زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

اسرائیل؛ د زوال پر لور

محمدسلیم سليمان

د منځني ختیځ جیوپولیټیکه نقشه په تېرو دوو لسیزو کې دومره ژر نه ده بدله شوې لکه په دې وروستیو کلونو کې. هغه سیمه چې یو وخت د سیاسي توازن، نړیوالو منځګړیتوبونو او نازکو امنیتي معادلو پر بنسټ اداره کېده، اوس د پرله‌پسې جګړو، اشغالونو او بشري ناورینونو په مرکز بدله شوې ده. د دغو بدلونونو او ناورينونو په  سر کې اسرائیل دي؛  چې په ټول تاريخ کې یې سیمه له بې‌ثباتۍ سره مخ کړې وه او ده. او په وروستيو کې یې خپل هغه يو څو نړيوال ملګري هم له ځان نه پردي کړي دي. نور یې د دولت او وجود پښې ورټولېږي په دغه هېواد کې روان سیاسي نظرونه او کړنې کټ مټ لکه د نازي جرمني د هېټلر له دورې سره ورته والی لري. د یهودانو د ساتنې په نوم د شعارونو له امله یې سلګونه زره فلسطينيان، لبنانيان، سوريايان او د شاوخوا نورو هېوادونو وګړي په ډېرې بې رحمي سره ووژل ، او د سیمې د ګاونډیو ملتونو ښکاره نسل‌وژنه یې روانه کړې ده. دا ټول د اسراييلو د مشرانو کار دی چې  مشري یې  بينجامين نتنیاهو کوي او دده  د حکومت اصلي اجنډا هم همدا ده چې د خپلو ګټو لپاره یې ترسره کوي. د هغوی د واک د دوام یوازینۍ وسیله جګړه ده. که نه، نو نړیواله محکمه به وي او دده محکومېدل.  د جرمنو نړيواله محکمه له ډېرې مودې راهیسې د اسرائیلو د لومړي وزیر او د هغه د ملګرو د محاکمې په تمه دي. تر هغه چې نتنیاهو په واک کې وي، په منځني ختیځ کې به سوله رانه شي. او د اسرائیلي واکمنې طبقې د بقا بیه لا هم د فلسطین، لبنان، سوریې او نورو هېوادونو ملکي وګړي پرې کوي.

اسرائیلو ته دا مهمه نه ده چې له چا سره او د څه لپاره جګړه کوي. جګړه او د انسانانو له منځه وړل د  دوی  په  عادت او  موخه بدل شوې دي. که نه، نو د هغه وحشیانه یرغل لپاره بل دلیل نه شي موندل کېدای چې خپلې پولې پراخوي او د منځني ختیځ نوې نوې سیمې تر خپل اشغال او قلمرو لاندې راولي.

په تېرو څو کلونو کې اسرائیلو د سیمې نقشه په بشپړه توګه بدله کړې ده او شاوخوا ټول ملتونه یې د بېوزلۍ، ناوړه ژوند او د بشپړې نابودۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.

د ګاونډیانو پر وړاندې د دغه چلند تر ټولو څرګند مثال د غزې تړانګه ده، چې په مصر کې د لاسلیک شوو سولې تړونونو خلاف یې غزه په يوه محاصره شوې سیمه بدله کړې ده. نه یوازې دا چې د سیمې اوسېدونکي د ژوند تر ټولو سختې مرحلې ته رسېدلي دي، بلکې اسرائیلي پوځ د پرله‌پسې بمباریو او بشري محاصرې له لارې د فلسطینیانو لا له واړندې ځپل شوی ناوړه وضعیت نورهم ورخرابوي. د تړانګې له نیمایي څخه زیاته برخه يې په اصطلاح  په حایلي سیمې بدله شوې ده، او اسرائیل د همدې تر نامه لاندې   له خپلو سيمو سره د فلسطیني ځمکو د الحاق بهیر ښه په درز کې روان کړی دی.

