ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

وقتی بحران دیگر در مرز متوقف نمی‌ماند

Wahidullah Noorzai | NIDA Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field-Based Strategic…

از فارسی‌ستیزی استعمار بریتانوی در هند تا دگرگونی نام‌های فارسی…

سلیمان کبیر نوری دوست ای ویدیویی برایم فرستاد که از جهات…

                       کام بلا 

جهان در معرض نابودی و کام  بلا  تاکی همیشه مردمان در…

میان چشمه‌های شعر

مجموعه اشعاری از روناک آلتون برگردان به فارسی:زانا کوردستانی بانو "روناک توفیق…

افغانستان؛ میدان رقابت قدرت‌ها پس از خروج آمریکا

 نویسنده: مهرالدین مشید جایگاه مردم افغانستان در میدان رقابت های کشور…

عربستان در افغانستان چه می‌خواهد؟

Wahidullah Noorzai — Former Senior Military Officer, Field Strategist &…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش دوم)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

«
»

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او ادب په روڼ آسمان کې تکړه شاعر، پیاوړی داستان او کیسه لیکونکی، هڅاند څېړونکی او ژباړونکی دی، د ریالیسم نړېوال ادبي او هنري ښوونځی په تړاو ځانګړې مرکه

مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود

د علم، ادب او فرهنګ پتمنو او درنو مینه والو!

ادب د انسان د باطن او د روح هغه رڼه، روښانه او ځلېدونکې هینداره ده چې د زمانې څېره پکې ښکاري. ادب د انسان هغه معنوي سفر دی چې پیل یې له یوې کلمې کېږي، منزل یې د انسان زړه وي، او لاره یې د زمانو له حافظې تېرېږي. هره ټولنه، هره زمانه او هر تمدن خپلې ځانګړې فکري، ټولنیزې، فلسفي او هنري آزماېښت او تجربې لري؛ ادبي مکتبونه هم د همدې آزماېښتونو او  تجربو له زړه څخه راټوکېږي. ادبي ښوونځی یوازې د لیکوالو د لیکلو یوه طریقه نه ده، بلکې د یوې ځانګړې دورې د فکر، احساس، ښکلاپېژندنې، ټولنیزو ارزښتونو او هنري لیدلوري ګډه هینداره ده. د نړۍ په ادبي تاریخ کې ټول نړېوال ادبي مکتبونه د انسان د فکري او هنري پرمختګ او پراختیا بېلابېل پړاوونه څرګندوي. هر مکتب له خپل مخکیني ښوونځي سره د همغږي، مخالفت یا نوي تعبیر له لارې د ادب په تاریخ کې نوی باب پرانیستی دی. د ادبي مکتبونو پېژندنه د ادب د تاریخ پېژندنه ده. ادبي مکتبونه د ادب پر مخ لیکل شوي نومونه نه دي؛ بلکې د انسان د فکر پر اوږده سفر د زمانې نښې دي. 

ښاغلي علم ګل سحر د علم، ادب او فرهنګ په تېره بیا د پښتو ادب په رنګین، غوړېدلي او سمسور بڼ کې هغه نومیالی شاعر، داستان او کیسه لیکونکی، څېړونکی، ژباړونکی او ځلانده علمي او ادبي څېره ده، چې په خپلو ګټورو او اغېزناکو منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) یې د پښتو ژبې او ادب ته بې ساري خدمتونه او چوپړ تر سره کړی دی.

ښاغلی افضل ټکور د پښتو ژبې پیاوړی لیکوال، هڅاند او تکړه شاعر او ادیب د ښاغلي علم ګل سحر په اړوند په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي:

(( ښاغلی علم ګل سحر د څلورو لسیزو راهیسې له نژدې نه پیژنم هاغه وخت چې موږ په کابل کې ژوند کولو زه بیا ډیر کلونه وړاندې له هیواد نه ووتلم او سحر صاحب د جمهوریت تر اخره په کابل کې پاتې شو، د جګړې لمبې یې وزغملې ؟ لوړې او ژورې یې ولیدلې له ډیرو ستونزو سره سره یې خپلې ژبې او فرهنګ ته خورا زیات او ګټور کار وکړ. تر کومه ځایه چی زه ګران سحر پیژنم هاغه یو ښه لیکوال ،یو ښه شاعر، یو ښه ژورنالست او ښه ژباړونکی دی او په دغه ټول ژوند کې یې خپلې خوږې ژبې پښتو ته ډیر داسې تلپاتې اثار ډالۍ کړي چې هم یې د راتلونکي نسل له پاره یو ښه ماخذ بللی شو او هم به د هاغه نوم تر ډیره ژوندی وساتي د ریالیزم په اړه دغه هر اړخیزه او په زړه پورې مرکه یې زما د پورتنیو خبرو ښه پخلی کولی شي.

ګران سحر صاحب ته د اوږد او له بریو نه د ډک ژوند دعا کوم او په دې هیله چې خپلې ژبې ته لا ډیر کار او زیار وګالي.))

په پښتنی مینه

افضل ټکور

***

د سحر صاحب په شعرونو، کیسو او داستانونو کې د پام وړ ادبي او هنري نوښتونه، ټولنیز، انساني او پښتني ارزښتونه، د ولسي او ملي ژوند بېلابېل اړخونه، د هېواد او هېوادوالو سره او د پښتو او پښتونولۍ سره ژوره مینه په خوږو او زړه وړونکو الفاظو، شاعرانه او هنري ژبه انځور شوې دي.

عبدالوکیل سوله مل شینواری، چې د پښتو ژبې او ادبیاتو وتلی او پیاوړی کیسه لیکوال او تکړه ناول لیکونکی دی. ده په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي علم ګل سحر په تړاو داسې کښلې دي:

(( علم ګل سحر؛ د پښتو ادب نوښتګر او پرکار پنځوونکی.

علم ګل سحر د افغانستان په معاصرو ادبیاتو کې یو اشنا او ځلانده نوم دی. نوموړی د یوه تکړه شاعر او لیکوال ترڅنګ ښه ژباړن او څېړونکی هم دی، چې تر دې دمه یې څو شعري ټولګې، یو ناول او د کیسو څو ټولګې پنځولې دي. پر دې سربېره یې یو شمېر ناولونه هم ژباړلي او خپاره کړي دي.

سحر نه یوازې د ژورو تاریخي او فلسفي کیسو او ناولونو لیکوال دی، بلکې د طنزي کیسو په پنځولو کې هم ځانګړی مهارت لري. نوموړی، چې د داستاني اثارو او ښکلو شعرونو د لیکلو او پنځولو لوړ استعداد لري، د کیسې او شعر له هنري او ادبي جوړښت سره هم ښه اشنا دی؛ ځکه خو یې د ګڼو لیکوالو شعرونه او کیسې په ځیرکتیا شنلي او کره کتنه یې پرې کړې ده.

د داستاني او شعري پنځونو ترڅنګ، سحر د فولکلوریکو څېړنو او جګړه‌ییزو خاطراتو لیکوال هم دی. نوموړی نه یوازې د خپلو همزولو لیکوالو په منځ کې د یوه نوښتګر لیکوال او شاعر په توګه ځانګړی ځای لري، بلکې د خپلو لیکنو د څومره‌والي او څرنګوالي له مخې یې هم د پام وړ مقام خپل کړی دی.

هغه نه یوازې د خپلو تخلیقي او څېړنیزو اثارو په وسیله د پښتو ادب بڼ ته ښکلي ګلان ډالۍ کړي، بلکې د پښتو ادبي ټولنو په جوړولو او تنظیمولو کې یې هم رغنده ونډه اخیستې او د پښتو ادب د ودې او بډاینې لپاره یې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي.

لنډه دا چې علم ګل سحر د پښتو ادب یو پرکار، نوښتګر او څو اړخیز لیکوال او شاعر دی، چې د خپلې ادبي او فرهنګي هڅې له لارې یې د پښتو ادب په غوړېدا کې د پام وړ ونډه اخیستې ده. نوموړی د پښتو ادبي کاروان یو مخکښ او خوځنده لاروی دی، چې د قلم رڼا یې د پښتو ادب پر بېلابېلو برخو خپره شوې ده.))

عبدالوکیل سوله مل شینواری.

***

ما د ښاغلي علم ګل سحر سره د شعر و شاعرۍ، ادب او داستانونو او کیسو په تړاو دوې ارزښتناکې او ګټورې مرکې جوړې کړېدي.

خو دا ځل مې د نړېوال ادبي او هنري ریالیزم ښوونځی په تړاو ورسره یوه ځانګړې مرکه جوړه کړې ده.

ریالیزم هغه ادبي مکتب دی چې ادب یې له اسمانه ځمکې ته راکوز کړ، عادي انسان یې د داستان منځ ته راوست، د ټولنې دروازې یې پرانیستې. 

ریالیزم د انسان او ټولنې اړیکه جدي اخلي. په ریالیستي داستان کې کرکټر یوازې په تشه فضا کې ژوند نه کوي؛ د کورنۍ، اقتصاد، ټولنیزو دودونو، طبقې، کار، زده‌کړې او چاپېریال اغېز پرې لیدل کېږي.

له همدې امله ریالیستي ادبیات ډېر وخت د یوې ټولنې ټولنیزه هینداره هم ګڼل کېږي.

ګرانو مینه والو د نړېوال  ریالیزم ښوونځی په اړه به نور پوره او بشپړ مالومات د ښاغلي علم ګل سحر په دې څېړنیزې مرکې کې ولولو.

ښاغلی علم ګل سحر یو دروند، پاک زړی، متواضع او خواخوږی شخصیت دی. دی له هېواو او هېوادوالو، پښتو او پوښتونولۍ سره او د خپلو ملګرو، یارانو او دوستانو سره ژوره مینه لري.

***

ګران سحر صاحب بیا هم سلامونه او درنښت، اجازه راکړئ خپلې پوښتنې پیل کړم.

ګران انجنیر صاحب مسعود نړۍ مننه زه هم تاسو او ټولو مینه والو ته سلامونه وړاندې کوم. ستاسو په چوپړ او خدمت کې یم.

***

مسعود: سحر صاحب نړېوال ادب څنگه راپېژنئ؟ بنسټېزې، مهمې او اړینې ځانګړتیاوې یې څه ډول ارزوئ؟

سحر: مننه انجنیرصاحب نړیوال ادب هغه ادبي میراث ته ویل کېږي چې د یوې ځانګړې ژبې، ملت یا سیمې له پولې څخه اوړي او د بېلابېلو ملتونو لوستونکو ته د ارزښت وړ وي. نړیوال ادب د انسان ګډې تجربې لکه مینه، جګړه، مرګ، ژوند، ازادي، عدالت، فقر، کډوالي، ټولنیز نابرابري او د انسان رواني ستونزې بیانوي. نړیوال ادب یوازې د بېلابېلو ملتونو د ادبیاتو مجموعه نه ده، بلکې هغه پراخه ادبي نړۍ ده چې د انسان ګډې تجربې یې بیان کړې دي.

د نړیوال ادب یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې د فرهنګي توپیرونو تر څنګ د انسان ګډ ارزښتونه هم راڅرګندوي. د روسي، فرانسوي، انګلیسي، جرمني، امریکایي، لاتیني امریکایي او نورو ملتونو په سترو اثارو کې، سره له دې چې سیمې او کلتورونه بیل دي، د انسان د آزادۍ، عدالت، مینې، مرګ، یوازیتوب او هیلې مسئلې ډېرې سره نږدې دي. له دې خاطره نړیوال ادب د ملتونو ترمنځ د فرهنګي پېژندنې او فکري تفاهم یو مهم پل هم ګڼل کېدای شي. 

مسعود: تاسو په نړېوال ادب کې د جګړو، توتریخوالي، کډوالۍ او پردیسۍ اغېز څنګه څېړئ؟

سحر: جګړې او کډوالۍ د نړیوال ادب له مهمو موضوعاتو څخه دي. جګړه د انسان رواني، ټولنیز، اقتصادي او اخلاقي ژوند زیانمنوي او ادبیات د دغو اغېزو تصویر په ډیره عاطفي بڼه وړاندې کوي.

کډوالي او پردیسي بیا د هویت، وطن، ژبې، خاطرو، یوازیتوب او د پردي چاپېریال سره د انسان د مبارزې موضوعات رامنځته کوي.

د جګړې ادبیات یوازې د جګړې د ډګر بیان نه کوي، بلکې د هغې تر شا د انسان درد، د کورنۍ له لاسه ورکول، بې‌کوري، مهاجرت او رواني زیانونه هم څرګندوي. له همدې امله د جګړې او کډوالۍ ادبیات د تاریخ د انساني اړخ د ساتلو مهمه وسیله ده.

مسعود: د کلاسیک او معاصر نړېوال ادب ترمنځ توپیر څه دی؟

سحر: کلاسیک ادب تر ډېره د خپلې زمانې له فلسفي، دیني، اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو سره ژوره اړیکه لري او د انسان د ژوند د بنسټیزو پوښتنو د بیان لپاره نسبتاً ټاکلي هنري قالبونه کاروي. معاصر ادب بیا د ژوند د پېچلتیا، فردي تجربې، ټولنیزو بدلونونو، جګړو، مهاجرت، ټکنالوژۍ، هویت او رواني بحرانونو ته ډېر پام کوي.

خو د دواړو ترمنځ مطلقه فاصله نشته. یو مهم کلاسیک اثر نن هم اوسنیو لوستونکو ته جالب دی، ځکه چې د انساني ژوند اساسي پوښتنې او غوښتنې ډېرې نه بدلېږي. توپیر تر ډېره د بیان په طرز، د موضوعاتو پراخوالي او د انسان د تجربې په بیانولو کې دی.

