دوران خونین حفیظ‌الله امین و سرکوب رهبران حزب دموکراتیک خلق…

https://www.youtube.com/watch?v=pxhsNfqSXRE افغانستان پس از قیام ثور؛ دوران خونین حفیظ‌الله امین و…

افغانستان و بحران سیاست‌زدگی؛ جامعه‌ای گرفتار منازعه و محرومیت

 نویسنده: مهرالدین مشید سیاست‌زدگی در افغانستان؛ ریشه‌های ساختاری و پیامدهای انسانی سیاست…

نصیب الله سیماب

*** له پښتو ژبې او پښتني فرهنګ تکړه شاعر، ادبپوه، څېړونکی،…

دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

«
»

امنیتی تړون د ملی او اسلامی حقانیت پر خلاف سپینه کودتا وه!

بسم الله الرحمن الرحیم

لیکنه : قاضی نجیب الله جامع

کله چی له یوي لسیزې پر زیاته موده کښی، امریکایی ګټو ته د ګرمو جګړو پر وسیله د تحقق زمینه نشوه مساعده، نو دسپینی ماڼۍ او شمالی اټلانټیک پر امنیتی سازمان کښی، پر افغانستان د یرغل طرحه کونکو د سپینی ماڼۍ پر بیړنی غوښتنی، جرګه وکړه او پردې سره سلا شول، چی د بریټانوی ښکیلاک له تجربو څخه پر ګټي اخیستني لکه پر شرقی هند کښی چی پلی شوی ولو، باید د جګړې له متن څخه ښکیلاکی قواوې رابهر شی، او هغه څه چی پر جګړه کښی یی نه دی ګټلی د سولی او دایمی اډو پر شکل کښی لاسته راوړی.

نو هغه وو، چی د امنیتی تړون حکایت یی رامنځته کړلو، هغه د ذلت پړی چی جاپان پر خپل ټول قوت ونشوای کولای حتا د نیمی پیړی پر تیریدو بیا هم حقیقی سیاسی خپلواکی ته ورسیږی، یا المان، ترکیه او یوشمیر نور ملتونه چی نسلونه ېي د ازادی او ریښتینی خپلواکی پر لار کښی پوره عمرونه وخوړل.

مګر دلته یوشمیر چی تل یی ضمیرمړ وو، پردی پالنه ېي مذهب او غرب ته ېي د معاصر اسلامی خلافت په سترګه کتل د ټولو نړیوالو حقوقی نورمونو، شرعی، عنعنوی او ملی قوانینو تاریخی ارزښتونو او د اکثریت مظلوم کړای شوی ملت د ټولیزی ارادې پر خلاف چی خولی ېي پر تهمت پوری کولو او د څارګریزو مزدورو رسنیو د زهرجنو استعمار پالو پروپاګندونو پر وسیله تړل شوی وی، د یوی سپینه او بی شرمانه تاریخی غیری نظامی کودتا پر حیث د یوی داسی نړیوالی توطیه ښکار کړل، هغه ډارمه چی تر څو لسیزو به ېي زمونږ دردیدلی ملت د بی رحمه اور ازوغه وی.

ځکه کله چی تاسو دا تړون د ډیپلوماټیک عُرف او سیاسی بین الدولتی ارشدو مذاکراتو پر سیوری کښی د یو ملت څخه پر استازولی تر مطالعی او دقیقی علمی او حقوقی ارزونی لاندی ونیسی نو وبه وینی چی د دی تړون پایله به یوازی او یوازی د جګړی دوام او هغو منطقوی او نړیوالو لوبو ته چی د امریکا سیاسی او نظامی ـ امنیتی دفاعی استراتژی جوړنکیو کښلی زمینه برابرول دی، او د امریکا او ملاتړیو ګټی به یی ساتی نه زمونږ دهغه څه څرک چی د تړون له متن څخه پر وضاحت څرګندیږی، د بیلګې پر ډول دلته ددغه سپینی غیری نظامی کودتا د تړون څو حساسو ټکو ته د یوعینی حقوقی شاید په توګه ورنه یادونه کوم.

۱- له امریکا سره د امنیتی دفاعی دوه اړخیزه همکاریو تړون چی کله سړی مطالعه کوی عمومی روحیه پکښی دا ده چی مونږ یو مغلوب او دوی غالب لوری دی، او پر دې اړوند ډیر عملی مثالونه شته لکه د هغوی د ګټو تضمین او د اهدافو تمثیل او د افغان لوری ګونګ والی.

۲- یا د سولی او امنیت د ټینګولو بی بنسټه ژمنی چی پخوانی ولسمشر ېي پر اړوند تاکید کولو، او حتا دا ېي د دی تړون د لاسلیک له اړینو شرایطو ګڼلو، مګر غرب پالو  هغه زمونږ تشی ناندری بللی او زمونږ هغه لیدلوری چی دا تړون به مو ویني تردی هم ارزاني کړی نه منلی مګر اوس ښکاری چی  د ملت او زمونږ اکثریت حقانیت پر حقه وه.

۳- پردی تړون کښی د دی تړون د ملاتړیو دلایل دا وو، چی دابه زمونږ د بهرنی تیری پر وړاندی د خپلواکی سپر وی، ولی د پاکستان له لوری د ویشتونکیو توغندیو دا هم تش حماقت وبللو او هغه یی محض نازک خیالی وښودله.

۴- پردی تړون کښی دا واضح شوی، چی مونږ باید د امریکایی او اروپای ملتونو لپاره قربانی ورکړو ترڅو هغوی ښیرازی شی، نو ځکه له بهرنیانوسره د تړون لاسلیک کول غوره وبلل هغه چی له یوی خوا به ېي تلفات کم وی او بل لورته به مونږ دسیمی او نړی د ثبات د نظریه لپاره یوازنی بی دفاع سپر او ډال یو ملت یو چی باید د حیوناتو په څیر قربانی ورکړو.

۵- پردی تړون کښی د افغانستان د کاغذی پلورلو ډول داسی چی د تازه خبرونو پر بنسټ کوم چی د ویسا ورځپاڼی له لوری د ګلوبل ریسرچ پر حواله ورکړل شوی امریکایی جنګی قومندان د روسیه، چین او مرکزی اسیا د هیوادونو د کلا بندی لپاره افغانستان غوره او مساعد جیوپولټیکی مورچل بللی هغه چی تر راتلونکی ۵۰ کالو پوری باید دوی دلته ځانګړی حضور ولری.

۶- بله او تر ټولو ستره جفا چی تاریخ ېي باید عاملین پر هیڅ عنوان ونه بښی امریکایی پوځیانو ته د قضایی مصونیت ورکړه دی، هغه سپک عمل چی د اساسی قانون یو پوره باب پری تعطیل شو، قضایی او عدلی قوانین ورته تحریف شو، او د ټول ملت له لوری د لعنت او غضب قهریه قوه یی راوپاره وله، داځکه د دی هوکړو ماهیت او حقوقی شکل هغه څه وو، چی ړانده به هم ترینه تیر نشی او دا پر بشپړ ډول د ملی حاکمیت څخه خاینانه نقض او تنازل وو.

په ټوله کې د همدی امنیتی تړون د مادو د ارزونی او علمی حقوقی کتنی پر لړ کښی کله چی سړی لیږ هم ژور غور وکړی، نو څرګندیږی چی لکه د سی ای اې د بی پیلوټه او جاسوسو الوتکو فعالیتونه، بی شمیره او نا محدود امنیتی تاسیسات، د ګاونډیو پر وړاندی ناسم تضمنونه، د ترهګری خلاف نا څرګند تعریف، د افغانستان د جغرافیا د کارونی اړوند ګونګتیاوې او پر ډیر داسی څه سترګی پټی شوې، هغه چی د شک او نا باوری ذهنیت چاغولی شی، او دا څرګندوی چی زمونږ واکمن حاکمان او په ډموکراټیکو افکارو ولاړ سیاسی رژیم نه یوازی د خلکو ریښتینی استازی نشی کیدای بلکه عملا یی د دی غیور او با عزته مسلمان ملت د انسانی کرامت د دښمنانونو سره د دوی د تباهی په لار کې ملا تړلی دی.

اوس د تړون د منځپانګې له پوره مطالعې سره له یو لوری او بل لورته د دی تړون نه د څه باندی یو کال په تیریدو په ټولو برخو کې په ځانګړی ډول د سولی، حکومتی مدیریت، د خلکو عامه ذهنیت، ټولنیز ناخوښی امنیتی، سیاسی او اقتصادی حالاتو څخه دا معلومیږی چی دا تړون نه یوازی د افغانستان پر ګټه نشی کیدای بلکه د روانو ټولو ستونزو او انارشیسټی بی ثباته حالت اصلی او پلمه عامل همدا استعمار خوښی تړون دی، ځکه د دې تړون پر لاسلیک سره حکومت خپل قانونی او هویتی ارزښت چی د یو ولس ټولیزی ارادی ته منسوبوالی دی له لاسه ورکړل، او حتا همداوس دوی د دی تړون د قانونی او حقوقی حیثیت پر خلاف د عسکرو د زیاتولو پر جګړه کې د مستقیمی ونډی اخیستلو او حتا د داعش ریښی هم تر دی ځای را ورسیدې.

او اوس ښکاری چی له امریکا سره شوی امنیتی تړون چی زه یی د ( دنیوی غلامی او اخروی ذلت تړون) بولم زمونږ پر ملی او اسلامی حقانیت د یوشمیر پردی پالو له لوری تحمیل شوی سپینه کودتاه وه.

په درنښت