همدغه برخلیک د سویلي لبنان لپاره هم په پام کې نیول شوی، چیرې چې اسرائیل د غیرنظامي ژېړې کرښې په نوم پروژه عملي کوي، چې په حقیقت کې د سویلي لبنان د اشغال معنا لري. د دې اقدام په غبرګون کې نړیوال عکس‌العمل هم ښودل شوی دی. فرانسه، چې د لبنان تاریخي شریک ګڼل کېږي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده. دا به د لبنان د حاکمیت د بېرته ټینګېدو لامل شي که نه؟ د اوس لپاره يې ویل ګران دي، ځکه اسرائیل د نړیوالې ټولنې په کيسه کې هم نه دي او نه هم ارزښت ورکوي. هغه په ښکاره ډول د ملګرو ملتونو ډېری پرېکړې له پامه غورځولې دي.

تل‌ابیب، یا په بله وینا د منځني ختیځ  سرزوری او مشر یې نتنیاهو، یوازې خپل قوانین مني. د هغه قانون زور دی.

بل څرګند مثال سوریه ده، هلته اسرائیل په ډېرې سپين سترګي د سوريې دروزی قبايل د دمشق له اوسني حکومت سره په جنجال کې اچوي ، څو په سیمه کې یو بل اور بل کړي او دی خپلو موخو ته ورسېږي. دا یې لا د جولان د لوړو له پخواني اشغال او د سوریې پر داخلي سیمو د هغو بریدونو سربېره نوی توطيه ده، په داسې حال کې چې هلته لا له وړاندې هم د اسرايلو او سوريې ترمنځ ګڼ اختلافات او حساسې سرې کرښې موجودې دي.

د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو (IDF) فعالیتونه د جنګي جرمونو یوه نه ختمېدونکې لړۍ ده، چې په کې د انساني خواخوږۍ لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې. یوازې په سویلي لبنان کې شاوخوا یو نیم زر ودانۍ ویجاړې کړې دي، چې له سپوږمکيو اخيستل شوي انځورونه یې روښانه  ثبوتونه دي . او لا هم دوام ورکوي.

د اسرائیلو د دفاع وزیر په بې‌شرمۍ سره د غزې په ډول په لبنان کې د کورونو د نړولو د بهیر د چټکولو غوښتنه کوي. د دې کار لپاره هېڅ ستراتیژیک ضرورت ته یې اړتيا نشته؛ دا یوازې نسل‌وژنه او د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي.

بنیامین نتنیاهو، چې له جنایي تعقیب سره مخ دی، ښه پوهېږي چې د هغه  د څوکۍ دوام  یوازې له اسلامي هېوادونو سره د تقابل په دوام کې خوندي پاتې کېدای شي. هغه ته دښمن پکار دی، قربانیان پکار دي او جګړه پکار ده؛ هره بڼه چې ولري او په هره بیه چې تمامه شي.  خو اسراييل به خامخا دا بیه پرې کوي. د نازي جرمني تجربه دا ثابتوي چې په تدريج سره به داسې يو ځواک راپیدا شي چې د اسرائیلو د یرغل پر وړاندې به ودرېږي، او هغه وخت به تل‌ابیب هېڅ شی ونه ژغوري نه امریکا نه انګليس او نه نور هېوادونه او معلومه ده چې د زور قانون هېڅکله یو اړخیز نه وي؛ جګړه تل دوه اړخیزه وي.

تاریخ ښودلې چې هېڅ دولت یوازې د پوځي ځواک، وېرو او جګړو پر مټ تلپاتې امنیت نه شي ترلاسه کولای. هغه سیاستونه چې د زور، اشغال او دوامداره تقابل پر بنسټ ولاړ وي، ښایي لنډمهاله بریاوې ولري، خو په اوږد مهال کې د لا ژورو بحرانونو سبب ګرځي. نننی منځنی ختیځ د یوې داسې مرحلې پر درشل ولاړ دی چې پایلې یې نه یوازې د سیمې، بلکې د نړیوال امنیت پر راتلونکې هم اغېز لرلای شي. که د جګړې پر ځای د سیاسي حل، متقابل احترام او نړیوالو قوانینو د رعایت لاره ونه نیول شي، نو د تاوتریخوالي دا کړۍ به لا پراخه شي او بیه به یې بیا هم عادي او بې‌دفاع خلک پرې کوي.