مسعود: یو شمیر لیکوال وایي:  ژبه یوه ټولنیزه پدیده ده، چې د ټولنې او وګړو تر منځ  د پوهولو او راپوهولو وسیله ده. تاسو ژبه څه ډول راپېژنئ؟  او دا راته وویاست، چې د ژبې او ادب ترمنځ کومې مهمې ځانګړتیاوې شتون لري؟

سحر: دا ما ته تر ډیره یوه مشکله پوښتنه ده، زه ژبپوه نه یم، ژبپوهان به دې ډول پوښتنو ته ښه او مسلکي ځوابونه ولري خو دومره ویلی شم چې ژبه د انسان د فکر، احساس، تجربې او اړیکې تر ټولو مهمه وسیله ده. انسان په ژبه نه یوازې له بل انسان سره خبرې کوي، بلکې خپل فکر منظموي، خپل کلچر له یوه نسل څخه بل ته لېږدوي او خپله تاریخي حافظه ساتي.

ادب د همدې ژبې هنري او تخلیقي کارونه ده. په ادبیاتو کې ژبه د افهام او تفهیم له سطحې د هنري هستونې وسیلې ته لوړېږي؛ استعاره، تصویر، اهنګ، سمبول، تخیل او عاطفه ورسره یوځای کېږي. له همدې امله د ژبې او ادب اړیکه ډېره نږدې ده: ژبه د ادب ماده ده او ادب هغې مادې ته هنري روح ورکوي.

مسعود: ستاسو په اند کوم ډول نښیرونه (اثار) د ادبي نښیرونو (اثارو) او ادبیاتو په توګه وېشل کېدای شي؟ او دا راته ووایاست څه وخت لیکوال او شاعر یو ادبي اثر پنځولای شي؟

سحر: ادبي اثر هغه تخلیقي اثر دی چې د ژبې له هنري کارونې، تخیل، عاطفې، فکر، تصویر او ځانګړي هنري جوړښت څخه برخمن وي. شعر، لنډه کیسه، ناول، ډرامه او ادبي نثر د ادبیاتو له مهمو ژانرونو څخه دي.

زما په اند، لیکوال هغه وخت ادبي اثر پنځوي چې د ژوند یوه تجربه، پوښتنه یا احساس په هنري ژبه بدل کړای شي. یوازې پېښه د ادبي اثر لپاره بسنه نه کوي، موږ هره ورځ ځینې پیښې وینو خو په اړه یې حتمآ څه نه لیکو خو د پیښې هنري تعبیر، د شخصیتونو جوړونه، ژبه، جوړښت او د لیکوال ځانګړی لید هغه څه دي چې یو عادي روایت په ادبي اثر بدلوي.

مسعود: ښه به وي که تاسو د ادبیاتو د موخو او دندو، همداراز د ژمنو او نا ژمنو ادبیاتو او د ادبیاتو د نورو اړخونو په تړاو لږ څه رڼاوی ورکړئ؟

سحر: ادب څو اړخیزه دنده لري. ادب د انسان د احساس او فکر بیان دی، د ټولنې هنداره ده، د فرهنګي حافظې ساتونکی دی او د انسان د روح د تسکین او فکري بیدارۍ وسیله هم ده. ښه ادب انسان ته یوازې معلومات نه ورکوي بلکې هغه فکر کولو ته هڅوي څو پوښتنې وکړي او د بل انسان له تجربې سره ځان شریک احساس کړي.

ژمن ادب د ټولنې، انسان او د خپل وخت له مهمو مسئلو سره څرګند فکري او انساني تړاو لري.  غیر متعهد ادب بیا هڅه کوي چې له مستقیمو ټولنیزو او سیاسي ژمنو څخه ځان لیرې وساتي او تر ډېره د فردي تجربې، ښکلا او هنري خپلواکۍ موضوعات تعقیب کړي. خو دا دواړه باید په ساده ډول د ښه او بد ادب په معنا ونه ګڼل شي؛ د یوه اثر هنري ارزښت د هغه له څرنګوالي(کیفیت)، ژورتیا او تخلیقي ځواک سره تړاو لري.

اوس به راشو د ادبي ښوونځیو لورلید ته:

د ادبي مکتبونو او سبکونو په تړاو خبرو ته:

مسعود: تاسو ادبي مکتبونه، ادبي سبک، تگلوري او ارزښت یې، همدا راز ادبي ځېلونه (ژانرونه) څنګه راپېژنئ؟ کوم مکتوبونه کولای شو د ادبي مکتبونو په نوم ونومولای شو؟

سحر: ادبي مکتب هغه فکري او هنري جریان دی چې د یوې دورې یا یوې ډلې لیکوالان د انسان، ټولنې، هنر او ژوند په اړه په ځینو ګډو اصولو او لیدلورو سره نږدې کوي. رومانتیزم، ریالیزم، ناتورالیزم، سمبولیزم، سوریالیزم او وروسته ځینې نور هنري جریانونه د ادبي مکتبونو او خوځښتونو مهم مثالونه دي.

سبک بیا د یوه لیکوال یا هنرمند د بیان ځانګړې طریقه ده. ژانر د ادبي اثر ډول ته ویل کېږي؛ لکه شعر، رومان، لنډه کیسه، ډرامه او ادبي  نثر. تګلوری تر ډېره د فکر او هنري حرکت عمومي مسیر څرګندوي. د دغو مفاهیمو توپیر پېژندل د ادبي نقد او څیړنې لپاره ډېر مهم دی.

مسعود: تاسو د ادبي نړېوال مکتبونو په بهیر کې د ادبي ځېلونو (ژانرونو) د بنسټیزو بدلونونو د ودې او پرمختیا په اړه څنگه اندئ؟

سحر: ادبي ژانرونه ثابت او تړلي قالبونه نه دي. د ټولنې، انسان او د بیان د اړتیاوو له بدلون سره ژانرونه هم بدلېږي. د رومان د ژانر پراختیا، د لنډې کیسې وده، د نوې ډرامې رامنځته کېدل او د شعر د نوو ډولونو پیدا کېدل د همدې تحول بېلګې دي.

زما په اند، ادبي مکتبونه هم له ژانرونو سره متقابل اغېز لري. کله چې د انسان د ژوند په اړه نوی لید پیدا شي، لیکوال د بیان نوې لارې لټوي؛ او کله چې نوی هنري فورم رامنځته شي، هغه بیا د ادبي فکر د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

مسعود: د هیڅ ادبي مکتب رامنځته کېدنه ناڅاپه او له سریزې پرته نه وي، د هر یوه ډېرې نښې د پخوانۍ دورې په ادبي نښیرونو (اثارو) کې موندل کېدای شي. تاسو هغه لاملونه او توکي څنګه ارزوئ چې د ادبي مکتبونو د پیدایښت، جوړېدنې، بدلون، ودې، پرمختگ او د له منځه تللو لامل ګرځي؟

سحر: لکه څنګه مو چې دمخه وویل ادبي مکتبونه د ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي، فلسفي او فرهنګي بدلونونو له چاپېریاله راټوکېږي. کله چې په ټولنه کې د انسان د ژوند شرایط بدلېږي، ادبیات هم د بیان نوې لارې غواړي. صنعتي انقلاب، د ښارونو پراختیا، ټولنیزې طبقې، سیاسي انقلابونه، علمي پرمختګونه او فلسفي نظریات ټول د ادبي مکتبونو پر جوړېدو اغېز لري.

هیڅ نوی مکتب له صفره نه پیلېږي؛ په پخوانیو اثارو کې یې مقدماتي نښې لیدل کېږي. مکتب هغه وخت پیاوړی کېږي چې یو شمېر لیکوالان ورته ګډ هنري او فکري جهت ورکړي. وروسته د زمانې په بدلېدو سره یا په نوي مکتب کې جذبېږي او یا خپل تاریخي اهمیت ورو ورو له لاسه ورکوي.

مسعود: تاسو ریالیستیک ادبیات څنګه راپېژنئ؟ د دې ادبیاتو تر ټولو اړینې ځانګړنې او مهمې ځانګړتياوې کومې دي؟

سحر: ریالیستیک ادب هڅه کوي چې د انسان او ټولنې ژوند له واقعي شرایطو سره په نږدې اړیکه کې انځور کړي. ریالیزم د ژوند د ښکلا تر څنګ د هغه ستونزې، تضادونه، بېوزلي، نابرابري، کورنۍ اړیکې او ټولنیز واقعیتونه هم ویني.

د ریالیستي ادب مهمې ځانګړنې د واقعي ژوند مشاهده، د شخصیتونو طبیعي جوړونه، د ټولنیز چاپېریال دقیق انځور، د علت او معلول اړیکو ته پاملرنه او له مصنوعيتوب څخه ډډه ده. البته ریالیزم داسې هم نه دی چې یوازې کټ مټ واقعیتونه لکه د عکاسي کامره را انتقال کړي، لیکوال واقعیتونه ویني، انتخابوي یې او په هنري بڼه یې لوستونکو ته وړاندې کوي.

مسعود: د ریالیستیکو ادبیاتو تر ټولو مهم، نوښتګر او مخکښ لیکوال څوک ول؟ مهرباني وکړئ د هغوی د نامتو او گټورو نښیرونو(اثارو) نومونه واخلئ.

سحر: د ریالیزم په وده کې ګڼو لیکوالو مهم رول درلود په دې بهیر کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو ځینو لیکوالو برخه لرله. د بېلګې په توګه: په فرانسه کې انوره دو بالزاک، ستاندال او ګوستاو فلوبر، په انګلستان کې چارلز دیکنز او جورج الیوت، په امریکا کې ویلیام ډین هاولز او مارک تواېن  او په روسیه کې تولستوی، داستایفسکي، تورګنوف او چیخوف د ریالیستي ادب له مهمو څېرو څخه دي.

د بالزاک «انساني کمدي»، د فلوبر «مادام بوواري»، د دیکنز «الیور ټوېسټ» او «سخت وختونه»، د جورج الیوت «مډلمارچ»، د تولستوی «جګړه او سوله» او «آنا کارنینا» او د داستایفسکي «جنایت او سزا» هغه آثار دي چې د واقعیت، ټولنې او انسان د ژورې مطالعې له امله ځانګړی اهمیت لري.

مسعود: تاسو د ریالیسم (ریښتیاپاله)  ښوونځی څنګه راپېژنئ او ارزوئ، هغه ادبي هنري مکتب، چې د نولسمې پیړۍ په نیمایي کې راوټوکېده، یانې په اروپا او امریکا کې د (۱۸۵۰-۱۸۸۰)زېږدیز کلونو تر منځ راڅرګند شو. مهرباني وکړئ د دې مکتب د تاریخ، آر او بنسټ په اړه لنډ مالومات راکړئ، چیرته، کله او د چا لخوا جوړ کړای شوی او لومړني بنسټ ایښودونکي یې څوک ول؟

سحر: ریالیزم د نولسمې پېړۍ په اروپا کې د رومانتیزم د ځینو ځانګړنو په وړاندې د یوه نوي هنري تمایل په توګه پیاوړی شو. خو دا باید په یوه ټاکلي کال یا یوه شخص پورې محدود نه شي. د دې مکتب ریښې تر دې مخکې هم په اروپایي ادبیاتو کې لیدل کېږي، خو د نولسمې پېړۍ په منځنیو لسیزو کې یې ځانګړی فکري او هنري هویت پیدا کړ.

فرانسه د ریالیستي غورځنګ له مهمو مرکزونو څخه وه او بالزاک، ستاندال، فلوبر او نورو لیکوالو د دې لارې په پیاوړتیا کې مهم رول ولوباوه. په نورو هېوادونو کې هم ریالیزم په بېلابېلو بڼو وده وکړه. نو ریالیزم د یوه شخص اختراع نه، بلکې د اوږدې ادبي او ټولنیزې ودې نتیجه ده.

مسعود: د ریالیزم پېړی د نیوکو او کره کتنې پېر دی. داسې یو پېر، چې د ذهني حساسیت لوړتیا د تخیل په ځواک او د روښانوونکې پوهې د وسلې په مټ سیالۍ ته راپاڅېږي. ښه به وي که د نوموړي ښوونځي په رامنځته کیدو کې د اغیزمنو لاملونو په اړه لنډ مالومات ورکړئ.

سحر: د ریالیزم تر شا څو مهم عوامل موجود وو: صنعتي انقلاب، د ښارونو پراختیا، د منځنۍ طبقې وده، د ټولنیزو طبقو بدلون، د علم او تجربوي فکر پراختیا او د پخوانیو رومانتيکو تصوراتو په مقابل کې د رښتیني ژوند د انځورولو ضرورت.

همداراز د نولسمې پېړۍ ټولنیزو ستونزو لکه فقر، د کارګرانو ژوند، طبقاتي توپیرونو او د ښارونو چټکې پراختیا ـ لیکوال دې ته وهڅول چې له خیالې او ایډیالې نړۍ څخه د واقعي ژوند پر لوري راوګرځي. له همدې امله ریالیزم له خپل عصر سره ژوره ټولنیزه اړیکه لري.

مسعود: ویل کېږي: (شانفلوري زیږیدنه ۱۸۲۱زېږدیز کال ـ مړینه ۱۸۸۹زېږدیز کال)، رومان لیکونکی او هنري فرانسوي منتقد او کره کتونکی، همدا راز(مورژه زیږیدنه ۱۸۲۲ز کال ـ مړینه ۱۸۶۱ ز کال) ، شاعر، رومان لیکونکی او فرانسوي لیکوال، (دورانتي زیږیدنه ۱۸۸۴ز ـ مړینه ۱۹۵۷ز کال)، بریتانیایي لیکوال او رسنوال وو، چې د شوروي دولت د واکمنۍ په وخت کې په مسکو کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ادارې سروال هم وو. دا نوموړي کسان د ریالیسم د ادبي ښوونځی له بنسټ ایښودونکو څخه ګڼل کېږي. تاسو د دغو لیکوالو د اندونو، عقایدو او لید توګو او د هغوی د نوموتو نښیرونو(اثارو) په تړاو څه لید لرئ؟

سحر: شانفلوري د فرانسوي ریالیزم له هغو لیکوالو او منتقدانو څخه وو چې د عادي ژوند د واقعي انځور ملاتړ یې کاوه او د هنري واقعیت د بیان غوښتنه یې کوله. د ده اهمیت تر ډېره په همدې ادبي تمایل کې دی.

خو د دې پوښتنې په اړه باید یوه علمي احتیاط هم وشي. د ریالیزم د بنسټګرو نوملړ باید په ساده ډول د دغو دریو کسانو په نوم محدود نه شي، او د دورانتي په اړه د ورکړل شویو معلوماتو کره تاریخي تثبیت هم ضروري دی. د ریالیزم پیدایښت یو پراخ اروپایي بهیر و چې بالزاک، ستاندال، فلوبر او نورو لیکوالو پکې ډېر روښانه نقش درلود.

مسعود: تاسو د ریالیسم د ښوونځی د موخو، اندونه، ځانګړنو، بنسټیز اندیزونه او د رښتیني او عیني قانونمندۍ په اړه څه لید لرئ؟ ستاسو په اند، رښتیني ریالیست لیکوال او پوهان باید په خپلو نښیرونو(اثارو) کې کومو اړخونو ته پام وکړي، چې نښیرونه(اثار)یې د لوستونکو او اورېدونکو د پام وړ وګرځي او له دې نښیرونو (اثارو) څخه په ګټوره توګه اغېزمن شي؟

سحر: د ریالیزم اساسي موخه دا ده چې انسان او ټولنه په داسې هنري بڼه وړاندې کړي چې د ژوند له واقعي شرایطو سره اړیکه ولري. ریالیست لیکوال هڅه کوي چې شخصیتونه یوازې سپین یا تور ونه ښيي، بلکې د هغوی د چلند تر شا ټولنیز، رواني او اقتصادي عوامل هم څرګند کړي.

ریالیزم له عیني حقیقت سره اړیکه لري، خو ادبي اثر داسې نه دی چې ژوند عینآ را کاپي کړي. لیکوال د واقعیت له منځه هغه څه انتخابوي چې هنري او انساني معنا ولري. له همدې امله ښه ریالیست باید هم د ژوند ښه مشاهده ولري او هم د هنري انتخاب، ژبې او جوړښت وړتیا ولري.

مسعود: په بېلابېلو هېوادونو کې د ریالیسم د پرمختیا او پراختیا په تړاو، کومو نامتو لیکوالو له خپلو مستندو او معتبرو نښیرونو(اثارو) سره د ریالیسم د مکتب په بډاینه، پرمختګ او وده کې، مهم او اړین ګامونه پورته کړې دي؟ 

سحر: لکه د مخه مو چې هم یاد کړل په فرانسه کې بالزاک، ستاندال او فلوبر، په انګلستان کې ډیکنز او جورج الیوت، په امریکا کې مارک تواین او ویلیام ډین هاولز، په روسیه کې تولستوی، داستایفسکي، تورګنیف او چیخوف د ریالیزم په وده کې ځانګړی رول لري.

وروسته بیا د شلمې پېړۍ لیکوالو د ریالیستي میراث نوې بڼې رامنځته کړې. هیمنګوی، اشتاین‌بک او فاکنر د جګړې، فقر، ټولنیزو بدلونونو او فردي بحرانونو په بیان کې د واقعیت نوې لارې وکارولې. له همدې امله ریالیزم له نولسمې پېړۍ سره پای ته نه دی رسېدلی.

مسعود: تاسو په بشري ټولنه کې د منځنۍ او ښکته پاړکۍ(طبقې) د کارکونکو تر منځ د ریالیسم د مکتب د اندونو، لیدلورو، عقایدو او ارزښتونو اغیز څنګه ارزوئ؟ 

سحر: ریالیزم د هغو خلکو ژوند ادبي مرکز ته راوړ چې پخوا ډېر ځله د لوړپوړو طبقو تر سیوري لاندې پاتې وو. کارګر، دوکاندار، بزګر، کوچنی مامور، بېوزله کورنۍ او د ښار عادي اوسېدونکی د ریالیستي ادب په نړۍ کې د ادبي شخصیت حیثیت پیدا کوي.

دا کار یوازې د طبقې د تصویرولو مسئله نه وه؛ بلکې د انساني کرامت د ادبي پېژندنې مسئله هم وه. ریالیست ادب ښيي چې د عادي انسان ژوند هم د لوی رومان او لویې کیسې وړ دی. له همدې امله ریالیزم د ټولنیز عدالت او انساني تجربې په پراخولو کې مهم ادبي رول لري.

مسعود: ویل شوې دي: په انګلستان کې جورج الیوټ (۱۸۸۰-۱۸۱۹) چې د  ویکتوریا په واکمنۍ کې انګلیسي رومان لیکونکی او شاعر وو او په امریکا کې ویلیام ډین هاولز (۱۸۳۷-۱۹۲۰) چې د (۱۹)مې پېړۍ د ریالیزم د مکتب تر ټولو نوموتی لیکوال وو، دوی وتوانیدل چې د ریالیسم ښوونځی رامینځته کړي. تاسو د دې لیکوالو لید توګي، عقاید او اندونه څنګه ارزوئ؟  او د دوی د ګټورو او اغېزمنو نښیرونو(اثارو) په تړاو څه اند لرئ؟

سحر: باید ووایم چې ما پخپله د دې ټولو لیکوالو اثار نه دي لوستي چې د هر یوه په اړه دقیق نظر څرګند کړم خو بیا هم د ځینو مطالعاتو او معلوماتو له مخې ویلی شم چې جورج الیوت د انسان د شخصیت، اخلاقي انتخابونو او ټولنیز چاپېریال ژوره مطالعه کړې ده. د هغې (مډلمارچ) ناول په ځانګړي ډول د یوې ټولنې د خلکو اړیکې، هیلې، تېروتنې او ټولنیز جوړښت په پراخ ډول انځوروي، تاسې پوهیږئ چې جورج الیوت یا جورج ایلیت د میرمن ماري این ایوانز مستعار نوم و، هغې دا نارینه نوم ځکه کاراوه چې په نولسمه پیړۍ کې یې لیکنې جدي وګڼل شي یعني اروپا هم یو وخت زموږ غوندې په داسې تیارو کې ډوبه وه چې د میرمنو کار او لیکنو ته یې ارزښت نه ورکاوه.

ویلیام ډین هاولز بیا د امریکایي ژوند د عادي خلکو د تجربو او د ټولنیز واقعیت د انځورولو په خاطر مشهور دی. د دواړو ګډه ځانګړنه دا ده چې شخصیتونه یې له ټولنیز چاپېریال څخه جلا نه دي، انسان د ټولنې په منځ کې مطالعه کوي.

مسعود: پر (۱۸۳۵) زیږدیز کال کې په انګلیسي ادبیاتو کې، په تېره بیا په رومان لیکنه کې یو فرهنګیاله خپلواک ریالیزم راوټوکید، په ​​دې پېر کې د انګلیسي ادبیاتو نامتو استازی (چارلز ډیکنز 1870ز-1812ز) وو. تاسو د دې نوموتي او پیژندل شوي لیکوال ریالستیک عقاید، لید توګی، لید لوری، نامتو او باوري نښیرونه( آثار) او د نوموړي لیکوال د ګټورو او ارزښتمنو اثارو اغیز په نورو هیوادونو کې څنګه ارزوئ؟ 

سحر: ډیکنز د انګلیسي ریالیزم له تر ټولو اغېزمنو لیکوالو څخه دی. هغه د خپل وخت د لندن او انګلستان ټولنیز ژوند، فقر، یتیم ماشومان، د کار سخت شرایط، طبقاتي توپیر او د ادارو بې‌رحمي په ډېر ژوندي او هنري ډول انځور کړې ده.

«الیور ټوېسټ»، «ډیویډ کاپر فیلډ»، «لویې هیلې»، «سخت وختونه» او «د دوو ښارونو کیسه» یې له مهمو اثارو څخه دي. د ډیکنز ځانګړنه دا ده چې ټولنیز انتقاد یې له طنز، احساس، شخصیت جوړونې او کیسه‌ویلو سره یوځای کړی دی.

مسعود: جورج الیوت (۱۸۸۰-۱۸۱۹) د ویکټوریا د پېر یو نامتو انګلیسي رومان لیکونکی او شاعر وو. د نوموتي نښیرونه(اثار) د هغه د ریالستیک لیدلوري او روان پېژندنې په خاطر شهرت لري. تاسو د دې نامتو لیکوال د ریالستیکو عقایدو، اندونو او د ده د ګټور او نامتو نښیرونو(اثارو)  په تړاو څه لید لرئ؟ 

سحر: جورج الیوت د انګلیسي ادبیاتو له پیاوړو لیکوالو څخه دی، د شخصیتونو د داخلي نړۍ په انځورولو کې ځانګړې وړتیا لري. هغه انسان یوازې د ټولنیز موقف له مخې نه معرفي کوي، بلکې د هغه د وجدان، غوښتنو، تېروتنو او اخلاقي انتخابونو ترمنځ اړیکې هم څېړي.

مډلمارچ د هغې تر ټولو مهم اثر ګڼل کېږي  دا ناول په (۱۹)پیړۍ کې د انګلیستان د یوې سیمې د خلکو ټولنیز ژوند، ودونو او مذهب اړخونه انځوروي، کیسه یې د یوه ځوان او پیغلې د ناسم واده په شاوخوا را څرخيږي ناول را ښیي چې څنګه په ټولنه حاکم رواجونه، محدودیتونه او ناسم انتخابونه د انسانانو پر پاکو هیلو اغیز شیندي. (سیلاس مارنر)، (د فلوس پر غاړه ژرنده)، (آدم بیډ) او (رومولا) هم د یادونې وړ دي. د هغې ریالیزم له ساده واقعیت‌انځورونې څخه پورته دی؛ هغه د ټولنې او انسان رواني ژوند دواړه سره تړي.

مسعود: ارنسټ میلر هیمنګوی (۱۸۹۹-۱۹۶۱) یو له نوموتو امریکایي لیکوالو او د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکی وو، جان اشتاین بک (۱۹۶۸-۱۹۰۲) د شلمې پیړۍ یو له غوره او تر ټولو زیات لوستل شوی لیکوال وو او د ادبیاتو د نوبل جایزې  ګټونکی هم وو او د ریالیزم د ښوونځي د اندونو او پیغامونو په وده او دودولو کې یې اغېزمن رول لوبولی دی. د دغو لیکوالو د عقایدو، لیدتوګو او اندونو په اړه او د دوی د ډیرو نامتو او ګټورو نښیرونو(اثارو)په تړاو لنډ معلومات وړاندې کړئ. 

سحر: ارنسټ هیمنګوی د شلمې پېړۍ له مشهورو امریکایي لیکوالو څخه وو. د هغه په اثارو کې جګړه، مرګ، یوازیتوب، انساني زغم او د ژوند ستونزې په ساده، لنډه او اغېزناکه ژبه انځور شوي دي. هیمنګوی د خپل ځانګړي لنډلیکني سبک او واقعیت پالنې لیدلوري له امله شهرت لري. هیمنګوی د ساده، لنډې او له اضافي تشریحاتو څخه پاکې ژبې له لارې د انسان د سختو تجربو بیان ته نوی قوت ورکړ. جګړه، مرګ، مینه، زړورتیا، ماتې او د انسان د مقاومت موضوعات د هغه په اثارو کې مهم دي. (له وسلې سره خدای پاماني) که مې یې پښتو نوم نه وي غلط کړی، (لمر بیا راخېژي) او (بوډا او سمندر) یې له مشهورو اثارو څخه دي.

اشتاین‌بک هم مشهور امریکایي لیکوال دی چې په خپلو اثارو کې یې د بېوزلو، کارګرانو، بزګرانو او محرومو طبقو ژوند او ستونزې انځور کړې دي، دې لیکوال بیا د ټولنیزو بې‌عدالتيو موضوعاتو ته ډېر پام کړی. ( قهر انګور) او (موږکان او انسانان) د هغه د ټولنیز ریالیزم مهم مثالونه دي. دواړه لیکوالان واقعیت ته نږدې دي، خو د بیان او هنري سبک لارې یې سره توپیر لري.

مسعود: هنري جیمز( ۱۸۴۳ ز کال ـ  ۱۹۱۶ ز کال) یو امریکایي – برتانوي لیکوال وو، او د ریالستیک ادب په تاریخ کې یو نامتو شخصیت تېر شوی دی. د نوبل د جایزې دغه نوماند د خپلو ارزښتناکو نښیرونو(اثارو)اوکتابونو لکه: “ډیزي میلر” او “ځنګل کې حیوان” لپاره زیاتره پیژندل شوی دی. تاسو د دغې نوموتي لیکوال، د سبک، تګلوری، عقاید، اندو واند په اړه او د ده د ګټورو او د پاموړ نښیرونو(اثارو) په تړاو لنډه رڼا واچوئ.

سحر: محترم مسعودصاحب د دې هر لیکوال چې تاسې یې یادونه کړې، په اړه ډیرې خبرې کیدای شي ځکه دوی هر یوه پخپله برخه کې ډیر کار کړی دی او تلپاتي اثار یې لیکلي دي. هنري جیمز د نولسمې پېړۍ د وروستیو او شلمې پېړۍ د لومړیو مهمو لیکوالو څخه دی چې ریالیزم یې د انسان د شعور او داخلي تجربې تر کچې ژور کړ. هغه د انسان د لیدلوري، ادراک او رواني حالتونو په بیان کې ځانګړې وړتیا لري د هغه په لیکنو کې د کرکټرونو ذهني نړۍ او د پېښو په اړه د هغوی لیدلوري ځانګړی اهمیت لري…

(ډیزي میلر)، (د یوې مېرمنې انځور) او ( سفیران) یې مهم آثار دي. «د ځنګل حیوان» هم د هغه له رواني او فکري اثارو څخه دی. د جیمز هنر موږ ته ښيي چې واقعیت یوازې هغه څه نه دي چې سترګې یې ویني، د انسان داخلي ادراک هم د واقعیت یوه مهمه برخه ده.

مسعود: ویل کېږي: په امریکا او انګلستان کې ریالیسم توپیر درلود. تاسو د امریکایي او برتانوي ریالیستانو په نامتو او  زړه راښکونکي نښیرونو(اثارو) کې دا ځانګړي توپیرونه څنګه ارزوئ؟

سحر: د دواړو هېوادونو ریالیزم ګډې ځانګړنې لري، خو ټولنیز چاپېریال یې توپیر درلود. انګلیسي ریالیزم د صنعتي انقلاب، ښاري فقر، طبقاتي جوړښت او د هغه وخت د ټولنې له ستونزو سره ژوره اړیکه لرله، ډیکنز او جورج الیوت یې ښه مثالونه دي.

امریکایي ریالیزم بیا د نوې ټولنې، مهاجرت، پراخې جغرافیې، اقتصادي بدلون، فردیت او د کورنۍ جګړې وروسته د ټولنیز ژوند له تجربو سره تړاو لري. مارک تواین، هاولز او وروسته هیمنګوی او اشتاین‌بک د دې بدلون بېلابېلې مرحلې څرګندوي.

مسعود: د ریالیزم د مکتب اهمیت او ارزښت په دې دک و دلیل روښانه او څرګند دی، چې روستیو ښونځيو د هغې ارزښت او اتبار نه شوای کمولای او په یو ځانګړي پېر پورې محدود پاتې نه شو، بلکې په ټولو پېرونو کې یې مینه وال وموندل او د نوي رومان لیکنو  بنسټ یې کېښود، چې د نن ورځې نړیوال ادب پرې ولاړ دی. تاسو یې څنګه انګېرئ؟

سحر: زما په اند د ریالیزم تر ټولو لوی اهمیت دا دی چې ادب یې له مصنوعي او له ژوند څخه لرې تصویرونو څخه راوګرځاوه او عادي انسان، ټولنه او ورځنی ژوند یې د ادبي موضوع په توګه مطرح کړل.

ریالیزم وروسته په نورو ادبي جریانونو کې هم اغېز پرېښود. حتا هغه مکتبونه چې له ریالیزم سره یې مخالفت درلود، په ډېرو مواردو کې یې د واقعیت د انځورولو نوې لارې له همدې میراث څخه اخیستې. له همدې امله ریالیزم یوازې تاریخي مکتب نه دی، بلکې د معاصر داستاني ادب په جوړښت کې یې دوامدار اغېز لیدل کېږي.

مسعود: انوره دو بالزاک (۱۷۹۹-۱۸۵۰) په فرانسه او نړۍ کې یو له مخکښو او نامتو لیکوالو څخه دی. نړیوال یې د رښتيني او نوموتي ریالیست ليکوال په توګه يادوي، ده وکولای شول چې د اغېزمنو او ګټورو نښیرونو(اثارو) په پنځولو سره ځان د نړۍ په کچه وروپېژني. تاسو د نوموړي اند او لیدلوری په پرتلیز ډول او د هغه قیمتي او ګرانبیه آثار څه ډول ارزوئ؟

سحر: بالزاک د ریالیزم له سترو معمارانو څخه ګڼل کېږي. د هغه ځانګړنه دا ده چې فرد یې له ټولنې، اقتصاد، سیاست، کورنۍ او ټولنیز موقف څخه جلا نه دی مطالعه کړی. هغه غوښتل د خپل وخت د فرانسوي ټولنې پراخ تصویر وړاندې کړي.

د (انساني کمدي) په نوم د اثارو لویه مجموعه یې د فرانسې د ټولنیز ژوند یو ادبي موزیم ته ورته ده. (بابا ګوریو)، (د اوژیني ګرانده) او (ورک شوي خیالونه) یې مهم آثار دي. د بالزاک ارزښت په دې کې دی چې د شخصیت تر شا ټولنیز جوړښت هم راښيي. تر بالزاک پورې مې یوه خاطره را یاد شوه د کابل په څارندوی مینه کې د جمعې لمانځه په وخت کې زموږ د جومات ملا وعذ کاوه، پخپلو خبرو کې یې د کفارو هغه ظلمونه یاد کړل چې پر مسلمانانو یې کړي دي، ملا صاحب زیاته کړه یو له دې کفارو څخه بالزاک و، بالزاک دومره ظالم کافر و چې مسلمانان به یې پخپله وژل په هغه ورځ به یې چې ډیر مسلمانان به یې حلال کړي و، ډیر به خوشحاله و او له ډوډۍ څخه به یې خوند اخیست، د ناستو خلکو په څیرو کې له بالزاک څخه کرکه له ورایه بریښیدله، ما له ځان سره وویل : باالزاک بیچاره.

مسعود: «انوره دو بالزاک» د خپل ژوند په اوږدو کې له سلو څخه ډیرې مقالې،  رومانونه او ډرامې لیکلي دي. د بالزاک لومړنی نښیر(اثر) کوم ؤ؟ مهرباني وکړئ د دې نښیر د ځانګړتیا، سکالو، مضمون او منځپانګې په اړه لنډ مالومات وړاندې کړئ.

سحر: سخته ده د بالزاک د لومړني اثر په اړه دقیق څه وویل شي ځکه چې بالزاک د خپل ادبي ژوند په لومړیو کې ځینې آثار په مستعارو نومونو خپاره کړي دي. (کروموېل) د هغه له لومړنیو مهمو ادبي هڅو څخه ګڼل کېږي، خو د بالزاک د لومړنیو اثارو تاریخ له څو مرحلو تیریږي.

په هر حال، د هغه د لومړنیو لیکنو له تجربو وروسته بالزاک ورو ورو هغه سبک ته ورسېد چې د ټولنیز ژوند دقیقې مشاهدې، شخصیت جوړونې او د انسان د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو تحلیل یې ځانګړنه وه. د هغه هنري پخوالی په (انساني کمدي) کې په ښه ډول لیدلی شو.

مسعود: انوره دو بالزاک  یو له نوموتو فرانسوي لیکوالو څخه دی چې د ادب زیاتره  مینه وال د ده له نوم سره اشنا دي. هغه د خپلو نښیرونو(اثارو) لپاره د “انساني کمدي ” نوم غوره کړی – چې شاوخوا (90) رومانونه، لنډې کیسې او داستانونه دي. د ده په نښیرونو (اثارو) کې یو نښیر(اثر)، (بابا ګوریو) نومېږي. دا نښیر(اثر) د هغه یو له مهمو او ښایسته نښیرونو(اثارو) څخه دی. که د دې نښیر (اثر) د سکالو، مضمون، منځپانګې او پیغام په تړاو او د ده د لیکنو د ځانګړي سبک، عقاید او اندونو په اړوند په لنډه توګه مالومات راکړئ.

سحر: (انساني کمیدي) ما ډیر پخوا لوستی دا د هغه د ناولونو او داستانونو یوه ټولګه ده، چې د نولسمې پېړۍ د فرانسوي ټولنې بېلابېل اړخونه انځوروي. په دې اثر کې د ټولنیزو طبقو ترمنځ توپیرونه، شتمني او فقر، د پیسو او قدرت اغېز، سیاسي او اخلاقي فساد، ټولنیزې سیالۍ او د انسانانو شخصي ګټې څېړل شوې دي. بالزاک په دې اثر کې هڅه کړې چې د خپل وخت د ټولنې یو پراخ او واقعي انځور وړاندې کړي. 

 (بابا ګوریو) د بالزاک بل مهم اثر دی په دې اثر کې د پلار مینه، د پیسو او ټولنیز موقف غوښتنه، د پاریس د ټولنې طبقاتي جوړښت او د انساني اړیکو تجارتي کېدل مهمې موضوعګانې دي. بالزاک د احساس تر څنګ د ټولنیز واقعیت سخت اړخ هم راښيي. د هغه سبک د دقیقې مشاهدې، پراخو جزئیاتو او ژورو شخصیتونو له خاطره ځانګړی دی.

مسعود: ویل شوې دي: بالزاک په خپلو نښیرونو(اثارو) کې “په طبیعت کې حقیقت”،  له  ” په ادب کې حقیقت” څخه جلا کوي تاسو د دې لید او عقیدې په تړاو څه اند لرئ؟

سحر: په طبیعت کې حقیقت هغه واقعیت دی چې له انسان څخه بهر موجود دی، خو په ادب کې حقیقت د هنرمند له لید، انتخاب او هنري جوړښت څخه تېرېږي. لیکوال د ژوند هر څه نه شي راوړلای؛ هغه د واقعیت له پراخې نړۍ څخه ځانګړي عناصر اخلي او په هنري جوړښت کې یې سره نښلوي.

له همدې امله ادبي حقیقت د عکاسي په معنا عین نقل نه دی. یو رومان کېدای شي خیالي شخصیتونه ولري، خو د هغوی احساسات او ټولنیز حالت دومره ریښتینی وي چې لوستونکی یې د خپل ژوند له تجربې سره وتړي. دا د ادبي حقیقت ځواک دی.

مسعود: انوره دو بالزاک سربېره له رومانونو، لنډو کیسو او داستانونو، فلسفي او عرفاني رومانونه  هم ولیکل. ستاسو په اند ولې يې فلسفي او عرفاني اندونو او افکارو ته مخه کړه، تاسو يې دک و دلیل او لاملونه څنګه ارزوئ؟

سحر: بالزاک یوازې د ټولنې ظاهري جوړښت نه څیړه، هغه غوښتل د انسان د ژوند تر شا پټې فکري او روحي مسئلې هم وڅېړي. د هغه زمانه د علم، مادیت، دین، فلسفې او ټولنیزو بدلونونو د بحثونو زمانه وه او طبیعي ده چې دا فضا د هغه پر فکر اغېز وکړي.

په ځینو اثارو کې یې فلسفي او عرفاني تمایلات د انسان د غوښتنې، ځواک، اخلاقو او برخلیک د پوښتنو د بیان وسیله ګرځي. دا د هغه د ادبي نړۍ د پراخوالي یوه نښه ده.

مسعود: ځینې ​​​​پېژندل شوي لیکوال چې د انوره دو بالزاک له نښیرونو اغیزمن شوي دي، تاسو د هغه د فلسفي او ادبي اندونو، عقایدو او لیدلورو په رڼا کې د هغو لیکوالو، پنځوونکي او تخلیقاتي نښیرونه (اثار)، چې د بالزاک له نښیرونو(اثارو) سره ورته والی لري څنګه ارزوئ؟

سحر: د بالزاک اغېز د نړۍ پر ډېرو داستان‌لیکونکو محسوس دی. زولا، تولستوی، داستایفسکي او وروسته ګڼو اروپایي او امریکایي لیکوالو د هغه له ټولنیز لید، شخصیت جوړونې او پراخې ټولنیزې مشاهدې څخه ګټه اخیستې ده.

د بالزاک مهم میراث دا دی چې رومان یې یوازې د فرد د شخصي کیسې له کچې څخه د ټولنې د لوی تصویر تر کچې ورساوه. وروسته لیکوالانو هم هڅه وکړه چې د فرد او ټولنیز جوړښت ترمنځ اړیکه په همدې ژورتیا وڅېړي.

مسعود: ویل کیږي: ریالیسم لومړی د ګوستاو کوربه چې (پر ۱۸۱۹ زیږدیز کال کې زیږیدلی او پر ۱۸۸۷ز کال کې مړ شوی) په نقاشۍ او انځورګرۍ سره پیل شو، چې یو فرانسوي انځورګر او د نولسمې پیړۍ په فرانسوي انځورګرۍ کې د ریالیزم د غورځنګ له سرلارو څخه وو. کوربه په فرانسه کې د نولسمې پیړۍ د نقاشۍ او انځورګرۍ په برخه کې مهم او ځانګړی ځای لري او د یو نوښتګر هنرمند په توګه پیژندل کیږي. ښه به وي که یې د نقاشۍ او انځورګرۍ پر تګلوري او سبک، سکالو، منځپانګې او په تېره پیغام رڼا واچوئ.

سحر: هو ګوستاو کوربه د فرانسوي ریالیستي نقاشۍ له مهمو استازو څخه و. هغه د تاریخي او اساطیري موضوعاتو پر ځای د خپل عصر عادي خلک، کارګران، بزګران او ورځنی ژوند د نقاشۍ موضوع وګرځول.

د هغه په هنر کې (د ډبرو ماتونکي) او (د اورنان ښخېدنه) مهم مثالونه دي. کوربه غوښتل وښيي چې د عادي انسان ژوند هم د ستر هنري اثر وړ دی. د هغه نوښت په همدې کې و چې واقعیت یې له مصنوعي ښکلا پرته د هنر منځ یا مرکز ته راووست.

مسعود: ګوستاو فلوبر (۱۸۸۰-۱۸۲۱) د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسې له ډېرو اغېزمنو لیکوالو څخه وو، چې د خپلو نامتو اثارو سربېره یې لومړی رومان “مادام بوواري” پر (۱۸۵۷)ز کال کې د یوې رښتینې کیسې پر بنسټ ولیکه. دا رومان د ریالیسم « سپېڅلی کتاب» ګڼل کیږي. هغه وشوای کړای چې په ټوله نړۍ کې نړیوال شهرت ترلاسه کړي. تاسو د هغه د ګټورو او اغېزمنو نښیرونو(اثارو) او په ځانګړې توګه د فلوبر د «مادام بوواري» نښیر(اثر) په اړه څه اند لرئ؟

سحر: فلوبر د ریالیستي رومان د هنري دقت له سترو استادانو څخه دی. مادام بوواري یوازې د یوې ښځې د ژوند کیسه نه ده، بلکې د خیال او واقعیت ترمنځ د ټکر، ټولنیز فشار، د بورژوا ژوند د محدودیتونو او د مصنوعي رومانتيک تصوراتو د پایلو ژوره مطالعه ده.

