تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

سقراط

نوموړی د لرغوني یونان ستر فیلسوف او عالم او…

«
»

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو فیلسوفانو، مهمو عالمانو او متفکرینو څخه دی، چې اندونو او انګیرونو یې په مسیحي او نورو مذهبي او دیني خبرې اغېز پرېښی دی. د فلسفې په ټول تاریخ کې له اپلاطون او کانت پرته شاید هیڅوک د هغه د اندو فکر ژوروالی او پراخوالی ونه لري. هغه د لرغوني یونان په پېر کې د لومړي اروپایي بیولوژیست په توګه هم پیژندل شوی دی.

ارسطو له میلاد نه «۳۸۴» کاله مخکې د مقدونیې د «سټاګیرا» په ښار کې چې د اتن شمال ته په (۳۰۰)کیلومترۍ کې پروت دی  زیږیدلی دی. د هغه پلار د مقدونیې د پاچا ملګری او طبیب وو. ارسطو په ځوانۍ کې کله چې (۱۸)کلن وو د اپلاطون د اکاډیمي په نوم د هغه په فلسفي ښوونځي کې د زده کړې لپاره آتن ته لاړ. ارسطو د اپلاتون تر ټولو نوموتی او غوره زده کوونکی وو، خو په ځينو موضوعاتو په تېره بيا د هنر او ښکلا پېژندنې په برخو کې يې له هغه سره د لید او نظر اختلاف درلود. اپلاتون د خپلو زده کوونکو په منځ کې ارسطو ته ځانګړې پاملرنه او مینه ورکوله او هغه یې تر ټولو هوښیار او تکړه زده کوونکی ګڼو. او د هغه لخوا، ارسطو په اکاډمۍ کې د حکمت مجسمه بلل کیده. ارسطو شل کاله له اپلاطون سره د هغه په اکاډمۍ کې  د هڅاند او فعال غړي په توګه برخه درلوده. د اپلاطون له مړینې وروسته، هغه اکاډیمي پریښوده او کوچني آسیا ته لاړ، چیرې چې هغه د یوې شتمنې او اغېزمنې کورنۍ له لور سره واده وکړ. له ارسطو څخه څو کتابونه پاتې دي، چې یو یې د «بوطیقا» یا د «شعر هنر» کتاب دی، چې د شعر او شاعرۍ په اړه لیکل شوی دی. دا کتاب هم منځپانګه لري؛ او هم د شعر د جوړښت او بڼې په اړه لارښوونې لري. ارسطو خپلې لیکنې د فزیک، میتافزیک، شعر، بیولوژي، د منطق، د بیان علم، سیاست، حکومت او اخلاقو په ګډون په بېلابېلو برخو او څانګو کې کښلې دي. د ارسطو له نښیرونو(اثارو) څخه مهم او ګټور نښیرونه(اثار) دا دي:«غاطیقوریاس یانې مقولات»، «انولوطیقا یانې تحلیل چې دوې رسالې لري، د قیاس او برهان په باب کې»، «طوپیقا: د جدل په تړاو. د دې رسالې مجموعې ته په قدیم کې ارګانون ویل کېده»، «ریطوریقا، د خطاطۍ د فن په باب»، «بوطیقا، د شعري صنعت په باب» او «ما بعد الطبیعه». همداسې یې نور ډېر موضوعات او مسایل د طبیعاتو او اخلاقو په تړاو کښلې دي. وروسته له ډېره وخته د مقدونیې پاچا «فیلیپ»، ارسطو ته بلنه ورکړه چې خپل زوی سکندر ته زده کړه، لوست او درس ورکړي. همدا کار یې وکړ. خو له څو مودې وروسته بېرته آتن ته راستون شو او هلته یې د «لیسه» په نوم د حکمت مکتب پرانیست. د سکندر له مړینې وروسته ارستو ونه کړائ شو چې په آتن کې پاتې شي نو «شالیس» ته یې مهاجرت وکړ او هلته په (۶۳) کلنۍ کې مړ شو.

دلته د ارسطو ګڼ شمېر مهمې او ګټورې خبرې او ویناوې تاسو ته وړاندې کوم:

– څوک چې له یو څه شي وېریږي له هغه څخه تښتي، خو څوک چې له خدایه وېریږي هغه ته پناه وړي.

– ښځه او مینه د یو بل لپاره اړین دي. 

 – انسان باید خپله نېکمرغي او یا بد مرغي په پوره مېړانه ومني او د نورو په خوشالیو همدومره خوشاله شي، لکه په خپله خوښۍ چې خوشالېږي. 

– د مال او پیسو په ګټلو کې منځلاري کوه، رښتیني دوستان ومونده، د خیال پالنه کوه او ذهن ته پراختیا ورکړه. 

– خپلې غوښتنې د دوه ځواکمنو دېوالونو، لکه : تکل او اراده، پوهې او عقل ترمنځ بندې کړئ. 

– خوشالي د لوړو صفتونو او عادتونو په روزنه او پالنه کې ده. 

– مېړني د بدمرغۍ او سوکالۍ په دواړو شېبو کې ځان نه هېروي. 

– د مېړنو او ځوانمردو کسانو، کړه وړه او راشه درشه د بدمرغۍ او نیکمرغۍ په وخت کې یو ډول دي. 

 – ارستو د اپلاتون  فلسفه تر کره کتنې لاندې راوستله، ورته وویل شول، چې ولې دې د خپل ښوونکي درناوی له پامه وِغورځاوه؟ هغه ځواب ورکړ: «ښوونکی راته ګران دی، خو حقیقت او رښتیا راته تر هغه هم ډېر ګران دی»

– له ظالمانو سره اړیکې مه ساتئ، کېدای شي د قیامت په ورځ د هغوی د جرم او ګناه پوښتنه له تاسې څخه وشي. 

– یو دروغ زر رښتیا ورانوي. 

– ښکلا تر ټولو ښه لارښوونه ده چې د ښځې پر ټنډه لیکل شوې. 

– د اصیلو کسانو کړه وړه او راشه درشه، د نېکمرغۍ او بد مرغۍ په وخت کې یو ډول وي. 

– اخلاقي عمل ازادي او انتخاب ته اړتیا لري. 

– د ښو او غوره خلکو اغېز تر ټولو هغه وخت احساسېږي چې زموږ په منځ کې نه وي. 

– یوازې د هوښیاري او فضیلت پېژندنه بس نه ده، باید هغه ترلاسه او عمل پرې وکړو. 

– د ملګرتیا د بقا لپاره باید د یو بل فضیلت او ارزښت وپېژنئ او یو بل ته د درنښت او درناوي په سترګه وګورئ. 

– د زده کړو رېښې ترخې، خو مېوې یې خوږې وي. 

– ټول انسانان د پوهې لپاره طبیعي هیله لري. 

– هیڅوک د ملګرو پرته ژوند کولو ته چمتو نه دی، حتا که هغه ټوله نړۍ ولري. 

– څوک چې د خلکو سره مینه لري، له ځان سره یې مینه کړې ده. 

– حقیقت باید د آزماېښت او تجربې او مشاهدې له لارې وپیژندل شي. 

– آزماېښت او تجربه داسې میوه ده چې له ورستیدو څخه  د مخه نه شوکول کېږي. 

– حقیقت د خزانې په څیر دی، څومره چې ښکاره شي، هومره یې پلویان هم زیات وي، او دروغ د اور د پټې لمبې په څیر دی، چې کله راښکاره شي، نو د اور د لمبو او تباهۍ لامل کیږي. 

– زړورتیا د عزت او کرامت تر څنګ د ذهن ترټولو لویه ځانګړتیا ده! ځکه چې د زړورتیا پرته تاسو په دې نړۍ کې هیڅ څه نشئ کولئ. 

– هغه څوک چې پر خپلو هیلو او خواهشاتو بریالی کېږي د هغه چا په پرتله ډیر زړور دی چې پر خپلو دښمنانو برلاسۍکېږي ځکه چې پر نفس بریالیتوب خورا ګران دی. 

 ـ ښه اخلاق یوازې امن، سوکالي او سلامتي نه راوړي، بلکې په زړونو کې ځای هم جوړوي. 

– د خیر او اصلاح له مخې نیوکه رغوونکې ده، خو د حسد، کرکې او کینې له مخې ورانوونکې ده. 

– ځان پېژندنه د پوهې او عقل سرچینه ده. 

– ناپوه او احمق سړی ماته خپل دک و دلیل وایي او هوښیار سړی ما قانع کوي. 

– په کوم څه شي چې نه پوهېږې هغه مه وایه، څه ته چې اړتیا نه لرې، هغه مه لټوه او کومه لار چې درته مالومه نه وي، پر هغې مه ځه! 

– د زده کړې او تعلیم ریښې ترخې دي خو میوه یې خوږه ده. 

– اندو فکر ته وده ورکړه او ذهن ته پراختیا ورکړه. 

– هوښیار سړی په هر هغه څه چې پوهېږي نه یې  وايي او هرڅه چې وایي پرې پوهیږي. 

– زده کړې د خوښۍ په وخت کې د زینت و زیور په څیر دي او د بدې ورځې، دړد او مصیبت په وخت کې د سرپناه په څیر دي. 

– موږ د رڼا د لیدلو لپاره  په تیارو شیبو کې باید پاملرنه وکړو. 

–  دوه شیان غمونه له منځه وړي: یو له ملګرو سره ناسته پاسته او بل له پوهانو او عالمانو سره خبرې. 

– له نیوکې او انتقاد څخه د مخنیوي لپاره یوازې یوه لاره شتون لري: هیڅ کار مه کوه؛ څه مه وایه؛ او هیڅ څوک مه کیږه! 

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود