زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

تر څو به هوا ګزوو؟

په دې کې شک نشته،چې سولې ته د رسېدو لپاره باید له هر اقدام او ګامه ملاتړ او هرکلی وشي،خو ښه خبره دا ده،چې د سولې لپاره پر اصولي او نورو معقولو لارو فکر وشي.

حکومت مو کله د سولې مشورتي بورد جوړوي،کله د سولې وزارت په اړه فکر کوي،کله د سولې مشورتي جرګې نه د حل لار غواړي او کله بیا یو او بل هېواد ته ځولۍ غوړوي،چې د سولې ګلونه پکې واچوي.
بل لور ته د سولې پسې لالهاند ځوانان له هلمنده تر کابله او بیا نورو ولایتونو پښې تڼاکې کوي او له وسله والو غواړي،چې سوله وکړي.
کله مو سیاسیون مسکو ته وردانګي،کله بیا د قطر هوا یې په زړه لګي،چې ګواکې سوله راولي خو دا،چې ولې دغه غږونه نه اورېدل کېږي او د خلکو هیلو ته مثبت ځواب نه ویل کېږي؛ بېلابېل دلیلونه او لاملونه لري.

لومړی دلیل یې دا کېدای شي،چې موږ نړیوالې اجماع ته رسېدلي یو،خو کورنۍ اجماع ته مو سم کار ندی کړی.

دویم؛ موږ بې پلانه مخ ته ځو او هرڅوک،چې د سولې نغاره ډنګوي څڼې ورته غورځوو.

دریم؛ فکر کوو،چې جګړه بین الافغاني ده او بهرنیان د اور لمبو ته پوکي نه ورکوي.

څلورم؛غلطو آدرسونو ت ځولۍ غوړوو.
پنځم؛ په حکومت کې د ننه ځینې کړۍ په سوله کې خپله بقا په خطر کې ويني.

د یادو مواردو ترڅنګ ښایي لسګونه نور عوامل وي،چې که موږ هرڅومره سولې ته نږدې کېږو؛ د دوی له امله مو برعکس له سولې سره واټن ورځ تربلې زیاتېږي.

د سولې په برخه کې زموږ ډېری ښکېل کسان د بنسټیز فکر پر ځای هوا ګزوي او د هغو هېوادونو له د سولې تمه لري،چې یا خو د افغانستان له سولې او جګړې لیري دي، یا ډېر اغېزناک ندي او یا هغه هېوادونه دي،چې یوازې پر کنفرانسونو بسنه کوي او نوره ګټه یې څوک نه احساسوي.

تاسې ولیدل،چې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډې او لیدنې کتنې وشوې،سفرونه وشول او وعدې ورکړل شوې،خو عملاً مو یي پایلې و نه لیدې.

ښایي ځينې کسان په دې اند وي،چې د افغانستان څلوېښت کلنه کشاله په یوې یا دوو غونډو او لیدنو نه حل کېږي،پرېږدئ چې دا لړۍ دوام وکړي؛ خو زما په اند له هغو هېوادونو سره،چې د سولې په برخه کې د یوه نخود په شان هم اغېزمن نشي تمامېدی د سولې په برخه کې د مرستې غوښتل به هېڅ ګټه و نه لري،بلکې برعکس دوی به په سیمه کې د یوه ځواک په توګه د ځان مطرح کولو په خاطر له دغو لیدونو او خبرو اترو ګټه پورته کړي او افغان ولس به لا هم د جګړې په اور کې سوځي،چې پاکستان او ایران پرې تېل ورشیندي.

د پاکستان او امریکا ترینګلیو اړیکو ته کتو،چې د پاکستان د انزوا او پر دغه هېواد د فشار لامل هم شوې دي، د پيسو ارزښت یې هم د پخوا پرتله رالوېدلی دی او یو ډالر په ۱۵۴ کلدارو تبادله کېږي؛ د دې ترڅنګ له خراب اقتصادي وضعیته هم سر ټکوي.
په دغسې وضعیت کې په کار خو دا وه،چې له دغه فرصته په استفادي د امریکا لخوا پر پاکستان فشارونه لا هم زیات شوې واي.

د وسله والو طالبانو دفترونه په پاکستان کې دي،د کوټې شورا یې په ښکاره ترهګریز فعالیتونه کوي،خو موږ لا هم له چین،قطر،ازبیکستان،ترکمنستان او…هېوادونو څخه هیله لرو،چې د سولې په برخه کې معجزه وښيي او د جګړې له شره مو خلاص کړي.

دې په ځای،چې په نورو هېوادونو سرګردان یو او د سولې کجکول مو په غاړه اچولی؛ باید نړۍ پر ځای پاکستان باندې د لا زیاتو فشارونو زمینه برابره کړو،چې بیا به هم چین،هم سعودي او هم د دغه سرطاني غدې نور ملګري سولې ته رښتینی کار وکړي.

همدا پاکستان د هغو دریو هېوادونو په کتار کې و،چې د وسله والو طالبانو امارت یې په ډېره لېوالتیا او بېړه په رسمیت وپېژنده او د وخت لومړۍ وزېرې بېنظیر بوټو په خپله اعتراف وکړ،چې وسله وال طالبان د دوی په لاس جوړ شوی جریان دی.
نو له همدې امله پر پاکستان فشار راوستل به دغه هېواد اړ کړي؛څه،چې کرلي هغه په داسې شکل و رېبي،چې افغان سولې ته ګټه ورسوي او ولسمشر غني کولای شي پاکستان ته په خپل کېدونکي سفر کې په دغه هېواد کې له جاري وضعیت څخه په استفادي؛ پاکستان ته له کوم ځانګړي امتیار ورکولو پرته خپلې غوښتنې مطرح کړي.

ایران هم،چې د وسله والو دویم کور بلل کېږي تر سختو شرایطو او بندیزونو ساه وباسي،خو په عین حال کې د خپلو موخو ترلاسه کولو او پر امریکا د فشار راوړلو په خاطر د وسله والو تجهیز ته په پټه ټټر وهي.

موږ د کافي اسباب په اختیار کې لرو،خو سم مدیریت او کورنۍ اجماع ته اړتیا ده،چې له دې موکې لویه استفاده او ښه لابې وکړو؛ترڅو د سولې هڅې مو اغېزمنې ثابتې شي،او دا دوه ګاوندي په خپل رنګ کې کوټ کړو؛غیر له دې په هر در سر ور د ننه کول به هېڅ ګټه و نه لري.

 لیکنه: خوشحال آصفي