سکوت در برابر مفسدان و زورگویان؛ جاده سازی برای طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فساد و زورگویی خطرناک تر از تروریزم است فساد…

روزنامه‌نگارانی که در جهان با مجازات واپس‌گرایانه اعدام رویارو شده‌اند

چهار روزنامه‌نگار در یمن و مدیر یک کانال تلگرامی در…

نابودی

شمله و لُنگی ای افغانی بخاک اندر شدتا که آن…

وحدت ملی در سایه ی تجاوزات خارجی در افغانستان

تا  تجا وزها و جنگ  دهشت  است  وحدت ی ملی نه…

کَسِ خط ندان و خط نخوان؛ آدم ماقبل تاریخ است!…

محمد عالم افتخار                          (اهدای عامِ آموزش خواندن و نوشتن) در میان هزاران…

در گیرودار منافع آمریکا یا چنگ زدن بر ندای آتش…

نوشته از بصیر دهزاد شورای رهبری انجمن حقوقدانان افغان در اروپا…

رنگین کمان

رسول پویان باران چو دانه های گهر درشتاب بود گاهی هــوا تـیـــره…

شماره دوم سال بیست و سوم محبت

شماره دوم سال بیست و سوم محبت از نشر…

شمارشمارۀ هفتم ماهنامۀ اعتراض

شمارشمارۀ هفتم ماهنامۀ اعتراض 

کتابخانۀ عامۀ کابل سوگوار است 

نویسنده: مهرالدین مشید سوگواری کتابخانۀ عامۀ کابل؛ پس از وفات حیدری…

زما پيغام ريس جمهور او امرالله صالح ته ؟؟

هيواد وال ويني چي يوه لويه ډله په عمدي او…

طبع شاعر

 نوشته نذیرظفر شاعری طبع گرم میخواهد دلی محزون و نرم میخواهد شاعری عشق…

بادزد مال ودزد جان ودزد ناموس وطن چه میتوان کرد…

میگوینددر قبرستان هم همسایه بد در کنار قبرت دفن نشود. پاکستان…

فلسفه فویرباخ،- نقد دین و الهیات مسیحی

آرام بختیاری  فیلسوف آته ایست؛ میان فقر و سوسیال دمکراسی.  نقد دین…

سُرورگم شده

میرعنایت الله سادات              …

اختلاف در کابل و همسویی امریکا و بریتانیا با پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان و بازی بزرگ جدید میراث حقه بازی…

حق حیات ومسوولیت دولت! 

عبدالاحمد فیض حق حیات شالوده وبنیاد حقوق وارزشهای است که به…

د ارواښاد ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار پېژندنه !

ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار :  الحاج ډاکټر عبدالله ګل اخلاص…

د کابل امنيه قوماندان وردک صاحبه

خبر شوم چي د اندرابي روشندل په ځاي کوم…

حاصل موعظهّ خواجه عبدالله «انصاری »

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني » در امر…

«
»

د بندیانو د تبادلې او خلاصون پېچلې قضیه

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

په دوبۍ کې د بهرنیانو له غونډې”۱۷ جنوري ۲۰۲۰” یوه ورځ وروسته، لوړ پوړي بهرني ډیپلوماټ راته وویل: “جان باس له ډاکتر غني سره ښې اړیکې نه درلودلې، د امریکا نوی سفیر چې راځي، دا هم ډیره زیاته تجربه لري، په ترکیه او نورو هیوادونو کې د امریکا سفیر پاتې شوي، کیدای شي له ډاکټر غني سره خپلې اړیکې ورغوي، او دا هم ممکن ده چې د امنیت شورا له مشر ډاکټر محب سره وویني، که دا کار یې وکړ، نو بیا کیدای شي چې ډاکټر غني په واک کې پاتې شي”. همداسي وشول.

په دوحه کې د متحده آیالاتو – امریکا د تړون د لاسلیک مراسم چې لا نه و پېل شوې، یوه مهم بهرني راته وویل: “آیا طالبان به ومني چې ټول ۵زره بندیان یې خوشي نه شي او بین الافغاني خبرې پېل کړي، ځکه د مارچ تر ۱۰مې د دومره زیاتو بندیانو خوشي کول به ستونزمن وي. “

د مارچ پر ۲مه، د یوې مشهورې نړېوالې ادارې مشر په دوحه کې راته وویل:”د طالبانو او حکومت ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر به پېچلی وي، که طالبان ومني موږ یې په دي برخه کې منځګړتوب وکړو. “

ښکاري چې د بندیانو په ځنډ خلاصون د امریکا- افغان حکومت د مخکیني پلان له مخې دی.

ډیری افغان سیاستوال له امریکا غواړي چې د ۵زره طالب بندیانو تر بشپړ ور خلاصیدو مخکې بین الافغاني خبرې پېل شي.

د افغان حکومت د ملي امنیت شورا وايې چې د طالب بندیانو د خلاصون واک له موږ سره دی. د انس حقاني د تبادلې پر مهال امریکایانو انتهایې هڅه وکړه چې وښيې چې د حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید د خلاصون واک له افغان حکومت سره دی، مګر امریکا بالاخره له طالبانو سره مخامخ د تبادلې معامله وکړه.

افغان حکومت د ۵۰۰۰ بندیانو د بشپړ خلاصون لپاره اوریند غواړي، طالبانو دوه کاله وړاندي د کوچني اختر درې ورځې رسمي اوربند اعلان کړ، تیر کال یې هم د اخترونو په ورځو کې درې ورځې نا اعلان شوی اوربند وکړ، همدا یوه حل لاره کیدای شي، چې د کوچني اختر درې ورځې اعلان شوي یا نا اعلان شوي اوربند باندې د ښکېلو لورو ترمنځ توافق؛ او دواړو لورو رینګه تر سره شي، او یا داچې  د یوې اونۍ لپاره د جګړې کېمدو باندي دواړه لورې موافقه وکړي، لکه د امریکا- طالبانو ترمنځ چې وشو، تر څو ۵۰۰۰ طالب بندیان او ۱۰۰۰ دولتي بندیان په بشپړ ډول خلاص او بین الافغاني مذاکرات پېل شي.

که امریکایان د بین الافغاني مذاکراتو په مقدماتې پړاونو کې له منځه ایستل کیږي، هم ستونزه ده، که نه ایستل کیږي، هم فریب او چل کوي، مثلاً، بالفرض، که افغان حکومت غوښتلي وای چې د امریکا له خوښې پرته د انس حقاني تبادله د دوی له لسو امنیتې ځواکونو سره وشي، آیا امریکایانو به منلي وای؟ دا تبادله شونې وه؟

بالفرض، که افغان حکومت د خپلو ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې لپاره د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کېدل، پرته د امریکا له خوشې منلي وای، آیا امریکایانو به دې کار ته اجازه ورکړي وای؟

اوس چې امریکایانو دا معامله له طالبانو سره منلي، مګر بیا وایې چې د حکومت لخوا ستونزې دي، دلته د امریکا چل او فریب دی، که داسي وای، ولي یې بیا له طالبانو سره ژمنه کوله.

بله مهمه مسئله داده چې د بندیانو لګښتونه څوک ورکوي؟ د باګرام زندان کنټرول او نظارت له چا سره دی؟

حزب اسلامي له افغان دولت سره د سولې تړون وکړ، او د پخواني پرچم ډلې حنیف اتمر رول پکې جوت و، که امریکا لا هم فکر کوي چې طالبان به د پخواني پرچم ډلې د غړي معصوم ستانکزي په مشرې په حکومت کې مدغم او یا حکومت ور ګډ شي، دا لاره ډیره اوږده او بې پایلې ښکاري.

بل خوا بیا د “شورای عالي مصالحه” تر نوم جوړښت په کار اچول شوی، چې د مذاکراتي پلاوي واکونه ننګوي، او که مشرې یې ډاکټر عبدالله کوي، ممکن څو ورځې وروسته هغه خپله د نیم حکومت له ادرسه را څرګند، او ځینې سیاسي ګوندونه به د مصالحې د عالي شورا لپاره د هغه مشرتوب ونه مني.

او که چیرته ډاکټر عبدالله ته ۵۰سلنه وزارتونه، ولایتونه، او ۵۰ سلنه د حکومت مالي امکانات په لاس ورشي، بیا به دا هم یوه ننګونه وي چې ډاکټر عبدالله به دغه امتیازات د سولې لپاره قرباني کړي یانه؟

د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ لا هم بې باوري پر ځای ده، ډاکټر غني چې ژمنه یې کړي وه چې د سولې بهیر مشرې به ډاکټر عبدالله کوي، اوس ویره ورسره پيدا شوي، که ګډ حکومت جوړ، او پر ډاکټر عبدالله فشار راوړي، نو کیدای شي هغه له طالبانو سره جوړجاړي ته ترجیح ورکړي، له همدې امله نوی وړاندیز داسي دی چې د مصالحي د عالي شورا پریکړو کې به ۵۰سلنه خوښه د ډاکټر غني هم په نظر کې نیول کیږي، او همدارنګه د هیواد د ملي ګټو اړوند موضوعاتو کې.

د ډاکټر غني د حکومت لخوا بېلابېل چینلونه د طالبانو سره اړیکه او یا هم د اړیکو جوړولو هڅه کي دي.

معصوم ستانکزی په شخصي ډول بالواسطه له جګپوړې طالب مشرانو سره اړیکه کې دی، مګر د قطر سیاسي دفتر سره دا مهال په مخامخ اړیکو جوړولو کې پاتې راغلی.

عبدالسلام رحیمي هم په شخصي توګه له ځینو مهمو طالب مشرانو سره اړیکه کې دی، خو د طالبانو له اصلي سیاسي ادرس څخه هر وخت د هغه شتون په مذاکراتو کې رد شوی.

د ملي امنیت شورا چې د بندیانو د خلاصون واکونه لري، هڅې کوي چې له همدې قضیې په استفاده له طالبانو سره مخامخ اړیکي جوړې کړلای شي، خو په شخصي او پټه توګه تر دي مهال اړیکې نه لري، او غواړي چې د طالبانو له اصلي ادرس سیاسي دفتر سره اړیکې ولري.

د ډاکټر عبدالله په مشرې هم له یوه او مشخص ادرس څخه له طالبانو سره اړیکې نیول کیږي، او تر ډیره په دي برخه کې فضل احمد معنوي فعال دی.

یونس قانوني، عطاء نور او دوستم په جلا جلا توګه له طالبانو سره په اړیکو کې دي. 

د انجنیر حکمتیار، استاد محقق، استاد خلیلي او حنیف اتمر استازي له طالبانو سره لېدنې او اړیکي لري، همدارنګه د استاد سیاف او حامد کرزي لخوا هم له طالبانو سره د اړیکو چینلونه شتون لري. او مهمه داده چې حکمتیار او سیاف به کله هم پر یوه لاره مزل ونه شي کولای.

امریکایانو تمه درلودله چې له طالبانو سره له تړون وروسته په ۱۰۰ ورځو کې بین الافغاني مذاکرات نتیجه ورکړي، مګر دادی ۷۳ ورځې تیرې شوې، خو لا هم بین الافغاني خبرې نه دي پېل شوي، دا لویه ستونزه ده.

د بین الافغاني خبرو د پېل لپاره دوه لارې شته، لومړۍ یې ډیره لنډه او اسانه ده. که چیرته په بشپړ ډول ۵۰۰۰ طالب بندیان خلاص شي، نو سمدستي مذاکرات پېل کیږي.

۱ – چې د معصوم ستانکزي په مشرې پلاوي کې لږ بدلون راشي، او د افغان جهتونو + افغان حکومت لخوا ګډ پلاوی اعلان شي، نه داچې بیا هم د افغان حکومت پلاوی ونومول شي، کوم چې خلیلزاد یې هم افغان حکومت ته د مشرۍ ژمنه ورکړي.

۲ – که چیرته د بندیانو خلاصون کې ځنډ راځي، بیا نو یو صادق درېیم ګړي ته اړتیا ده، امریکا په دي برخه کې رښتونې نه ده. 

د بین الافغاني مذاکراتو د پېل د هڅو لپاره منځګړي باید لاندي صفتونه ولري.

الف: چې هدف یې یوازي د بین الافغاني مذاکراتو پېل وي. او د لوریو لخوا پر نظام توافق وي.

ب: چې افغان حکومت، طالبانو، افغان سیاسي جهتونو ته د منلو وړ وي، د ګاونډیو هیواد او سیمې انديښنې ورته معلومي وي، له نړیوالو سره هم په ژبه پوه شي.

ج: چې د مذهب، سیمې، ژبې او قوم تعصب ونه لري.

که چیرته بین الافغاني مذاکرات پېل شي، داچې افغانان په خپلو خبرو د دریدو مخېنه لري، نو زیاته بې باوري به نه وي، بل داچې وار له مخه جهتونه او طالبان له یو بل سره اړیکه کې دي.