اسلام سیاسی و ناکارامدی و شکست آن در جهان اسلام

نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی کمونیسم را به موزۀ تاریخ برد؛…

تاریخ فلسفه غرب در منابع چپ و لیبرال 

آرام بختیاری سیر اندیشه فلسفی در شرق و غرب.  واژه فلسفه، مفهومی…

مفهوم شناسی جهاد اسلامی، در مبانی سیاست مدرن

بند ظواهر و احکام بیدون حکمت و تزریق آن در…

دین و دربار در 5 هزار سال پیش- ایلام

 دکتر بیژن باران فرهنگ در باورهای شفاهی و اقلام هنری در…

سلامنامه

نوشته نذیر ظفر 23/23/01 ز مـــــــن به جــــــمله…

افغانستان به مثابه یک سیاه‌چاله‌ی جیوپولتیک

بر اساس تعریف دانشنامه‌ها، سیاه‌چاله (به انگلیسی Blackhole ) ناحیه…

خاموشی پیش از توفان و پیچیده گی اوضاع سیاسی افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ های نیابتی و دیپلوماسی نیابتی و شکننده…

داستان «هدیه»

نویسنده «آناند ویشنو پراکاش»؛ مترجم «گیتا بختیاری» نم نم باران روی…

دشمن زن

رسول پویان نظام ظـلم و سـتم پایـدار نخواهد بود ترورووحشت تان برقرارنخواهد…

وطن

آتش زده خصم لانه‌ای من میسوزد ازین کاشانه‌ای من تا چند کشم…

فیسبوک چلونکی های دیروزهمه به طالبان پیوسته اند

   نوشته ی : اسماعیل فروغی       اصطلاح فیسبوک چلوونکی…

پیرئ

نوشته نذیر ظفر 23/18/01 همــه دلــــــــگیر اند از آوان پیری نگردد…

فلسفه کمونیستی،- دین، ایدئولوژی، جهانبینی، یا مکتب رهایی بخش؟

آرام بختیاری فلسفه کمونیستی برای آنارشیست ها و نسل های برباد…

چرا نظام سیاسی دهه‌ی شصت در افغانستان مؤفق و نظام…

نوشته‌ی محمدعثمان نجیب من در این نوشته‌ی کوتاه تنها به یک…

وجه تسمیه اوزبیک

اوزبیک از دو کلمه جداگانه تورکی ترکیب یافته است: اوز…

نجات افغانستان از شر تروریسم و یک جنگ نیابتی دیگر

نویسنده: مهرالدین مشید       طرح ها و راهکار ها و درازراۀ…

یاداشت

 نامه سر گشاده که از طرف  تعداداز  متخصصین  ، مدافعان افغانستان…

مسلط بودن قانون جنگل در مادر وطن ما

انجنیرفضل احمد افغان.               …

مام وطن

دوست دارم از دل و جان آنکه غمخوار وطن  یا که…

آیا افول امریکا قابل تصوراست؟

   نوشته ی : اسماعیل فروغی      ایالات متحده ی امریکا ازاولین سال‌های…

«
»

اوسني حالات د شل کلن فاسد او ناکام “جمهوريت” د کار نتيجه او ثمره ده!

شل کاله د نړيوالې ټولنې لخوا په افغانستان کې د شر او فساد او خارجي جواسيسو د حاکميت څخه د جمهوريت د ساتنې تر نامه لاندې بې دريغه ملاتړ وشو. خو پايله يې دا شوه چې په آخره کې د دموکراتيکو آزاديو هغه له پخوا رواج شوى نوم او بوي هم پاته نه شو. د ښوونې او روزنې په ډګر کې لاسته راوړنې مو هم خارجیانو چور کړې. په لسهاوو او سلهاوو زره ځوان روزل شوي کادرونه مو د نړيوالې ټولنې ځواکمنو هيوادونو خپلو ملي مارکټونو ته استخدام کړل. هغوى چې د آزادۍ او پرمختګ له پاره يې د استبداد او ارتجاع په وړاندې مبارزه کولاى شواى، په يوه او بله بهانه له وطنه وايستل او افغانستان يې پخپل لاس د په شاتګ غوښتونکو مذهبي ځواکونو له پاره د فعالیت، منډو او سياليو په هوار ميدان بدل کړ.

نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د شل کلن حاکميت په موده کې د نفاق زیږوونکو قومي شوراګانو او مدني ټولنو تر څنګ، ډير انجويي سیاسي سازمانونه د ګوندونو تر نامه لاندې جوړ، تربیه، رهبري او تمويل کړل، خو هيڅ داسې رښتيني سياسي ځواک او سازمان ته يې د ظهور او رشد امکان او فرصت ورنکړ چې د افغانستان د خلکو او ولسي تودو ملاتړ ورسره وي. ملي، مترقي او عدالت پلوه دموکرات ځواکونه يې د نفاق او شقاق په متروکو له داخل او بهره وځپل. په هيواد کې دوې يو د بل په وړاندې متضادې، په جنګ اخته او په ظاهره انتاګونيستي افراطي ډلې پاتې شوې. يوه يې د جمهوريت تر نامه لاندې د شر او فساد ډله وه چې د خارجي استخباراتو فاسد اجنتان او د شر او فساد عاملین پکې را ټول شوي و او بله يې د طالبانو جنګي، افراطي، مذهبي مجاهده ډله وه چې له عصريت، عصري سياسي نظام او علومو سره يې آشنايي نه وه او نشته .

د جمهوريت په اډانه کې روځ په روځ جګړې پراخه شوې، شر او فساد زور ونیو، محلی جګړه مار قوماندانان را پورته شول او د هېواد د ويش او تجزيې خطر غښتلى شو. افغاني ولسونو او نړيوالو د روان فساد زغم له لاسه ورکړ.  د جمهوري نظام او د هغو د بهرنیو ساتونکو په وړاندې نفرت زيات شو. په پايله کې نړيوالو او افغانانو ټولو د جمهوريت له واکمنانو مخ د طالبانو پر خوا واړوه، ځکه چې په هېواد کې د فاسد جمهوري نظام او افراطي مذهبي طالبانو پرته دريم مترقي سياسي الترناتيف وجود نه لاره.

جمهوريت ړنګ شو او د اسلامي امارت د جوړېدو زمينه مساعده شوه چې په مجموع کې يې ثمره د عطف په ټاکلي نقطه کې د جګړې د ختمېدو، د سولې د راوستو ، ځمکني تماميت د ساتلو، د واحد حاکمیت را منځته کولو او د جنګسالارو قوماندانيو د ختمولو له پاره تر پخواني پرديپاله، مفسد او نفاق زيږوونکي تش په نامه جمهوريت بهتره وه.

د شر او فساد له جمهوري نظامه امارتى نظام ته وږى ولس، په نفاق او شقاق کې ډوبه جامعه، خودسره محلي قوماندانان او ډيرې نورې بلاوې پاته او نړیوالې مرستې هم پرې قطع شوې.

ښکاره خبره ده چې ددې ستونځو حل د مادي او پولي امکاناتو تر څنګ، مدرن نظام او په عصري علم سمباله کادر او پرسونل هم غواړي. ددې ستونځو حل يوازې د جمات د ملاامام له توانه وتلى کار دى.

په دې حالت کې يو ځل بيا د ملي مترقي ځواکونو د فعاليت او وحدت اړتيا را برسيره کيږي.

خو ملى او دموکرات مترقي ځواکونه بايد د پخوانيو جالونو راووزي، حال او مستقبل ته فکر او کار وکړي، د کينو او نفرت زيږوونکو ادبياتو او اعمالو څخه فاصله ونيسي. نوي راغلي شرايط نوي ادبيات او د اړيکو، تفاهم، تعامل او انعطاف نوې ژبه او په ټوله کې نوى سياسي فرهنګ غواړي. په جګړو، ښکنځلو، زورګويۍ او د نفرتونو په شيندلو د وطن ستونځې نه شي حل کيداى.

راځئ چې يو او بل ته د هېواد د رښتينو لوڼو او زامنو په څير لاس ورکړو او د وطن خدمت ته په واحد عزم تر پخوا کلکه ملا وتړو!

(پوهنه رڼا ده) او د ښځو او نرو په زړونو او مغزونو کې ددې رڼا د خپرولو له پاره دوامداره تشکيلاتي کار او زيار اړين دى!

(نور محمد غفوري)

24.12.2022