فلوبر د ژبې او سبک په انتخاب کې ډېر حساس و. هغه د دقیقې کلمې لپاره هڅه کوله او غوښتل یې چې لیکوال د خپل شخصي قضاوت پر ځای د هنري انځور له لارې واقعیت وړاندې کړي. له همدې امله (مادام بوواري) د ریالیستي رومان له مهمو شاهکارونو څخه ګڼل کېږي.

مسعود: سټاندال (۱۸۴۲-۱۷۸۳) چې په (۱۹)مه پېړۍ، په فرانسه کې د ریالیزم د تګلوري او سبک له نوموتو لیکوالو څخه دی، د خپلو پېژندل شوو رومانونو له لارې یې په ادبي نړۍ کې ځانګړی ځای خپل کړی دی. که د هغه د عقایدو، اندونو، لیدتوګي سره یې د نامتو نښیرونو(اثارو) په اړوند یوه شننه وکړئ.

سحر: ستاندال د انسان د شخصیت، مینې، ټولنیز مقام او سیاسي چاپېریال د ژورې مشاهدې له امله مهم دی. هغه د شخصیتونو داخلي غوښتنې له ټولنیزو شرایطو سره یوځای انځوروي.

(سرې او تورې) او (پارما صومعه) یې مشهور آثار دي. په سرې او تورې کې د جولیان سورل شخصیت د فردي جاه‌طلبۍ او د ټولنیز جوړښت ترمنځ ټکر څرګندوي. ستاندال د ریالیزم د رواني اړخونو په پراختیا کې هم مهم رول لري.

مسعود: ویل کېږي: مارسل پروست (۱۹۲۲-۱۸۷۱) نامتو فرانسوي لیکوال رومان لیکونکی، کره کتونکی وو. د دغې پېژاند رومان لیکونکي یو پېژندل شوی نښیر(اثر)، “د ورک شوي وخت په لټه کې ” نومېږي. مارسل د دې ګټور او ارښتمن نښیر(اثر) په لیکلو سره د نړۍ د ادبیاتو په تاریخ کې یو له اوچتو لیکوالو څخه شمیرل کیږي. دا نښیر(اثر) د ریالیسم یو له غوره آثارو څخه ګڼل کیږي. تاسو د هغه د عقایدو، اندونو، لید لوري  او د ګټورو او اغېزمنو نښیرونو(اثارو) او په ځانګړې توګه د نوموړي د « د ورک شوي وخت په لټه کې » نښیر (اثر)په اړه خپل مالومات راسره شریک کړئ.

سحر: پروست د معاصر داستان له سترو لیکوالو څخه دی، خو هغه باید په ساده ډول د نولسمې پېړۍ د کلاسیک ریالیزم په چوکاټ کې محدود نه شي. د هغه ستر اثر (د ورک شوي وخت په لټه کې) د حافظې، وخت، شعور، ټولنیز ژوند او انساني اړیکو پراخه مطالعه ده.

پروست د انسان داخلي نړۍ ته ډېر ژور ځي او ښيي چې تېر وخت څنګه د حافظې له لارې بېرته راژوندی کېږي. له همدې امله د هغه اثر له ریالیزم سره اړیکه لري، خو په عین وخت کې د مدرنیستي او رواني داستان د پراختیا لپاره هم ډېر مهم دی.

مسعود: ویل شوې دي: چې (۱۸۹۰-۱۸۵۰)زدیږ کال د لوېدیزې اروپا په ادبیاتو کې د رومان لیکنې، ودې او پرمختیا پېر بلل شوی دی، چې د څومره والي او څرنګوالي له اړخه ځانګړی اهمیت او ارزښت لري. ښه به وي که په ټوله کې د دې دوران د  نوموتو لیکوالو او د دوی د ګټورو او اغېزمنو رومانونو په تړاو لنډ مالومات ورکړ شي. 

سحر: دا دوره د اروپایي رومان لپاره له خورا مهمو پړاوونو څخه ده. په دې وخت کې د فرانسې فلوبر، بالزاک او ستاندال، د انګلستان ډیکنز او جورج الیوت، او په نورو هېوادونو کې ګڼو لیکوالو د رومان هنري امکانات پراخ کړل.

رومان په دې دوره کې د ټولنې د پراخو بدلونونو د بیان مهمه وسیله شو. ښار، طبقه، کورنۍ، اقتصاد، سیاست، مینه او رواني ژوند ټول د رومان موضوعات شول. له همدې امله د دې دورې رومان د معاصر داستاني ادب لپاره یو مهم بنسټ جوړوي.

مسعود: ویل کېږي: د ریالیزم لومړنۍ ناندرۍ د ادبیاتو په ډګر کې نه، بلکې د انځورګرۍ په ډګر کې د فرانسې ریالیستیک انځورګر او پېژانده سرلاري ګوستاو کوربه (۱۸۷۷-۱۸۱۹) راپیل کړ. ستاسو په اند د نوموړي نوښتگري په څه کې وه، که یې پر مهمو اړخونو هر اړخیز مالومات ورکړ شي ښه به وي. په لنډه توګه د دې هنرمند د مهمو او نامتو نښیرونو(اثارو) په اړه خپل مالومات هم راسره شریک کړئ. 

سحر: د کوربه نوښت په دې کې و چې د هنر موضوع یې د اشرافو او اساطیري اتلانو له نړۍ څخه د عادي خلکو ژوند ته راښکته کړه. هغه د خپل وخت کارګر، بزګر او عام انسان د هنري تصویر وړ وباله.

د ډبرو ماتونکي، د اورنان ښخېدنه او  هنرمند سټوډیو د هغه له مهمو اثارو څخه دي. د هغه هنر دا پیغام لري چې واقعیت  که هر څومره عادي هم وي، د هنر له پلوه بې‌ارزښته نه دی.

مسعود: په روسیه کې ریالیسم په درې ډوله ویشل شوی دی: لومړی ریالیسم چې له اکتوبر انقلاب څخه مخکې تړاو لري او بل انتقادي او دریم سوسیالیستي ریالیسم چې له اکتوبر انقلاب وروسته د شوروي اتحاد له دورې سره تړاو لري. مهرباني وکړئ د دغو درې ډوله ریالیسم په اړه د پېژندل شویو لیکوالو د لید توګو، عقایدو او اندونو په تړاو او د هغوی د نامتو، معتبرو او باوري اثارو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړئ.

سحر: د روسي ریالیزم تاریخ باید د یوې ساده درې‌ګونو پړاونو په توګه ونه کتل شي، خو د مطالعې لپاره دا وېش ګټور دی. د نولسمې پېړۍ روسي ریالیزم د ټولنیز او رواني ژوند ژوره مطالعه وکړه. تولستوی، داستایفسکي، تورګنیف، ګوګول او چیخوف د دې پراخې مرحلې مهم نومونه دي.

انتقادي ریالیزم د ټولنې تضادونه، فقر، اداري فساد، طبقاتي توپیرونه او انساني ستونزې رابرسېره کوي. سوسیالیستي ریالیزم بیا د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې د رسمي ادبي تګلارې بڼه غوره کړه او د کارګر، ټولنیز بدلون او د نوي ټولنیز انسان د جوړېدو موضوعاتو ته یې ځانګړی ارزښت ورکړ.

مسعود: بوریس ساچکوف (پر 1917 زیږدیز کال کې زېږیدلی او پر 1974ز کال کې مړ شوی دی )، روسي لیکوال وو. همداسې اناتول فرانس چې (پر 1844ز کال کې زېږیدلی او پر 1924ز کال کې مړ شوی) فرانسوی لیکوال، شاعر او کره کتونکی وو. بوریس ساچکوف د اناتول فرانس د ریالیستیکو عقایدو، اندونو او لید توګو په تړاو څه لید درلود؟

سحر: اناتول فرانس د طنزي، انتقادي او شکمن فکر له لارې د خپلې ټولنې ګڼ تضادونه راڅرګند کړل. د هغه ریالیزم یوازې ساده واقعیت‌انځورونه نه ده، بلکې هغه د انسان د عقل، ټولنې، اخلاقو او تاریخي باورونو په اړه هم پوښتنې مطرح کوي.

د ساچکوف په څېر د شوروي دورې ځینو منتقدانو د فرانس د ادب په ارزونه کې د هغه ټولنیز او انتقادي اړخ ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. زما په اند، د اناتول فرانس د ارزښت لپاره باید د هغه طنز، شک، فکري آزادي او ټولنیز نقد ټول یوځای وکتل شي. 

مسعود: بوریس ساچکوف، ماکسیم ګورکي د سوسیالیستي ریالیسم د غوره بېلګې په توګه معرفي کوي او په ورته وخت کې شاعران او لیکوال لکه: فرانسوي شاعر اراګون، فرانسوي شاعر پل الوار، فرانسوي رومان لیکونکی او د لنډه کیسو او داستانونو لیکونکی پراتولیني، ډیپلومات پابلو نرودا، د چیلي هیواد سناتور، شاعر او په ادبیاتو کې د نوبل جایزې ګټونکی. ساچکوف دا لیکوال په لویدیځ کې د سوسیالیستي ریالیسم په کتار کې شمېري. تاسو د بوریس ساچکوف د دې لید په اړه څنګه اندئ؟

سحر: دلته باید د سوسیالیستي ریالیزم او ټولنیز یا چپ‌تمایل لرونکي ادب ترمنځ توپیر وساتل شي. ماکسیم ګورکي د سوسیالیستي ریالیزم له مهمو مخکښو نومونو څخه دی او د شوروي ادبي دود په جوړېدو کې یې ستر رول درلود.

خو اراګون، پل الوار، پابلو نرودا او نورو لیکوالو ته د سوسیالیستي ریالیزم د یوه واحد ادبي مکتب غړیتوب ورکول له علمي پلوه یو څه سرسري ښکاري. هغوی له چپ‌فکري او ټولنیز عدالت سره ژورې اړیکې لرلې، خو د هر یوه ادبي سبک او هنري نړۍ ځانګړې ده. ادبي طبقه‌بندي باید د لیکوال د سیاسي تمایل تر څنګ د هغه د هنري متن پر بنسټ هم وشي.

مسعود: انتون چیخوف (۱۸۶۰-۱۹۰۴) په ادبیاتو کې د ریالیزم له مخکښو لیکوالو څخه دی. هغه په ​​نولسمه پېړۍ کې د روسیې نامتو داستان او  کیسه لیکونکی، ډرامه لیکونکی او پیاوړی لیکوال وو. چيخوف تر خپل مرګ مخکي تر (۷۰۰) زيات ادبي او هنري نښیرونه(اثار)لیکلې دي چي په ادبياتو کي د هغه د قلم، وړتیا او استعداد څرګندونه کوي. په لنډه توګه د چیخوف د عقایدو، اندونو، لید توګو او د ده د لیکلو د سبک د مهمو ځانګړتیاوو او د هغه د ډیرو نامتو نښیرونو(اثارو)په اړه معلومات وړاندې کړئ.

سحر: چیخوف د لنډې کیسې او ډرامې له لویو استادانو څخه دی. د هغه په اثارو کې د ورځني ژوند عادي پېښې د انسان د ژورې رواني او ټولنیزې تجربې په بیان بدلېږي.

هغه ډېر ځله مستقیمه پایله نه اعلانوي، لوستونکی پرېږدي چې د شخصیتونو له کړنو، چوپتیا او خبرو څخه خپله معنا واخلي. (د شګې باغ)، (درې خویندې)، (مرغه) او د هغه ګڼې لنډې کیسې د دې سبک ښه مثالونه دي. د چیخوف ریالیزم نرم، انساني او رواني دی.

مسعود: لیٔو نیکلایویچ تولستوی (1828-1910) یو فیلسوف، عارف او د روسیې تر ټولو غوره لیکوال وو، چې د نړۍ یو له اغېزمنو لیکوالو او سترو رومان لیکونکو څخه شمیرل کیږي. هغه څو ځله د نوبل د ادبیاتو جایزې او د نوبل د سولې جایزه ته ونومول شو خو هغوی یې هیڅکله ترلاسه نه کړل. دوه رمانونه “جنګ او سوله” او “آناکارنینا” د دې مشهور کیسه لیکونکي له ابدي شاهکارونو څخه دي. تولستوی زیاتره په تاریخ کې د ریالیسم د سبک یو له غوره  لیکوالو څخه پیژندل کیږي. په لنډه توګه د تولستوی د عقایدو، اندونو، فلسفي لید توګي، او د ده  د ليکنو د ځانګړي سبک او پېژاندو نښیرونو(اثارو) په اړه مالومات وړاندې کړئ.

سحر: تولستوی د انسان او ټولنې د اړیکو یو ستر ادبي څېړونکی دی. د هغه یو مهم اثر  (جګړه او سوله) د تاریخ، جګړې، کورنۍ او فرد د برخلیک پراخ تصویر وړاندې کوي، او (آنا کارنینا) د مینې، کورنۍ، ټولنیزو دودونو او اخلاقي انتخابونو ژوره مطالعه ده.

د تولستوی په وروستیو اثارو کې فلسفي او اخلاقي پوښتنې لا پیاوړې کېږي. د هغه هنر په دې کې دی چې لویې فلسفي مسئلې د عادي انسانانو د ژوند له لارې بیانوي. د همدې لپاره د هغه ریالیزم هم ټولنیز دی او هم رواني او فلسفي ژورتیا لري.

مسعود: داستایفسکي (۱۸۲۱-۱۸۸۱) د روسیې او نړۍ د ادبیاتو یو له نامتو او اغېزناکو لیکوالو څخه دی او د پایښت لرونکو نښیرونو(اثارو) لیکونکی دی لکه: «جنایت او ډالۍ »، «احمق یا ابله»، «د کارمازوف وروڼه» او نور…  په ځانگړي توگه د داستایفسکي په لیکونو کې کوم ارزښتونه نغښتي چې د نښیرونو(اثارو) لوستلو ته یې په نړېواله کچه لېوالتیا ښودل کېږي. په لنډه توګه د داستایفسکي  د لیکلنو د سبک د مهمو ځانګړتیاوو او د هغه د ډیرو نامتو نښیرونو (اثارو) او په تېره بیا د دغو یاد شویو نښیرونو په اړه خپل مالومات راسره شریک کړئ.

سحر: داستایفسکي د انسان د داخلي نړۍ، وجدان، ګناه، آزادۍ، ایمان، شک او اخلاقي انتخابونو له سترو ادبي څېړونکو څخه دی. د هغه شخصیتونه له سختو روحي او فکري بحرانونو سره مخ وي.

(جنایت او سزا) چې زموږ په ادبي کړیو کې د ایرانی ترجمې له خاطره (جنایت و مکافات) په نوم مشهور شوی دی د جرم، وجدان او اخلاقي مسؤولیت موضوع څېړي؛ (احمق) د معصومیت او ټولنې ترمنځ اړیکه رااخلي او (د کارامازوف وروڼه) د کورنۍ، ایمان، شک، اخلاقو او آزادۍ په اړه ژورې پوښتنې مطرح کوي. د هغه ریالیزم یوازې بهرنی واقعیت نه انځوروي؛ د انسان د روح دننه نړۍ هم واقعیت ګڼي.

مسعود: نیکلای ګوګل (۱۸۰۹ـ۱۸۵۲) د نولسمې او شلمې پیړۍ د روسیې د ادبیاتو یو له نامتو لیکوالو، داستان او کیسه لیکونکو او رومان لیکونکو څخه دی. هغه په ​​روسي ادبیاتو کې د ریالیسم د ښونځی بنسټ کېښود. ښه به وي که د نیکلای ګوګل د لید توګي، عقایدو او اندونو په تړاو او د هغه د نامتو، باوري نښیرونو(اثارو) په اړه لنډ معلومات وړاندې کړئ.

سحر: ګوګول د روسي داستاني ادب له مهمو بنسټیزو څېرو څخه دی. هغه د طنز، واقعیت او ځینو وختونو کې د خیال په ګډولو سره د خپلې زمانې اداري او ټولنیز ژوند ته انتقادي نظر کړی دی.

د مړو روحونه، شنل او د حکومت مفتش یې له مهمو اثارو څخه دي. په ځانګړې توګه شنل د عادي او بې‌وسه انسان د ژوند د انځور له امله ډېر اغېزمن اثر دی. ګوګول وروسته پر روسي داستان‌لیکنه ژور اغېز وکړ.

مسعود: ماکسیم ګورکي (۱۸۶۸-۱۹۳۶) د روسیې یو نامتو او پېژند شوی لیکوال او سیاسي فعال وو. هغه پنځه ځله د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزې لپاره نومول شوی وو. نوموړی د “سوسیالیستي ریالیسم” د ادبي سبک له بنسټ ایښودونکو له ډلو څخه دی. نوموړی ډیر نامتو نښیرونه(اثار) لري. د (مور) په نوم کتاب د هغه یو له غوره او نوموتو نښیرونو (اثارو) څخه دی. تاسو د ماکسیم ګورکي د عقایدو، اندونو، لید توګو، او د ده د لیکلنو د سبک د مهمو ځانګړتیاوو او د هغه د ډیرو نامتو نښیرونو(اثارو) په اړه څنګه اندئ؟

سحر: ګورکي د بېوزلو، کارګرانو او ټولنیز محرومیت د تجربو په بیان کې ځانګړی ځای لري. هغه د عادي او محروم انسان ژوند د ادبي موضوع په توګه جدي مطرح کړ.

(مور) د هغه له مشهورو اثارو څخه دی او د ټولنیز او انقلابي بدلون موضوع پکې مهمه ده. د ګورکي په لیکنو کې د انسان د کرامت، مبارزې او بدلون هیله لیدل کېږي. هغه د سوسیالیستي ریالیزم د راتلونکي رسمي شکل له رامنځته کېدو مخکې هم د هغه د ځینو فکري او هنري تمایلاتو مهمه زمینه برابره کړې وه.

مسعود: د ریالیسم ښونځی د داستانونو او رومانونو مکتب دی، د پیړیو په اوږدو کې له هغه وخته چې د ریالیزم  ښوونځی پیدا شوې ده، بیلابیلې څانګې یې له هغه څخه جلا شوې دي، لکه: ټولنيز رياليسم، کره ییز(انتقادي) رياليسم، جادويي رياليسم، نوی رياليسم، د ارواپوهنیز ریالیسم، نمادین یا سمبوليک رياليسم او داسي نور يادولای شو. تاسو د دې څانګو په تړاو څه لید لرئ او د راټوکېدو او جلا کېدو  لامل، دک و دلیل په څه کې وینئ؟ 

سحر: محترم مسعود صاحب دا اصطلاحات د ریالیزم د پراخ مفهوم بېلابېلې لارې او یا له ریالیزم سره تړلي ادبي تمایلات بیانوي. ټولنیز ریالیزم پر ټولنیز جوړښت او ستونزو تمرکز کوي، انتقادي ریالیزم د ټولنې تضادونه او نیمګړتیاوې رابرسېره کوي، ارواپوهنیز ریالیزم د شخصیت داخلي نړۍ ته ډیره توجه کوي.

جادويي ریالیزم بیا واقعي ټولنیز چاپېریال له فوق‌العاده او خیالي عناصرو سره داسې ګډوي چې جادويي پېښې د روایت په نړۍ کې طبیعي ښکاري. نوی ریالیزم د شلمې پېړۍ د نوو ټولنیزو او هنري تجربو په رڼا کې د واقعیت د وړاندې کولو نوې لارې رامنځته کوي. سمبولیک ریالیزم بیا د واقعي صحنو ترڅنګ له سمبولونو څخه د ژورو معناوو لپاره کار اخلي.

مسعود: تاسو ټولنیز ریالیزم او انتقادي ریالیزم څنګه ارزوئ؟ تر ټولو نامتو او پېژاند ټولنیز ریالیستیک او انتقادي لیکوال څوک ول؟ په لنډه توګه د دوی د لید توګي، عقایدو او اندونو او معتبرو او ارزښتمنو نښیرونو(آثارو) په اړه خپل مالومات راسره شریک کړئ.

سحر: ټولنیز ریالیزم د ټولنې، طبقو، کار، فقر، بې‌عدالتۍ او ټولنیزو اړیکو په اړه تمرکز کوي. انتقادي ریالیزم بیا یوازې ټولنیز واقعیت نه ثبتوي، بلکې د هغه تضادونه او ستونزې هم تر نقد لاندې راولي.

بالزاک، ډیکنز، جورج الیوت، تولستوی او ګڼ نور لیکوال د انتقادي ریالیزم له پراخو بېلګو سره تړاو لري، که څه هم هر یو یې په یوه واحد تعریف کې نه محدودېږي. د دې ادب ارزښت په دې کې دی چې لوستونکي ته د ټولنې د جوړښت تر شا پټې ستونزې ورښيي.

مسعود: ویل کېږي: « بیوزلان یا بینوایان » هغه نامتو حماسي او تاریخي داستان دی، چې دا نښیر(اثر) ویکتور هوګو لیکلی دی او د (19)پیړۍ یو له سترو رومانونو څخه شمیرل کیږي. تاسو دا اثر د ټولنیز ریالیسم او انتقادي ریالیسم د تګلوري او سبک په رڼا کې څنګه ارزوئ؟ 

سحر: بینوايان د نولسمې پېړۍ له مهمو رومانونو څخه دی او د بېوزلۍ، قانون، عدالت، ټولنیز محرومیت، جرم، رحمت او انساني کرامت پراخ بحث وړاندې کوي.

خو دا اثر باید یوازې د ریالیزم په یوه چوکاټ کې محدود نه شي. په دې کې رومانتيک، تاریخي، فلسفي او حماسي عناصر هم ډېر دي. د اثر ریالیستي ارزښت په دې کې دی چې د فرانسې د ټولنې د محرومو طبقو ژوند په پیاوړي انساني او انتقادي لید انځوروي.

مسعود: انتقادي ریالیزم چې نسبتاً نوی فلسفي لیدلوری لري، د لومړي ځل لپاره د یوه انګلیسي فیلسوف، (رام روی باسکار چې پر ۱۹۴۴ز کال کې زېږېدلی او پر 2014ز کال کې مړ شوی دی) له خوا، د دغې فلسفي خوځښت او انتقادي ریالیسم بنسټ ایښودل شوی دی. تاسو د انتقادي ریالیسم تګلوری او سبک، منځپانګې، لیدلوري، ځانګړنې او مهمې ځانګړتیاوې څنګه ارزوئ؟ د باسکار د اندونو او عقایدو او د هغه د ډیرو نوموتو نښیرونو(آثارو) په اړه په لنډه توګه مالومات وړاندې کړئ.

سحر: دلته د دوو بېلابېلو مفاهیمو توپیر ډېر مهم دی. د نولسمې پېړۍ  انتقادي ریالیزم یو ادبي مفهوم دی، خو روی باسکار انتقادي ریالیزم د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د فلسفې او ټولنیزو علومو په برخه کې مطرح کړ.

باسکار هڅه کوي چې د واقعیت تر ظاهري بڼې لاندې ژور جوړښتونه، علتونه او میکانیزمونه وپېژني. د هغه فلسفه موږ دې ته متوجه کوي چې واقعیت یوازې هغه څه نه دی چې سمدستي یې مشاهده کوو، تر مشاهدې لاندې ژور علتونه او جوړښتونه هم شته.

مسعود: هربرټ اسپنسر (زیږیدنه1820 – مړینه 1903)، انګلیسي فیلسوف، فریدریش انګلس (زیږیدنه ۱۸۲۰-  مړینه ۱۸۹۵) آلماني فیلسوف، کارل مارکس (زیږیدنه ۱۸۱۸- مړینه ۱۸۸۳) الماني فیلسوف، جان سټوارټ میل (زیږیدنه ۱۸۰۶ -مړینه ۱۸۷۳) برتانوي فیلسوف، دا ټول د ریالیسم د پېړۍ ستر متفکرین او پوهان ول او د دوی  علمي هڅې هاندې، کارنامې، اندونه او فکرونه رښتیني او ریالیستیک دي. د ریالیسم اصطلاح د فلسفي افکارو له ډګره د ادبي شننې او د کره کتنې نړۍ ته یا په بله مانا ادبي نړۍ ته ورننوتل دي. تاسو د دغو نامتو لیکوالو د علمي، فلسفي لیدلورو، لیکنو  او معتبرو نښیرونو(آثارو) په تړاو څه اند لرئ؟

سحر: د دغو متفکرینو هر یو د نولسمې پېړۍ په فکري فضا کې مهم رول لري، خو ټول باید په مستقیمه توګه د ریالیزم د ادبي مکتب فیلسوفان ونه ګڼل شي. اسپنسر د ټولنیز تکامل او فلسفي سیستمونو په اړه لیکلي، مارکس او انګلس د اقتصاد، تاریخ، ټولنې او طبقو د اړیکو په تحلیل کې ژور اغېز پرېښود، جان سټوارټ میل بیا د منطق، اخلاقو، سیاست او آزادۍ په اړه مهم آثار لري.

د دوی افکارو د نولسمې پېړۍ پر فکري چاپېریال اغېز وکړ، او دا چاپېریال په ادبیاتو کې هم محسوس شو. خو ادبي ریالیزم یوازې د یوې فلسفې مستقیمه پایله نه ده، هغه د څو فکري او ټولنیزو جریانونو ګډ محصول دی.

مسعود: اګوسټ کنټ (زیږیدنه 1798- مړینه 1857) یو فرانسوی ټولنپوه او فیلسوف، چارلس رابرټ ډاروین (زیږیدنه 1809 – مړینه 1882) یو انګلیسي بیولوژیست او جیولوژیست، او کلوډبر نارډ (زیږیدنه 1813 – مړینه 1878) فرانسوی ډاکټر او فزیولوژیست. دا ټول د ریالسم د پېړۍ ستر متفکرین او پوهان ول، او د دوی پر ځای پاتې علمي هڅې، اندونه، سبک او تګلوري یې رښتیني او ریالیستیک بڼه لري. مهرباني وکړئ د دغو سترو او نامتو لیکوالو د عقایدو، لید لورو او اندونو او باوري نښیرونو(آثارو) په اړه لنډ مالومات راکړئ؟

سحر: معلومات ښیي چې اوګست کنت د اثبات‌پالنې یا پوزیټیویزم له مهمو بنسټګرو څخه و او د مشاهدې او علمي پوهې پر اهمیت یې ټینګار کاوه. ډاروین د طبیعي انتخاب او تکامل نظریې له لارې د انسان او طبیعت په اړه د نولسمې پېړۍ تصور بدل کړ. کلود برنارډ د تجربوي طب او فزیولوژۍ په برخه کې د علمي تجربې اهمیت پیاوړی کړ.

دوی ادبي لیکوالان نه وو، خو د دوی علمي او فلسفي فضا د نولسمې پېړۍ پر عمومي فکر اغېز وکړ. ادبیاتو هم له همدې چاپېریاله د مشاهده، علت، چاپېریال او انساني چلند په اړه ځینې نوې پوښتنې واخیستې.

