آیین وفا

رسول پویان ز لب های سکوت ساز دل آواز می خیزد زغوغای…

داستان «دوست‌ها»

نویسنده «لوسیا برلین» مترجم «آرزو کشاورزی» لورِتا روزی که جان سام…

جهان نو

میخواهم عصر دیگر و دَور زمان نو دَور نوی ز هستی…

باقیست

به گوشه گوشه ای وطنم نقش اهرمن باقیست زظلم کشته زیاد…

طالبان در پرتگاۀ سقوط

عبدالناصر نورزاد طالب همانند گذشته، نمی تواند در مسیر سیاست و…

جامعه سیاست زده ی ما و آشفتگی های سیاسی…

عبدالناصر نورزاد به فراخور مقاطع مختلف تاریخی و پیدایش و نضج…

طالبان ابزاری برای پاکستان برای بازی با امریکا و چین…

نویسنده: مهرالدین مشید حکومت فراگیر ترفند های تازۀ پاکستان برای مشروعیت…

زرتشت فیلسوف

– دکتر بیژن باران در ایران فلسفه در الهیات تنیده؛ نه…

معشوق تاريخي

- بیژن باران  مرا معشوقي است ابدی.  قرابت با او غدغن است. از…

حاکمیت قانون ضمانت برای حق حفظ ، تداوم و انکشاف…

بصیر دهزاد مقاله اینجانب که در کنفرانس علمی مورخ ۲۸ اکتوبر…

دو اجتماعِ سیاسی – اعتراضیِ متفاوت از هم [داخل و…

شباهنگ راد محرز است ما با دو اجتماعِ سیاسیِ متضاد از…

من

من، چه غریبانه،، میان این همه تنهایی،،،              --جا مانده‌ام!!! (۲) از تو چه پنهان! خودت به…

تک درخت آرزو های دختران مظلوم افغانستان چگونه ناشگفته…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان روزگار خیلی حساس و وحشتناک و آزمونی…

هیچ گفتمانی را نباید تابو پنداشت

                    بحث روی حکومت فدرالی گناه نیست      نوشته ی…

چهارمین دور مذاکرات «روند مسکو» درخصوص افغانستان

چهارمین دور مذاکرات موسوم به «روند مسکو» برای حل…

من اعلام جرم می‌نمایم

میر عبدالواحد سادات من به محکمه وجدان بشریت آگاه مراجعه مینمایم…

وراثت درقدرت و سیاست

مونارشی های موروثی با حفظ گذشت قرون هنوز در پیشرفته…

سوسیالیسم،- جانشینی برای حکومت شر و "آتش به اختیارها"

آرام بختیاری      یادی از آموزگاران انقلاب،- مارکس و انگلس. هرمبارزه طبقاتی یک…

انقلاب بزرگ خرد

رسول پویان بـشـر بـه حـلـقـۀ دام بـلا گرفتار است به چنگ آتش…

اطلاعیه انجمن حقوقدانان افغان در اروپا

بنام خداوند حق و عدالت هم مسلکان عزیزو دوستان و علاقمندان…

«
»

