نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

تروه ليموګان په خوږو ليمونادو اړوو

عبدالصمد ازهر                                                                              ۰۵ /  ۰۱ / ۲۰۲۴

از ليموی ترش لیموناد شیرین می سازیم

طالب چارواکو ته په هره برخه، او په ځانګړي توګه په فرهنګي تشو او د ښځو او نجونو پر حقونو ظالمانه تېري په هکله، له پر له پسې ګوتنيونو او انتقادونو وروسته د دې وار رسېدلی دی چې په نورو اړخونو هم تم شو او خپل ګټور او جوړوونکي وړانديزونه هم ورسره شريک کړو. مخکې له دې چې وړانيزونو ته ولاړ شم، په زغرده وايم څو چې د نجونو او ښځو د زده کړې او کار حقونه ونه پېژندل شي او په ټولنه کې قانونيت واکمن نه شي، د دوی او د افغان ولس او په ځانګړې توګه روڼ اندو تر منځ واټن به کله هم لنډ نه شي. ټول بايد پوه شي چې زمونږ وطنوالو د تېرې نيمې پېړۍ له وژنو، ورانيو، بې وطنيو او ډېرو نورو ربړېدنو نه ډېر څه زده کړي دي. زمونږ عوام هم هغه نه دي چې ځينو به ورته د « العوام کالانعام» خطاب کاوه. دوی د ډېرو تجربو له لارې په ډېرو حقیقتونو پوه شوي دي، خو له هغې وېرې چې له پېړيو راهيسې د دوی په ټوليز شعور (شعور جمعی) کې اخشل شوې ده، لا هم د خپلو عقلي موندنو له برالا ويلو ډډه کوي.

زمونږ تېرې او اوسنۍ هلې ځلې او زمونږ پياوړی هوډ، زمونږ د ځورېدلي ولس، زمونږ د وران ويجاړ ټاټوبي او زمونږ له دننه او د باندې نه ټکول شويو وطنوالو له پاره ښېګڼه، بسياينه او هوساينه رامنځ ته کولو په موخه ول او دي، نو ځکه نشو کولی په هر حالت کې هغه وړانديزونه کوم چې ګټور راته ښکاري، له شريکولو وسپموو. 

غواړم په ټولنيزو او اقتصادي برخو کې ، سره له دې چې ځانګړې پوهه او تخصص په کې نه لرم، د روغتيايي حالت  په مساعد وختونو کې څو وړانديزونه يو په بل پسې خپاره کړم. هيله من يم ګران لوستونکي يې په خپلو عالمانه نظرياتو سره تشې ډکې کړي.

لومړی وړانديز:

په خبرونو کې واورېدل شول چې په اقتصادي چارو کې د لنډ مهال حکومت د رییس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر، د کندهار په دامان ولسوالۍ کې لوی واټ( لويې لارې) ته ورڅېرمه، د ۵۳ مليونو افغانيو په لګښت د يوه جامع جومات د جوړولو ډبره کښېښوده. په خبر کې دا هم وويل شول چې د ملا هبة الله له لارښوونې سره سم به ۷۵ لوی جوماتونه د لويو واټونو(شاهراه ګانو) تر څنګ، په مختلفو ولايتونو کې جوړېږي.

په دې خبر باندې رنګ رنګ ګونګوسې واورېدل شوې. چا وويل پر لويو لارو د جوماتونو جوړول ضرور ول که د وږو متقاعدينو د روا حقونو ادا کول؟! بل وویل په داسې حال کې چې په هر کلي کې جوماتونه شته چې د مدرسې حيثيت هم لري خو ښوونځي نشته، ولې ښوونځي نه جوړوي او لګيا دي لا هم مدرسې او جوماټونه آبادوي؟! بل وويل لمونځ خو پر تش ډاګ هم کېږي خو که د ۷۵ جوماتونو په ځای ۷۵ سترې فابريکې جوړېدې نو ډېرو وږو وطنوالو ته به د کار موندنې زمينه برابره شوې وای او ثواب به يې هم زيات وای.

ما وويل راځئ چې دغو جوماتونو ته له بلې زاويې وګورو او خپل وړانديزونه چارواکو ته وليکو:

ښه به وي دغه جوماتونه له ښارونو نه ليرې  او هلته چې د اوبو شته والی، سمدلاسه يا په پلان کې، میسر وي، پر لويو لارو جوړ شي؛ تر څنګ يې هوټل او مساپر خونې او خوړلو، څښلو او نورو اړو توکو هټۍ هم ورغول شي څو د کارکونکو او مساپرو اړتياوې سمبال کړي. دغه خلک چې دلته په جومات، هټيو، هوټل او مسلپر خونو کې په کار بوختېږي د استوګنې کورونو ته اړتيا لري. دغه کورونه بايد د يوه ښارګوټي له منل شوې نخچې له مخې جوړ شي. د کورنيو ځای په ځای کېدو سره د ښوونځيو، د ژوند د نورو آسانتياوو لکه برق، انټرنټ، د څښاک پاکې اوبه ، ټرانسپورټ، امنيتي او اداري جوړښتونو او داسې نورو، اړتيا بې له شکه رامنځ ته کېږي. 

کله که دا وشول، دغه لومړني جومات به، چې د دغو ټولو آباديو او بدلونونو زړی(هسته) دی، د وطن په آبادولو او مډرنايزېشن کې ستره ونډه درلودلی وي.

وګورئ، که نن د دغو جوماتونو تر څنګ ۷۵ ښارګوټي، چې سبا به په لویو ښارونو هم اوړي، رامنځ ته کېږي، دا يوه بېلګه ګرځي د همدې ته ورته پراختياوو له پاره. همدغه فورمولا کېدای شي په کليو کې د کليوالي جوماتونو تر څنګ هم پلی شي او په دې توګه سوکه سوکه د ښار او کلي توپير پيکه شي.

دوهم وړانديز بيا بل وخت

۱۵ / ۱۰ / ۱۴۰۲

۰۵ / ۰۱ / ۲۰۲۴