مسعود: ارتور شوپنهاور (زیږیدنه 1788 – مړینه 1860) الماني فیلسوف، او د اخلاقو، هنر، معاصر ادب او نوې ارواپوهنې په برخه کې د اروپا له سترو فیلسوفانو او د تاریخ تر ټولو اغېزناک فیلسوف دی. مهرباني وکړئ د هغه د اندونو، عقایدو، لیدلورو او د هغه د نامتو او پېژندل شوو نښیرونو (اثارو) د سکالو، منځپانګې او پیغامونو په اړه خپل معلومات راسره شریک کړئ.

سحر: شوپنهاور د انساني ارادې، غوښتنې، رنځ او د ژوند د معنا په اړه ژور او تر ډېره بدبینانه فلسفي لید لري. د هغه په اند انساني غوښتنې ډېر ځله د نارضایتۍ او رنځ سرچینه ګرځي، او هنر کولای شي انسان د غوښتنې له دې فشار څخه د لنډ وخت لپاره آزاد کړي.

(نړۍ د ارادې او تصور په توګه) د هغه تر ټولو مشهور فلسفي اثر دی. د شوپنهاور فکر پر وروسته ادبیاتو، فلسفې او روان‌پېژندنې اغېز وکړ او په ځانګړې توګه یې د انسان د داخلي نړۍ د ادبي مطالعې لپاره فکري زمینه برابره کړه.

مسعود: فریدریش ویلهم نیچه (زیږیدنه 1844-مړینه 1900)، الماني شاعر، لیکوال، کره کتونکی، ټولنپوه، موسیقي پوه او کلاسیک الماني فیلسوف، د لاتیني او یوناني ژبو پروفیسور وو، چې نښیرونه(اثار) یې په لویدیزه فلسفه او د نویو اندونو په تاریخ کې ژورې اغیزې پریښي دي. تاسو د نوموتي اندونه، عقاید، لیدلوري او د هغه د نامتو او پېژندل شوو نښیرونو(اثارو) د سکالو، منځپانګې او پیغامونو ارزښت او اغېز څنګه ارزوئ؟

سحر: نیچه د لوېدیځې فلسفې له هغو متفکرینو څخه دی چې پر اخلاقو، دین، ارزښتونو، ځواک، فردیت او د انسان پر ځان‌جوړونه یې ژورې پوښتنې مطرح کړې. د هغه سبک هم ځانګړی دی، فلسفي مفاهیم یې په ادبي ژبه او تمثیلي بیان کې وړاندې کړي دي.

د زرتشت وینا، د خیر او شر هاخوا او  د اخلاقو نسب‌نامه یې مشهور آثار دي. د نیچه فکر ساده او یو اړخیز نه دی، د هغه نظریاتو وروسته پر ادبیاتو او فلسفې پراخ اغېز وکړ.

مسعود: تاسو جادویی ریالیزم څنګه راپېژنئ؟ د جادويي ریالیزم سبک، تګلوری، سکالو او منځپانګې، ځانګړنې او تر ټولو مهمې او اړینې ځانګړتیاوې څنګه ارزوئ؟

سحر: جادويي ریالیزم هغه ادبي طرز دی چې واقعي ټولنیز او تاریخي ژوند له غیرعادي، جادويي یا فوق‌العاده پېښو سره یوځای کوي، خو د روایت کرکټرونه دغه پېښې ډېر ځله د یوې عادي واقعې په توګه مني.

د دې سبک مهمه ځانګړنه دا ده چې د خیال او واقعیت ترمنځ روښانه دیوال ماتوي. په جادويي ریالیزم کې جادو د واقعي نړۍ بدیل نه وي، بلکې د هغې د ژورو فرهنګي، تاریخي او رواني حقیقتونو د بیان یوه وسیله وي. له همدې امله د لاتیني امریکا تاریخ، ولسي باورونه، استعمار، تاوتریخوالی او حافظه پکې ځانګړی ځای لري.

مسعود: ویل شوې دي: د جادويي ریالیزم تر ټولو بنسټیزه ځانګړنه «د خیال او حقیقت» تر منځ د پولې ماتول دي. په دې اړه ستاسو لید څه دی؟ او دا راته وویاست د جادويي رياليزم په ادبياتو کې د کومو نوموتو ليکوالو، د پېژندل شوو، مهمو، اغېزناکو او ارزښتناکو نښیرونو(آثارو) يادونه اړینه او د پام وړ ده.

سحر: دا خبره تر ډېره سمه ده، خو د جادويي ریالیزم ځانګړنه یوازې د خیال او حقیقت ګډول نه دي. مهمه خبره دا ده چې فوق‌العاده پېښه په داسې واقعي او عادي ژبه وړاندې شي چې د روایت د نړۍ طبیعي برخه ښکاره شي.

ګابریل ګارسیا مارکز، الېخو کارپنتیر، ایزابل الینده، خوان رولفو او ځینې نور د دې تمایل مهم نومونه دي. تاسې پوهیږئ د مارکز (سل کاله یوازیتوب) د دې سبک له تر ټولو مشهور اثارو څخه دی. په دې ډول ادب کې تاریخ، حافظه، افسانه او ټولنیز واقعیت یو له بل سره نښلي.

مسعود: ویل کېږي: ګابریل ګارسیا مارکز (1927زیږیدنه- مړینه 2014) د کولمبیا نامتو لیکوال، رمان لیکونکی، ژورنالیست، خپرونکی او سیاسي فعال وو، چې په (1982) زېږدیز کال کې یې د ادبیاتو په برخه کې، د نوبل جایزه وګټله. هغه د جادويي ریالیزم د ادبي سبک یو له مخکښو لیکوالو څخه وو، چې نوموتي نښیرونه(اثار) یې پنځولې  دي لکه: “سل کاله یوازیتوب “، “پلار واکی منی یا پلارواکی پاڼریژ”، “د وبا په وخت کې مینه”، “ناوړه ساعت” او نور… مهرباني وکړئ د هغه د عقایدو، اندونو، لیدتوګي او نامتو نښیرونو(اثارو) په تېره بیا یاد شویو نښیرونو په اړوند لنډ معلومات وړاندې کړئ.

سحر: مارکز د لاتیني امریکا د تاریخ، سیاست، کورنۍ، مینې، تاوتریخوالي او ټولنیزې حافظې د بیان لپاره جادويي ریالیزم په ډېر پیاوړي ډول وکاراوه. هغه په ۱۹۸۲ کال کې د ادبیاتو نوبل جایزه ترلاسه کړه.

لکه چې دمخه مو وویل (سل کاله یوازیتوب) یې تر ټولو مشهور اثر دی او د بوئندیا کورنۍ او د ماکونډو د خیالي ښار له لارې د تاریخ، حافظې او تکرار موضوعات څېړي. (د وبا په وخت کې مینه)، (د یوې وژنې د اعلان تاریخ) او (ناوړه ساعت) هم د هغه مهم آثار دي. د مارکز لویه ځانګړنه دا ده چې افسانوي او جادويي پېښې یې له تاریخي او ټولنیز واقعیت سره داسې ګډې کړي چې دواړه یو بل ته معنا ورکوي. 

مسعود: تاسو نوی ریالیسم څنګه راپېژنئ او ارزوئ؟ د دې ریالیزم تر ټولو نامتو نښیرونه(اثار)او پېژندل شوي لیکوال څوک دي؟

سحر: نوی ریالیزم د واقعیت د بیان یوه داسې نوې هڅه ده چې د شلمې پېړۍ د جګړو، اقتصادي بحرانونو، ښاري ژوند، فردي یوازیتوب او ټولنیزو بدلونونو له تجربو سره تړاو لري. دا د کلاسیک ریالیزم ساده تکرار نه دی، بلکې د واقعیت د وړاندې کولو نوې هنري لارې کاروي.

هیمنګوی، جان اشتاین‌بک او ویلیام فاکنر د شلمې پېړۍ د امریکایي داستان په هغه پراخ ریالیستي تحول کې مهم نومونه دي چې د نوي ریالیزم له بحث سره تړاو موندلی شي. خو هر یو یې ځانګړی سبک لري او باید په یوه واحد قالب کې محدود نه شي.

مسعود: د نوي ریالیزم د نامتو لیکوالو په منځ کې د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی، ارنسټ هیمنګوی(زیږیدنه 1899 – مړینه 1961) رومان لیکونکی، ژورنالیست، او د امریکا یو له مخکښو معاصر لیکوالو څخه وو. جان اسټاین بک ( زیږیدنه ۱۹۰۲ – مړینه ۱۹۶۸) د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی او د شلمې پیړۍ یو له خورا نامتو لیکوالو څخه وو، ویلیام فاکنر (زیږیدنه 1897 – مړینه 1962) امریکایي رومان لیکونکی او د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی او هرمان ملویل (زیږیدنه 1819 – مړینه 1891 ) امریکایي لیکوال، شاعر، رومان لیکونکی او د لنډو کیسو او داستانونو لیکونکی دی. په لنډه توګه د دغو لیکوالو د عقایدو، لید توګو، اندونو او نامتو نښیرونو (اثارو) په اړه معلومات وړاندې کړئ.

سحر: هیمنګوی د لنډې او فشرده ژبې، جګړې او فردي مقاومت له لارې د شلمې پېړۍ د انسان واقعیت انځور کړ. اشتاین‌بک د بېوزلۍ، کارګرانو او اقتصادي فشارونو تصویر وړاندې کړ. فاکنر بیا د امریکا د جنوب ټولنیز تاریخ، کورنۍ، نژادي اړیکو، حافظې او انساني شعور ته ژور لاړ.

هرمان ملویل بیا د نولسمې پېړۍ لیکوال دی او د شلمې پېړۍ د نوي ریالیزم په مستقیمه مانا کې نه راځي. (موبی ډیک) یې له ریالیزم سره یوځای سمبولیک، فلسفي او ماجراجویانه اړخونه هم لري. له همدې امله د هغه طبقه‌بندي باید په احتیاط وشي.

مسعود: تاسو ارواپوهنیز ریالیسم څنګه راپېژنئ؟  د دې ریالیزم تر ټولو نامتو نښیرونه(اثار) او پېژندل شوي لیکوال څوک دي؟

سحر: ارواپوهنیز ریالیزم د انسان د داخلي نړۍ، احساساتو، فکرونو، حافظې، وجدان، وېرې، غوښتنو او اخلاقي شخړو هنري انځورولو ته ځانګړی اهمیت ورکوي. په دې ډول ادب کې د شخصیت دننه نړۍ د بهرني عمل په اندازه مهمه وي.

داستایفسکي، تولستوی، هنري جیمز، جورج الیوت او وروسته پروست د دې تمایل له مهمو نومونو څخه دي. د داستایفسکي «جنایت او سزا»، «د کارامازوف وروڼه» او د هنري جیمز ځینې رومانونه د انسان د رواني نړۍ د ژورې مطالعې مثالونه دي.

مسعود: ویل شوې دي: د فیودور داستایوفسکي د ریالیستي ارواپوهنې نښیرونه (اثار) لکه: (روښانه شپې، جنایت او ډالۍ، احمق یا آبله، جوارگر او نور …) ترټولو غوره او نوموتي دي. کومې ځانگړنې او منځپانگې یې په نړېواله کچه د پېژندگلوۍ لامل شوې دي.

 سحر: د داستایفسکي د ناولونو کرکترونه ساده سرسري او یو اړخیز نه دي. هغوی په خپل ذهن کې له جرم، وجدان، ایمان، شک، مینې، وېرې او آزادۍ سره جګړه کوي. له همدې امله لوستونکی د یوه کرکټر له بهرني عمل څخه تر هغه د داخلي نړۍ پورې سفر کوي.

(روښانه شپې)، (جنایت او سزا)، (احمق)، (قمارباز) او (د کارامازوف وروڼه) د هغه د رواني او فلسفي هنر مهم مثالونه دي. د هغه لویه وړتیا دا ده چې فلسفي پوښتنې یې د ژوندي شخصیتونو په کړنو او رواني بحرانونو کې راڅرګندې کړې دي.

مسعود: تاسو د ریالیسم او ایدیالیسم ځانګړتیاوې او توپیر، د فلسفي عقایدو، موخې او  اندونو په رڼا کې څه ډول ارزوئ؟ 

سحر: ریالیزم په عمومي ډول پر موجود واقعیت، تجربه، مشاهده او د نړۍ پر عیني جوړښت ټینګار کوي. ایډیالیزم بیا د ذهن، فکر، تصور یا معنوي واقعیت رول ته ډېر اهمیت ورکوي. خو په ادبیاتو کې دا توپیر باید ډېر ساده نه شي.

یو ریالیست اثر هم ارزښتونه او ایډیالونه لرلای شي، او یو ایډیالیست اثر هم د واقعي ژوند ژور تصویر وړاندې کولای شي. مهمه خبره دا ده چې لیکوال واقعیت او خیال، بهرنی ژوند او داخلي نړۍ څنګه سره تنظیموي او په هنري اثر کې یې څه ډول معنا ورکوي.

مسعود: ویل کېږي: ارسطو، جان لاک، هربارټ اسپنسر، راسل، ډاروین او همداسې ګڼ شمیر نور… د ریالیزم د مکتب له نامتو فیلسوفانو څخه دي. تاسو د دې پېژندل شوو لیکوالو د عقایدو، لید توګو، اندونو او د دوی د ارزښتناکو او ګټورو نښیرونو(آثارو) په اړه څه لید لرئ؟

سحر: د دې متفکرینو فکري میراثونه تر ډیره حده یو له بله سره لیرې او متفاوت دي او ټول په مستقیمه توګه د ریالیزم فیلسوفان نه شو بللای. ارسطو د طبیعت، تقلید، علت او هنر په اړه مهم بحثونه کړي، جان لاک د تجربې او انساني پوهې په اړه خپل نظریات وړاندې کړي دي، اسپنسر د تکامل او ټولنیز جوړښت په اړه لیکلي، راسل د منطق او فلسفې په برخه کې مهم کار کړی او ډاروین د تکامل نظریې له لارې د ژوند د طبیعي تاریخ تصور بدل کړ.