دافغانستان دخپلواکی دبیرته اخیستلو دشهیدانواوغازیانو په یاد


                          نصیراحمد – مومند
                         
      غواړم دهرڅه دمخه دګران هیواد لرغونی افغانستان دخپلواکی او آزادی دبیرته اخیستلو دلاری شهیدانواوغازیانو روح ته اوهغو کسانوته چی په دغه دینی او ملی جهاد او مبارزه کی په صدlقت وایمانداری او ایثار سره په ښکاره برخه درلوده زیات درود او تحیات واستوم .اوهمدغه راز دخپلی دزړه له کومی هیلی هغوحساسو او دردمنوزړونوته چی دهیواد دسرلوړلی او د افغان ولس دنیکمرغی اوهمداسی دباتور اوقهرمان پلرونو نیکونوپه لاراوهیله حرکت کوی او دغه موخه او هدف ته رسیدل خپل دینی او ملی وجیبه جزء ګڼی وړاندی کړم .
 پوره یوسلو دری کاله مخکی له نن د۱۲۹۸لمریزکال چی د۱۹۱۹عیسویکال سره سمون خوری دافغانستان توریالی ولس وکړای شول چی دانګریزی ښکیلاک لوی طاقت سره په یوه لڼد مهاله تخوسرنوشت سازه جګړه کی دافغانستان رښتینی اصیل او اتل بچی داعلیحضرت غازی امان الله خان دایمان اومیړانی ترقیادت لاندی خپل کورنی اوبهرنی خپلواکی نړیوالوته اعلام کړی۰باید وویل شی چه مسلمان هیواد پال پاچا پدی پوه ووچه یوازی دآزادی دبیرته اخستل خوڼد نشه او بایدپه ویاړ،غروراومستی کښی دوپ نشو او هر څه له یاده ونه وړو ترڅو دغه څه چه په کومه بیه لاسته راځی موخه اوهدف یی مخکی سنجول شوی اومعلوم وی چه دڅه دپاره او وروسته بایدڅه  وشی او چشته  اړتیا لری ۰
یعنی تر هر څه دمخه د احساساتو او عقل ، علم او جهل په مینځ دیوالونه او سرحد مخ له هر څه نه  مشخص او څرګند کړی و ۰پرته له دیکته او غلامی اوغاړه ایښودل، علمی ، منطقی او سنجول شوی دافغانی مفکوری او پلان سره ملا تړلی و.
پر دی بڼست ترقی غوښتونکی اوریفورمیست پاچا  دخپلواکی دترلاسه کولونه وروسته دهیواد دآبادی اودخلکودآرامی دپاره په فرهنګی ، اقتصادی ، ټولنیزَعمرانی ، سیاسی اودهوسا ژوند په چاروکی رفاهی پلانونه او ریفورمونه او دعصراو زمانی پراقتضاء مثبت ګامونه پورته کړل .
 دخلکو او نسلونو دیو تاریخی شاهداو ارزښت دیادونی اوساتلو دپاره ددی ورځی په ویاړپه کابل ښارکی دارګ ماڼی ته مخامخ يادګاری آبدی د « میناراستقلال»په نامه جوړشول .
دښوونځیو په درسی کتابونوکی دملی احساس او مینی دژوندی ساتل او تقویه کولو خاطر په ویاړاوسرلوړلی دافغانستان دخپلواکی دبیرته اخیستلوخبری کیدی ، ملی بیرغ ، ملی سرود، دخپلواکی ترانی  مینځ ته راغله .
 په عمرانی ودانولوچاروکی دکابل دچهاردهی په تپه تبیه سیمه کی دنوی ښار ددارلامان په نوم دعصری او مدرن ښار،سره دښکلی او شانداره ماڼی اوقصرونه بڼسټ ایښودل شول .
 دښارله مرکز نه تردارالامان پوری داورګادی اوسپنیزکرښه جوړشول . په پغمان کی دطاق ظفریادګاری آبدی چی دغازیانواوشهیدانونومونه هم پکښی حک او ضبط شوی سره دښکلی اومجللی قصرونه ، پارکونه ، باغونه ، ورزشی لوبغاړی اودسیل اوتفریحی ځایونه دآزادی جشنونه لمانځ لو دپاره خاڼګری تاسیسات اوچمنونه آباد شول .
همداسی  په جلال آباد ، لغمان ،جبل السراج ،کندهاراونوروښارونوکی یولړ تعمیرونه ، فابریکی او نورو نظامی اوملکی رفاهی او تعلیمی ودانی اوتاسیسات تیارشول .
دټولینزومناسباتودپاره نوی قوانین،نظام نامی اومقررات داسلامی اوافغانی ټولنیزواعتقادات اوشعایرو پربنیاددیوشمیرپوه ،سترواوخبیرودینی عالمانولکه مولوی محمدابراهیم کاموی ، مولوی فضل الربی، مولوی عبدالحی پنحشیری اودوخت نوروجیدوپیژندل اومڼل شوی پوهانواومحورو مشرانوملی شخصیتونو اوقومی مشرانوله خواتدوین اودافغانستان دقومونواوقبایلوداستازودعنعنوی لویه جرګی له تصویب اوتایید وروسته نافذ شول.
دبهرنی اوبین المللی په برخه کښی دپلوماتیک اړیکی دمتقابل ګټواواحترام پربڼست دسفراء په سویه تبادلی ټینګښت او پراختیا وموند.
د افغانانو اوافغانستان ډیوه  یوځل بیا  بل او وځلید ،په نړی کی مشهوراودلوړحیثیت اواعتبارخاوندان شول . بهرنی ملی اوبین المللی اسلامی اوغیراسلامی ټولنه اوشخصیتونه افغانانوته په درنښت اومینه کټل اویادول ، دمثال په ټوګه دهندنومیالی متفکراو اندیښمند جواهرلعل پنډت نهرودخپلواکی دبیرته اخیستلوپه موقع وویل :
« دافغانستان دخپلواکی مشرغازی اما ن الله خان اوافغان باتورملت په ماکی دخپلواکی غوښتنی پیاوړی کړه » . همدغسی دمصر لومړی ولسمشر ارواښاد جمال عبدالناصروویل : « ځما دخپلواکی غوښتنی استاذ دافغانستان خپلواک او ریفورمست پاچا اعلیحضرت غازی امان الله خان دی.
دا وودهیواددخپلواکی دبیرته اخیستلواودهغه شهیدانواوغازیانواواتل قهرمانانولنډ بهیراوکارنامی چی نن تاریخ او هراصیل افغان  بچی دپلرونواونیکونوافغانی وینی اودښکلی لرغونی افغانستان او توریالی غیرتمن ولس سره مینه ددوی په رګونوکی بهیږی، پری ویالی اودخپل سراومال په بدل کی ساتنه اوڅارنه یی کوی .
ډغه دویاړنه ډک عملونه او کارناموچی پاس کی په لنډ ډول یادشول ټول دلسوکالوترشاوخوا دمحدودو شرایط او امکاناتواودافغانی لګښت او مټ ترسره شوی وو.
نوهغه څه چی کیدای شی ددغی تاریخی ورځی په یادونه کی زده کړواوسرمشق  وګرځوو ، هغه آزادی سره مینه او دخلکوفکراوعمل یوالی،ملی وحدت اوملی پیوستون دی ، ځکه پیښی چی هرڅومره سټری وی بیاهم دیوه قام اویوه ملت دمعنوی قوت اوګډ تصمیم په مقابل کی کوچنی اومضمحل کیړی .
مخکی ولاړشو :
اوښکی موبهیږی ، وینــــــــــی موتوییږی                  زړونــه موکړیږی ، ټینګ ولاړ پـــــه مینه یو
له خوب خوړو نه لری یو،زهیر اوغلی یو                  خوند او ژوند ته تلی یو، سخت لتاړ په مینه یو
په خواشنی سره دذکروړبولم چی دغه عوامل او دری مفتضح ماټی او په نړیواله کچه شرمساری او بی اعتباری انګریزی محیل اومکاراستعماری امپراتوری ته دغچ اوانتقام اخیستلودپاره وهڅول چی دافغانستان دهیوادپال خلکواو ددوی محبوب مشرتابه په مقابل کی خنډونه پیداکړی اودافغانستان دترقی او پرمخټګ لاره ونیسی ۰بیادشاه شجاع په څیردخپل ایجنتانواومزدورانوپه وسیله لاس وهنه اوناکراری پیل کړ. نوی پالیسی اوکړنلاروته مخه کړ، چی هغه دافغان ملت په مینځ کی تفرقه اچول اودافغان په وسیله افغان وژنه وو طرح کړل. دغه لاس وهنه دومره روښانه او ملموس وو چی نه یوازی افغانان پری پوه شوی ووچی خبره دکفراواسلام کی نده بلکی په ملک اوسیمه کی ګډو د ی اوبی ثباتی رامینځته کول او دترقی او پرمخټګ په لاره کی خڼدونه پیداکول دی ، حتی په کابل کی دبهرنی سفارتونوغړواواستازوامانی حکومت ته وړاندیزوکړچی که ضرورت وی مونږهم دافغانانو په څڼګ کی دانګریزانو پرخلاف دریږو اوجنګیږو،چی غوره مثال یی په  کابل کی دجرمنی سفارت استازی داکتر « ګرویاد» په نوم ووچی ویلی وو:« دی حاضر دی دانګریزانو پرخلاف دجګړی ډګر ته ورشی »، مګر دافغانستان سیاست پوه اوغیرتمن لارښودغازی امان الله خان دجرمنی له استازی نه له دی دوستانه یا مغرضانه !احساساتو څخه مننه وکړه او هغه ته یی ځواب ورکړچی افغانان پخپله دستونزوله حل او اواری څخه وتلای شی او دښمن ته غاښ ماټوونکی ځواب ورکولای شی.
