍ بشري ضدکړنو او د افغانستان په تاریخ کې دهغه خو را منفي رول ته وکتل شي دهیواد دبدو مشرانو سرسالارګڼل کیږي . دافغانستان په معاصرتاریخ کې کلکاني یوازینۍ افغان دولتي مشرتیرشوی دۍ چې دغلا اولوتمارۍ ویاړ لري. دنوموړي پورتنیومنفي ځانګړتیاوو اوپه تاریخ کې څرګند منفي رول ته په کتنې سره که  ولسمشر دهغه دبیا خاورو سپارلوفرمان صادروي چې دهغه په صادرولوکې شک اوتردیدپاتې نه دۍ  ولسمشرته  ددې قلم خاوندوړاندیز دا دۍ چې داسې یوفرمان صادرکړي چې دتیروهغو دولتي مشرانو کومو چې قبرونه یې څرګندنه دي اویا په نامناسبو ځایونو کې ښخ شوي دي دبیا خاوروسپارلوتدبیرونه ونیول شي. پدې ډول به دپخوانیو مشرانوپه اړه دسکه اوناسکه توپیر له منځه تللی وي  اوضمنآ به یوې ځانګړې ډلې ته امتیازنه وي ورکړل شوی. که یوازې دامیرحبیب الله کلکاني په اړه پریکړه کیږي دا بیا دلوټمارانو ، غلو، توکمپالو، پردی پالو او دشر او فساد د عاملانوڅخه څرګندملاتړاود افغانستان آزادخیاله ولس اولرغوني تاریخ ته سپکاوۍ دۍ .

پای