د دوی ګډ اهمیت دا دی چې د انسان، پوهې، طبیعت او واقعیت په اړه یې د لوېدیځ فکري تاریخ پر بهیر اغېز کړی. خو ادبي ریالیزم د دوی د افکارو مستقیمه او واحده پایله نه شو بللی.

مسعود: تاسو د ریالیسم او رومانتیزم د مکتب ترمنځ اړیکې، توپیرونه او پر ټولنیز، سیاسي او وټه ییز(اقتصادي) چاپېریال یې اغېز څنګه ارزوئ؟

سحر: رومانتیزم د احساس، تخیل، فردیت، طبیعت او آزادې روحیې پر ارزښت ټینګار کوي، په داسې حال کې چې ریالیزم د ورځني ژوند، ټولنیزو شرایطو، مشاهده او عیني واقعیت انځورولو ته ډېره پاملرنه کوي.

خو ریالیزم په بشپړه توګه د رومانتیزم ضد نه دی. ریالیست لیکوالان هم احساس او تخیل کاروي، فرق دا دی چې تخیل یې د واقعي ژوند له جوړښت سره ډېر تړلی وي. دواړه مکتبونه د خپلو زمانو له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو سره ژوره اړیکه لري.

مسعود: تاسو د ریالیسم، ناتورالیسم او سوریالیزم د مکتبونو ترمنځ د اندونو او عقایدو ورته والی، توپیرونه او اړیکې څه ډول ارزوئ؟

سحر: ریالیزم د واقعي ژوند د انځورولو هڅه کوي؛ ناتورالیزم د انسان پر ژوند د وراثت، چاپېریال او طبیعي شرایطو اغېز ته لا ډېر اهمیت ورکوي او ځینې وخت انسان د خپلو شرایطو تر سخت اغېز لاندې ښيي.

سوریالیزم بیا د خوب، ناخودآګاه، آزاد تخیل او غیرمنطقي ترکیبونو له لارې د واقعیت له عادي منطق څخه اوړي. په دې مانا درې واړه د انسان او واقعیت په اړه خبرې کوي، خو د واقعیت د تعریف او بیان لارې یې سره توپیر لري. ریالیزم له مشاهده شوې نړۍ پیلېږي، ناتورالیزم پر ټاکونکو طبیعي او چاپېریالي عواملو ټینګار کوي، او سوریالیزم د ناخودآګاه او خوب نړۍ ته لاره پرانیزي.

مسعود: د پښتو ژبې د ادبي نښیرونو(اثارو) او ځانگړي ډولونو (ژانرونو) په اړه د ریالیسم د ښوونځی تگلوری، سبک، آرونه او اصول څنګه ارزوي؟

سحر: پښتو ادب له خپل ولسي، تاریخي او ټولنیز ژوند سره له پخوا څخه ژوره اړیکه لري. په شعر، لنډه کیسه، داستان، رومان، ډرامه او نورو ادبي ژانرونو کې د واقعي ژوند، ټولنیزو ستونزو، فقر، کډوالۍ، جګړې، مینې، کورنۍ او انساني اړیکو موضوعات په پراخه کچه لیدل کېږي.

خو ریالیزم یوازې د دې معنا نه لري چې په اثر کې واقعي پېښه ذکر شوې وي. ریالیستي اثر باید د ژوند واقعیت په هنري جوړښت، شخصیت، ژبه، چاپېریال او علتونو کې هم راوسپړي. په پښتو ادب کې د ریالیزم د مطالعې لپاره باید د هر اثر ځانګړی تاریخي او فرهنګي چاپېریال هم په پام کې ونیول شي.

مسعود: په پښتو ادبیاتو کې د ریالیسم لارویانو تر ټولو نامتو لیکوال څوک دي؟ ایا دوی د ریالیسم له ښوونځي او تگلوري او سبک څخه اغیزمن دي که نه؟ مهرباني وکړئ د دې لیکوالو او د نوماندو نښیرونو(اثارو) نومونه واخلئ.

سحر: محترم مسعودصاحب لکه څنګه مو چې دې برخه دمخه هم خبرې وکړې زموږ په پښتو معاصر ادب کې ګڼ لیکوال داسې آثار لري چې د ټولنیز او انتقادي ریالیزم له ځانګړنو سره نږدې دي. ګل پاچا الفت، صدیق پسرلی، عبدالرؤف بېنوا، اکبر اکبر، اجمل خټک، دروېش درانی او د داستان په برخه کې ګڼ نور لیکوال د ټولنیز ژوند، انسان او زمانې د مسئلو په بیان کې د پام وړ ونډه لري.

خو د هر یوه په اړه باید جلا متني مطالعه وشي. یو لیکوال ممکن په یوه اثر کې ریالیستي وي او په بل کې رومانتيک، سمبولیک یا له نورو تمایلاتو سره ګډ سبک ولري. له همدې امله ادبي طبقه‌بندي باید د متن پر بنسټ وي، نه یوازې د لیکوال د نوم پر بنسټ.

مسعود:  ستاسو  په اند په پښتو ادبیاتو کې د ریالیسم او په ځانګړي توګه د جادویي ریالیسم په برخه کې تر ټولو نامتو لیکوال څوک دي؟ ایا دوی د ریالیسم او جادویي ریالیسم له ښونځي او تگلوري او سبک څخه اغیزمن دي که نه؟ مهرباني وکړئ د دې لیکوالو او د نوماندو نښیرونو(اثارو) نومونه واخلئ.

سحر: په پښتو ادبیاتو کې ریالیزم اوږده سابقه لري او ګڼو لیکوالو د ټولنیز ژوند، بېوزلۍ، محرومیتونو، نابرابرۍ او د انسانانو د واقعي تجربو انځورولو ته پام کړی دی. د دې بهیر په تړاو د نورمحمد تره‌کي نوم په ځانګړي ډول د یادونې وړ دی، چې د بزګرانو او محرومو خلکو ژوند یې په خپلو کیسو او ناولونو کې انځور کړی دی. استاد ګل پاچا الفت هم په خپلو نثري او شعري اثارو کې ټولنیزې ناخوالې، دودونه او د اصلاح غوښتنې فکر منعکس کړی دی.

همدارنګه، د استاد عبدالروؤف بېنوا، استاد عبدالحي حبیبي، استاد صدیق‌الله رښتین، قیام‌الدین خادم، علامه عبدالشکور رشاد ، زیتون بانو، اجمل خټک او عبدالاکبر اکبر د اثارو ټولنیز او په واقعیت ولاړ اړخونه د څېړنې وړ دي. همداسې په وروستیو کې د نورو ګڼو لیکوالو نومونه یادولی شو زما په اند، د پښتو ریالیزم د لیکوالو د نوملړ پر ځای باید د هغوی د اثارو موضوعات، هنري ځانګړنې او ټولنیز لیدلوری وڅېړل شي، ځکه ریالیزم یوازې د ټولنیزو ستونزو یادونه نه، بلکې د ژوند د واقعیتونو هنري او ژور انځور دی. پښتو ادب کې د ریالیزم د بېلابېلو بڼو نښې په داستاني ادب، لنډه کیسه، رومان، ډرامه او ټولنیز نثر کې لیدل کېږي. 

د جادویي ریالیزم په برخه کې باید ووایم چې په پښتو ادبیاتو کې جادويي ریالیزم لا د یوه پراخ او منظم ادبي مکتب په توګه نه دی تثبیت شوی، خو په معاصر داستاني ادب کې یې ځینې بېلګې موندل کېږي. د ارواښاد نصیر احمد احمدي  په(جوجو) ناول او د ډاکتر محب زغم، اصف عمر او وفاسمندر په ځینو ناولونو او ځینو نورو لیکوالو په کیسو او ناولونو کې یې څرک لیدلی شو. خو دا د څیړنې وړ دي چې څومره اړخ ورسره لګوي. 

د پښتو د معاصر داستان په ځینو اثارو کې د ولسي باورونو، اسطورو، تاریخي حافظې او واقعي ژوند ګډ حضور د جادويي ریالیزم له ځینو ځانګړنو سره نږدېوالی لري. خو د یوه لیکوال د دې مکتب لاروی بلل باید د هغه د ټول ادبي سبک او مشخصو اثارو له تحلیله وروسته وشي، نه یوازې د یوه یا دوو داستانونو پر بنسټ.

مسعود: د افغانستان د معمارۍ، نندارې”تياتر”، ډرامې، موسيقۍ، انځورگرۍ او مجسمه جوړونې په هنرونو کې د ریالیسم تگلاری، سبک او هنر، اغېز څنګه ارزوئ؟ او دا راته وویاست چې په دې برخو کې کومو نامتو او پېژندل شوو لیکوالو او هنرمندانو له خپلو ادبي او هنري انځورونو له لارې اغېزمن رول لوبولای دی؟

سحر: په افغانستان کې د ریالیزم اغېز یوازې په ادبیاتو پورې محدود نه دی. په تیاتر او ډرامه کې د ټولنیز ژوند، کورنۍ، جګړې، فقر، ښځې، ځوانانو او ټولنیزو ستونزو انځورول د ریالیستي هنر له مهمو تمایلاتو څخه دي.

په نقاشۍ کې د انسان، بازار، کلي، ښار، بزګر، کارګر او ورځني ژوند تصویرول د واقعیت‌پالنې بېلګې دي. په موسیقۍ کې هم د خلکو د ژوند، مینې، بېلتون، مهاجرت او ټولنیزو تجربو انعکاس لیدل کېږي. معماري بیا د ریالیزم په اصطلاح کې له ادبیاتو سره عیناً یو شان نه ده؛ خو د ودانیو د واقعي اړتیاوو، کارونې، چاپېریال او ټولنیز ژوند په پام کې نیول د معاصرې واقعیت‌محورې هنري تجربې برخه جوړوي.

زما په اند، افغانستان داسې پراخ تاریخي او ټولنیز ژوند لري چې د ریالیستي هنر لپاره یې موضوعات بې‌شمېره دي. د جګړو، کډوالۍ، کليوالي او ښاري ژوند، دودونو، فقر، مینې او د انسان د مقاومت تجربې ټول د هنر لپاره غني مواد دي. خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې هنرمند واقعیت یوازې ثبت نه کړي؛ بلکې هغه په هنري ژبه معنا کړي.

مسعود: که د دې مرکې په پای کې د ریالیزم او ادب په اړه یوه عمومي خبره وکړئ، څه به ووایاست؟

سحر: د مخه مو په دې برخه کې څه نا څه خورې ورې خبرې وکړې زما په اند ادب هغه وخت خپل ریښتینی ارزښت پیدا کوي چې له انسان او ژوند سره اړیکه ولري. ریالیزم موږ ته دا را زده کوي چې د ژوند عادي صحنې، د عادي انسان دردونه او د ټولنې پټې ستونزې هم د ستر هنر سرچینې کېدای شي.

خو ریالیزم د واقعیت ساده نقل نه دی. لیکوال باید واقعیت وویني، تحلیل یې کړي، د انسان له احساس او فکر سره یې وتړي او بیا یې په داسې هنري ژبه وړاندې کړي چې لوستونکی هم ژوند وویني او هم د هغه تر شا معنا احساس کړي. په همدې ځای کې ادب له عادي روایت څخه هنر ته اوړي.

د ریالیزم تر ټولو لوی درس دا دی چې انسان باید د خپل وخت په رڼا کې ولیدل شي، خو د هغه انساني ارزښت باید د زمانې له بدلونونو پورته وساتل شي. که ادب دا کار وکړای شي، نو د یوه عصر له حدودو اوړي او د راتلونکو نسلونو لپاره هم ژوندی پاتې کېږي.

***

ګران او منلی دوست سحر صاحب!

 ستاسو نه نړۍ مننه، چې زما پوښتنو ته مو په خپل علمي، ادبي، مسلکي او څېړنیز توان سره د مستندو موخذونو، علمي معیارونو او منطقي لاسوندونو پر بنسټ ګټور،   ارزښتمن، پوره او بشپړ ځوابونه راکړل. ستاسو له څېړنې څخه څرګندېږي چې په دې برخه کې مو د پام وړ او اغېزناکو خبرو ته نغوته کړې ده. ستاسو د علمي او ادبي ژوند ډېوې او څراغونه تل توده، روښانه او ځلانده، قلم مو ځواکمن، اند او فکر مو تل تاند غواړم. هیلمن یم چې دا مرکه زموږ معاصرو او راتلونکو پښتونو(نسلونو) ته د یو ګټور، علمي، ادبي او هنري لارښود نښیر(اثر) په توګه تلپاتي وي.

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود 

***

ډیره مننه قدرمن انجنیر صاحب، ژوندی اوسې که دا مرکه د محترمو لوستونکو د پام وړ وګرځي  لامل به یې ستاسو ژورې، سنجېدلې، دقیقې او هراړخیزې پوښتنې وي. 

​ستاسې هڅې د ډیر قدر وړ دي، زه خوشحاله یم چې ستاسې غوندې د خپلې ژبې او ادب یو نه ستړی کیدونکی او غمخور خدمتګار لرو، چې د خپلو مرکو له لارې نوې او په زړه پورې ادبي مسایل را سپړي او پخپل زیار یې تر ګرانو وطنوالو پورې رسوي.

ستاسې مخکینۍ مرکې او کتابونه چې ما لوستي دي واقعآ نه هیریدونکی خدمت دی چې تاسې خپل وطن ته کړی دی. هیله من یم چې زموږ دا ګډه هڅه او ادبي مرکه د ګرانو لوستونکو د توجه وړ وګرځي او زموږ د معاصر ادبي او فرهنګي بهیر په بډایینه کې ګټوره اغېزه ولرلی شي.

​ګران افغانستان ته د خدمت په لاره کې ستاسې د لا بریاوو هیله کوم.

علم ګل سحر.

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود