د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

«
»

بې تعريفه جګړه چې حکومت يې هم د پای په اړه نه پوهيږي!

په داسې حال کې چې تیره اونۍ د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر خبرداری ورکړ چې روان کال کې به د افغانستان امنیتي حالات لانور هم وران شي؛ د بلخ والي عطامحمد نور د شمالي ولايتونو په امنيتي وضعيت اندېښنه وښوده. نور چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د بغلان د ولایتي شورا پخواني رئيس محمدرسول مُحسني د څلورم تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل، د سیمې او نړۍ یو شمیر هیوادونه د افغانستان په شمال کې له تروریستي ډلو څخه ملاتړ کوي او د خپلو موخو لپاره یې کاروي. عطا محمد نور د افغانستان په شمال کې روانو ناامنیو ته په اشارې وايي، که حکومت په دې برخه کې پاملرنه ونکړي، نو شمالي ولایتونه به په دویمې سوریې بدل شي.

بل لور ته وسله والو طالبانو هم له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي دي. طالبانو له افغان حکومت سره د سولې هر ډول خبرې اترې رد کړې دي او په یوې اعلامیې کې لیکلي چې له افغان حکومت سره سوله ګواګې “دښمن” ته د وسلو اېښودولو په مانا ده. ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي؛ په يوې اعلامیې کې همدغه راز هغه راپورونه هم بې بنسټه بللي چې ګنې په افغانستان کې ځینو طالب مشرانو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځینو استازو د ګلبدین حکمتیار داسلامي ګوند له غړو سره اړیکې نیولي دي.

اوس له يو لوري د امريکا د ملي استخباراتو د ادارې د مشر خبرداري، بيا د طالبانو لخوا له افغان حکومت سره د سولې خبرو رد او ورپسې وروستيو کې د افغانستان د شمالي ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه د عطامحمد نور له خبرداري وروسته؛ د ولس تر څنګ له افغان چاوراکو هم لار ورکه ده چې جګړه چا پیل کړې، کوم لور ته روانه ده او کله به پای ومومي؟

که څه هم افغان ولسمشر غني او نورو حکومتي چارواکو په ځلونو د افغانستان جګړه پردۍ او د نورو ګټو لپاره بللې ده؛ خو تر اوسه نه افغان ولسمشر او نه د حکومت کوم چارواکی د افغانستان د جګړې له پای څخه خبر دی. اوس چې د حکومت يو چارواکی وايې چې په شمال کې روانه جګړه یواځې د همدې سیمې له عامو خلکو څخه قُرباني اخلي او افغان حکومت یې د مخنیوي لپاره هیڅ ډول موثره برنامه نه لري؛ معنا همدا ده چې افغان حکومت بې ګودره پر سيند ورګډ شوی دی او اوس ترې د روانې جګړې پای ورک دی.

که څه هم ښاغلي نور يواځې د هيواد شمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده خو روانه بدمرغه جګړه د افغانستان په یوه محدوده جغرافيه نه ده ورټوله بلکې ټول افغانستان او په هر کونج کې هر افغان ترې زيانمن دی. د ملګرو ملتونو وروستی راپور وایي چې په افغانستان کې د ٢٠١٧ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د٢٨٠ نه زیات ماشومان وژل شویدي چې دا شمیر د تیر کال په پرتله ٢١ فیصده زیات شوی دی. همدا تيره ورځ د لوګر په محمداغې کې د طالبانو لخوا ايښودل شوي د سړک غاړې ماین د يوې کورنۍ ۱۱ تنه شهيدان کړل. څو ورځې وړاندې د ننګرهار په ملي راډيو تلويزيون بريد کې ۶ تنه شهيدان او په لسګونو نور ټپيان شول. همداراز له دې څو ورځې وړاندې په لغمان ولايت کې هم د هاوان مرمۍ په بريد کې د يوې کورنۍ پنځه تنه معصوم کوچنيان چې په لوبو بوخت و؛ له خواږه ژونده محروم کړل.

دا ټول همدا ثابتوي چې د جګړې اور په ټول افغانستان کې بل دی خو چارواکي يې د پای په اړه نه پوهيږي. د اوسني جګړې پيل معلوم دی، ځای يې معلوم دی، قرباني ورکوونکی ولس يې هم معلوم دی او ترې ګټه اخيستونکې ډلې هم معلومې دي خو له بده مرغه چې پای يې د ولس تر څنګ له حکومته هم ورک دی. د هيواد شمال په اړه د عطامحمد اندېښنه دا په ډاګه کوي چې حکومت مو هم د روانې بدمرغې جګړې له پايه ناخبر دی او يواځې په کې د ولس د قرباني کېدو ننداره کوي. کله چې حکومت په هيواد کې د روانې بدمرغۍ په کنټرول او پای نه پوهيږي نو عام ولس او خلک به څنګه په خپل حکومت باور وکړي چې ددوی ساتونکی دی؟

مونږ په دې باوري يو چې جګړه بهرنۍ ده او د نورو ګټو لپاره افغان ولس قرباني کيږي. ولس په هر قيمت چې وي د جګړې پای غواړي، حکومتي چارواکې دې د ولس په شان له ګونګې او بې تعريفه جګړې يواځې شکايت نه کوي بلکې د حل په لارو دې وغږيږي، له خپلو نړيوالو ستراتيژيکو دوستانو دې وضاحت وغواړي، نړيوال دوستان دې په دې قانع کړي چې جګړه ستاسې ده او قرباني په کې مونږ ورکوو. حکومت دې له خپلو نړيوالو دوستانو وغواړي چې جګړې او افغان وژنې ته به کله د پای ټکی ايښودل کيږي؟

لیکنه : خوشحال آصفي