دغه دخپلواکی مشراودهیواد اودخلکو صالح اورښتین خدمتګارمحبوب  زامن اعلیحضرت غازی امان الله خان پدی پوه ووچی مکاراومحیل دښمن دملت ارادی ته مخامخ دریدلای نشی او دپردی ترشادخوشباوری نه ناوړه استفادی کوی اودخپل طرح شوی شوم اوناجایزکړنلاره او نسخی پربڼست دخلکوپه مینځ نا باوری اونفاق زیږوی، افغان په وسیله افغان وژنی اوملک ویجاړوی. لهذا نه غوښتل چی بی ګناه خلک ووژل شی اوملک ویجاړشی ، استعفاء ورکړه اودکندهار له لاری ایتالیی خواته روان شو .
پدی ترتیب دغازی امان الله خان دحکومت دوره دټولو پلانونو او دملت پاکی هیلی او تلاشونه ختم او برباد شول ۰د حکومت واک او اداره دنهه «۹» میاشتودپاره دانګلیسی ګوداګی بیسوا داوناپوه مشهور غل حبیب الله دسقاوځوی اودهغه دارودسته په لاس وسپارل شول اودانګریزی پلان سره سم دسقاوځوی د کابل شاهی ارګ  ماڼی ته ورننوت او دپاچاهی پګړی دڅوغلواو وطن پلورولخوا ورته وتړل شو . افغانان او افغانستان یوځل بیا دبدمرغی ، بی سوادی ، بی امنیتی، قتل وقتال،چوروچپاول او نورکړاونوکنډی ته وغورځید چی په پایل یی افغانا ن او افغانستان دوخت بل نړی خوارسورښکیلاک په لمن کی واچول شول چی دهغه تجاوزاوبیا ددی هم مفتضح ماټی اونابودی بیل بحث دی ، چه دهغه تجاوزاودماټی نه وروسته کوم شوم میراث چه پاتی دی اودمصیبتونودزیږیدنی تراوسه دتداوم اسباب ګرځیدلی او دتور استعمار امریکی او اندوالان یی دپاره لرهواره شو چه دخپل تجاوز اویرغل سره شل کاله  افغان ولس او افغان هیواد بل تباهی و بربادی په میراث کی کیښود او بالاخره مفتضح ماټي وروسته دشپی په تیاره کی غل غون‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډي وتښتیدچه دغه بهیر دتاریخ  دغمیزی اوناخوالوجلا تورباب تشکیلوی .  دا چه اوس داسی بهیرراغی چی څه پاڅه دڅلویښټ کال نه زیاد کوم  جنایتکاراو وطن پلورونکوغلوهم وتشتیداو  ولس او هیودادامارت  اسلامی تر بشپړه سلطي نه راغلی سره له دی چی طالبان دخپل نه دباندی ټول جنایتکاران اوملی خاینان و مجرمینو ته عفو کړیدی ځ که دا حق او صلاحیت یوازی دافغان ولس دی خوبیا هم محیل اومکاروځاله اونوی دښمنانوکاردی چی پخوانی دښمنان د دوستا نوپه جاموکی ددوی په مقابل کی  لاس یوکړیدی یو کال کیږی تفغان ولس او هیواد په انزوا او پریشانی مخامخ کړیدی .
خو بیاهغه څه چی په موقع اودویلو وړبولم، پداسی حال چی افغان ولس او ملی وطن پال افغا نانو دپاره که دننه دی اوکه په بهردپریښانی اوتشویش وړګرځیدلی دی
ورځ تربله د درامی دنوی پړاونو پربناء کړاونه زیاتوی اودوی خپل موخو پرمخ بیایی .
بناء پدی حال سره نن له هروخت نه زیات داصیل اوهیواد پال افغانانوایثاراوفداکاری ، ملی پخلاینی ، ملی پیوستون اوحرکت ته ضرورت احساس کیږی چی سره یوشی، لاس ورکړی  اسلامی له تیرو ترخه تجربی نه زدهکړی او موقع برابرکړی  چی دپردیو  بدناموبی خاصیته کورنی ایجنتانو لاس لنډ شی او افغانان دملی وګړو په مرسته پخپله خپل هیواداو ملی نظام اوسیستم جوړکړی ویجاړهیواد زمونږنه غواړی اومونږ باندی غږ کوی چی :
افغانانوستاسو کوریم ، پردوته می پری نږدی         
ویجاړ افغانستان یم ، ورانیدو ته می پری نږدی