از اصلاحات تا شورش؛ چه بر سر انقلاب ثور افغانستان…

https://www.youtube.com/watch?v=l0ow4OzGHJQ https://www.youtube.com/watch?v=Hyq-bga7Suc https://www.youtube.com/watch?v=tOXvTwiDiOM https://www.youtube.com/watch?v=H1Qje9nj1e0 https://www.youtube.com/watch?v=oaAMDDVRm44 دوم سپتامبر ۲۰۲۶، پنجمین جلسه از سلسله گفت‌وگوهای ما با…

وقتی دین و فلسفه به ایدئولوژی بدل می‌شوند

 نویسنده: مهرالدین مشید ایدئولوژیک شدن دین و فلسفه؛ آغاز فاجعه دین و…

انتقاد،اعتراض، پاڅون او بغاوت

عبدالصمد ازهر                 …

دل « قلب » چیست؟ 

برهان الدین « سعیدی » دل نباشد غیر آن  دریای نور…

افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

جوردانو برونو ( بخش دوم ) 

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

افغانستان پس از پنج سال طالبان؛ ثبات واقعی یا آرامش…

وحیدالله نورزی افسر ارشد نظامی سابق، استراتژیست میدانی و تحلیل‌گر امنیتی…

افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

«
»

جناب ریس جمهور او حنیف اتمر ته یو پیشنهاد


لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د اکتوبر ۱۳مه ۲۰۱۶ کال 

جناب محترم اتمر صاحب د جنګ اصول دی چې که د یوه یا دوو کالو نه زیات شوو نو باید اساسی او ضروری مسولیتونه تشخیص او درک شي او د هغو د درک او تشخیص له پاره باید په یوه لویه اجماع کی د افغانستان د عامو خلکو رایو ته مراجعه وشي ، ځکه دغه موضوع د حکومتی چارواکو د تشخیص- درک – فهم – منطق – او تجربو نه خارجه وه او ده او فقط عام خلک او اکثریت مطلق وطنداران ددغو لوی وطنی معضل د پاره باید عاجل سره را غونډ شی او یو جامع – منطقی- اصولی – دوطن او خاورې او ارضی تمامیت په نظر کی نیولو سره ملی تصمیم ونیول شی ، په دی خو ښه پوهیژې چې جنګ په افغانستان کی تر هغو وخته ادامه پیدا کوی تر څو غرب په راس کی ېې امریکا خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته نه وی رسیدلای او دغو اهدافو ته درسیدو له پاره یوه دریم نړیوال جنګ ته نړی ورداخلیژي ، له پاره ددې چې د دوهم نړیوال جنګ د تحلیل او ارزیابی په بنیاد کله چې امان الله خان د هتلر خواهش ونه منلو چی ګویا دروسانو په ضد اقدام وکړی او موږ او تاسې اریایان یاستو ، نو امان الله خان ورته وویل چی درسته ده چې موږ اریایان یو خو موږ یو مستقل هیواد یو او نه غواړو د بل چا تر دیکټات لاندی په همسایه هیوادو بریدوکړو ، اوس هم غرب په راس کی ېې امریکا افغانستان اشغال کړۍ دی او ځان ېې دشوروی سرحداتو ته رسولۍ دی او غواړی د بحیره خزر نفتو او ګاز ته ځانونه ورسوی ، ولې په یاد لرۍ چې روسیه او چین هم د نړۍ دوه قوی او نیرومند قوتونه دی او دوی دوهم نړیوال جنګ وړی دی او نن هم د هغو اخطارو سره چی د امریکا جنرالان ېې روسی ته ورکوی او غواړی روسیه مجبوره کړی دریم جنګ شروع کړی ، خو ( پوتین تر بل هر ریس جمهور نه هوشیار او وطن ېې ورته ګران دی ) نو ټوله امادګی روسان د غرب په مقابل کی لری ، نن سبا لکه چی انګریزان د برکزیت دپلان سره سم د اورپا نه جلا شول نوره اورپاهم کرار کرار جلاکیژي تاسی به د ماری لوپین مصاحبه پرون ( ۱۲/۱۰/۱۶ ) د بیبیسی دخبر یال سره لیدلی وی ، زما مطلب دادی چی که غواړې چې ریس جمهور اشرف غنی موفق شی او د داخلی او خارجی دشمنانو په وړاندې اصولی او منطقی دریزغوره کړی نوزما دغه لاندی پیشنهادونه منظور کړه او غور ورباندې وکړه ::: –

الف –  لویه اضطراری جرګه را وغواړۍ او هلته دغه مواد د خلکو ارا ته وړاندې کړۍ .

ـــــ   فورا  یو قول اوردو  د ( محافظت ملی )  په نامه په کابل کی تشکیل کړه او ټول سربازان ېې د دوه کلنی مکلفیت دوری په اساس جلب او احضار کړه ، دڅه په خاطر ؟؟؟ په خاطر ددې چې د کابل شهریانو عام او تام امنیت وساتی ، او اساسا یو بیطرفه غیر جهادی او غیر تنظیمی قول اوردو وی او راسا د سر قوماندان اعلا په امر او فرمان عمل وکړي ،دبلې خوانه به معاشونه کم شی یعنی هر سرباز ته دمیاشتی فقط ۲۰۰۰ افغانی ورکړل شی ، نور باقی اضافی معاشونه به د بودجی نه یا د خارجیانو د ګدایی له لارې نه تمویلیژي ، دغه به د غرب نه یوه لاره د استقلالیت  او خلاصون وی .

—–  ټول معادن ملی اعلان کړۍ او ددغو معادنو د محافظت – استخراج اوانتقال په خاطر یو بل قول اوردو د معاش په بدل کی تشکیل کړی او د هر سرباز معاش د ۱۰۰۰۰ افغانیو پورې وي، ددغو معادنو له مدرکه به هرکال د ۵-۷ ملیارده دالر درته مفاد رسیژي او کولای شۍ زیربنایی پروژي ور باندی جوړی کړۍ ، او مدرنی وسلی مخصوصا هوایی قوتونه ور باندی سمبال کړي ، او په هیواد کی د ( مهماتو تولید – دهلیکوپترو تولید – دجټ طیارو تولید – دراکټو تولید ) شروع کړۍ .

—–   ګاز د پخوا په شان په روسانو وپلورۍ او په عوض کی ېې محاربوی تخنیک ورنه اکمال کړۍ ، یا د کوکچي او پنجشیر دبرق بندونه ورباندی جوړ کړۍ .

—–  خلع سلاح عام وتام شروع کړۍ او دغه وظیفه جنرال صاحب دوستم ته ور وسپارۍ ، هرچا که د یوې میاشتی په موده کی وسله دولت ته تسلیم نه کړه هغه د یاغی او باغی په نامه معرفی او سخترینه جزا ورته تعین شی ( اعدام ) .

—-  د کابل په شهر او نورو ولایتو کی یو وزیر – معین – ریس- قوماندان په ځان پسې تعقیبی وسله وال محافظین نه شی ګرزولای ، او یو تعقیبی موتر هم باید ونه لری ، په هغو موټر کې چې حکومتی چارواکی رفت او امد کوی په دوهمه چوکې دری نفره مسلح ګارد ورسره وی او کفایت کوی ، ځکه وسله وال نور په یوه شهر او ولایت کی باید ونه لیدل شی .

—- د دوو کالو له پاره دمخدره موادو کرل اجازه ده او د مخدره توکو تولیدات دیوه سره د دوزارت داخلی معینیت ته تسلیم شی یعنی وزارت داخله ېې د دهاقینو نه واخلی یا وپیري ، بیا ددو کالو وروسته کامالا منع شی او په ځای ېې غنم – زعفران او یو بل ډول ګل دی ریحان نومیژي زرع شی ، دغه عایداتی منبع چی هر کال به د ۴۰-۶۰ ملیاردو ډالر افغانستان ته عاید راوړی د افغانستان د زیر بنایی او زراعتی پروژو او برق بندو له پاره کفایت کوی .

ملا امامان – سپین ژیري او قومی مشران ملی – اسلامی – تاریخی دنده لری چی ځوانان د دوو کالو عسکری خدمت ته وهڅوي ځکه بله لاره او هیڅ چاره نشته وطن غرقیژي او موږ باید یو مستقل هیواد ووسو او هیڅکله د ابرقدرتو د ضرباتو لاندی را نه شو لکه چی پخوا یو ناپیلۍ او غیرمنسلک هیواد وو سر له دغو لوی جرګی هم باید مستقل – سرلوړۍ – ازاد او مترقی هیواد ولورو ، .

 په ظرف د شپږو میاشتو کی د لوی جرګی نه وروسته چی دغه مواد عملی کیژی باید خارجیان دیوه سره د مشاورینو په شمول زموږ له هیواده ووزي تر څو د جنګ ریشی غوڅې او تفرقه اچونه بنده او دشمنان هم نور جنګ بس کړی .

تصمیم د بري لومړۍ شرط دی .